ليكنـــــــــــــــــــې

 

         
پو هاند دكتو مجاور احمد زيار

زماپسرلنۍ ډالۍ:

د وينو مرجانونه

له باغه ورک مې خزانونه نه شول

تاند مې زموللي چمنونه نه شول

د تور وحشت د توپانو له لاسه

غوټۍ غوټۍ زړونه ګلونه نه شول

چې غځېدلي دي د مرګ تر پولې

ترمنځ مو ورک تور واټنونه نه شول

چې پيلامې د سباوون وې زما

شنه د سپېدو مې سپېدارونه نه شول

ستا د ښايست د خول غميو په نوم

درېغه، سرې اوښکې مې لالونه نه شول

چې ستا د ناز په پښو کې ورژېدای

خړوب مې تږي ارمانونه نه شول

کړي ستا سبا خو به مخسوری زياره،

نن که دې وينې مرجانونه نه شول!

8-4-96

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د ډبرپېر وحشت بلهارو ته:

د ارواوو ننواتې  

له هماغه خونړي او بوږنوړي شومه دمه

چې څيرونکو وينې څښونکو شرمښانو،

د تيارو او تورتمونو د تورزړو ګروهمنانو  

وينې څښلي د غرڅانو، غزالانو.

 ٭

لا تراوسه هلته لرې،

 دکنډر کنډر کورونو او کلاوو نه

                                    وراخوا،

د سپېرو رغځيو پای ته

د تور غره پر هسکه ډډه غځېدلې

هديره کې د ميوند د شهيدانو پر قبرونو،

له تياره توره ماښامه،

د سپېڅلي سباوون تر سپېده داغه

 درسته شپه ډيوې بلېږي

 تتې تتې او نيمزالې.

    

٭

پريوځای سره راټولې څو ارواوې،

                                               ــ لولنګرې نا اشناوې ــ

چوپه خوله ګډې پر وير او ننواتو،

ښوروي زړې جنډې

          راننګوي د تېرو هېرو اتلانو،

د ملالې او ايوب د جنګيالو پاکې ارواوې.

٭

ګوندې زور يې پر هغو لېوانو برشي

او وروژغوري ترې هغه

 نيم شپېللي پرې سرونه

چې يې يوسي د سبا نارنجيستان ته،

تر هماغه ويرژړلي الينګاره

چې لاسترګې دي پر لار ورته تنې د سر پرېکړو،

    ــ د کار زيار د رزمياليوــ

د بلهارو، سور کفنو شازلميو!!؟

اکسفورډ،11-11-08

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د وېلاړ متره

ارام جهان،

ارام انسان...

څه خوب و خيال،

څه ګرانه هيله، اسره،

څه پاک سپېڅلی ارمان!

*           *           *

څومره ناپايه غځېدلې لاره،

څومره نغښتلي واټنونه ترشا،

څومره لا مخ ته نانغښتلي پاتې؛

پکې نګوښلې څه بېشمېره مرجاني قافلې،

پکې لوټلې څومره لا ډېرې ورېښمينې جوپې!

*           *           *

خو بياهم خوښې چې يې ژوند سااخلي لا

او د لا نوي  وېلاړ  مترې په  ملتيا بدرګه،

درومي پرمخ د لا وياړلو ارتو بيرتو ګلورشوو پر لور!

اکسفورډ،1-9-08

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

اهورايي ترانې

د خزانزمولو پسرليو، ګلغوټيو،

د ترمو ترمو پاڼې پاڼې

 رژېدلو سرو ګلونو ،

له تنده غري وچ چمن د سرو کوکيو پر لېږد،

د سر پرېکړوسرو ګلولو ګلکڅونو پر مرګ،

د سوي بڼ د تاند لبانو ناوکيو پر ياد،

د نيمه خوا ويشتلو چوڼو

غريو نيولو نغمو،

د لوغړنو سوو سوو  ګونګو سيو

 د نيمزالو توتکيو  پر ياد...

