|
پوهنمل
ر.ځواکمن
ویلې ارمانونه
ګوره دړه وینه می وچه نه کړي
پکي دچا دزړه دردونه پراته
که سوزی غوښی راته وسوزوه
چی د غلیم پکی داغونه پراته
اوښکو ته لپه می اشنا ونیسه
دی پکي ویلې ارمانونه پراته
د
بل په خوله می ګناهګار مه بوله
پټ می ګناه کی ثوابونه پراته
راباندی نوم د زمانی بد نکړی
زما په فکر کی وختونه پراته
د
زړه خاطر درنه هیڅ نه غواړمه
دننه زړه کی می رازونه پراته
۱۳۶۵ - ۱۱ - ۲۶
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بی لونګو کښت !
ولویده مستۍ نه د بنګړو یی شرنګاشرنګ نشته
شپه راغله په کلې غږ کوڅه کی د ملنګ نشته
وشاړه ادم په تور د مینی چا له کلی نه
چیغې د دورخو نه راځی هم د رباب ټنګ نشته
وچی شونډي ګرځی کوچۍ غم لیونۍ کړیده
زنه کی یی خال نشته سترګو کی یی رنګ نشته
زهر و شراب دی ساقی بیایی چی ست ونکړي
ګوره میخانه می د جامونو پکی کړنګ نشته
ځار دی شم باغوانه د نکریزو ازار مه اخله
نه اوری باران کښت کی دی بنګ نشته لونګ نشته
۵-۱۰-۲۰۰۰
هالنډ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
څلوریزه
مورچلې دی هماغه خو غزا ده پکي بله
مغول دی تښتیدلي اوس بلا ده پکي بله
لا شرنګ د تورو تود دي لا جنګ د تورو ګرم
قلم پکي مات شوی او وبا ده پکي بله
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
وطنه !
ماته دی چل د جوړیدو نه راځي
زه لا د ناوي د وریښمینې سینې
په بخملې بستر دخوب نه یمه
زه لا زلمي نه یمه
زه لا لوی شوی نه یم
زه لا زلمي نه یمه
ماته دی چل د جوړیدو نه راځی
زه دی د دښتي له سیني نه د اغزیو تخم
او د سپیرو سپیرکیو بوټي
ټولولی نه شم
زه لا دغرونو د څیړیو په ښایست
د
پو هیدو نه یمه
نښه ویشتلای نه شم
زه د لیوانو پر ځای
د
خپلو دښتو نازولې سري هوسۍ ولمه
زه لا د غشیو د ویشتلو نه یم
ماته ښکاري مه وایه
زه لا زلمي نه یمه
زه لا لوی شوي نه یم
زه لا زلمي نه یمه
ماته دي چل د جوړیدو نه راځي
زه دی دګلو شبنمی شونډی
رودلې نه شم
لا دی مستی د حسیني انګورو نه پیژنم
د
سیند کبان دي د څپو له ویري
نه شم نیوي
زه جالوان نه یمه
زه لامبوزن نه یمه
زه نالایق بادبان یم
کشتۍ دهیلو د پیړیو مي څپو اخیستي
زه یی ساحل ته رسولای نه شم
زه ناتوانه یمه
زه لا زلمی نه یمه
زه لا لوی شوي نه یم
زه لا زلمي نه یمه
ماته دي چل دجوړیدو نه راځي
چی دی سینګار کړمه
او ناوي دي کړم
ما د نکریزو فصل وسوزاوه
ما د رنجو سوداګر لکه قارون
په ژوندانه خښ کړي
ما بنګړیواله په دورو وهلي
د
باغ په ګلو می کولبه ګډه کړه
پکي اوربشي کرم
وږي یمه
زه لا د خیټي غم خوړلای نه شم
او
زه د ځوانۍ او مینتوب سندره نه غږوم
شپیلۍ به هسی ژاړي
زه د ښایست له خوند خبر نه یمه
ماته دی چل دجوړیدو نه راځی
زه دی اشنا سینګارولی نه شم
زه لا زلمی نه یمه
زه لا لوی شوي نه یم
۲۰-
۶- ۲۰۰۱
هالنډ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
|