|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
خاطره: درې شپې باد لاشغیږي نغاره د یوه شوم خبر په زور ډنګوي سیلۍ په لپولپو واوره شیندي او هیندوکوښ دلړو شاته په هیبت ولاړ دی هرڅه لامده هرڅه کنګل هرڅه له ژونده خالي ابۍ پرون وروستی ځګیروی وکړ په خوب پریوته هره خوا توره تیاره دسپینې واورې بړستن هم توره ده دابۍګرمه غیږ ، ورو ورو سړه شوه اوپه نکریزوسره لاسونه یې دونې وچو څانګو غوندې وچ پاتې شول اکا لا وخته دواورین سړي په څیر سپین شوی او خلاصه خوله یې ده له واورو ډکه دسترګو ګاټي یې کنګل نیولي دموربوخڅۍ کې د خجورو دسترخوان ورک دی اوداکا په جیب کې وچ توتان یو هم نشته دی؟ وړه نانځکه خدایزده چیرې پرته دنارنجي کمیس ګلان به یې په واوره سپین وي دډریور ماما تر مخې د ټوټو هغه وړوکی پاپي هغه به چیرې وي اوس؟ چیرې به واورو کې نانځکې سره لوبې کوي هغه د سرې خولۍ سپین مخی هلک چې د خپل پلارپه زنګنو ناست و اوس یې خرخر دسینې غلی دی آرام ویده دی. «» «» «» دا واوره لرې کړئ ! هغه خوا ولټوئ! له هغه ځایه یو آواز راځي لږ څه په پام لږڅه په بیړه بیړه دادی دواورې منځ نه دګلابي لستوڼي لاس راووت ګورئ! وړې ګوتې یې وښوریدې ..... کوچنۍ نیلاب ژوندۍده! ۱۳۸۸ وړه څیله |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2010 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||