ليكنـــــــــــــــــــې

 

رحمت ديوان       
د جوزا ۳۱مه، ۱۳۸۹

مرسته

زه د سړک پر غاړه باندې روان وم، کباب راسره په لاس کې و او د ډوډيو اخيستو اراده مې وه. ناڅاپه مې يو هلک خواته تېرېدو نو هغه راته ويل، مسافر استم يک زره مدد مې کونی، خو زه د هغې نه تېر شوی وم، د سړک بلې غاړې ته چې راواخوتم نو واپس مې ورپسې شاته وکتل، د ګروپونو په تېزه رڼا کې مې وليدو، ځوان هلک و، په غېږ کې ورسره يوه وړه ماشومه وه، او يوه پيغله نجلۍ هم ورسره وه، چې شنه بورقعه يې په سر وه خو مخکنی طرف يې پورته کړی نو مخ يې ښکارېده. اوږد مخ يې، چې د غريبۍ له لاسه يې د مخ مونه نوره هم بدرنګه شوې وه، د نجلۍ نه بيا هلک لږ ښايسته و خو هغه هم د غريبۍ لمر وهلی و.

زړه مې ورباندې وسوځېد، ومې غوښتل چې يو څه مرسته ورسره وکړم، خو له هغو څخه ډېر رادېخوا شوی وم، زه چې له يو چا نه يو وارې لاړ شم نو بيا په واپس ورتلو کې راله شرم راځي، نو ځکه واپس نشوم.

تنور ته لاړم نو هلته ډوډۍ يخې شوې وې، تاسو ته ياده کړم چې د شپې نهه نهنيمې بجې وې، له هغه ځای څخه واپس لاړم تر څو د چوک نه هاغې خواته په کوم تنور کې تودې ډوډۍ پيدا کړم.

له سړک نه هاغې غاړې ته چې واخوتم نو بيا مې په زړه کې ارمان پيدا شو چې هغه هلک او نجلۍ دېخوا راشي، نو چې يو څه مرسته ورسره وکړم، ځکه مې يو خوا بل خوا څارل، ومې ليدل خو هغوۍ له ما څخه لږ ليري و. زه لاړم او ډوډۍ مې راواخيسته، واپس راروان شوم او په زړه کې مې وپتيېله چې هرو مرو به دا ځل ورسره مرسته کوم، تر څو چې ما هغوۍ پيدا کړل نو له هغوۍ څخه راتير شوی وم، تاسو ته ما وويل چې زه يو ځل د کس نه لاړ شم نو په واپس ورتګ کې راته شرم راځي، او همداسې له سړک بلې غاړې ته واخوتم. خو د زړه دا ورکوټی ارمان مې پوره نشو، چې ما د هغوۍ يو څه مرسته کړې وای، ځکه چې هغوۍ ماته پيشه ور سوالګر نه ښکارېدل، زړه مې ډېر وخوږېده، چې د يو غريب هلک او نجلۍ مرسته ما ونکړای شوه، د کوره پورې په همدې چورتونو کې لاړم.

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com