ليكنـــــــــــــــــــې

 

عبدالقيوم

سليم کاکو!

یتم مداکبر ومیراخان خرکار، مؤمین آکا اوبډي اکاته نن قیصه کول، دسلیم آکانوم(محمدسلیم) دي.دیتم مداکبر نوم(محمد اکبر) و،دمیراخان خرکارنوم(میرامحد)،دمؤمین آکا نوم خپل ،او دبډي آکانوم (اخترمحمد)و خلګو( به ډي) باله.خبرپرسلیم راغله یودم یتیم مداکبرپه ښه احساساتو نوروناستوته مخ راوړوې اوويې ویل: زه ترتاسی سلیم آکا ښه پیژنم. ته وا دا سلیم آکا به نویوځواني لرل ، سلیم آکا کور،کلۍ اوهرڅه لرل. خپلوان اودوستان  يې  وه،دیوچا ه زوي و. امیرخان موږ خو دده هیڅوک ندي لیدلي. یتم مداکبر: ته خويې دلته پیژنې،دلته خويې خلګ «جت» سلیم بولي. ماهلته لیدلي وو چي....... دلته د بډی آکا چي ډیري خواري پرتیري سوی وي ،دژوند په سړو اوتودوکي ایشیدلۍ و. دخپل پلار ځوانیمرګ دوژلواوحلالولو صحنه ، چي لادي اوه«۷» کلن نه و سترګوته  جګه ودریدل.اوپه دي پردي وطن کي يې دسلیم تر خبري پوري خپل ځان ورپیادسو.دځان سره يې وویل یتیم  رښتیاوائي زه  دلته پدي کلۍ کی دچاه څه يم. زړه يې وار په وارپړسیږي ،دتابه يې ووتل ، په لوړآواز يې وویل:مداکبره!پریږدی موکه نه!تا بیا دکمه سره راشروع کړل. خپله خودي په سر کي ماغزه نسته،زموږدي ماغزه راوخوړل. دښادي داخط دي سي چي ته يې وهلاي سي.ماغزه يې درپوچ کړل،ټوله شپه اورځ دي څراغ په خلګو پسي را اخستي دي ،چي داڅوک وو ،اوداڅوک. دچا اصل اونسبت بیا معلوم دي ،غریب څه اصل اونصب يې څه. اوهغه چي ځان اصل بولي لکه خیرو خان هغه هم موږ اوتاسي ټول ښه پيژنو. په کوچنی والي کي  ....... اولویوالي کي بیا  هم اصل سي هم خان . زموږ خو دخپل وخت همزولي ټول په یاد دي. چي څه يې نه کول، دسلیم آکا زوي« کولې» دپلار په څنګ دیخ پنا ناست دي، خبروته يې غوږ نیولي ؤ. کولې ته دي خبري ښه مزه ورکړل. ژر يې په خندا تر خوله ووتل ،هو سبا به (احد) زموږ مشر اوخان وي. سلیم کاکوپرخپل زوي کولې  مینت وکړي،چپ سه په تا داخبري چاه کړیدي.  سلیم کاکو وکولې ته وویل :خودبه خان وي ، ولي به نه وي ،مځکي لري،باغونه لري، دحکومت سره يې لاس پټ دي.ټول عیبونه به يې ورپټ کړي.داخبري خو موږته شرم معلومیږي،ته وا يې پلاربه يې نو ترده ښه وو! دغه ته به يې دپلار به زړه آره اوتیشه سره خپله زماپه شان ددوي مزدوريې.کولې چي ډیر شوخ  هلک دي پلار ته يې وویل خود به کارکوم،پکار کي څه شرم سته . چاه ته خومي سترګی ټیټی ندي. اوخداي موږته ولې باغو نه نه راکوي ؟ ملأ سف الدین اخند چي  هلته ناست دي . پر کولې ور غړمب وهل.دا دخداي ویش دي.اوس هم شکروکاږه چي خداي ړوند وکوڼ ،شل او ګونګي نه يې پیداکړي. سلیم کا کو خپل زوي یوه چپلاخه وواهه،زما خبره خودي نه منل اوس دملأ صاحب خبر هم نه مني.هغه قرآن شریف ویلي دي،دځانه خوڅه نه وائي.کولۍ پژړا وویل قرآن شریف قربان سم هغه دي ماهم خلاص کړیدي،پنجشنبي يې ختم کوم.هلته خوداخبري ندي راغلي چي داځاي يا باغ مي وپلاني ته ورکړي.هلکه چپ سه،ټول پوهیږي چي داباغونه دچاه وه ،اواوس دچاه دي. موږ هم باغ لري ،راڅخه وايې خستي...... کولې: خیر پلاره که غیرت مړ نه وي او ل پر دي دنیا او بیا په آخیرت کي حساب سته.ته غم مکوه،  ناستو دسلیم کاکو اوزوي خبري واوریدي.