ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

د  اسدالله  زمــری  شعرونه

  د نیشې خوند

ځان مې  په خم   کې  د شرابو  لمبول غواړم

دا ډیر   غمونه   د  د نیا    لږ   هیرول   غواړم

د عمر تږی، د زمان   ددښتو ستړی کوچی

یو ځل مې ژوند کې دغه تنده ماتول غواړم

ځینو ته یو څاڅکی شراب هم د کاسو ځای لري

زه یې موجونو کې د خپل سر آزموییل غواړم

یم له ساقي نه  پوروړی   د   شرابو   یو جام

د بل له پاره   یې  د ځان   مریې کول غواړم

خمار ځپلي ته معلوم دی سچه خوند د نیشې

د زړه   په   ژبه   د   مغزونو   پوهول    غواړم

سترګه د جام که د مینا لار ی ته تکه سره شوه

زه یې د سرو شونډو خندا کې ښکلول غواړم

کومه نغمه چې خدای ځای کړې د ښیښې په خوله کې

د احساس غوږ باندی یې روح ته اورول غواړم

د سرو   شرابو   لږ غندل  هم نا پوهي ده ډیره

هوښیار  سړی   یمه   په   سر  یې اړول غواړم

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

رشک

 چې    ورانۍ   کې  د  جنت   له   رشکه     سوځي

 د      افغان    ښکلیه    وطنه     در     لوګی     شم

  شرق  او  غرب  چې  ئې  په  خپل  نوبت  داغلی

ستا   زخمي،  زخمي    بدن    ته    سپیلنی  شم   

 ۲۰۰۲.۱.۲              

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د افغانانو بازار

د انسان هستي ته اور شوه  ټوله  ځمکه

د ژوندون  پانګه  د مرګ په تول  شوه  سپکه

د   عزت   او   د   آبرو     بازار    شو       ګرم

هر    افغان     نه    د علاج      لاره     شوه     ورکه

       ۲۰۰۲.۵.۵

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د افغان وطن

پرون  بل  وو  پکې  سره  اورونه  هر  خوا

نن  ئې  خړ    لوګي  جګیږي   له  ګوګله

ددنیا   لمن ئې  تنګه    ده    لوی    غم  ته

د افغان  وطن  کړ  وران  هر  چا  څو  ځله

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

مينه

 مینه د ځان   آزارول   نه  دي   څه؟               د ښامار غاښ ته زړه نېول نه دي څه؟

د معشوقو او عاشقانو داستان                جفا ، رټل او     کړول     نه     دي     څه؟

د لمبو بل نوم ده چا مېنه ایښی                  د اور   عادت    تل  سوځول نه دي څه؟

د وفا  طمعه د   جنون    نښه  ده                    د وصال خیال   زړه ځورول نه دي څه؟

«حوا»د خدای قهر ته ورکړ آدم                 د لو ڼو   دېن   د   مور کول   نه دي   څه؟

د لیلا خویندو ته د زړه ورکول                 د مجنون  روح   ور سپکول نه دي څه؟

باور دیار په درواغجنو  وعدو                 لکه ما شوم    ځان    غولول    نه دي څه؟

                                   زمریه !  څله    دی      ماتم   نیولي  ؟

                                    د ښکلو کار زړه ماتول نه دي څه!     

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸نیټې د ګران هیواد د آزادۍ د اعلان د ورځې اود مسعود د مرګ یعنې د رژیم د «روز شهدا»د لمانځلو د محکومولوپه مناسبت :

آزادي

ته کلونو او قرنونو  ترڅ  کې                        د هر محکوم د زړه لمړی آرمان یې

ته یې   مرام د استبدا د بندي                     د اسیرانو  د  هر درد    درمان     یې

د طبعیت  نه د انسان   لپاره                          یوه خوږه او بې بها     تحفه    یې

ته د هر چا د پاره لویه آرزو                             په ښو  صفاتو  لکه  فرشته   یې

خو چې د څوانسان نما وحشیانو                 د شومو هیلو د یو کنیزه  کړلې

د تا پر تخت تور اسارت دیره شو                 ته یې د پلید مرام سریزه کړلې

چې تا د ځان کړي ای حسېنې ناوې      له سره تیر څه دنګ ځلمیان چې نه شول؟!

چې ستا خوږه وږمه تل وچلیږې                  د جېل خوراک څه اتلان چې نه شول؟!

