ن- م.ک
اوسنی نياومن قاضي او ګرمه مېرمن
فهيم فرهنګپور چې د ډېر واخت راهيسې د المان په
يوه او بل ښار کې د مکدونالدز په رستورانت کې د
لوښ
ولن په توګه کار کاوه ، او اوسمهال په
افغانستان کې د دوی د ځواکونو له خوا قاضې ټاکل
شوی وه، زما دوسيه يی په لاس کې وه. دا چه
فرهنګپور هلته په المان کې په ډېره سختۍ سره روپۍ
ګټلې، دلته يی له خلکو څخه په پټه بډی نه غوښت ،
هغوی يې دې ته اړ ايستل چه روپۍ ورکړي.
فهيم چه کله نياوتون (محکمې) ته راننوت، لمړی يې
په کړس کړس وخندل او بيايې مخ څارنوال صاحب،
دستګير رخۀيي ته ورواړوه:
سلام اغايی رخۀيي، خدا کنه که اې قاتل يک ذره
اوشيار باشه، صيې پيسه بته، که ايلايش کنيم، ناق
وختی ما ره ضايع نه کنه.
د
رخۀيي خو نوم د کينه نه ډک وۀ، خدای دې مردار سپی
دده له سترګو وساتي. رخۀيي هم په خندا شو:
بان که مردارش کنيم.
ماته په بنديخوانه که تيره اونۍ نورو ښځو و ويل:
رخۀيي د شمال دځناورو ټلوالې غړی دی. هره شپه د
خپلو ملګرو سره د ځوانو ښځو او نجونو کوټو ته و
رځي، برق مړ کوي، او د لاسي څراغ په مټ ، هر يو يې
د ځان لپاره يوه يا دوه ښځې خوښوي او تر سهاره پرې
جنسي تېری کوي. دا خو پرېږده، هره ښځه به په خپل
وار لوڅه نڅيږي، که نه نو، په وهلو ډبولو يې وژني.
رخۀيي چه اوس هم ماته په بدو رډو سترګو کتل،زما د
دسيې په لوستلو يې پيل وکړ:
د
روان کال د غبرګولي پر لسمه ،جميلې خپله لورښکلا
په کور کې پر ټوپک ووژله. دا ځکه چه ښکلا غوښتل
څارندوی خبر کړي .ځکه چې ددې پلار سپين ګل، د
المان پر ځواکونو ځانمرګي بريد ته ملا تړلې وۀ .
خو سپين ګل چې کله د أيساف ځواکونو ته نږدي شو، د
الماني سرتېرو له خوا په ګوليو وويشتل شو جميلې
هم له طالبانو سره اړيکې درلودي او دوی ته يې خبر
لوڅي کوله..
قاضي صاحب فهيم ماته سترګې راوړولې. له پښو نه تر
سر پورې يې ښه راته وکتل. که څه هم زما مخ لوڅ و،
خو ده بيا هم راباندې چيغه کړه:
او طالب! اوسو کو چادر ته، که مه بيبينم که تو
جميله استی يا نی!
ما د خدای په نامه لوړه وکړه چې ټيکری خو لرې نه
کړم. خو قاضي عسکرو ته امر وکړ. عسکرو په داسې
زور او زوال رانه ټيکری لرې کړ چه زه په ځمکه
ولوېدم. قاضي بيا په کړس کړس وخندل:
اوهو! طالب سی کو، عصري شوده! ما لاسونه په سر
کېښودل. له خدای نه مې هره شېبه مرګ غوښت، نه چې د
داسې يوه مردار او پليد سړي په مخ کې سر توره
ودرېږم.
قاضي لا لګيا و د سپي په څېر غپېده:
او بن لادن! بګو پيسه داري يا ني که بريت بخشش
کنم. مغبول نيستي اګه ني يک شو ممانت مشودم، يک
ميله ميله جور مکديم.
ماته ځان داسې ښکارېده لکه د چوک پر سر چه ولاړه
او ځان خرڅوم. دوی په خپل منځ کې سره خندل، خو
ماسترګې پټې او په غوږو کې ګوتې واچولې، تر څو د
دوی خبرې وانورم.
د
فهيم او رخۀيې خندا خومې زړه خوړين کړ، خو اوس مې
مخ ته ښکلا هم ولاړه وه او ددې کريکي او نارې مې
هم اورېدې :
پر دغه ورځ چه ښکلا له ښونځې څخه راغله، خپلې
خونې ته ننوتله او د ليک پر ليکلو يې پيل وکړ. ما
يو ګيلاس چای او لږه وچه ډوډۍ ورته کښوده او
بېرته ترې راووتم. يوه شېبه وروسته مې له کړکۍ
وروکتل. ښکلا دې هېندارې مخ ته ناسته او وېښتان
يې ږومنځول. وروسته له سترګو تورولو نه يې دا لنډۍ
په لوړ غږ وويله:
د سترګه تور جانان مې ورک دی انګرېزه واچوه
دربين په دولتونو
د
يوې مور او بيا يوې مېرمنې په توګه پوهېدم چه د
دې غم څه دی: ښکلا د يو کال راهيسې د علم خان په
کوزده وه. علم خان په خوارۍ پسې ايران ته تللی و،
او تر اوسه يې حال نه و مالوم چې دی مړ دی که
ژوندی.
ښکلا لګيا وه له ځان سره يې سوې سوې لنډۍ ويلې چه
د کلا ور وټکول شو. جميلې ور منډه کړل، خوبېرته
راوګرخېده او يو ځل بيا يې په هنداره کې وکتل،
لږ غوندې موسکۍ شوه:
جانانه چه ته خو مې يو ځل ووينې، له سره به
راباندې مين شې.