بیا یتم مداکبرزه دادي زوړسوم ،خوکه رښتیا ووایم والله که  دسلیم کاکو په شان غیرتمند مابل لیدلي وي. مؤمین آکا پر رادرسته کړل.ګوره چي دي بیچاره هم موږ په شان خداي په کومه ګناه نیولي دي. خو دخپلو خولوسره احتیات کوي ،هرڅه چي کرار خبري هم وکړي هغه يې اوري. بډي آکا بیا :مداکبره بسته چپ سه هغه تیر ورځ چي دي دزرین آکا دژ وند قیصه وکړل ولله که مي دخوشیني یا ماښام خوب کړیدي اویامی یوه ګوله ترستونې تیریدل.خپلې دیدني بیخي راڅخه هیري سوي، پرخپل حال مي شکرونه و کښل.میراخان چي دتیري ورځي قیصه نده اوریدلي ځان يې په خبرو ورګډ کړي ،کوم زرین،هغه ډُهل زن زرین آکا یادوي؟ بډي آکا پر آمیر خان کاکو خوله را خلاصه کړل ،زه مداکبر چپه وم ،اوس بیا ستاسر ه څه ووایم. میراخان ښه  ښه  پوهه سوم ،ماهم ولچي څوکال مخکي لا یو ورځ دخیرو دزوي په واده کښي،کله چي وراوال کلي ته راورسیدل زرین آکا ډُهل واهه،خلګو اتن اچولۍ وو.زه یوي خواته دخلګو(میلمنو) سره نژدي پر کمبله نه پر مځکه ناست وم، زماڅنګ ته پر کمبله اونالې یوسپین ږیري معتبر سړي چي ددی کلۍ نه و.ما نه پیژندي میلمه دبل کلۍ راغلی  ناست و. چای اوچلم يې مخته پراته وه. هرچاه یې پوښتنه او احترام کاوه، زه متوجی وم هغه میلمه وډُهل وهونکی زرین آکا ته ډیر ډیر کتل، اوبیابه يې خپله دلاس ګوته په غاښ کړه .زرین آکا هم متوجي و، دسترګو تر کونجو يې میلمه څارې .کله چي وراوال آرام سول، اتڼ چیان ستړي سول ،دډوډي وخت رانژدي سو نوزرین آکا ډُهل وهل بس کړه .دادي زرین آکا خپل ډُهل وسورنا وال ته پریښود اوخپله  بي ډُهله راغلي.  میلمه سپین ژیري ژر ورته په ډیر مینه  ولاړ سو اوزرین آکا يې په غیږه کي ټینګ ونیوي، ورته ويې ویل دا  ته يې؟ په اول دید مي وپیژ ندې خوبیا به مي دځان سره وویل.حاجي (.......) او داسی کار. ډیر کلونه تیرسویدي ،دي ِکسب ته دي څنګه مخه کړل اوڅنګه دي زده کړي؟. زرین آکا وویل« مجبوریت په  سړي هرڅه زده کوي». میلمه سپین ږیري زرین ډُهل زن ته  په ډیره ښه ستر ګه کتل. زه حیرانۍ واخستم ،چي دامعتبر سپین ږیري وزرین ډُهل زن ته څونه په درنه سترګه ګوري. مځکي نورځاي نه راکاو،په پایڅه کي يې کیکه راایله کړل سول، ولاړسوم دیوه اوبل څخه مي پوښتني شروع کړي چي ځان ته دامعلومه کړم ، داسپین ږیري څوک دي. هلته مي دزرین آکا یوه خبره لا هم  واوریدل چي سپین ږیر ته يې کرار وویل :«پرخوله دي لاس ونیسه ». ښه په تشویش کی سوم ،له ډیرو مي وپوښتل، څو خپله می دحاجي خیرو خان څخه پوښتنه وکړل. خیرو خان سرناخلاصي ،سرټمبه غوائی غوندي سړي دي، دپلار په ورته پاته جائیداد کي خاني کوي . حکومت ته مخبیري. بخت پرناست دي ،ژريې په خبرهم سرنه خلاصیږي.څوچي ښه يې خرپامه  نه کړي.په مشکل مي دده سرورخلاص کړي دګوتي په اشاره مي سپین ږیري وروښاوه، چي داڅوک دي. خیرو خان هوهو،ښه حاجي صاحب آدم خان لالا یادوي.داخو دبالاژړي دخانانو مشردي. آمیرخان: خیرونو زماپر لاس لوي سویدي،ماته به يې پلار همیشه ویل پر خیرودي ستا پام وي. ناستو وخندل  بډي آکا خبره پوره کړل  هو  هغه وخت نوته هم مجرد وي بیا ټولو ښه وخندل . نو اوس ځکه ستا  سره تر ډیرو ښه مناسبات لري. پدي وخت کی ږغ وسو چي دلاسو مینځل شروع کړي ډوډی تیاره ده.خیروته ورپه زړه سول چي  پر حاجي آدم خان باید پوښتنه وکړي .