ستا رسیدو لپاره ډیرې سینې                    په مردکو سورۍ سورۍ شولې

چې په ارمان دې د زرګونو ځلمو         تر خاورو لاندې ښې ځوانۍ شولې

د تا لپاره      دانسان     آرمانه                     د نړۍ واړه    محکومان    هڅیږي

چې ته د ټولو د ژوندون نغمه شې             د حاکمانو خوني لاس غوځیږي

 که زما ژوند ټول اسارت کې شي تیر    آرمان به نه لرم وروستۍ سلګۍ کې

که مې   دغه یوه  آرزو شي  پوره :                  چې نفس ورکړمه   زه      آزادۍ کې

 ۸/ ۹/  ۱۳۵۶
خیرخانه کابل

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

ګناهګار

ګناهګار یم ،ګناهګاریم،ګناهګار

ما په دارکړۍ،ماپه دار کړۍ،ما په ډار

ما دی څکلی دانګور دزړګی وینی

ما زبیښلې دی تل سری شونډی انار

زه میین یمه په مینه او ښایست ډیر

د  ریدی په شان له کرکې یم داغدار

دانسان ځای می اسمان ته رسولی

دشیطان له ټیټ فطرته یم بیزار

دورورۍاو روغی جوړی لیونی یم

هزار سد دی شی له دی جنونه ځار

د ګربت پرواز می خوښ دی اسمانو کی

ژوند د سوړو راته ښکاری ننګ او عار

چی د خپل مټ او بازو په قوت نازی

شاهنشاه دی که په برخه وی څه خوار

چی د بل په ولو ځان جګول غواړی

رنګ یی ورک شه دون همت دی او مردار

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

همدم

زړګیه   بیا هم ته له ما  نه     ښه یې
زړه کی د چا د مینی غم خو لرې

خیر که سجدو ته دې هیڅ پام نه کوي
خپل عبادت ته یو صنم خو لر
ې

که اسویلو نه دې توفان جوړ نه شو
د ځان تسل:داوښکو نم خو لر
ې

د ښکلي یار د خوږو شونډو بدل
یو نازولی خوږ همدم خو لر
ې

د ارزو ګانو د تابوت      ملګری
دناکامیو   تور   لړم خو لر
ې

څه د طبیب او د دوا غمه خورې؟
د ځیګر غوښو  نه  ملهم خو لر
ې

 د بیکسۍ ژړ ا کړه بس  «زمریه»

د حال  ویلو ته قلم   خو لرې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

په هلمند کې د روان ناتار په اړوند

 دوزخي تنده

 د وطن  له کلی –کوره ، جګه  بیا د    ویر   ژړا    ده

کاڼو-  بوټو    اور     اخیسی ، د  ظلمونو       انتها   ده

د شیطان دوزخي تنده، بیا په سرو وینو ماتیږي

د ماتم ساندو ته نا څي ،تور مرګي ته په خندا  ده

ملا ،  کمان  د زاړه بُست شوه ،له غیرته   ویلې کیږي

دمارجې  - نادعلي   ځمکه ، هر    انسان    ته    کربلا ده

د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې

کاڼي چوي    نن   له هیبته، د    مرګونو   بیا    غوغا ده

د ساړه ژمي محشر کې ،ده    دی بل محشر جوړ کړی

د    بیوزلو   انسانانو ،   په   شا     کډه       دلته    بیا   ده

د هلمند په سین کې وینې، د اوبو پر ځای خوټیږي

د بغرا    مرۍ   غوڅیږي     سره    په  وینو،    ترې     دنیا    ده

 

بیاد سپینې پنبې رنګ  ته وینی غواړي له انسانه

د      رخام       ښکلو      رګو کې ،   له   ناتاره     واویلا   ده

د ملالې   سر      سر   تور   دی، د   ټپې    زړه   یی    ټپي      ده

د   میوند    د ماتې    غچ    کې  ،   د   افغان په  کور  بلوا ده

د سالنګ      مرګونه   کم وه ،ستا د   وینو   اشتها    ته

چې    هلمند   ته دې  راوړې، د ورانۍ   او   مرګ بلا ده؟

څومره نور بیګناه خلک ،په یوه – بل نامه وژنې؟!

دا خو ستا مخلوقات  نه دي،که ولجه پری   نن دتا   ده

ستا سي خیرنه مو توبه ده ،نور د مرګ شر رانه بچ کړۍ

ستا سې مرستې  ځینې تیر یو ، چې مو    رحم هم تعدا ده

چې یې خپل بچي پردي شول ،له پردو   نه  څه ګیله ده؟

د و طن او    ورور  نیستۍ ته  خپل افغان  توره تر  ملا   ده

د افغان   د وینو   موج   ته،  هر چا   سترګې     دي ګنډلې

اوریدو     ته      د     فغان          یې      بیا     کڼه    ټوله   دنیا ده

د   لندن   په    اشاره   بیا  ،  په    افغان   ناتار   جوړیږی

د    وژلو   کنفرانس     دی پرې  د     لر او  بر     سلا   ده

چې څاروان د کاروان غل  شو ،نو همدا د ژړا ځای دی

نن   د سولې   لویه    دښمنه ،    متحده  امریکا  د ه

که اخوان که   القاعده   ده   ، د انګریز   د لاس نیالګي دي

چې   په   مونږ    یې را تپي اوس  ،دا د کوم لوري خطا ده؟

د   ډیر ظلم    نتیجه   ده ، چې   نن   هرافغان طالب   شو

ګناهکار     سلامت   ګر ځي ، بیګناه    وړ   د سزا ده!!