ماته خندا راغله خو ځان مې غلی ونيو. ښکلا
دروازه خلاصه کړه، نيمې نيمې خبرې يې راتلې خو يو
ځل يې چيغه وکړه. مخکې لدې چې زه ور ورسېږم، ښکلا
او درې پوليس تر ما تير شول. دوی د ښکلا جامې په
ځان کې ورڅيرې کړې. ما د ښکلا د خلاصون لپاره
خپله هاندوهڅه وکړه، دغه ځناور مې په سوکانو ووهل.
د دوی نه يو تن زه تر وېښتانو ونيوم، په ځمکه يې
وغورځولم او نورو د ټوپک په خوله داسې ووهلم چې
له ځايه نه شوای پورته کېدای.دوی په خپلو منځ کې
سره يو بل ته وويل:
اول خوب مستي کتيش ميکنيم، باز باد ازه کارشه جور
ميکنيم.
دوی به ښکلا راونيوه، ښکل به يې کړه او بيا به يې
د يوه او بل په غېږه کې ور ټېله کړه. ما او ښکلا
چه هر څومره د خدای لپاره چيغې وکړې، چا مو غږ
وانورېد. د ښکلا کابو ټول کالي شلېدلې و چې د
ځناورو له منګلو يې ځان خوشی کړ او دې خونې نه يې
د باندې منډه وکړه. خو ځناورو ژر ټوپک ته لاس کړ
اوښکلا يې د برنډې پر سر پر ګوليو وويشته.
ما چې کله د ټوپک غږ واورېد او د ښکلا د سر
وينې مې وليدې، په ټول ځان کې مې يو د خوښۍ او
ارامۍ احساس پيدا شو. د لوی څښتن نه مې په وار
وار مننه وکړه: خدايه شکر چې ښکلا ته د شهادت
ورپه برخه کړ او د ځناورو له جنسي تيري د وساتله!
پوليس په خپل منځ ګې سره وګړېدل او بيا يې زما
لاسونه وتړل. کله يې چې زه له کوره را واېستم، د
ګاونډې زامنو وليدم. دوی ژر بازار ته منډه کړه تر
څو سپين ګل خبر کړي. سپين ګل هلته په بازار کې
کچالو خرڅول. ده هم په بيړه دايساف د پوستې په
لوري چه زموږ د امنيت د ساتنې په پلمه په هره کوڅه
او وربوی کې د لونيو لېوانو په څير ځغلېدل،
وخوځېد. خو د ايساف ځواکونو پرته له کومې پوښتنې
ګروږنې پرې ډزې وکړې او ځای په ځای يې شهيد کړ.
وروسته يې د طالب نوم پرې کېښود او دغه سکالو ته
يې د پای ټکې کېښودل. او پوليسو دښکلا په مرګ زه
تورنه کړم.
ما لا اوس په نياوتون کې هم سترګې پټې او په غوږو
کې مې ګوتې ټينګې نيولې وې تر څو د قاضي او
څارنوال خبرې وانورم چه قاضي راباندې غږ وکړ:
بخې بې ادب، اوغان غول! شيشتن ياد نداری؟ بګو چي
متي کي الايت کنم؟
زما ستونی خو داسې بند و چې خبر مې هم تر خوله نه
راته خو دوی ته مې دومره وويل:
خدای د تاسې داسې د اولاد په غم کېنوي لکه زه
چه ناسته يم.
قاضي يو وارې له خپلې څوکۍ پورته شو او د لاس په
خوځولو يې راته وويل:
او احمق، تو ميفامي که قلم کج از کوه ايين
ميبرايه، مه ميتا نم که توره جزايي مرګ بتم، ولي
نميتوم. مه ميخوايم که تو رنج بکشي.
زما ککرۍ داسې سره شوه، ما ويل چې اور يې واخېست.
زړه مې سستې کوله؛ نژدې وه چې ولوېږم، خو نه مې
غوښتل چې دداسې بې اېمانه او بې غيرته ځناوروته مې
سر ټيټ او زما په درد پوه شي. أ خر خو پښتنه يم.
ما قاضي ته وويل: أهې مظلوم از کوه فولاد مېبرايه!
ما خو خدا داريم، صبر ميکنم.
څارنوال رخۀيې خپل غاښ وچيچل او ماته يې يوه اوږده
شېبه کتل. بيا يې په خندا ډکه خوله قاضي ته
وکتل: اغايي فرهنګي، بان که امي لعنتي ره خو زنده
بسوزانيم يا خر واري زنده ګورش کنيم. قاضي چې په
خپل قلم په ګوتو کې لوبې کولې رخۀيې ته وويل :
اغايي رخۀيې به وجدانم قسم که شما خوب ميفامين
که أدم چه قسم کتي شيطانا مامله کنه.
:
اغايې فرهنګي، يګ ده سال زندان راييش کو. رخۀيې
وويل.
او دا وه چه ماته يې د لسو کالو لپاره د بند سزا
واوروله. زه نه پوهېږم چه ولې، خو دا به د
يوويشتمې پېړۍ راز وي:
قاضي او څارنوال، ملا اوجاهل ، ولسمشر او
وزير او مجرم به ټول يو کس وي.
ګرانو لوستونکو: په پښتو ژبه کې دا زما لومړۍ
ليکنه ده. هيله من يم چه خپره شي. که چېرې تاسې په
دې اند ياست، چې دغه کيسه په يوه لنډه کره کتنه
ارزي، نو ډېر به خوښ شم که دوه درې ليکې کره کتنه
پرې وکړئ.
په پوره مينه او درنښت |