ليكنـــــــــــــــــــې

 

دسلیم کاکو قیصه
دوهمه برخه

 دلمړي برخي په ادامه:-

 سبا بیا دکلۍ خلګ دي ،بیکاره دي ،ژمي دي هواسړه ده،نري سوړبا د چلیږی .شین ،صاف اسمان دي. باد هم دکښې دي،دانسان په غوږوکی شپیلکان وهي.دکلۍ ډیر خلک ریزش اوزکام دي،دچا پزه مزه هم بهیږي.عادت داسي دي چي خپله لمن چپه راواړه وي اوخپله پَزه ورباندي پاکه کړي.دوخت تیریدو په منظوردکلي دمنځ د میداني په هغه کونجک کي چي دباده پناه ځاي دي هرڅاښته محال چي لمریوه نیزه راپورته سي، دباد پنا ځاي،اوهلته دمځکی مخ څه دګذاري شي،بیا تر غرمي پوري،هلکان ،ځوانان اوبلي خواته سپین ږیري سره راټو لیږي چاه په بجلوځانونه مصروف کړي،چاه کتار سره ایښي و.نور پرراټول دي،ځیني زاړه دخپلي ځواني یوه نیمه قیصه ،،دخپلي عسکري نقل،بیان ،دامان الله خان پا چهۍ، دسقاؤي قیصې او څه چي يې لیدلي وي هغه بیانوي. دهریوکوښښ داوي ځان داسي وښئ چي ده هم داعمر خوشی نه دی تیر کړي  تر پيښو زیات څه وائي.سلیم کاکو په ناستوکی ترټولو مشردي دعمرزیاته برخه په خواریو اوسر ګردانیو کي  تیره کړي ده. هرڅه دده په مخکی  تیرسويدي .کله چي کوم یو له دوي څخه خپل بیان خلاص کړي نو دخپلو خبرو او قیصو درښتیا والې په منظور مخ وسلیم کاګوته را واړه وي اوپه لوړ آوازه ووايې (سلیم کاګو) همداسي نه وه؟. سلیم کاګو خپل کارکوي سر يې کښته اچولې وي ، پورته نه کوري دتائید په توګه سر وښوروي. که چاه زیاتي په خپلو خبروکی کړی وي هم سلیم کاګو درد جواب نه وايې .سلیم کاګو نو ښه نجارو، دروازي ،دیوي رختونه ،دیوي  دغويو جوغونه ، مالي ،دیامه لاستۍ ، ټکه کي  اوهرڅه چي دکلیو دخلګو ضروت و هغه به ده جوړول.اوس يې څه لاسونه ریږدي،پر سترګويې هم پردي پیداسودي ښه نه ویني.خو دده غټ اندامونه،قوي بدنه چي لا نده کړوپه سوي، لاسونه او پنجي يې غښتلي دي.سلیم کاکوهم  دهري ورځي په شان نن دکوره دخپلي تیشي،برمي،آري ،دمیخونودجابي اویودوتختوسره میداني ته راو   تی دی(بنګ) زوي يې چلم او دتنبکو چابه ورته هره ورځ راوړي،سلیم کاکو دتنبکو چلم څکوي. اوس يې په سینه کي  خږه هار ي هم وي. سلیم کاکو خپل کور اوجائیداد نه لري ،پدي کلۍ کي يې کلونه په همسایه داري تیرکړیدي. هيڅوک نه پوهیږي چي سلیم کاکوبیا اصلاً دکوم ولایت ،کوم کلۍ او په قوم څوک دي.خو دادي اوس دشاه دولاخان دغویو دسراي سره جفت دکلي دمیداني اړخ  ته دخپلو درو بچو(اولادو) اویوي کوروداني سره  په دوزړو خونوکښي يې ګذاره ده. خلګ يې د(جت سلیم ) په نوم یادوي . په رنګ ښایسته ،په قدجګ ،په خبرويې سړي پوهیداسي چي رښتیا هم ددي منطیقي (کلیو) نه دي. هلته پیتاوي ته ناست دي، کرارکراريې ځان آخته کړي دي. یوعمريې دوطن دخلګو په چوپړ وهلو کښي  دلت خلګوته خدمت کړي دي. غوږونه يې جوړدي.دټولو ناستو خبر اوري اودځان سره يې ارزوي. خپله لږ په خبروکي (مجلس) ورګډیږي . په چورتوکي تللي وي.خویتیم اکا دنور ناستو خلګو څخه زیات سلیم اکا پیږني.یتیم اکا اوسلیم اکا سره همزولي دی. سلیم کاکو اویتم محمد اکبر یوبل ښه سره پیژنې .  پدي ورځ هم کله چي ددوي خبري اومجلس سورسره ونیوي.ټولو غریبو،بی کورو،جلاوطنویول بل ته دزړه غوټی سره خلاصولي دسلیم آکازوي (بنګ) ږغ وکړي خدای نظر خان راغلي. دوي ټول داسی یودم چپ سول لکه مرغان چي ښه غال مغال يې جوړکړي وي .کله چي پوهه سي شأهین تیریږي،ټول یودم داسي چپ سي ، سړي هیڅ فکرنه کوي دلته مرغان وه. خیر خدای نظر خان راغلي ټول ورته ولاړسولوسلیم آکا هم زوروواهه چي ولاړسي خو ونه سول .خداي نظر خان،پر زړو او سپن ږیروباندی څه بي ترتیبه دماړه په شان ټوکي وکړي اوسلیم آکا ته يې داسی وویل :سلیمه! چي د(رخت) بینی چوي ، ددورشتي دآري لاستي،دسراي ددروازي لخک به وګوري اوجوړبه يې کړي. سلیم آکا تر خان دیرش کاله مشر و. هلته( تاجو) شاه تر راغلې اوخداي نظرخان ته يې وویل : خان صاحب آس تیار دي.