نور دقهر غواړو خدایه  یا مو ورک کړه یا یې ورک کړه!

دا   دعا    له   عاجزۍ    نه، که   له    درد     ډکه ښیرا   ده

۲۰۱۰/۲/۱۱

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

په پاکستان او عربی متحده اماراتو کی د افغانانو
 د غیر انساني زورولو او شکنجو په اړوند:

خواري ۱

د      افغان   دا   خوار   حالت    ته    چې     نظر   کړم

وينې     څاڅي    راته     خپل    زخمي     زړګي      نه

چې    د ژوند    له     انګازو    ئې   تو فان    جوړ وو

نن   آزار     دي    بې وسۍ    کې     له    مرګي       نه

چې       غړمبا ئې       د  زمر و   زړه     وو      چوولی

د    چنګښو     شو    خوراک     له    بې     ننګي    نه

د    افغان       ستره        ټبره     څه      هیر جن        ئې

د   پلرو    توره    دې    هېره   کړه     خواري         نه

خدایه    څومره    به    افت    را   اوروی           پرې

یا ئې   لوړ   کړه    بیرته   ،  یا ورک له  هستي نه

 ۱د«ساقي ټوله میکده دې ترېنه ځار شه            پښتنه چې جام راډک کړي له منګي نه»  په آقتفا

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د مسیحا اثر

د  تا د  وصال  خیال   کې   امیدونه  راته   ناڅي

د هجر اږدو شپو کې څراغونه راته ناڅي

ګلپاڼې د احساس مې ستا په پښو کې راخورې شوې

د خوږو وږمو په غیږکې ستا یادونه راته ناڅي

دنیا  د  تصور  نه مې جنت  زړه  کې  شرمېږي

چې ستا د شوخ نظر رنګین خیالونه راته ناڅي

لیمو کې مې  غړیږي   لکه   ګل   ورته غوړیږم

د ستورو پلوشو کې دې نازونه راته ناڅي

اثر د مسیحا دې د وصال  پیمان کې پروت وو

د هیلو په ړنګ کور کې ارمانونه راته ناڅي

 ۲۹/ ۹/ ۱۳۵۷

کابل

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هغوته چې له سرطانه رنځ وړی

 

زما له خوا به ګور ه لیرې ګر ځې

  