چي ورتیرسو که ګوري چي زرین ډُهل زن دحاجي آدم خان سره پرنالې ناست دي،او په ګرم مجلس آخته دي.د خیرو خان پر سر اور بل سو ، ماغزه يې د....لوسره ګډ سول. چي ته دا بي آدبه  ډُهل زن  ته ګوره ، سپین سترګي کوي او س پرنالی دخانانو سره هم کښیني .دځانه سره وغوړمبیدي چي پردغه قصد والله که  یوه روپي  دډُهل وهلو راڅخه وویني . په قهر سره راغلي ، زرین آکا يې دخپلي پښی په شاه پر ملا وواهه اوپه تهدید يې ورته وویل داځاي ستا دناستي ندي.زرین آکا نواوس زوړ    ،کمواکه ،ددوي په خبره (اوپره) اوپه دي کلۍ کي پردي دي په پټه خوله دځایه ولاړسو.خو آدم خان چي زرین آکا سم پيژني ډیر خفه سو. پدي وخت کي زرین بیا په کرار حاجي آدم خان لالا ته مخ راوړوي ، په ورین تندي او دخندا ډکه خوله يې لکه هیڅ چي نه وي  پیښ سوي دا سي وویل «ته خفه نه نسي».زه خواوس عادي سویم ددي وهلواو ښکنځلو  سره.دلته سره ددی چي خیرو(خر) مغزي ؤ دزرین ډُهل زن داخبره چي يې واوریدل،متوجي سو چي ولچي په زرین کي فساد سته.  دحاجی آدم خان څخه هم څه وشرمیدي. پرخپلوکړو دځان سره پښیمان سو، پدي چي دادي څه بدوکړل آدم خان به درڅخه خفه سوي وي. اوس نو کوښښ کوي چي  دآدم خان لالا څخه په خبروکي دزرین په هکله معلومات  پیداکړي. خوآدم خان په زړه کي خفه سوي دي.مخ یوي خوا بلې خواته کوي، ځان يې دنورخلګوسره په مجلس مصروف کړیدي.خیرو ولاړ سي بیرته لنډ را وګرځي. دخیرو نونور دخپل زوي واده بیخي هیرسو زما په شان مځکه سره سول اودده پر شپه سول .ولې پدي چي خیرو اوپلاريې هریوه په خپل وارسره دډیرو بیچارګانو مندي وربوري کړیدي.  ځکه دواړه دوخت دحکومتو جأ سوسان اومخبیران و. تاب يې ونسوداځل راغلي دآدم خان لالا په څنګ کي کښینستي اونفروته يې ورږغ کړل ،هلکو ماته دلته ډوډی راوړي.غواړي آدم خان ته وښئې چي ستاسي قدر اوعزت کوم.خو اصلي پلان يې دادي وپوهیږي دا زرین  ډُهل  زن څوک دي،چي آدم خان يې احترام کاوه. آدم خان تر خیرو ډیرخوښیاردي هغه چي دخیرو کړه دزرین سره ولیدل ،په خوله څه نوائي خوپه زړه کښي ځیني خفه سو. خیروډیرکوښښ وکړي چي آدم خالالا خوشحال وساتي او دزرین په هکله هم ځان پوهه کړي.خبري يې یوي خوا اوبلي خوات سره واړولې،څه معلومات ورته ونه سو.داځل يې  دآدم نان لالا څخه په عذر وِوښتل چي دده وزرین ډهل زن ته احترام په څه وجه دي؟ آدم خان لالا ورته وویل ناتوان دي،سپین ږیري دي، ښه په راستي  يې ستاسي په ښادي کي ډُهل وواهه،پدي وجه يې ماته ښه خوند راکړي  راومی بلې اوسلام مي ورسره وکړي. چي ماویل ويې پیژنم ژوند دي یورځ به زماهم پکارسي. زموږ په کلي کی  داسي ډُهل زن نسته. میراخا ن چي خبره یابیان دي ځاي ورسوي . که ګوري چي ټول ورسره ناست یوازی مجسمي دي روح اوفکريې دسره تللي دي .نورڅوک ښه ښه هم نه ورته کوي . هرڅوک خپل خپل ځان په خوب ویني ، میراخان هم قیص بس کړل . وروسته تر یوي لحظي  «بډي » آکا پررادرسته کړل .ښه آمیرخانه  تاسي خبري کولې،دامیر خان هم ستوني ډک ډک کیدي ويې ویل : نورزه هم ونه پوهیدم،خوپدي پوهه سوم چي زرین آکا هغه سي نه دي چي موږ اوتاسي يې پیژنو.اوس خیرو خان ته خوب نه ورځي،پرلاره چي ځي دځان سره پرتې وائي ،دزرین څخه بیریږي. نوربیا

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com