ليكنـــــــــــــــــــې

 

     

پوهاند دوکتور م.ا. زيار  

ښاغلي سنځرخېل ته :

 دخوراسانيانو د پيغورونو او ننګونو غبرګون همدا
زما په غورځنګ(( يوه پښتو ـ کره پښتو)) کې
نغښتی دی چې همستاغوندې لنډ اندي يې پښتو ګرانول انګېري !

پر1343 ل د ((ډموکراسۍ لسيزې)) او په ځانګړي ډول پر 1371 له دويمې سقاوۍ راهيسې دخوراسانيانو دپښتني ـ افغاني ضد انګروزې تر هرڅه له مخه پر ژبنۍ شخړه راغونډې دي. دوی غواړي، پارسي د هېواد يوازېنۍ سرکاري ژبه شي او هغه هم په دې دوو لاسوندونو:  (1)اَر ټاټوبی يې همدا دی او(2) له ژبني ـ فرهنګي پراختيا او بډاينې له پلوه دګردې سيمې يوه ياده ښاده ژبه ده. او پښتو يې پر وړاندې پوره ژبه نه، بلکې يو سيمه ييز ګړدود((ګويش محلی)) دی، لکه څنګه چې کامجو هم په خپله اوسنۍ ليکنه کې بيا بيا راغبرګه کړې ده.
خو که تا او ستا هماندو  دغه راز پيغورونه او ننګونې(چېلنجونه) او بيازما سيده او ناسيده ليکنې او غبرګونونه په ځير او غور لوستلای، داسې بېځايه تورونه او توراوې  به دې پر ما نه را لورولای! له بده مرغه دډېرو ځوانانو او ان زړوغوندې ته هم د ورانپوهاوي ښکارشوی چې ګوندې زمادا
30-40 کلن معياري غورځنګ يوازې او يوازې په سوچوالي کې را نغښتی او هماغه ((ژغ دبلی)) چې همدغو خوراسانيانو رارغولی، زما د پزې پېزوانوې، دومره سپکاوی؟
که پر نوې پښتو ژبپوهنه زما پښتو ـ پارسي ـ الماني ـ انګليسي لسګونه کتابونه او سوونه ليکنې، څېړنې او ژباړنې  تاته ارزښت نه لري او لوستل يې درته يو هسې سرخوږی برېښې، د کوربه هېواد له کوم
ختيځپوه  وپوښته !
د خوراسانيانو داداوه چې پارسي په خوراسان کې زېږېدلې او بيا ايران او تاجيکستان ته خپره شوې،اووه کاله له مخه په يو لړ ليکنو اوبيا((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې)) ور رد کړې ده . يوه تازه پارسي ليکنه خو مې چې دهمدې جالپاڼې په ګډون  نورو هم خپره کړې، تراوسه يې له هسې اوتو بوتو پرته يو علمي او ژبپوهنيز ځواب  چا نه دی راکړی او له خاوران رادېو زنان سره مې د مرکې شرط هم دا وړاندې کړی چې يوازې کوم ژبپوه راميدان ته کړي ، ادبي، تاريخي يا بل متنپوه د ځان جوګه نه ګڼم چې له ښه مر غه د نوې ژبپوهنې استازی تر ايرانه پورې نه شي را پيدا کولای، يوازې يې دوکتور روان فرهادي در لود چې څه د زړبوډۍ او څه نه د شورای نظار د پلوۍ له کبله نه رامخته کېږي!

دويم لاسوند يې تر هغې نه شم ور ردولای چې پښتو هم د دوی د ژبې غوندې له ګړدودي(ګويشي) دريځه يوه يوازېني ليکني ـ ژبني دريځ ته لوړتيا موندلې نه وي. پارسي يو يوازېنی معياري دستور (پښويه) او ليکلار ليکدود لري. پښتو د خپلو ويونکو غوندې پر بې شمېرو ټبرنيو او سيمه ييزو ګړدودونو وېشلې ده او ماچې يې لږ تر لږه د ((ليکني)) يووالي او کره والي غورځنګ را مخته کړې،د همدا ستا او هوتک په څېر له ژبپوهنې او ټولنپوهنې ناخبره او ناګاره پښتانه راته مورچلې نيسې!