مرګه زما له خوا به لیرې ګر ځې

زه لا له ژونده  وزګار شوی نه یم

تاته مې نه شته تلوسه تر اوسه

لا له دنیا  نه   بیزار   شوی نه یم

زما    د   زړه    په  د  الانونو        کې لا

د ښکلا شو نډې په موسکا ښکاري

زما    د سر په     کږ لیچونو   کې   لا

د مستۍ شور سر په غوغا ښکاري

لا مې حساب    پاتې جهان   سره   دی

لا مې احساس ځلمی ،جانان سره دی

لا ډیر څه   پاتې   دي       د کړلو   راته

لا مې جنګ پاتې له خپل ځان سره دی

لا مې  تر اوسه اور ،سکروټه نه ده

لا مې    لمبۍ   له تنه    دارې     وهي

ایره خو پریږده  چې سکاره لا نه یم

لا مې سپرغۍ   د کلو  لارې     وهي

زما د   زده کړې    تنده ماته    نه ده

خوله مې لا جوړه هیڅ خندا ته نه ده

لا یم   تر   اوسه د ژړا     ټولګي کې

د غم   مکتب  مې کړی ، شاته نه ده

لا مې   د ظلم   لاس   مات  کړی نه  دی

لا مې     له کرکې    سره جنګ روان دی

د   عدالت       لمر     ته   لا     لاره    څارم

لا په و حشت زما غور ځنګ  روان دی

زه ددنیا د مخ دا تړمې اوښکې

په خپل لستوڼي و چول غواړم

زه  دانسان  د تودو وینو سین ته

پاخه   بندونه    جوړول      غواړم

 د ماشومانو     له څیرو او    زړونو

د ویرې رنګ  او هیبت  ورک غواړم

د نیکمرغۍ د اهورا    په مخ   کې

د  بدمرغۍ اهریمن   سپک غواړم

ما را بللې   فرشته    د ورورۍ

زه یې راتلو ته انتظار یمه    لا

د مساوات او عدالت زیري ته

سترګې په لار ه بې قرار یمه  لا

لا مې د خپل د ستر آرمان د کلي

لار او نقشه تر اوسه کښلې نه ده

لا یې   کو څو ته      لټوم    نومونه

دتهداب   کرښه   مې کاږلې نه  ده

ما مې لا خپله لور په سره ډولۍ کې

د   بخت   کاله    ته استولې      نه ده

ما مې    د خپل لمسي د ناوې    ورا

د کور   تر    وره    بدرګه   کړې نه ده

زما ضمیر د ماتې ننګ    نه       مني

زمری ژوند ون د تسلیم رنګ نه مني

زه     د رزمونو    د ډګر          لاروی

زما    ایمان    د   مرګ قلنګ نه منی

سر مې له ښکلو آرمانونو ډک دی

زړه مې له سترو امیدونو ډک دی

ځه    د هغو  ناولو   کور ته  ورشه

چې یې  ژوندون له ګناهونو ډک دی

شومه دانه او دام د بل ته یوسه

خپل دا خبیث مرام د بل ته یوسه

زه به   دې   سټه    د آبا      وباسم

د زهرو دغه جام دې بل ته یوسه

 ۲۰۰۹/۲/۱

  ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پړ

 ما به ویلی درته

«چې که دې پریښودو وطن ، راسره »

دا د خوږمن زړه شیمه

اودا د دوه سترګو تور ؛

«د زړه کتری به درکوم

                                او تا به ساتمه زه »

خو زه دروغجن وختم .

د زمانې له لاسه و

او د روزګار غمونو ،

له دې زخمی زړګي نه ؛

تاته څه پری نه ښودل

ټول ئې اوبه اوبه کړ .....

او رانه ئې خام ، خام وخوړ ؛

زه درته پړ وختم ،

او ژوندی مړ پاتی شوم .

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د اوبو تصویر

ته لکه غوټۍ د حــــیا شنــــــو پاڼو کې پټه ښه

زه د تا په عشق کې لکه ګل غوندې رسوا خوشحال

ته زما دزړه صدف کې ، ښکلې   مر غلره ئې

زه دې په بازار د محبت کې په سودا خوشحال

ته بله ډیوه ، د شیشې منځ کې تل رڼه واوسې

زه لکه پتنګ دې په طواف او په رڼا خوشحال

ته پښتنه  ناوې ،   د عفت شالو   کې پټه ئې

زه لکه ماشوم دې ددیدار په تمنا  خوشحال

ته د اسمان ستوری، رسیدل درته مهال بریښي

زه ورک مسافر ،دې په جلوواو په ځلا خوشحال

ته لکه ایمان مې ،   د وجود په ذ ‌رو   بره    ئې

زه د عشق عاصي دې په وعده دنن سبا خوشحال

ته ئې داوبو تصویر ، چې لاس دروړلی نه شمه

زه دوصال تږی  ،په سراب یم د سارا خوشحال

ته لکه هوسۍ د ترئیدلو     او ښکلا مثال

زه لکه زمری دې د خرام په تماشا خوشحال

 ۱۹۹۹/۶/۲۰

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

شعر

چې د بنګړیو شرنګ کی ورک شي د څپو شرهار

دا د ښکلا او موسیقي د ملک محشر نه ده څه؟!

چې له وستله     د ځلمو   مسته    خندا غبرګه شي

دا د ژوندون د پسرلي   یو خوږ منظر نه ده څه؟!

چې زیړی لمر    د سرو شرابو    جام ته غاړه وځي

دغه    شیبه    د بیخودۍ - یو مازیګر نه ده څه ؟!

چې د ریا له   کنجه   پټ شي    میکدې    ته روان

په زاهد دا ساعت دټول عمر اختر  نه ده   څه ؟!

چې د وصال زیری سپوږمۍ په پلوشو کې دروړي

د عشق    بنده ته    دا حالت« حج اکبر» نه ده څه؟!
چې د غم او ښکې د کړي پاکې د احساس په ګوتو
شعر      مسیح ،شعر  دارو، شعر کوثر نه ده څه؟!

۲۰۰۷/۸/۶

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د فبروري د ۲۱ د مورنۍ ژبو د ورځې په مناسبت :

 پښتو

 د هسکو غرونو،ایلبندونو ، سردرو ژبه ده

دا د ګوربتو،د عنقا او د   زمرو   ژبه ده

دې سره غبرګې وي نغمې د پسرلیو مدام

دا د ځړوبو ،  بلبلانو      او  شپنو    ژبه ده

دې کې    خبرې کول   ، دي د مرغلرو پییل

ځکه  له سُر او لَی    نه ډکه   ،د نغمو ژبه ده

له دغدغو  نه ده خالی،خو له خلوصه ډکه

د بزم او رزم ،  د سلا  او د   جرګو     ژبه ده

میدان یی وړی له همزولو نه په نره دی تل

د زړورو ،    توریالیو    میړنو     ژبه       ده

 د میلمنو پالنه یی کړې، تل   دزړه په وینو

د پخلاینې،ګذشتونو   او پیرزو    ژبه ده

بده یی   مه ګڼۍ  ، له   بدو سره کار نه لري

دا ملکو ،  ښاپیریو   او    د    ښو      ژبه ده

چې وي پخپله خوار، نوهغوته به خواره ښکاري

دا د ښاغلو   افغانانو،ددرنو          ژبه ده

 تل د ځلانده، تل ژوندۍاو تل دې ښاده واوسي

د سوو زړونو په احوال د خبریدو ژبه ده

د روانۍ او بډایۍ  همتا یې نشته چیرته

لکه د   تاج    غمی ، منلې   د پښتو ژبه ده

 

