|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
ځوانيمرګه ناوې په خپله به يې خداى خبر چې لمونځ کړى وو کنه،پرهغې يې اواز وکړ ونجلۍ!پاڅېږه لمونځ دېوکړه ، هغو کوچنيوهلکانوته چاى تيارکړه چې ښوونځي ته به ځي. نجلۍپه خپل ځاى کې اړخ بدل کړ،شخي يې ووېسته ،غاښونه يې وچيچل ،اوږده ساه يېواخسته،سترګې يې ومښلې په ځاى کې کېناسته،خوب يې لا په سترګوکې وو،سربه يې کلهيوخوااوکله بل خواته کوږ شو،لکه ټېکې چې په کرونده کې په زهرو لړل شوي غنم خوړليوي،لاس يې اوږود کړ،ټکرى يې راواخست په اوږدوخوجړو وېښتانويې ښور کړ،وېښته هم خداىدېته ورکړي وو،سم يوه ګېډۍ وو،يوځل يې په ناسته هم شخي ووېسته او پورته شوه،څوشېبېوروسته بيا کوټې ته ننوته،جاينماز يې را واخست لمونځ يې وکړ،بېرته له کوټې ووته،نېغه دتنور کوټې ته ولاړه،تورچاى جوش يې له تناره په داسې حال کې راووېست چې سمهنيمه پسې په تنورکې ورکه شوه،په بېړه يې کوچنيو وروڼوته چاى تيار کړ،هغوى يې لهخوبه راويښ کړل،مخ اولاسونه يې ورته پرې مينځل،په دسترخوان يې را ټول کړل،هغوى چېکله ښوونځي ته ولاړل،دې دکور پاتې کارونه پيل کړل،په دې وخت کې پرې دکوټې له منځهاواز وشو زرلښتې وزرلښتې! دې ورته آآآ نارې کړې،خوهغې يې اواز وانه ورېده،بيايېشورماشور جوړ کړ،خدى دې تا تور مخې ،کنډاسه په ماروچيچل کي،داپه تاڅه تور مرګولګېده،چې غږ نه راته کوې؟ته صبر وکړه چې زه دې اوس چاره وکړم،که مې ستاځاى همدمور څنګ نکړاودهغې تورې هديرې بنديوانه مې نه کړې نو زما نوم به هم قندۍ نهوي،نوم يې ډېرخوږ وو خو پخپله ډېره ترخه وه،پسې راغلله له ځانسره غورېدله،دادېخداى نه بخښي چې ستاپشان ،مړزګه لور يې زېږولې ده،نجلۍ ته راورسېده اوپه کمڅيوکېيې ورته ګوتې بندې کړې،داسې حد ته يې ووهله،چې يو دوه يې ترې هېر کړل،نور يې ورتهيوځل بياپه سپکو سپورو پيل وکړ،ته وګوره چې زه دې څومره ژر له دې کوره رنګورکومه،هغه خلک دې هم،خداى ووهي،ويل يې چې درېيمه،ورځ بيا راځي،خو همداسې ورکشول،که داوار راغلل،له ستړي مشې دمخه ستامردارمخې دستمال ورکوم،نوره دې په دې کورکې نه شم زغملى،نجلۍ راغلله پښوته يې پرېوته،نه نه مورجانې دخداى لپاره چې داکارونکړې،هيله کوم هغه کونډته مې مه ورکوه،زه له هغه سره واده نه شم کولاى،دهغه خومشره لور واده شوې ده کنه،په کور کې اولادونه يې هم لما مشران اوهمزولي دي، پامکوه چې داکار ونکړې،کنه زه به مړه شم.
ميرېيې په کړس وخندل،زه خو غواړم همداکنه،اوس دې په يونه يوچل له خپلې مخې لرې کوم.
دهمدېورځې په ماښام هغه خلک راغلل چې يوځل دمخه هم دزرلښتې غوښتوته راغلي وو،اوس ددېپلارهم په کور کې وو،خودهغه شتون ددې لپاره هېڅ ګټه نه لرله،ولې چې دهغه په ذهن کېيې نوې ښځې داسې زهر پيچکاري کړي وو،چې پلار يې هم اوس دهغې له شتون نه په نه شتونخوښ وو،نفرت به يې ترې کاوه،دماخوستن له ډوډۍ خوړلو وروسته راغليو خلکو بيادښېښۍخبره ياده کړه،پلار يې غلى ناست وو، ميرې يې په مکرجنه لهجه له سترګو اوښکې وڅڅولېکه څه هم چې زرلښته کوچنۍ اوستالېور پوخ سړى دى اودابېچاره يې دلور پرځاى ده خو زههم سياسره يم،اونه غواړم چې چې خداى مکړه سباکومه بدنامې راته را واوړي،په خپله همپه کور کې کوچنۍ لور لرم،هسې خو مې زرلښته هم لور ده،خووايي چې خور لور په عزتواده شي،ښه ده،نوموږ په دې ريشته خوښ يو،دستمال يې ورکړ،زرلښتې باندې له ډېرخفګاننه بېهوښي راغلله،تر درې ورځويې له ډوډۍ او اوبوڅکه ونکړه.
څواوونۍ وروسته يې واده هم تيار شو،کوچنۍ زرلښته دميرې لخواد وهلو او ډبولوپرمټ ډولۍکې کېنول شوه،هغې به چې خپل دوه کوچني اوبې موره وروڼه په چيغو وليدل نو له ډولۍنه به راکوزه شوه، دواړونه به يې غېږه تاوه کړه،ډېرې چيغې به يې ورسره وکړې،مګرميرې به يې بياله مټ نه ونيوله،ورته به يې وويل،چې هم ځان شرموې او هم موږ،څوځلهډولۍ ته له پورته کېدو اوښکته کېدو وروسته يې نجلۍ روانه کړه،خودهغې چيغې لاپسېلوړېدې،دلته يې وروڼوهم ځانونه په ځمکه ځمکه وهل اودخور خور نارې يې وهلي،دلارې ترنيمايي پورې دزرلښتې چيغې ورو ورو کمېدې اوبل اخره ورکې شوې،لاره نږې اته دقيقې وه،سپين ږيرى زوم اميل په غاړه مخکېروان وو او وروسته پسې ځوانانو ډولۍ په اوږه روان وو، کورته چې ورسېدل ،ښځې راټولېشوې،ترڅو ناوې له ډولۍ راکوزه کړي،ښه راغلاست اودنوي کور مبارکي ورته ووايي،کله چېيې له ډولۍ نه شال اوچت کړ،ګوري چې ناوې په ډولۍ کې نسکوره پرته ده، اوپه رښتيا يېهم دميرې ژمنې حقيقت موندلى وواودتل لپاره دخپلې مورپشاه په ابدي خوب ويده شوې وه. نوټ:ټېکه يوډول مرغۍ ده چې دغنمو دکر په وخت کې راپيداکېږي. |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2012 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||