هو، زه پښتو ژبپوهنه د انګرېزي، جرمني، فرانسي... له هغو سره برابروم يا عياروم او د همدې ژبو په څېر يې پښويه(ګرامر)، وييپوهنه، اَرپوهنه(ريشه شناسي)، تاريخ، ليکلار او نور کښم،ځکه نننۍ ژبپوهنه تر ټولو بشري پوهنو ساينتيفيکه او نړيواله ده. خو پر هېوادني کچ يې له تربرې پارسۍ سره د رغنده ملي سيالۍ لپاره دګړدودي او ليکدودي يو والي غورځنګ پر مخ بيايم. نو که ستا په ګروهه زما اړوندې لارښوونې او کرونې ځوانان زړه تورنوي، او بايد خپسرۍ ته پرېښوول شي، دا نو ستا سپسته ده او دا ګډوډي درته د پښت چوپړ اېسي چې يو ورسېدو، ورسېدلو، ورسېدلئ، ورسېدئ،اؤرسېدلو... وليکي،بل ښځۀ راغلل، زموږ ولسوالي يې ونيول، داجی د ماده، زمونږ سيمه ورانه دي ... 

هريوه هماغه خپله پښتو ليکي چې له کورنۍ چاپېر ياله يې زده کړې او که پښتو ښوونځی يې هم لوستی، کومه کره پښتو چا نه ده ورښوولې او خواشينوونکې يې لا دا چې ان ړومبنی زده کړې يې هم په مورنۍ پښتو نه وي تر سره کړې. ما د ښوونې روزنې د چارواکو په غوښتنه د نوي ليکلارښود سل ټوکه وړيا ورکړل، ځکه د پښتو لوست کتابونو په تيارونه کې د يوې يوازېنۍ پښتو د نشتوالي له پلوه له سختو ستونزو او نيوکوسره لاس و ګرېوان دي. حال داچې د پارسي  له پلوه يې ان له امير حبيب اله خان پېر راهيسې داستونزه  نشته او وخت پروخت پکې ډېرې ناڅيزې سمونې او بشپړونې رامنځته شوی،بې له دې چې ټولمنلی يووالی او کره والی يې له خرخشې سره مخامخ شي. همداسې يې په لوړو زده کړو، خپرونو، دوترونو، شعرو ادب، ليکنو او څېړنو ... کې در واخله!

دنومهالې پوهې ـ فرهنګ د راخپلونې په موخه پښتو نوې رغاونې د پارسي هغو په زکات کې هم نه راځي او بيا هم پر تاغوندې نا څانګيز ليکوال درنښت کوي. د يوې- ليکنۍ پښتو وييپانګه ځکه تاته د سهنې وړ نه ده چې ستا د سيمې يا ټبر ترڅنګه د نورو بې شمېرو سيمو او ټبرونو اوبيا لرغونې او رغولې پانګه هم رانغاړي. ته څه انګېرې چې د پارسۍ په ګډون ټولې معياري کړشوې ژبې د مور په غېږ کې زده کېږي، که نه،په زده کړيز بهير کې ورباندې د يوه ډېر ارزښتمن مضمون په توګه ور ښوول کېږي او د کارونې پر مهال يې پوره خيال ساتي او ډېکشنري او ليکلارښود پسې ګورې. ايا تا د قسم لپاره نور لا څه چې همدلته  زما نوي ليکه شوي ليکلارښود ته يوه غلچکۍ غوندې کتنه هم کړې ده، که نه تش پر خپلو ليکنو مين يې؟

ته به داهم راته د پزې پېزوانوې چې ولې په ژبپوهنه کې ستا او نورو اماتوري لاسوهنې بېځايه بولم،هغه هم د دوديزو پوهانو لکه زاړه طب غوندې له دود و موده وتې ژبپوهنه بيا رامخته کول او بيا بيا ورباندې شخوند وهل؟ هغوی خو خواران ناچاره ول چې په هماغه جوماتي زده کړو او خپلو هاندو هڅو له تربرې ژبې سره د خپلې نا لاسوهلې غرنۍ ټبرنۍ پښتو د سيالۍ لپاره يو څه وکاندې، نو ته څه مجبور يې، تر خپلې کمبلې پښې را اوږدې کړې؟

بيا هم په ټوله پښتني ـ افغاني مينه او لورېينه
  ستا او نورو کروړونو د ګډې پښتويوازېنی ژبپوهاند دوکتورزيار

د ښاغلي سنځرخېل ليكنه  د دې ځاى په كښېكاږو لوستلاى شئ

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.