۲۰۰۷/۲/۱۴

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

لوغړن خوبونه

 

د هجران لمبوکې سوځم، تل غمجن خوبونه وینم

د شوګیر په تیارو شپو کې، د کفن خوبونه وینم

 

د اوبو پر ځای په او ښکو غړوومه خپلی سترګې

په ویلو یی ویریږم  ،  درواغجن   خوبونه وینم

 

نه یی زه شمه ویلای،نه یی څوک تعبیر کوی شي

چې له ټولو نه پردي دي، ډیر دښمن خوبونه وینم

 

له دنیا نه مې د هیلو ، څه نری   لوګی جګیږي

سر تر پایه پری لمبه شوم لوغړن خوبونه وینم

 

هنګامه ستا ددیدارده ،رانه ورک ځکه قرار ده

خو چې سترګې کړمه پټې څه شکمن خوبونه وینم

 

ورانه خونه د غماز ده ، ورنه خیږي شنې لو خړې

ما راو یښ نه کړۍ یارانو نن سوبمن خوبونه وینم

 

خپکۍ د شوګیرونو ، د زمری له کوره تښتي

د وصال استازی راغی، ددیدن خوبونه وینم

 

۲۰۰۷/۲/۱۱

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غزل

 د ژوندانه شور دې جانانه   ، دی بنګړو کې ویده
د مینې لمر دې دی څه ښکلی
 په لیمو کې ویده
خپله ښایست ګوته په خوله دې دی ښکلا ته حیران
زر پسرلي دې
   دي   ای ګلې اننګو کې ویده
قد ته دې سوزي د حسرت اور کې شمشاد او سروه
د ختن سل نخچیره
   دي   دتا   په تلو کې ویده

شوندې دې جام ،غوټۍ، یاقوت او که شربت وګڼم

چې واړه دي ددې ټپې په دوه مصرعو کې ویده

چې ته نظره نه شې ،  زه   به مې لوګی کړمه ځان

د عشق اور خو  مې دی تل د زړه کوڅو کې ویده

د ښاپیرو او حورو نوم به نور په خوله وانه خلم

چې  کوه قاف او  اسمان دي درته پښو کې ویده

چا ویل دا چې جنتونه   په عقبی کې دي ټول ؟!

ماته جنت دی که دې شمه په خیالو کې ویده
ډیر دهجران د اوږدو شپو له شوګیرو ستړی یم
لږ مې په مینه کړه
   د زلفو په تیارو کې ویده

 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

سوالونه

زمونږ ډُهلونه   به   بیا غاړی کړي    تازه ؟

اتڼ چیان       به   ورته    څڼې کړي   شانه ؟

له حجرونه به غوغا او شور شي پورته ؟

مست ځلمیان به پکی غونډ شي دوباره ؟

سالو ګان به ګودرونه بیا تک سره کړي؟

پیغلې بیا به دغه غاړې   کړي ښایسته ؟

«یه قربان»    به سندر غاړي بیا هم وکړي ؟

د  رباب   زِندۍ   به    کله     شي        پاره ؟
سری ډولۍ به بیا پټیو کې ښکاره شي؟

د  ښادۍ   ډزی    به وریځی    کړي پاره ؟

کنډواله وستل   به بیا   کله  ودان شی؟

چې د  شور   او   سلا     جګه شي شمله

د لو ګرو های او هوی به بیا پیدا شي ؟

نهالګر به د «چهار یار»     وکړي ناره ؟

د لرګبو   د تبر     ږغ    سره    به بیا هم

د قوت     اود نالښت ږغ  شي جوړه ؟

د شپیلۍ د ږغ نڅا به بیا خپره شي ؟

ددامان    په لور    به   جګه شي پاده ؟

د بزګر د تندي ګونجې به شی خلاصې ؟

کښت به یی با کله درمن ته شي قوده ؟

د  دوهۍ   او نغریو     اور به بل شي ؟

تنرونه    به    لوګي     کړي        فواره ؟

ماشومان به «اله داد» ته بیا زړه ښه کړي؟

پتنګان   به  په اسمان کې شي ښکاره ؟

د خوښۍموسم به بیا په کلی راشي ؟

د   ماتم    به    کله    وکړو         جنازه ؟

دی سوالونو  ته ځواب  در ځنی غواړی

زمری      نه    لری    له     تا    بله     اسره !

