ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

د خيال څپې نومې شعري ټولگې څخه :

              
خالدهادي حيدري
                     
نيويارک د ٢٠٠٤ م کال د جولای اتمه نېټه
٭

ارواښاد خالد بارګامي ته! 

ای د مســـــــــتو نغـــــمو غـــــــره
غــــم خـــــــوړلې مســـــــــــافـــره
ای پـــرديسه ځـــــــــــوانيمرګــه
ای د تــــــــــورو شـــــــــپو سحره

------------

که تــــــه هر خواتــــه روان سې
او لـــــه موږ څخه پنــــهان سې
موږ دي پـــــــېژنو ته نه مـــــرې
که پــــــه زر ځله هــــم وران سې

-----------

ځـــــکه ته خـــــو يو هــــــــمت ئې
يـــــو احساس ئې يو غــېرت ئې
تا اجــــــــــــــــل نشي خـــــــوړلای
تــــــــــــه غښـــــــــــتلی محبت ئې

-----------

مرګ دي نه ســـــــــــي ختـمولای
ژونـــــــــــــد دي نه سي هــېرولای
زمـــــوږ له زړونو څـــه ستا مينه
قسمت نـــــــــه شي پاکــــــــــولای

---------

ته خــــــــــو مړ نه ئې ژونـدی ئې
يو اتــــــــــل ئې يو زمـــــــــری ئې
د پښــــــــــــتو د بڼ ګلابــــــــــــــــه
زمـــــوږ د هيلو پسرلـــــــــــی ئې

 ----------

ستا مــــــــــورکۍ وهـي چغاري
هره اوښکه کې خدای ښکاري
ته خـــــــــو مړ نه ئې(خــــــــالده)
دا پرڅــــــــــــه درپســـــي ژاړي

-----------

يــــــوار خپل سر کړه راپـــــورته
ورتـــــــــــه ووايه خپل مـــــــور ته
چه مـــــــــور جاني راتــــه غوږ شه
دا زمــــــــــــا د نغـــــــــــمو شور ته

----------

دغــــــــــه ستا شـــــــــــيرينه مــينه
ما مـــــــــــرګي ته هيڅ پرېـــــږدينه
زما رګـــــــــــونو کي لا غـــــورځي
پښـــــــــــــــتنه سپېڅلې ويـــــــــنه

---------

زمـــــا احساس او زمـــــا شعرونه
ويښوي مـــــــــــــــــړه اولســــــــونه
تل تـــــــــــر تله به ژونـــــــــــــدی يم
لـــــــــــــــــــــړزوم بـــــــــه تاريخــونه

-------------

پاڅــــــــــــوم به بــــــــــيده زړونـــه
چه پـــــــــــــوره کـــــــــــړم ارمانونه
مــــــــــوري ستا کـــــه باور نسته
يو وار وپــــــــوښته دا غــــــــرونه

-----------

دا کـــــــــــــــــوڅې دا ربـــــــــاتونه
دا دخــــــــــــــــاورو خـــام کورونه
دغه خــــړ خــــړ ديــــــــــــــــــوالونه
دا ګـــــــــــــــــودرها  چـــــــــنارونه
دغــــــــــــــه مست مست کنړونه

-----------

دغــــــــــــه ټولـــــــــه شاهدان دي
دا زمـــــــــــــــــا د زړه يــاران دي
ته بـــــــــــــــاور وکړه مــــورجاني
تر ايمان راباندي ګــــــــــران دي

------------

تــــــر هغو چي وي دا پــــــــــاته
زه ژونــــــدی يمه وتـــــــــــــــــاته
مــوري ستا (حيدري) زړه کي
تــــل دعا کـــــــــوه و مـــــــــــــاته

 

٭زموږ  دغه گران شاعر هادي حيدري صيب د  نوموړې نيټې په يادداښت كې څه   ښويدلى   ښكاري ، هغه دا چې د ارواښاد خالد بارگامي دمړينې نيټه د ۲۰۰۴ ز كال د جولاى د مياشتې  اته ويشتمه ده او د دغه ويرنې نيټه  د ۲۰۰۴ م كال  د جولاى اتمه  نيټه كښل شوې ده .

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.