ليكنـــــــــــــــــــــــې

 

انور امتياز

د  فاتحې  خبرتيا

 

       د ملت بابا پلار  ، حامد كرزى او ستر جنرال عبدالرحيم وردګ ترونه  ،  انوارالحق احدى، كريم خرم، فاروق وردگ، اشرف غنى احمدزى، حنيف اتمر، سنګين اميرزى، يوسف پښتون او سرپرست وزير اكبراكبر وروڼه  ،  صديق پتمن او نور پښتانه مرستيال وزيران د تره زامن  ، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې پښتانه غړي نږدې خپلوان،مجددى صاحب او پير صاحب د كلى ملا امامان ،  د پښتو ژبې د مړينې له كبله چې جنازه يې  د اساسى قانون د لويې جرګې په وخت كې د مجددي صاحب په امامت كې پخوا خاورو ته سپارل شوې  ده  ،  هيواد والو ته خبر وركول كيږى چې فاتحه يې د ملت بابا په كور، ارګ، وزارتونو او ټولو دولتي ارګانو كې اخيستل كيږى، تاسونور په دې پوه شئ چې زموږ ملي، رسمي او حاكمه ژبه دري ده  .  هيله كيږي چې  ټول په دې فاتحه كې ګډون وكړئ او په خپل راتګ سره د پښتو د د ښمنانو زړونو ته نوره هم خوښي  ور په برخه كړئ.

د افغانستان د غريبو ،  در په دراو بې وسه پښتنو لخوا

 

 

 

 

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.