|
بابوزى د قلم او ميخ ناندرې او مظلومانه حکم
قلم ورو ورو لګيا وو ، پر له پسې يې
توري
ليکل او کرښي يې جوړولې او دا ژمنه
يې بيا بيا يادول
چي زه د پوهي رڼاه خپروم
؛ ناتوانه انسان
ته توان ورکوم
؛ د
فکر لوړتيا او ژورو تيا يې پياوړې کوم ؛ اونوري ژمني
. دا يې ليکل چي : زما ژبه د
ارزښتمن فلزه جوړه ده ، زما له ژبې راوتي جملې د هر لوستي
لپاره د هوسايې
الهام
لري ، زما په ژبه د هري ژبي ويونکۍ پوهيږي ؛
د چا سره چي زه مل يم د هغه سره زيات
انسانان مله وي
؛ څوک چي ما نه لري هغو ته اړ وي چي ما لري
؛
زه پر انسان دومره
ګران يم چي د خپل زړه د پاسه مي ساتي ؛ او ... قلم
لا په خپله ستاينه بوخت
وو ،
چي
ناڅاپه ږغ شو . موږ د کابل ښار د شهیدانو ارواح په ګډه وايو چي ، موږ نه ستاسو دبي دوه پنځوس ډوله الوتکو او نه د ځانمرګو بريدونو ډاريږو ؛ نه ستاسو د ډالرو او نه د ايرو پروا لرو ؛ موږ مِظلومانه شهېدان شوي يو او اوس يوازي د الله ( ج ) د رضا لپاره شهادت ورکوو او وايو چي : قلم او ميخ يو شان نه دي ؛ تر ټولو ستر توپير يې دا دۍ چي د قلم ملګرتوب نا اهله ، اهل کوي ، داسي اهل چي هم يې ځانته ګټه رسي او هم بل انسان ته ؛ خو ميخ چي د نا اهله ملګرۍ شي ، د بل انسان د سر پر کوپړۍ ټکوهل کيږي ؛ زموږ د سر پر کوپړيو دا زخمونه د اناهلو په لاس د ميخونود ټکوهلو له امله دي . نو ای د مځکي خلکو ! تاسو دمېخ او قلم په توپير پوه شۍ ! پام کوۍ چي مېخ او څټک د نا اهلو لاس ته پرې نږدۍ ، که نه بيا به تاسي هم زموږ غوندي دې نړۍ ته زموږ په شان مظلومانه را وليږي . |