د سپين توپان، تورو سيليو په لاس

له ورانو ځالو راپرېوتو ربغړو په وير؛

د ګونګو ګونګو فريادونو،

 کريږو کړيکو  د غبرګون اوانځورنې په پار...

ځم  د خدايګوټې ((ميوز)) په پښو کې

 پر سجده پرېوځم،

ورته له ډېر نيازه ځولۍ غوړوم،

ورته  زارۍ جګۍ  سوالونه کوم،

ګوندې يې زړه راباندې نرم شي

او ولورېږي!

که نه نو،

پل به يې وا نه خلم له درباره ځنې؛

ورته به خاورې پر سر باد کړم

او تر هغې به يې پر وړاندې

په کو کو وينې وينې ژاړم،

تر څو را وننګېږي،

 راباندې زړه وسوځي،

او په دې ويرکې کړي

 د شعر پرښتې ملې راسره،

راکړي  سپېڅلی يزداني قلم

په ګوتو کې مې

او  هله وکښم په ټول ځاځ و ځواک

 له سېلمې ځنې:

د هغو ټولو  مينه وړو بلهاريانو

 بوږنوړې سانيولې ساندې،

هغه د وير و ناورين، 

  ها ترهوړې  پرهرژلې ترانې د مهال،

واړه ويرژلې، وينې وينې تکې سرې ويرنې!

نه نه، ويرنې ترڅو؟

بويه  پېيلې سابښونکې نغمې،

 ها ناويلې او ناکښلې

 د پېړۍ بوللې،

 هغه د نن سبا رښتيني

 زړه راکښونکې نغمې ،

هغه د ژغور او ازادۍ اهورايي ترانې !!؟

اکسفورډ،21-9-08

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د شعر ګلپېغله

توره  شپه و ترهېده،

چوپه چوپتيا و رېږدېده،،

د کاروان ستوري اسمان لار و نيوه...

شعر راوټوکېده.

÷

د هر يو شعر  پيل و پای  

که  لوی څښتن په خپل قلم ليکلی،

خو ته يې هرګوره

              زما د هريو شعر د تول و تال ګلپېغله!

 لندن،8-8-08

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

شهيدروحاني ته ډالۍ:

د جنت په پار

پرېږده چې هېلمند مې تر هامون د سيستان ورسي

زمول ريښه مې زيم ته د تبجن رېګيستان ورسي

پرې چې د پېړيو دا نګوښلې قافله زما

تش خو يوه ګرد ته د مختللي کاروان ورسي

لارې شي دشپې سمندري غلو له پلو پاکې بيا

سيند ته د سپېدو  مې جلوهلی ارمان ورسي

نن سبا د دې پرغزي ځمکې سوې ساندې به

بياهم تر پيلغوږي شين څادري اسمان ورسي

تا د خپل جنت په پارکړ درست جهان دښمن راته

لاس به مې اخېر ستا د بادار تر ګرېوان ورسي

بيا به د احمد د بري برم تر ګنګ جمن پورې،

سوبې د محمود تر زنده رود اصفهان ورسي!

 لندن، 20-7- 08

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

ځمکني خوبونه

لا درزا د ماتو زړونو

                                        د دې جلوهلي کلي

                                                                              له هر چم، کوڅې او کور

                                                                                                تر غوږه کېږي.

لا په سترګو کې د شاړو وچو درګو

                                                                      د دې دښتو                                

 بنفشي باراني څاڅکي

      رنګين ټال د پلوشوته

                                    غاړې وځي.

پر پترو نيولو شونډو

                                    د پاڼرېژ وهلي بڼ د ناوکيو

مرورې زمزمې کړي غځونې

د اوريا اوريا نارې د ټيوټيوکو

ږدي به نن سبا پای ټکی
                                                          د خنداوو وچکالۍ ته  .

لالهاند سيوري د ګورو تورو وريځو

                                                                         لروبر ځغلي راځغلي

پر نهيلو  تندغرو ګلکڅو،

                                 سوو، الوو غنمګرو...

