|
سيدسيف الرحمن هاشمي مېلمستوب يوپاچا يو كليوال سړى ديو ايالات والي وټاكه ، والي ډېره موده دخپلې كورنۍ څخه لرې وو اودخپل آيالات په دولتي چاروكې بوخت وو ،ډېرو دولتي كارونو وخت نه وركاوه چې دكورني حالات له نږدې نه وګوري يوه ورځ ناڅاپه دده له كلي نه يوسړى دولايت دروازې ته ودريده ! چې ډېرې لوږې يې حالات خراب كړي وو،والي صيب سره يې روغبړوكړ،والي ګوته په زنګ ور زور كړه او نوكر ته يې د ډوډۍ راوړلو وويل: نوكرډوډۍ دمېلمه مخې ته كېښوده مېلمه چې دېر وږى وو سمدلاسه يې په ډوډۍ شروع وكړه ـ والي صيب غاړه تازه كړه او په مېلمه يې ورغبرګه كړه . الكه زما عمير زوي څنګه ده خبريږي ورنه اوكنه ؟ خداى دې زوندى لري ستازامنوداولس خلك ابادساتلي دي ـ دعمير دمورله حاله خبريږي څه حال يې ده ؟ بلې! صيب هغه ډېره په خوشالۍ سره وخت تيروي ـ كه دسپې په بابله مې خبركړى چې څنګه وو زمانه بغير څنګه وخت تيروي؟ ستاسوسپى له ډېرې مستۍ لامله دشپې اوورځې له غپا نه ټول كلى په سراخيستى وو ډېر ښه په خوله دې بركت شه .............اوه.....! رښتيا اوښ مې څنګه وو؟ زما تر راتګه پورې اوښ ښه په موج كې ووـ والي صيب دمېلمه نه دكورنى دحالاتو پوښتنه په داسې مهال كې كوله چې مېلمه ايله اوس د ډوډۍ دخوړلو په خوند پوهه شوى وو او كپله يې لاخولې ته نه وه ور رسولي چې والي صيب په نوكر وچيغه كړه ! والكه څه شوې چېرته يې دالوښې او دسترخوان درغونډكړه پدې وخت كې چې مېلمه لابشپړموړشوى نه وو او د والي صيب څخه يې د دسترخوان دراغونډې واوريدل ډېر حيران شو. خوخير مېلمه لاسونه يوتربله وسولول او په بريتونويې راتاوكړل . او ددې په ځاى چې له ډوډۍ څخه وروسته مسنونه دعا ووايي والي ته يې بدې سپورې وويي او په والي صيب يې مخ راواړاوه! خداى دې تاسو خوشال لري لږ وړاندې تاسو څه فرمايلي وو، زه په هوش كې نه وم ډېرلوى سفرمې كړى وو نه پوهيدم چې تاسو مبارك ته به ماڅه ځوابونه ويلي وي كه تاسو داپوښتنې يو واربياتكراركړئ بده به نه وي ؟ مېلمه چې والي ته له وړاندې نه په قار وواو په خيټه يې هم سم نه ووموړ كړى له ځان سره وغوريده او ديوې لويې ساه په راكش كېدو سره يې بد مخ والي ته وروكتل: وبخښئ صيبه ! شايدتاسو له مانه پوښتلي ووچې ستاسوسپى څنګه دى؟ بلې صيب............................؟ هو.............. ستاسو سپى په حق رسيدلى دى............... ولى.............؟ والله صيبه كليوالو ويل چې دستاسو داوښ كوم يو هډوكى يې په مرۍ كې نښتى ووـ والي دخپل ناستي ځاى څخه وخوځيده او په چټكتياسره يې وويل : څنګه.................زما اوښ ......مم...........مړشوى دى...؟ بلې صيب هغه هم مړ شوى دى ـ ولي په څه وو........؟ دعمير دمورقبرته داوبووړلوډېرضرورت وو د اوبو دبيا بيا وړلو لامله بېچاره دستومانتيانه ساه وركړه ـ والي په ډېره حيرانتيا سره چې سترګې يې له ډېره هيبته ټيغي ټيغي او خوله يې بنده بنده كېده وويل: څنګه..............څنګه..............دعميرمورهم مړه شوې ده؟ ولي صيب په ژړغونې غږ كې وويل ولي په څه وه چا خو.......... مېلمه په سرلاس كېښود او ديوې لوى ساه په ښكلو سره يې بياورغبرګه كړه بې چارې له دېره محبته چيرته كولاى شول چې دخپل ځوانې مرګ زوي غم په يواځې څان برداشت كړاى واى........ څنګه زما زوي هم مرګ اخيستى ..................؟ هاى افسوس..! هغه غريب باندې هم دكورچت راغورځيدلى وو او دخاورولاندې يې ساه وركړه ـ والي صيب داخبره واوريده ناڅاپه يې له خولې چېغه ووته .........واى ........داڅه اورم خدايا زما كور هم تباه شوى دى مېرات شوم ټوله خوارې مې عبث لاړه مېلمه ډاډ وركاوه خو په ډاډڅه نه كېدل او اوبه له ورخه تيرې وي ددې بيان په اورېدوسره والي باندې ځمكه تاو شوه اوتر اوترشواولختې ته يې لاس كړمېلمه دخپل انجام په كتوسره له ځايه خيست كړل او والي ورپسې شو......الكه صبر ........صبر........ته لږ ودريږه چې ..... خو مېلمه په ډېره بيړه سره د دروازې له چوكاټونوڅخه خپې سپكې كړي وي |