 ۲۰۰۷/۱/۷

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د ستر خوشحال غږ

چې د ننګ توره تر ملا کړي پهلوان شی
چې بریښنا د سپینو تورو شی خندان  شی

ننګیالیو ته دوه  کاره  مخکی  کیږدي
چې   یا  وخوری  ککرۍ  او یا کامران    شی

سمندر  ئې شی  استوګنې  ته   وړوکی
د
«سیلۍ» په  اوږو  سپور شی او توفان  شی

د قلم  څوکه   نیزه  کړی    و   غلیم      ته
 د کا غذ  مخ  ورته سور  د جنګ  میدان  شی

عظمت  ته  ئې کرسۍ د فلک  ذین شی
 په   سجده        ورته        قزل   ارسلان         شی

د ګربت   په  شان  ئې لوړ  شی پروازونه
اسمانونه    ئې    میدان     د   لوړ     جولان شی

د  آ زادو  دنګو   غرو  زمری  یاغی  شی
په  لرزه    ترینه    د    هند     ټول      مغلان  شی

چې په  صدق څوک د قوم په خدمت سر شی
د پګړی     پت     ئی     اوچته      تراسمان شی

وي بی ویری ،په خپل زور باندی نازیږی
چې    جمدر
۲  ئې  کله موټی    کې   عیان شی

چې له توری  سره  خپل  بیاض ته لاس کړی
 نو  د     بزم      قلمرو    ته     هم      سلطان    شی

شی   طبیب د خپل  وطن   ټولو     دردو  ته
د حکمت  او  فلسفي      عالی      نشان    شی

چې  دا ټول  سره کړی  جمع  خپل وجود کې
د  پښتون    د ټبر    مشر:  خوشحال  خان شی

په نامه   باندې     ئې   ویاړي        ولسونه
مرګ ئې  نه وي ژوندی پاتې  جاویدان  شی

ای  دنن ورځی   افغانه      لږ راویښ  شه
هسې  نه    چې   بیا    سبا   درته    آرمان  شی

لږ دې    وغړوه  سترګې    درنه    ځار شم
 ګوره نوم   به  دې  بیا  ورک له دې  جهان  شی

ددښمن  په خوله  دې ورورپه  ګولۍ ولی
 چیرته  بل  هم څوک سر سام به ستا په  شان شی

خپل وطن دې ټول  خراب او کنډوالې کړ
ستا دې   کار   ته هر سړی هک   او حیران  شی

نور دې        بډې    وهه مټې  پسې     پاڅه 
کور ئې ګډ کړه   که څوک تاته بد ګومان شی

په  ننګ  سر قربانول  د پښتون کار دی
بی  ننګۍ  کې  ژوندون  تریخ  دهر انسان  شی

د هلمندد اوښکوموج ته دې زړه نه سوی؟
د «هري»     ژړا  ته   ویلی      هم     سندان     شی

ستا کابل عشرتسرای  وو    منطقه کې
نور به څومره  شی  برباد  څومره به  وران شی
؟

د اسلا م په نوم  چې  څه  کفرونه وشول
ګوته   خوله کې  ورته  خدای  اوهم قران شی

څوبه لړۍ    د هجرت       وي      غځیدلې
څوک     به    دې  لړۍ  ته  ټکی  د پایان  شی

دنیا اور  شوه د  افغان  مهاجر      زړه  ته
 څو   به  وریت  په تناره کې   د  حرمان     شی

چې دا خوار حال  د ښاغلی افغان وینم
رڼې اوښکې    مې  په  مخ     لکه  باران  شی

غیرتي  ولسه  صبر   دې  نور  بس   دی
ستا  په  صبر  به  په قهر لوی  سبحان    شی

وطن  مور ده تور لاسونه ترېنه  لنډ کړه
چې  حلالې درته  پۍ    ئې  د   ګریوان    شی

چې  په  سر کې  ئې خیالونه  د بیلتون  دي
سر  ئې پری کړه  چې  په  ځان دې  ر قیبان  شی

اندیښني  چې  کړي   دتا    زبونیدو    ته
داسې ئې خوارکړه چې حیران ئې  باداران  شی

د برایدن  نوم لا تر اوسه  یو مثال دی 
دغه     درس   به  د     عبرت  د ټول جهان شی

د  افغان شمله    خو    نه ده       د ملنډو
 په  دې  پوه دې  ټول  تور مخي  پنجابیان  شی

چې  تاریخ  او تیر  ویاړونه دې  بد  وینی
میندې  بورې کړه  چې    ډک  پرې  ګورستان  شی

ښاماران دې دي  لړۍ  د   هندوکش  ستا
 ریز مریز  به  ئې غاښ لاندی  ټول  پردیان  شی

دا چې  نن  ئې  یو   بیل  کړی  ورکیدو ته
داسې  ورک    دې   ټول  زمونږه  دښمنان  شی

