|
بي بي سيده عارف
شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــربت
له
څو ورځو راپسې شوی ؤچې ، بايد له دې سيوری چې زما
دکور مخې ته د جومات شاته زما و نې جوړ کړی دی ،
خپله د خوږو اوبو او شربت لاسي ريړۍ لرې کړې، که
نه توان به درته ورسيږي .
ما د کور مالک ته ځواب ورکړ: يو خو
په دې سخته ګرمی کې دلته ښه سيوری د ی او بل زما
غريبي ده ، دلته چې له جوماته خلک راووځي، يو څه
مزدوري مې کيږي ، بل داسې مناسب ځای نشته ، د
جومات د هغه بل ديوا ل سره نژدې سخته ګرمي ده .
د کورمالک وويل : درته وايم ، دا
سيوری مې په دې نه لوريږي چې ته دې ورته شربتونه
وپلورې.
که هر څو مې ورته خپله ناچاري مخکې
کړه ، زما خبره يې ونه منله ، ويې ويل :نور نه
پوهيږم ، خو چې سبا ته دې ريړۍ ونه وينم .
د اړتيا له مخې مې ، د جومات دهغت
بل ديوال خواته ريړۍ بوتله ، هلته ډيره ګرمي وه ،
په حيات اباد کې ګرمي له دې امله زياته وي، چې له
يوې مخې په للمه کې ابادشوی دی ، له بلې خوا ټول
پاخه کورونه دي،او ونې پکې کمې دي .
د ګرمی لپاره مې هم يوه چتري پيدا
کړه .
نن چې له نورو ورځو ګرمي سخته وه ،
له وجود مې خولې بهيدې ، د خپلې ريړۍ شاته ولاړ
وم،خلکو ته مې ګلاسونه ډکول او ورکول .
د کور مالک چې له سيوري يې لرې
کړی وم ،راغی سلام يې واچوه .
وعليکم مې ورته وويل : ستړي مشي مې
ورکړه .
په بې پروايي يې راته ووې : ريړې
واله ! ته راکړه يوه لپه يخ .
ورته ومې ویل: څه شی غواړې ؟
ـــ داسې د نيم کيلو په اندازه يخ
راکړه د زوی واکسين پکې ږدواو د ماشوم خوله وچيږي،
د هغې لپاره هم بېل په لفافه کې راته واچوه ،تر
بشارت مارکيټ پورې نه شم تللی ، ځکه بايسکل نه لرم
او ګرمي زياته ده .
ځواب مې ورکړ : دايخ ما د خرڅلاو
لپاره نه دی راوړی ، دامې د حوږو اوبو او شربت ،
جوس ، دې شيانو لپاره راوړی ، نه يې خرڅوم .
ويې خندل زياته يې کړه : خېر دی ،
ګران يې راباندې خرڅ کړه ، ضرورت مې دی .
ځواب مې ورکړ : په خبره پوهيږې!
درته وايم نه يې خرڅوم که په زر روپۍ يې هم اخلې.
پای
۲۰۰۶/اګست/۱۶
حيات اباد - پېښور |