ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

هـ . هدايت
اسټرليا
۲۵/۱۰/
۲۰۰۷

دا زما مسکن او دامې مدفن دی !

 

دلته زموږ دمځکي آسمان سور رنګ لري

دلته زموږ پرآسمان  دسرو لمبو غورځکه ده  

دلته زموږ  پرمځکه سرې ويني بهيږي

دلته څوک پسرلۍ نه پېژني

دلته درختې نه غوړېږي

دلته ګلان رنګ نلري

دلته مرغۍ رېز نه کوي

دلته ژوند بل رازي

اداء لري! 

دلته دآسمان څخه،

 دباران پر ځای

 ويني اوري!

دلته برګونه تل  ژړدي

دلته فصلونه د يوه سره رژيږي

دلته ولسونه ديوه سره ژړيږي

دلته محبت څوک نه پېژني

دلته دنفرت  سايه خوره ده

دلته  دنفرت  ځواب ويني دي

ددې ولس سره  چې څوک

ځان  مخ کړي

نو  زمان  و دريږي

ساعت نه ګرځي

دلته هرڅه پر ميدان

معلوميږي !

 دلته ازل  دزمانې

 سرکښانو ته

نامردانو ته

لويو فرعونانو ته

زما په  وطن کې

يرغلګرو انګرېزانو ته

 زما په وينه سزا ورکوي

دلته د  هغوی  زوال

زما د سرپه بيه

تر سره کيږي!

 دلته زما ولس

 د تاريخ سالار دئ

دلته خدای وخپلو

 سرکښه بنده ګانو ته

زما پر مېنه جزا ورکوي

دلته  خدای، د زمانې

 و فرعونانو ته  

زما و ارادې ته يې

 سر ونه ټيټوي!

و افغان ته

سلامي کوي!

 هو!

و افغان ته

سلامي کوي!

 ددې وطن بچي ته

سلامي کوي!

 دا زما وطن دی!

دازما دپلار وطن دی!

دا زما د مور وطن دی!

دلته  دازه  يم چې ،

وطن مې په وږي نس

او داسي

لېونتوب ساتل کيږي !

 دا زما  مسکن دی !

دا زما مدفن دی !

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 هـدايت الله هدايت 
۲۰۰۶/۷/۱۴    

زمــــــــا د ويـــــــــــــاړونو بدلـــــــــــــــه

 

 

 

 

 

 

 

 

دا زما وطن ولې

  دمرميو په وارو کې

لا تر اوسه هم

لمبيږي

برباديږي

وينه يې توييږي؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دازما وطن ولې

 د بمونو په لمبو کې

لا تر اوسه

سوځول کيږي،

خرابيږي ،

 بمباريږي!

خړوسکي يې

 باديږي!؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دا زما خپل

 رګ اوريښه  ولې

په دې يا هغه نامه

ځپل کيږي

ترټل کيږي

وژل کيږي

وينه يې

دسېل غوندي

بهيږي

روانيږي

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دا زما ولس ولې

د پښتون په نامه

زوريږي،

برباديږي،

پر وياړونو

يې شرميږي

هم خواريږي

ځپل کيږي !؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دا زما دوطن شمله ور

سپين ږيري ،

 زما  پلرونه،

 زما ميندې

او

 زامن

 لوڼې

 خويندې

 او وروڼه
ولې

  په دې يا هغه نامه

 بمباريږي،

 نابوديږي،

برباديږي،

تباه کيږي ،

او

بيا سوځيږي !؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 دا زما کلي،

 کروندې،

دا زما ښارونه،

 ناحيې

دا زما خلك ،

  شجرې ،

دا زما وينه ،

 او ريښې ،

ولې  په بمونو کې

 لمبيږي ،

 بيا ختميږي  ،

وژل کيږي،

په وينو کې

لژنده

تباه کيږي !؟
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 دا زما ولس په کومه ګناه

دغه بيه بايد ورکړي

چې هم دلته

 او هم هلته ،

بمباريږي ،

وژل کيږي ،

نابوديږي ،

په انسانانو کې

نه شمېريږي ! ؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

آيا زما

 د سپېڅلي ټبر ،

زما

 دافغان  ولس ګناه

بايد همدغه وي

چې دنورو روزل سوي

ګوډاګيان

دلته راته مېشته  دي !؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 زما استادان

 زما د پوهې اديبان 

زما مکتبونه،

 زما ديني مدرسې

 زما مکتبي زامن ،

 زما لو ڼې

 زما سپېڅلي زده کوونکي

 زما د وطن څراغونه

زما دوينې شجرې

ولې او

په کومه ګناه

 په بمونوکې الوزول کيږي ،

وژل کيږي،

سرونه يې

پرې کيږي،

په دار باندې

ځړيږي،

په وينو کې

 لمبيږي،

خړوبيږي،

برباديږي،

ارهډي بمونه

 باندې لويږي !؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

آيا دهغوۍ ګناه

بايد

 القاعده وي

 چې نورو

دهغوۍ په مينځ کې

 ځای کړي دي؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

آيا د هغوۍ ګناه

بايد دغه وي

 چې زما     نه

زما دپلرونو

زما د نيکونو

 زما دتوري د شرنګونو

زما داصل د وياړونو

بدله

دهغوۍ

دتېر تاريخ

د شرم او ننګ

  په خاطر

 زما څخه

په پوځي اډو

او بمباريو کې

واخلي !!!

 

 

 

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.