د اسمان په کولکيو کې ليدلي

                                                دې  پرغز وهلې ځمکې

                                                                                           ډېر رنګين رنګين خوبونه!!؟

اکسفورد، 27-1-08

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د لمرڅرک نارنج باغ

د کړکيو له هېندارو،

 له برجو د  اسمان څکو ـ

 لاندې لاندې دي ولاړې 
                                د لمر څرک په ننداره.

غېږ پرانېستې خزان زمولې ځنګل ونې

                                                   ـ پر سرونو سره زرين خولونه اېښي  ـ

                                                  سپينزرينو پلوشوته.

                                                /////

څو هوسۍ،کبلۍ او سوې

                                           ـ لرې برې ـ

                                                               د مست سيند پر غاړه څري.

بوڅ لک څک يې شي غوږونه

                 چې راتوی کړي يوه ربڼه

                            ژيړې پاڼې

      د پاڼرېژ ځنګله په پښوکې ترمې ترمې

                             /////

ناببر له کوم يولوري چاشيطان

                                                  ـ له پرومېتوس غلا کړي  اوره ـ

يوه وړه نيمه نيمژواندې سپرغکۍ را وپرځله،

                                                                پر بستر د وچو پاڼو.

په سترګرپ کې لورالور  اورونه بل شول

                                                                 او له دنګو هسکو ونو

                                                                        شنې لوخړې، سرې لمبې اسمان ته پورته.

                                            /////

 

سره ښامار د غرغنډوکړې

له درو خواوو نه  راښکېلې

هوسۍ، سويې او کبليانې.

لار لودن له ترهېدلو بوږنېدلو ژوو

      ورک شو

او ناچار يې و دانګل

            د سوله ييزمرګي په موخه،

ها ساړه سمخ او مست څپانده سيند ته.

                                    /////

درنګ شېبه کې نه ځنګل وو،

                                                نه يې ګورې دنګې ونې،

نه يې غنې، بوټي، ژوي...

هلته نه ول بې له تور تپو ډېريو،

د سکرو ايرو څه پاتې،

چې هغه هم يوې توندې سيلۍ باد کړې                                                            

  شيند پر شيند او لور پر لورې          

او را وټوکېد بيا هله

                        د لمر څرک د نارنجباغ  پرځای

                                                يوګور ځنګل د تورو ګردلو او شنو لوخړو،

                                                                                                خور راخور پر ټوله سيمه!!!

پوهاند م.ا. زيار

تورنتو، 5-11-07

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

له ((دادله)) سره د افق صاحب رياکارانه خواخوږۍ
 او د سره جومات  پېښې ته د زيار ډالۍ

تر پرونه مجاهد وو،

                             چې دې زه باندې وژلم...

نن يې بولې ويره وړی،

 بنسټپال بياچې تا ګواښي...

دا هماغه ستا روزلی،

                             زنځيري لېونی سپی دی،

چې زما تر شپېلنګ وروسته،

                              اوس ستا خپله دنيا ګواښي!!؟

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

کاڼي ته

د ياد ګار په پښوکې

ژيړ پاڼرېژ مې د بهار په پښو کې رژي

توره شپه مې د سهار په پښو کې رژي

تورې دربلې د نانځړو د ما ښامو مې

د رڼو سپېدو سپېدار په پښو کې رژي

دا له برم د پښتنې مينې وربل مې

سنبل څڼې د ګلزار په پښو کې رژي

د رنجکاڼو پر ځای کاڼي د اسمان مې

د پېغلو ټو د سينګار په پښو کې رژي

ګرد دښنه  مې نزرمات ته د ښايست به

لکه سپانده د انګار په پښوکې رژي

ټول د جنګ، جنا يت، جهل اسمانڅک به

د ننګ پت وياړلي ښار په پښوکې رژي

بلهاري به مې د مينې کړي تلپاتې

که مې ژوند اوس د ناتار په پښو کې رژي

نه چې خاورې شي يو ځای راسره ګورکې

ارمانونه مې د دار په پښو کې رژي

په نمانځنه کې د تلين هر پسرلی به،

سره غاټول مې د ياد ګار په پښو کې رژي !

د می لومړۍ2006

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©talafghan.com  2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com