ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

محمودنظری

اوتو شوی سياست

اوتو ماما ډیر د سلیقي خاوند دی تل په ښه اوتو شوو کالو ، ښه رنګ شوو بوټو، ورېښمېنه چپنه  پر اوږو اچولې، تسبې په لاس، قره قلي پر سر بهر راوځي اوتل  د کلي د هر خیرات ، سنتي او واده کې تر ټولو په سر کې ناست وي او لکه په لوبه کې د فوتبال  د ګول شوو تېمونوکوچان لاسونه ښوروي او نارې وهي:

هلکه ! اوبه له هغه سره پيل کړه! دستر خوان له دې خوا اوار کړه! دا غوري دلته کښېږده!...

 کلیوال څه ان د دنیا خلک لا هغه ډیر ښه اداره چي بولي.

 خو د کلي چوپړي  هلکان چې نور د اوتو ماما له اوتو شوو هدایاتو ستړي شوي وه د هغه په خوله یې  نه کول 

یو ورځ چې اوتو ماما نارې کړه: هلکه داغوري دلته کښیږده !

 چوپړي هلک په  کستي ډول غوري بل ځای کېښود

اوتوماما چې پوخ سیاستمدار هم دی تندي یې ان ګونجه لا ونه کړه  ورنارې یې کړه:

شاباش د نر ځو هغه ځای تر دې  ځای  لا ښه دی!

کلیوالو د هغه  دې اداری  چلن ته ګوته په غاښ نیولې وه.

  اوتوماما چې نارې کړې :هلکه! داکاسه هلته کښېږده!

   که هلک په  کست کاسه  بل ځای کېښږدي

اوتوماما بېله دی چې دا یاغیتوب ځان ته شرم وګڼې  په جرت  ورنارې کوي : شاباش !د نر ځو هغه ځای تر دې لاښه ځای دی .

اخیر داسې شوه چې یو شی به راغی  چوپړي هلک به نارې کړله

دا چیری کښیږدم اوتو ماما؟

هغه به ورته ویل:  هر چیر ې چې ستا خوښه وي  خو دا خوا سمه ده!

که  به هلک هغه کستي بل  ځای کيښود

اوتو ماما  به ورنارې کړل: هغه ځای لا سم ځای دی !

نن خبر شوم هغه د ښه سیاست له عمله  دکابل د ښار د تنظیفاتو رییس ټاکل شوی دی ان یو اونۍ یې د کار نه وه تیره شوی چې د زورور میلتونو استازو د کابل د ښار د هر کونج اواړخ په لیدو هغه ددې ښه سیاست او تواضع په خاطر  د چټلۍ  نړیوالي نوبل جایزې ته کاندید کړ . هغه  د نر زوی دا نړیواله جایزه خپله  کړه  او په جایزه کي یی هغه ته یو سپین ماسک راولېږی ،چې اقلا دا د افغانستان په تاریخ کې نابغه اداره چي د دې کثافاتو له اړخیزو زیانونو څخه خوندي پاته شي

 اوس ټول ښار په فضل د خدای او برکت د څلورو یارانو  چټلیو نیولی  دی

  که خدای کول راتلونکی مو روښانه ده انشاالله لس زره کاله  وروسته به د ډبرو د سکرو  ښه کانونه ولرو.

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com