ليكنـــــــــــــــــــې

 

عبدالودود هجران
کابل

ورانه ځاله

نن سهار چي زه له خوبه

وم ويښ سوى

پاڅيدلى

د لمر ښكلي وړانګي راغلې

تر كړكۍ زما كوټې ته

تركوټې لاندي په بڼ كي

د بادام نيالګي ولاړ وه

لاندي شنه واښه راشنه وه

د بادام تر سيوري لاندي

دوې مرغۍ وې

يوه سپينه بله سپينه

خو لږ توره

يو عجيبه تماشه وه

د فطرت په دې فضاء كي

د مرغيو سره جنګ وو

د ابلكي د خولې پاڼه

سپيني وړله په مښوكه

څو ګړيه دا كيسه وه

چي له پاسه په هوا كي

يو شاهين پر را غوټه سو

كړه يې ښخ خپلي ښنګري

د مرغيو په سينو كي

شاهين پاس اسمان ته وخوت

د سرو وينو څاڅكي راغله

د بادام پر څانګي زاله

په سرو وينو  رنګينه سوه

 

۲۰۰۸/اګست/۱۸

كابل

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com