ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

محمد قاسم عارف
 پېښور        

شنـــــــــــــــــــې اوبــــــــــــه

پر سیمه دماښام تیاره خوره وه ،پر اسمان تورې  وریځې ګرځېدلې ،زه دونې لاندې ولاړ وم ،دهوا سړې څپې او څاڅکي مې پر مخ او وجود لګېدل .

له مانه لږلرې چاسندره زمزمه کوله :ورغږ مې کړ !ذبیح الله یې ؟ که څنګه زما دخوښې سندره زمزمه کوې ؟

ځواب یې رانکړ :خپلې سندرې ته یې دوام ورکړ ،اواز مې یې ټیټ جګ اورېده .

بیا مې ورغږ کړ :زه هم درځم ښه ده چې سندره دواړه په یو ځای په لوړ اواز وبولو .

ماکرار کرار قدم وهل پیل کړل ،ډېر مزل مې وکړ ،دسندرې ځای ته وروه نه رسېدم

داسمان پړکې مې په زړه کې ژورې کرښې تېرولې .

بیا مې ورغږ کړ !راودرېږه که نه !زه نور په تاپسې نشم تللی ځکه چې ته دې تپې تیارې ته وګوره اوستا نخرو ته .

ګرانه راورسېدې ،څو قدمه لار پاتې ده ،رښتیا چې د ماشوم زړه دې دی دومره زر ماتیږي چې ...؟

ومې ویل :ساړه زیات شوی ،تیاره هم ده ،داسمان په برېښنا درځم ،پوهېږې ؟

ځواب یې راکړ :زه د ((شمل خوړ )) په غاړه دلوی چنار لاندې ولاړه یم ځان راورسوه .

ومې خندل ځواب مې ورکړ : دومره لرې خو تللی یې چې خبرې هم ګــډې وډې کوې 

 ځان ته دې فکر دی ...؟

داځل یې په زوټه وخندل : وبښئ ! خو له ساړه څخه هر ډول وېره په کار ده

په چکړو کې مې پښې تر نیمایي پورې خښې شوې ،خوبیا مې کوښښ وکړ له چکړو مې پښې وویستې .

ورته ومې وې :لکه چې دې لېونۍ سندرې

اوس دې یادونه افسانې ښکاري

داڅــه دستــور دزمـانــې ښکاري

په رښتیا لېونۍ کړې

زه دې له کوره دومره لرې راوستم ،چې بابا به هم ستا غوږونه ګرم کړي هم زما،ځکه وایي به چې دی خو به لېونی و ،تا به راګرځولی ،څنګه دومره لرې درڅخه تلو او ته هم ورپسې شوې دده ملګرتیا دې وکړه .

دچنار لاندې چې ورورسېدم ،پښې مې یو ډول یخې او درنې راولګېدې ،ښه ورنږدې شوم دخپل وراره ذبیح الله پر ځای مې یوه ځلېدوونکي وېروونکي بدرنګه څېره دسترګو پر وړاندې وبرېښېده  له پښو مې ځمکه وتښتېده .     

     ورته ومې ویل : ته څوک یې ؟

ځواب یې راکړ :ولې ؟ ستا وراره

په وېره مې ځواب ورکړ: زما وراره دومره غټ او دومره لوی لوی وېښتان نه لري اونه هم دومره ببــرې شنـې سترګې لري .

ویې ویل :راځه راځه چې بله نړۍ درباندې ګورم ،له دې شپې ،شېګرې (بارانه )اوسختیو دې وباسم ،دښاپېریو ،دېوانو او پیریانو نړۍ درباندې وینم ،ضروري خو نه ده چې له تاسره دې  ذبیح الله په هر ځای کې موجود وي .

دځان سره یې خواته  کېنولم ،درنې درنې جامې یې وویستې ،نرۍ یې پرېښودې .

ویې ویل : خوښیږي دې چې ...

بیا یې یوناڅاپه زما پر مخ نوکارې راکش کړې ،دشنو سترګو څښتنې مې زړه ته زور راکړ .

په سترګو کې مې سپینې پړکې وشوې ،هنداره یې مخ ته راته ونېوه ،وه ګوره !(خپلې وینې دې څنګه بهیږي ؟)

زړه نازړه مې ځواب ورکړ: لکه چې بهیږي 

په زوره زوره یې وخندل هنداره یې رانه ایسته کړه ،بیا یې راته ونېوه ویې ویل :مخ ته دې وګوره!

په هنداره کې مې وکتل مخ مې د شېدو رنګ اخستی وو.

جېنۍ خندا پیل کړه :له مانه شاته شنې اوبه بهېدې ،دویم کس هم داوبو پر څنډه ولاړ وو ،سپینې اوښکې یې اوبو ته ورتویېدې ،غوني مې ځېږه شول ،پر زړه مې وېرې لا منګولې ښخې کړې .

((امرېکایي )) الوتکې راغلې زموږ پر کور یې بمونه وغورځول ،دماشومانو په ژړا او چېغو پسې مې له هغه ځایه په تیاره کې راتېښته کړه ،که هر څو مې کوښښ کاوه .

تېښته مې نشوه کولی .

۲۲/۶/۱۳۸۳

دشپې دوولس بـجې

خوست  پنــزایه ــ تڼــــي

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.