ستا  د شتو  بازار ئې  ټول  جهان کې تود کړ
ستا  پرې اوس  هم د کوربه  په  څیر  ګومان  شی

چې  د لعل او یاقوت    په    نورو      پلوري
لاس  ئې  غوڅ کړه  چې  دا  ګټه  ئې  تاوان  شی

زمرد   دې    د     وطن    دناوی        هار     کړه
 ذهره   چاودې     چې   ټول  غله او رهزنان شی

د کوکچې  سره  زر   دتا  د زړه       ټوټې دي
پرې  ئې  نه   ږدې  چې  لولېو    ته پیزوان  شی

د  پکتیا    نښتر   دې ځاله         د  بچو     ده
  د  شاهین  به  بې  له  ځالې  څه  ګوزران  شی؟

د آمو  د  اوبو    هر ګوټ  دي    زلال     ستا
 که  ئې  ملې  دمخ  خولې  د هر    دهقان      شی

ستا  هیواد  جوړ  دی  له  دنګو  جګو  غرونو
 ښائې ستا  همت او دوي  سره  سیالان  شی

ستا  پامیر د اوچتوالې  ستر سمبول  دی
په سیالۍ کې  ترې  زړه شین  د کهکشان  شی

د کشمیر نوم  به ئې سپک  شی  و ښکلا ته
پرتله     که   ورته    یو ګوټ    د پغمان     شی

ارغنداب دې که  کنړ ته    اوږه          ورکړي
 د وطن  به  جوړ هم  سر او  هم    سامان     شي

د پرون خبرې  پرېږده     نور   تاریخ       ته
د هر کار  اجرا  به  خپل  وخت  او زمان  شی

د وطن  نوم دې اوچت  کړه    په   عالم کې
چې  بیرغ    سرلوړی  بیا    د ستر افغان  شی

ته  زما  ژوندون  او  ساه  ئې   ای     ولسه
 ستا  له  یو  نوک  نه دې  ځار  تمام  جهان  شی

دا آواز  د  ستر  خوشحال  له  قبره خیږي
 که   لږ   ځیر  ورته    د  پوهی  خاوندان  شی

له  دې  ملکه   به  فردوس جوړ  شی  زمریه ! 
که هر یو  افغان دده    په لا ر      روان  شی

۲۲/۶/۲۰۰۱

سيلۍ د خوشحال د اسپ او جمدر يې د تورې نوم دی

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــډه

 د    زړه   ټوټې     را ټولوم    د    اشنا     کلي  نه ځم
د هيلو   مړي    ښخووم    د    اشنا      کلي   نه ځم

لکه   بهار   مې وه   کوپړۍ    له   رنګينيو   دکه

اوس مات کچکول په غاړه وړم د اشنا کلي نه ځم

د جفا  داغ   نه د   سپيڅلۍ  مينې سپينه   لمن

 په تړ مو  اوښکو   پاکووم د اشنا کلي نه  ځم

ګودر ئې وچ، باغچې سپيرې او کوڅې شاړی راته

ځکه   مې  کډه   باروم   ،   د   اشنا کلي نه  ځم


دا مات قامت مې درووم د نا مرادۍ په پوله

د  عبرت   څلی    جوړوم   ،  داشنا کلي نه ځم


دغه کعبه کې مې جانان ليده د عرش په کرسۍ

دروغجنې سترګې وړندووم د اشنا کلي نه ځم


د ليونو په قدر څه پوهيږي ؟ پوه هوښياران

د عشق دوکان مې بندوم د اشنا کلي نه ځم


خپلې اسرې او ولولې او د ژوندون شورونه

ټول   په اوبو   لا هو کوم     د اشنا کلي نه ځم

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د غرب شفق

دا دشرق دو ينو رنګ دی چې د غرب په لمن ښکاري

دا د شرق تالا ګلان دي چې د غرب په لمن  ښکاري

د سپيرو ميرو په تاو کې ، هلته   هره  تيږه   سوځي

دا د شرق د مټ قوت دی چې د غرب په عدن ښکاري

د باروتو تور لوګي دي  ،چې  د شرق   له   کاله خيږي

د لمبو روښانه رنګ دی چې د غرب په ګلشن ښکاري

د جلی   د او ښکو   موج دی   چې بهيږي   په دوناو کې

د پا مير دسر شمله ده چې   د غرب  په   بدن   ښکاري

د افغان - هندو په وينو هندوکش- ايوريست غرق شول

د کشمير دنافې بوی دی چې د غرب په ختن ښکاري

د ويتنام ـ   کوريا   په تن   لا    د   بمو  نو  چرې     خښې

د چيچن ـ ايران انسان دی چې د غرب په خوږلن ښکاري

ورغلې   سره   نه    دي    د عرب    د   زخم  شونډې

د تاجيک ـ سيلون مړ زوى دى چې د غرب په درشن ښکاري

د راکټو   قافلې    دي   چې    روانې    دي   تل  شرق ته

دا دوينو تور اميل دى چې د غرب په ګردن ښکاري

د جنګ اور باندې يې جوړ کړ ، له دنيا ځينې دوزخ نن

د ګناه نه ډک جنت دى چې د غرب  په   وطن   ښکاري

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دزندان ګل

 د ښکلا په ګاڼه ښکلی سورکی ګل دی
ورنه   تاو    نه  کوم   بورا  او  نه بلبل دی
طبیعیت دی دی راوستی تور زندان ته