خداینظر ښه ،ښه  درځم! عبدالله جان مهطر دآس قیضه نیولې ،میدانې ته راوتې دي . مهطر عبدالله  جان خپلې ربړي څپلې په خپل زاړه پټوکي پرملأ اواوږه ټینکي تړلې اوتر آس مخته ځغاستي ته تیار آماده دي.او تاجو (شاه تر) دآس لپاره څه شپیشتي  په خپل څادرکي  ترشه تړلې آماده ولاړ دي . دآس قیضه مهطر ونیول او شاه طر (ریکاب) ونیوي خداینظر خان پر آس سپورسو . مهطر مخته دآس اوشاه طر وروسته تر آس په ځغستا دولسوالې پر لور ولاړل .دخداي نظر ترتګ ورسته دکلۍ دسپین ږیرو یوبل ته سره وکتل مثکي سول.دلته حاضرو ځوانانو هلکانوته بیا یوډول بل ډول فکرونه پیداسول،پدي جي داولۍ  دخداینظر ترتګ وروسته ،مشرانو پسخندآمیزه تبسُم وکړي؟(بنګ) ژر دخپل پلاره وپوښتل. پلاره! دي (خداي نظر) هم  په کوچنیوالې لکه چي د(احد) په شان وو.چپ سه خداي وهلۍ! نه وي نې چي دملک سلطان زوي ولاړدي ،وابه يې وري.هغوی دخداي نظر شیطا نان دي، زویه دا ټول  یوشې دي. زویه ! سرمه په ګرځوه  خپله شپه تیره وه ، چي ته دخیره سرلوي سي بیا ... نوزه ټولۍ خبري درته کوم.اوس ته ددغه معلم صاحب په قول کوه خپل سبق وایه .  دغرمي وخت سو دهرکور څخه دودونه  پورته سول ،تبخي باندي  اورونه بل سول . څوک پرتبخي اوڅوک پر تناره خپل لانده کړي اوړه اچوي  ډوډی  پخوي .دخداي اوهست خبره ده ،چاه دجورو ،چاه داُور بشو اوچاه دغنمو اوړه لانده کړیدي . ګوروان ،چوپان اوطالب هم دکلیوالو دکورنو پرخوا وررهي سول.ټوک،ځیره او ډوډي ټولوي. کوچنیان دمکتبه رارخصت سویدي اونورمکتب ته رواندی.  ملأ سیف الدین (اخند) هم لکړه پلاس دمسجد خواکي ولاړدي. دادي امیر خان آکا دهري ورځي په ډول چي ناوخت به مجلس ته راتلۍ داځل  بیخي  غرمه راغلۍ. سلام يې واچوي ،ټولويې سلام ته وعلیکم دي سلام ووایه،خو بډي آکا دسلام جواب داسي ورکړي:«امیرخانه والله په تاکي هم کوم فساد سته،ټوله ورځ ورک يې یودم لکه ماردوزمي پیداسي .يوقیصه شروع کړي ،هغه پر نیمايې خوشي کړي.په څه مصروف سوي يې، خداي دي خیرکړي.هغه دزرین ډُهل زن نقل دي هم پرون دغسي پر نیمه پريښود». امیرخان: بډي کاکو خداي دي موږاوتاسي ژوندي لري .زرین ډُهل زرن  خوڅه ټول به سره وپیژنو. درځی درځی دماپښین دلمانځه ورسته به که دخداي رضأ وه،باران نه و،لمربه هم ښه تود وي له خیره سره قیصی کوو.خوپه یوشرط!مؤمین اکا يې خبره پري کړل .شرط مرت يې په کونه پوري مه ورتړه. په خبره موسر راخلاص کړه .امیرخان وویل: که معلم صاحب   په مجلس کي و، نوبیا زه خبري نسم کولاي .ولي چي معلم صاحب نوبیا معلم دي....... سلیم کاکو وویل هلکو! معلم صاحب په هرڅه پوهیږي، ګل غوندی سړی دي. خو دملأ سیف الدین(اخند) ورسره جوړه نده. (بنګ) بیا پلار وپوښتي : رښتیا ولۍ ملأ سف الین (اخُند) وايې چی دمعلم صاحب خبروته غوږ مه نسې؟.دسلیم کاکو په عوض و(بنګ) ته آمیرخان جواب ووايه. هلکه ته لکه چي غواړي موږ ددي  کلۍ هم ورک کړې.کوچنې هلک يې دمشرانو په خبرو کي ګډیږي.ملأسیف الدین(اخُند) وائې معلم صاحب خلګ بې لاري کوی . (بنګ) نوتاسي يې هم منې؟تاسي معلم صاحب نه پیژنې؟تر معلم صاحب ښه سړي والله که سته. درواغ نه وائې ، حرام نه خوري ،تر معلمې علاوه په خپله مځکه کی ټوله ورځ کارکوي ،مسجد هروخت راځی ، پر جوړ اوناجوموپوښتنه کوي ،هرچاته مفت  خط لیکي او لولۍ،نور نوڅه وکړي ؟سلیم کاکو  درځی کورته ولاړسي( زویه زما ترهربل چا معلم (لعلي) خوښ دي) راځی کوله موله وخوري چي بیا دلمانځ (جماعت) وخت دي. داخبري ډیري اوږدی ریښې لري،بیا به يې دمعلم صاحب څخه خپله واورو سبا راځي له خیره سره چي څه خبره ده.نوربیا. 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com