|
ولی محمد نورزی
ها لند
د پيشو
او پيشي اړيکې
له انسان سره(
يوه لنډه
کيسه)
د ما ښام د ډوډی خوړلو وروسته می د تازه
هوا د ګټی ا خیستلو په منظور دباندی یعنی
بهر ته د قدم وهلو لپاره را وو تم د کور
څخه ډیر لیری نه وم خو ځیدلی چه د د
موټورو د سړک پر غا ړه می یو مو ټر ولیدی
چه
ګروپونه روښانه اوداسی
alarm معلومیده
چه ګواکی دا موټر خراب دی او کوم تخنیکی
عوارض لری. کوم وخت چه موټر ته ور نژدی
شوم د یوی زړی ها لندی ښځې سره چه دژوند
عمر د 65 کلونو په شاه وخواکی معلومیده
مخا مخ شوم .زړی ښځی پخپله سلام راوا چوه
او ما هم دسلام په ادآکولوسره خپله علاقه
د خبرو اترو با نډار ته را وګر ځوله زمونږ
د خبرو په جر یان کی د یوی قمری پیشی ږغ
را پورته شو کوم وخت چه می مخ راواړوه یوه
قمره د تور او سپین ویښتانو رنګه پيشو
زما سره نژدی ولاړه وه. او په ډیرو
مهربانو سترګو
.
:
یې را ته خپل ږغ د میاووع په ذریعه
واوراوه. زما پوښتنه د زړی ښځۍ څخه داوه
چه ستا سو موټر خراب شوی دی او یا کو م بل
مشکل شته زړی ښځۍ په خندا او مهر بانی سره
خپله لنډه کیسه داسی راته شروع کړه
نه ښا غلی :زما موټر خراب نه دی ولی زه
ددی پیشو د ملا قات او لیدلو لپاره راغلی
یم زه په خپله په هغه مکتب کی چه ددغه ځای
څخه 300 متره لیری پروت دی معلمه یم او د
پیشو کیسه يې داسی راته شروع کړه
.
څه
کم دری کا له مخ کی کوم وخت چه می په
ښوونځۍ کی په یوه ټولګی کی شا ګردانو ته
درس ورکاوه د کړکۍ هغه خواته یعنی بهر
دباندی پر یو ی پیشو می سترګی ولګیدی چه
هغی پیشو په ډیر ځیر راته کتل او خپلی
دواړی سترګی یې نیغ په نیغ زما د صنف پر
خوا نیولی وی .ما ته هم علاقه پیدا شوه
چه څرنګه دا پیشو د ځای څخه ښور نه خوری
کوم وخت چه په مکتب کی د تفریح زنګ ووهل
شو .نو ز ه هم چټکه د باندی د پیشو
خواته ولاړم .کوم وخت چه زه ښه ور نژدی
شوم داسی معلو میده چه پیشو ډیره وږی ښکا
ریده ماهم په خپل بکس کی د بوتر بروود
یعنی خپله د خوراک ډوډی در لوده هغه می
ژر د بکس څخه راوکښله او ددغی وږی پیشو
سره می شریکه کړه پیشو په خورا اشتها سره
هغه ډوډۍ ډیر ژر وخواړه او پر خپله مخه
ولاړه.
بله ورځ پیشو بیا هم په هغه وخت هغه ټا
کلی ځای ته راغله نو ماته دا سوال را
پیدا شو چه دا پیشو حتمی بی خا ونده او بی
څښتنه ده د پیشو ظا هری بڼه داسی ښکاریده
چه ته به وایې د یو چا د کور شخصی پیشوده
پا که صا فه او سپیځلی وه. ددی ځلی می د
پیشو سره د شنا خت او پیژندلګلوی علاقه
نوره هم زیا ته شوه. د مکتب د رخصتی
وروسته و هغه کوچنی ځنګل ته ور غلم کوم
چه دغه پیشو د هغه ځا ی څخه راتله په ګڼو
ونو کی ور ننوتلم اود پیشو په ژبه می څو د
میاووع میاووع ناری وکړی خو هیڅ درک او
پرک معلوم نشو نو وا پس نا امیده را وګر
ځیدم او دګڼو ونو څخه را ووتم .په دی وخت
کی می د پیشو ږغ واوریده کله چه می شاه
وخواته وکتل هغه پیشو می مخ ته ولاړه وه
او دلکۍ په ښوریدو سره یې په مهر بانه
ږغ زما سره روغبر وکړی او زما په پښو کی
چار چار پیره را وغور ځیده او ډیره خو شحا
له معلو میده چه زه ددی دکور وخو واته را
غلی یم وروسته له څو دقیقو د پیشو د کور
ادرس هم راته معلوم شو. او بیا هره ورځ د
ما ښام د تیاری پر وخت د هغی خواته و
هغه ټا کلی ځای ته ورتلم او د حیواناتو په
مغازه کی می د پیشو خواړه را نیوله او
دشپی په تیاره کی به می وروړله یو ه ورځ
نا څا په پیشو پخپله ژبه راته اشاره
وکړه چه بابا زه خودلته یواځی نه یم او
دخپلی کورنۍ سره ژوند کوم .وروسته له څو
لهظو پیشو شاه وخوا وکتل چه څوک نشته او
لږ تیاره شوه نو قرار قرار دونو په ګڼه
ګونی کی ور ننوتله او زه هم ور پسی روانه
وم وروسته می ولیدل چه هلته یو ه بله
پیشی هم را پیدا شوه ما ته نو ره هم
دلچسپه وه چه دوی چیری ژوند کوی کله چه لږ
مخ ته ولاړم پر یوی کو چنی غار می ستر ګی
و لګیدی او هلته دوی نوری کوچنی پیشو ګانی
چه عمر یې تر دوواو درو میا شتو زیات نه
وو .ولیدلی دغه د پیشو ګا نو کورنی یوه
ښځه یو نر او دوه کوچنی ما شو مان وه.
