|
محمود نظري
توره واوره
د کوټی
ور ورو ورو په ګوتو وټکېده
او بیا
ورو پوري
وهل شو،
د وره
دزګیروی
سره
د یوې
سپین سرې
سر کوټې
ته دننه شو او له
کټه بینو آینکو
د
ښېښو نه
یې د کټ خوا ته وکتل او
په
خوشالۍ یې
وویل :
احمدوف!
ستاسو په هیواد کي
رژیم
بدل شو
او مشر مو ویل
موږد
خپلو
بندیانو پوښتنه
او
بازخواست کوو
او هغوی
راغواړو.
د دی خبرې
سره سم احمدوف
اریان دریان ودرېد په بد ګمانو سترګو یې پورته
وکتل او ژړغونی شو ، دیوې ترخې موسکا څپه یې بر
شونډو خپره شوه.
په بدن
یې بریښنا
ننوتله او بند بند یې
ور
وریږدوی،
د زړه د رباب تارونه
یې
وترنګېده
او له ځانه سره یې
غم غم وو.
په کوټه کي
په ګرځېدو
راګرځېدوشو ،
مځکې
ځای نه ورکاوه،
نه پوهېده وخاندی که وژاړی، ناببره
یې په
زوره
زوره وژ ړل خو ژر په خندا شو او
له سترګو یې
اوښکی
توی شوې.
کښېناست
ګوتې
یې سره کښېکښلې
زړه یې سخت درزېدی
او
دچورت
په سمندر
کې لاهو
وو
په سترګو کي
یې د خوشۍ
اوښکې
خوټېدی
لکه ګل چی نوی وغوړېږی
تازه
شو،
مخ یې سورخی
پیدا کړه
مور
او
د هغې
پستې
او خوږې
خبرې
یې
ورپه
یاد شوﺉ
هغه یې څو واري
په خوب کي
لېدلې
وه هغې
ورته ویل:
ولي
نه راځې؟
او ده
ورته ویل
: دا دی راغلم.
کوشنۍ
خور او ورور
یې
په
یاد شول
هغه ۲۵ مني
او
ژمي
دلته
په
نهېلۍ
تیر کړی وو ا ن خندا او
ژړا
ترې
هیره شوی وه
نور یې د سترګو چینې
وچي
شوی وې
دا لومړی ځل وو
چي
بیا
یې
په سترګو کي
اوښکې
او په شونډو
کي
یې موسکا را پیدا شوه
خو دا حالت یې تر ډېره پاته نه شو ژربیا د کونځو
چپه یې پر تندی خپره شوه او له
ځانه سره یې
ورو
وویل
:
مور
به
می
اوس
مړه یا سپین سری وی
،
ورور
او خور به مي
اوس
خدای چیری وی ؟؟ د هغه
په چورت
کي
هغوی اوس هم واړه
وه
اوس به هغوی
ما
څنګه
وپیژنی؟!
په هکله یې چرت
واهه او ژر یې له ځان سره
وویل:
زه به دا خپله غاړه له ځان سره
یو
سم
او ورته و به
وایم
زه
احمدوف
یم
!
احمدوف!
خپل
پښو ته وکتل
سترګې یې تنګی کړې او ژړ له
کوټی
نه
بهر
ووت یو موټ
واوره یې د پښو
پر دانو ټینګه
ټینګه
وموښله
او هغه یې په سرو وینو ولړله
بیا
بیرته کوټې ته ننوت یوه
کوشنۍ
هینداره
یې چي هلته پرته وه را واخېستله
د لاس
پر
شا
یې
پاکه
او
په هغه کي
یې وکتل،
د سپينی
ږیری
په لیدو یي
جټکه
وخوړله او د ژبې
لاندی یې
ورو
وویل:
هغوی به ما وپيژنی؟!
سر یې
بیاکښته
وځړاوه
شونډی یې ورپېدې پر څیره یې بیا د خواشینۍ چپه
وغزېده اوله ځان سره یې وویل:
د هغو به اوس هیر یمه!
سترګې یې غټي شوی او ویې ویل:
د هغو نومونه به ورته واخلم ستار ، جانان د بابا
زوی... د کوڅې
نوم د ماجد
د ملا نوم،
د اکا د زامنو نومونه،
د کوڅې
د دوکاندار
نوم....
بیا یې ژر سر وځړاوه او
له
ځان سره یې وویل
:
هغوی به ټوله
مړه شوی وی ؟!
نن
یکشنبه د رخصتی ورځ وه
هغه
خپل کالی پرېمنځلي
وه د بخاری لپاره
یې
لرګي
مات کړی وه بیا
یې
ځان ته
سورکرم
پوخ
کړی وی خو اوس
یې
اشتیا
بېخی
تښتېدلی
وه تر ماښامه
کوتې ته تی او راتی
او
چي ستړی شو
بیا
پر
چپرکت پریوت
یوه سترګه یې خلاصه او بله یې بنده نیولی او په
اندېښنو کي ډوب وو او د ډول ډول سوچونو سره لاس
او ګریوان ..
نوره هوا
تیاره
شوی وه،
الکین یې ولګامه یو شېبه
وروسته یې هغه بیرته
پوه
کړ او
ځان یې په
بړستن
کي
ونغښت لټ په لټ اوښت
راوښت، بیا پړ
مخی
پرېوت
او به زوره ز وره یې چیغی کړی،
لکه مار چیچلۍ
خوب نه ورتۍ
او تاو تاو کیده،
بیرته کښیناست
الکین
یې ولګاوه خپله
هغه غاړه یې چي
د راتګ به وخت کي
اغوستی وه یووار
بیا لاس
تیر کړ او سر یې شا لوری ته
کوږ کړ او په سوچونو کی ډوب شو
کری شپه یې په همدې سوچونو
کي تېره کړه...
«
روسانو
د د وی کور ته ننوتل هر شی
یې لوټ او
مات کړل دده
یې سترګې
وتړلې
او د ځان سره
یې
بوت د مور ساندی
یې
تراوسه به غوږو کي
آزانګی
کولې
بیا
یې په
الوتکه
کي
واچوی
دنورو
ږغونو
او زګیرویو
په منځ
کی
يو
ږغ ورته
آشنا
ښکاره شو
تر ننه
یې هغه پیدا نه کړ
چي
هغه د چا
ږغ وو بیا څو تنه په هوا کی دالوتکی
نه
لاندی تیل
واهل شول او ورسره
هغه اشنا ږغ هم
ترې
تم شو.
بیا
يې د
اتکړی او
زولنی
سره
دې
سپین
زندان ته راوست.
لس سپیان
،ګادی
او د صندوقونه وړل راوړل
یې
لوړی غونډی
ته دنده شوه.
یو وار یې چي
هغه وخت
اجمل هم
ژوند ی وو،
د تښتی هڅه وکړه خو
لاره ترې
و رکه
شوه
،په
هره
لور کي
سپینه واوره وه،
دوی
بې هوښه شول او
د همدې
سپين سری زوی د
سپو په
مرسته دوی
پیدا کړل او هغې
ورته وویل
:
ښه دی چي
لېوان
نه
دی در باندی راغلی.
نور نو ده
دخپلی
هېلی
دروازه
تړلې
لېدله، بیا اجمل د
ډېرو
دانو
نه
مړ شو او دی
تکي
تنها
پاته
شو.
اجمل
ده ته
څو
نښانې
پرښودی
چي
یې مور
ته
یوسی
همدې
سپين
سری
کله نا کله یو نېمه
د رادیو خبره ده ته کوله
یوه ورځ
یې خپل
خوب ورته
و
وایه
: چي د روس رهبران په یو هوایی بېړی (کوزموس) کي
سپاره وی او هغه پر مځکه را لوېږی او ټوله اور
اخلی .
او د ده نه یې وپوښتل :
ته پوهېږې داڅه مانا لری ؟
خو ده هغه
جاسوسه
ګڼله
او یوازی د نه په چم سره یې شونډې ورته بوڅې کړې ،خو
اوس
یې
باور
راغلی
وو
چي
هغه ښه
ښځه ده.
د احمدوف
په جوله کي
د خواشينی
او درد نښی
ښکارېدی
خو په
شونډو کي
یې
موسکا
خپره وه
او منتظر د کوتی مخ ته ولاړ وو
د
ده په نظر ورېځې په ګډا ګډا یوې خوا بلې خواته
روانی وې سارایی ا لوتونکې یې لیدلې چي تر لېرو
لېرو الوزی
یوه دسکشه
یې له
لاسه
ایستلې اود اجمل نښې یې په لاس کی ټینګی نیولی
وې ، په
سپینه واوره
د
کوټې مخ ته تی راتی .د
پښو
لاندی یې وار ې کېږ
کېږ
کوی
ده تر لېری
لېری
بېله دې چي باڼه ورپوی سترګې لغړولې خو نا
ځوانی سپینی واوری به یې د سترګو نور ترې یووړ
دا پنځه کاله کیږی لامنتظر
دی هره ورځ په پړسیدلو سترګو د یوې ګړی
لپاره سترګې نه تړی لاره څاری
تر لېرو
لېر
و پوری
ښۍ او کیڼی پلو ته ګوری
تر هغه چي
یې د
ستر
ګو
دید
نا ځوانه
واوره
یوسی،
سترګی پوټی کړی څه هوا له خولې وباسی او ژر
بیاسترګې خلاصی او لاره څاری
.
|