ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې
ذبيح الله عارف
پېښور
بخښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــنه
د موټر وروستنۍ سره اشاره ماته راځوړنده وه او
همداسې پړکېده، له موږ لږ لرې د بل موټر خواته يو
غټ ډينګ سړی ولاړ ؤ ، چې لوی لوی بريتونه يې په
خوله راپراته ؤ، د ټيکسي چلوونکي ته يې ښکنځلې
کولې ، ويل يې : تاته دا پته نشته چې دا موټر د چا
دی ، د اخمق بچيه ! دا د منيجر صيب دی ، پوهيږي !
د ټیکسۍ ډريور چې واړه ږيره او بريتونه يې درلودل
، ويې ويل : له تا سره خو موټر ما نه دی جنګولی ،
هغه بل کس درسره وجنګولو ، او ته راغلې ماته دې
موټر مخکې ودرولو چې زما موټر دې له دې بل سره
وجنګاوه .
د غټو بريتو خاوندله جيبه موبايل راواويست ويې
ويل: ته لږ صبر چې پوليس درپسې راوغواړم چې ،
درته وښايي چې موټر تا جنګولی دی که ما ، لږ له
موږ لرې شو ،غوږ ته يې موبايل ونيو .
کله چې زه په بورډ کې د دريم فيز بس ته ولاړ وم ،
لس نیمې بجې شوې ، بس نه شو پيدا ، يو هلک خواته
راغی ويې ويل : وروه!کوم ځای ته ځی ؟
ـــ دريم فيز .
ـــ زه هم دريم فيز ته ځم ، داسې به وکړو چې يو
دوه کسان به نور هم رپيداکړو ، په ګډه به ټيکسی
کرايه کړو .
ـــ خوښه مې ده ، نو رڅوک هم راپيدا کړه .
هلک لږ وړاندې لاړ ، څوک کسان يې راوستل او په
ټولو مې يوه ټيکسي تر دريم فيز پورې ونيوه .
په ټيکسي کې کيناستو او روان شوو،له موږ څخه
وروسته موټر تېز برېګ ونيو له شانه بل موټر وواهه
.
د ټیکسي ډريور وويل : داګوره موټر يې ټکر کړ ،
نوی ځوانان دي ، هر کار په بيړه کوي .
ټيکسي يې روانه کړه ، لږه يې تيزه کړه ، يو موټر
تېز راغی زموږ مخې ته يې ودراوه ، کله چې د ټيکسي
ډريور برېک ونيو له شاه څخه بل موټر وواهلو.
له مخکې ولاړ موټر څخه يو کس راکوز شو، په موټر کې
يې تيزې سندرې غږيدې ، لږ مخکې راغی ، له سترګو يې
عينکې لرې کړې ، ويې ويل : څنګه داسې په منډه دې
موټر راوځغلاوه ، تا ويل چې حلاص به شم .
په کومه ټيکسي کې چې موږ ناست ؤ، ددې ډريور ورکوز
شو ، ويې ويل : ما خو له تا سره موټر نه دی جنګولی
.
ـــ ځان مه نا خبره کوه ، د هغه تم ځای مخې ته چې
زما موټر وجنګيده ، هغه ستا په وجه ، زه تا نه
پريږدم .
ـــ څنګه زما په وجه ؟
ـــ کله چې ته سړک ته راوتې ، د څنګ اشاره دې نه
وه روښانه کړي ، همداسې راووتې ، ما برېک ونيوه ،
له شاه څخه چا زما موټر وواهه .
ـــ ولې مې نه وه روښانه کړي ، اوس هم روښانه ده
، بيا د ټيکسۍ شاته لاړ ، داده ګورې اوس هم پړکيږي
. له خواته دوکانونو څو کسان راغلل ، ويې ويل :
موږ به درته خبره حلاصه کړو ، خبره څنګه وه ؟
د ټيکسۍ ډريور ورته ټوله خبره وکړه .
د غټو بريتو خاوند چې لا يې همغسې موبايل غو ږ
ته نيولی ؤ ، وويل : نه ، زه يې داسې په اسانه نه
حلاصوم ، تاسې يې لږ پريږدی ،زه پوليس روغواړم ،
چې دی زما خبره مني که نه .
څو سپين ږيري د ټيکسۍ ډريور ته راغلل ، ورته ويې
ويل : خېر دی ، ، ته ورته ووايه چې ، له ما غلطي
شوي ده او بخښنه غواړم .
ـــ زه څنګه ورته ووايم ، له ده سره هلته بل موټر
وجنګيده ، هغه ته يې هيڅ ونه ويل .
يو د پاخه عمر سړي ډريور له زنې ونيو ، ويې ويل :
ورته ووايه چې خبره ختمه شي .
ـــ سهي ده ورته وبه وايم .
لږ ورمخکې شو، دواړه لاسونه يې جوړه دده مخې ته
ونيول ، ويې ويل : غلطي له ما شوي ده ، ومې بخښه !
ـــ نه ندې بخښم ، که زه دې وبخښم نو منيجر دې هم
نه بخښي ، هغه به اوس پخپله راشي ، بيا يې په
موبايل کې خبرې پيل کړې ،ويې ويل : هوتواب خان
خبرې کوم ، منيجر صاحب ته ووايه !
د ټيکسۍ ډريور وويل : په ما ناوخته شوو ، زه کار
کوم ، په موټر کې کسان راسره ناست دي .
هغه ډينګ سړي موبايل جيب ته واچاوه ، ويې ويل :
ته ورځه کارونه کاوه ، د موټر کاغذونه او ليسانس
دې راکړه .
له موټر يې ټول کاغذونه واخيستل او ويې ويل : سبا
ته د ټرافيکو رياست ته راشه !
۲۸/۸/۲۰۰۶
د شپې دولس نيمې بجې
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور
|
د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان
خبــــــــــــره
|
زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې
Copyright
©
talafghan.com
All rights
reserved
webmaster@talafghan.com
2004 -2006 .