داسی معلو میده چه دغه کو چنی پیشو ګا نی
په همد غه غار کی پیدا شوی دی. او پرته له
کوم خا ونده خپل ژوند ته ادامه ورکوی. نو
زما د زړه پیر زو ینه نوره هم زیا ته
شوه.ددغی ورځی وروسته مکلفه شوم چه هره
ورځ ددوی لپاره خواړه شیدی او اوبه برابری
کړم چه دا سلسله تقر یبآ دری کا له روا نه
ده. دغه مهر بانی ښځۍ د خپلو خبرو په جر
یان کی زیا ته کړه چه لمړی ما ډیر کوشش
وکړی چه ددی پیشی خا وند پیدا کړم ځکه ما
ته داسی ښکا ریده دا پیشو خا مخا د خپله
کوره څخه بیځا یه شوی ده او خاوند به یې
سر ګردانه او لا لهانده پسی ګرځی .لمړی می
یوه کلکه تیکه پیدا کړه او په مختصر ډول
سره می په هغه تیکه کی د پیشو دخاوند د
پلټنی مضمون ولیکی او د پیشو په غاړه می
وځاړاوه .مګر د خا وند درک معلوم نشو او
بیا می په اخبار کی هم اعلان نشر کړی .مګر
متا سفانه د پیشو خاوند پیدا نشو او زه هم
په خپل کور کی یو سپی او یوه پیشی لرم که
نه دا پیشو ما په خپله کورته له ځا نه سره
بیو له. او ما ته اوس ډیره ګرانه ده چه څه
وکړم.
ما ددی ښځۍ دا کیسی ته غوږ نیولی وو. چه
پیشو د مو ټر دروازی خواته ورغله او زړی
ښځۍ د مو ټر دروازه ورخلاصه کره او یوه د
غوښو کنسروه یې ور خلاصه کړه او په یو
پلاستیکی غا لب کی ور وا چول پیشو په ډیر
اشتها سره د کنسر وی غوښو په خوړلو شروع
وکړه .په دی وخت کی زړی ښځۍ د خپلو خبرو
په پای کی داسی راته وویل: بخښنه غواړم زه
اوس ددی پیشو سره دننه و ځنګل ته ور ځم او
که چیری هغه نوری پیشو ګانی تاسو ووینی نو
بیا له ډاره دغاری نه بیرون نه را وزی ځکه
دوی تا سو نه پیژنی مګر زما سره کوم مشکل
نلری نو ما همدلته ددی سره خدای په امانی
وکړه او زړه ښځه دپيشو ګانو په مخصوص ږغ
سره د ځنکله خواته ورغله او ټولی پیشو
ګانی ددی پر ښاه وخوا را وګر ځیدی او هغه
ډوډی چه دغه ښځی له ځان سره راوړی وه
ددوی په غا لبانو کی یې ورته کښیښوله.
وروسته له یو سا عته کوم وخت چه ما خپل
چکر پای ته ورساوی او دکور وخواته را
روان وم نو بیا و هغه ځای ته را ورسیدم
کوم چه می د هغی ښځی سره می ملا قات کړی
وو. زړه ښځه کورته تللی وه او پیشو ګانی
هم نه معلو میدی. ولی دپیشو ګانو لپاره ټو
ل خواړه-شیدی او اوبه په خپلو غا لبوکی
پریمانه ایښی وی چه پیشو ګانو خپله چاره
کړی وه او نور یې د سبا ورځۍ ته پری ایښی
وی.
ګرانو لوستنکو:
دا یوه عینی کیسه وه چه ما په خپلو سترګو
ولیده او په خپلو غوږو می واوریده. دلته
خلک د حیوا ناتو لپاره څومره زحمت کا ږی
ولی مونږ د خپلو وړونو دلوږی او تندی څخه
نا خبره یوواو هره ورځ زمونږ په ګران وطن
افغا نستان کی لږ تر لږه د لسو نه تر شلو
پوری انسا نان یا د لوږی او یا دجنګ له
لاری له منځه ځی. خدای زمو نږ پر وطن رحم
وکړی او ددی بد بختیو لمنه او ټغر دی زمو
نږ د ملکه ټول شی.
الله امین
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ |