ليكنـــــــــــــــــــې

 

محمودنظری

د افغانانو مغازه

ماداخلاص چې په لندن کې يې  نوې مغازه رانيولې وه دا دوې ورځي يې يو پونډ هم  سودا نه وه کړې. د دوکان کرايه د شاګرد تنخا پر تاوان وه  نوخپل نوي کارګر عباس ته چې نوی قاچاقي لندن ته راغلی وو او تور کاريې ورسره پيل کړي وو وويل:

ته تر اوسه نوی يې ،زه زيرمتون (پس خانه )ته دننه ځم که (کاستومر) راغی ما ته نارې که ! پام چې( کاستومر )درنه خلاص نه شي ځان  ورته طوطي که، ځان ورته سپی که ...

نوي کارګر ورته  وويل:

 زه کله ددې محترومو حيواناتوتمثيل کولی  شم !

- نو بد دي کول چې لندن ته  راتلې!

نو ته هم ولاکه دوکاندار شي!

 هغه بيچاره ورته وويل:

- ښه دئ.

 هغه نيم ګړی وروسته يې بيا د پسخانې نه  سر راويست او عباس ته يې وويل :

که کاستومر راغی ماته نارې که!

 شل دقيقي وروسته يې  بيا هم همدا خبره تکرار کړه.

يو ښځه مغازې  ته راغله عباس ورو د هغې نه وپوښتل: کاستومر يې ؟

هغې ورته وويل:

هو.

عباس په وارختايي ورته  وويل:

 چابک ځه !ځان باسه !مالک سهار راهيسي څو واري ستا پوښتنه کړ ي ده.

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2008.