ور تړلی   یې   پری    ور    آزاد   جهان ته

د   آزاد   ژون  د په امید   هر سحر ژاړي

د  فطرت   په   حکم   لویه   دنیا   غواړي

خپل حالت ته د زړګي په وینو سور دی

په  زندان   کې  غوړید لو ته مجبور دی

خو د بل لپاره   خاندی  ځان یې هیر دی

د انسان  په ښکلی   نوم له ځانه تیر دی

ای د غم داور  په  منځ   کې خندان ګله!

ستا  له  لاری  شم   قربان     زه  هزار ځله

چې   هدف  دی   تل  د نوروهوسایې ده

زیبایې    ،انسانې  ژوند  او   آزادی ده

 ۱۳۵۷/۳/۹

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د پسرلي تلوسې

زه په خزان وهلو  کې بهار وینم

سپیرو ایرو لاندی پټ شوی سور انګار وینم

څه که د زړو په شانی پاڼې ورنه ورژیدې

بیا یې نودو باندې ، ژوندي زړونه قطار وینم

چې څومره وزغمي تیری او زور زیاتی د منی

هومره په وینو یې ښایسته بیا لاله زار وینم

چې یې پیاوړی وي تشه د زور زیاتي ځوانۍ کې

زر پری غالب لکه خزان د مرګ خمار وینم

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غـــــــــــــــــــــــــــــــزل
 

چې غوغا ترینه د   سوو زړونو خیږی

داد ښکلو تور اوربل نه دی نو څه دي ؟

چې   په یو      نظر    وژل   کوی   د  سلو

تورې سترګې يې اجل نه دي نو څه دي؟

چې پرهار یې مسیدو ته    هوسیږی

داسی شونډې چې درمل نه دي نوڅه دي ؟

چې د تن په وینو  سره  ،  مدام   تپیږي

د جفا دتیغ بسمل نه دی نو  څه   دي ؟

عاشقان په کې خپل تور بختونه وینئ

دا بلاوی تور کجل نه دي نو څه دي ؟

چې جانان درته په مینه مینه ګډ وی

دا خبرې که غزل نه دي نو څه دي ؟

چې یې هر څه په رڼا ورځ رانه لوټ کړل

له غمزو دی ډک کتل نه دي نو څه دي ؟

چې   د مینې سره   ډګر ته  میړني ځي

دا زمري زړونه   اتل نه دي نو څه دي

۱۹۹۷/۷/۱۴

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پســـــــــــــــــــرلی

پسر لی      شو  ،  د ګلونو    کاروان         را غی

د      دنیا        د بڼ     منلی     باغوان          راغی

ځمکې    لیری  کړه  بړستن  د  سپینو     واورو

د    ویښتیا     او       پا څیدلو      زمان       راغی

رنګ  او    بوی   سره  سیالي  کړي  د زړه  وړلو

د     جنون    او    زړه  بایللو       توفان        راغی

هر  یو     شی    کوي    ستونه       می نوشۍ  ته

د     شو رو نو    او     مستیو       دوران     راغی

اسمان     غاړه      صا فوی     مستو   نغمو     ته

په      غړمبا      د     بر بطونو        باران        راغی

د    انسان     د    وجود     ټو لې     ذرې       نا څي

د    خو ښیو    او     بزمونو     سامان          را غی

 هر څیز ښیندي  خوشحالي د هر  چا      زړه ته

دا       د   ټو لو         نازولی      جانان        را غی

د    زمری      د    امیدونو   باغ    کې    زوږ دی

شئ     تیار    چې        غوړیدلی   ارمان    راغی

 ۲۰۰۴.۳.۷

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د پسر لي  سنګسار

 عمرونه      شول    چې   څارمه     پرې  ،   لار    د  پسر لي

 لیمه  مې   شول    او  به      ،     په   ا نتظار      د  پسر   لي

  په  ټو لو   له  ډیر  و  خته  د   خزان    سپیره  مو سم  دی

په    ژمی    دی    خرڅ   شوی   ، مدام    وار    ، د  پسرلي

ساړه  دي  ، تورې  وریځې دي  د لمر تو دوښه  نه  شته

نن   څه    ټکه   لویدلې  ،    په    کردار  ،       د       پسر لي

 مستي   خمار، خمار  ده، د مطرب  ساز دی  شکیدلی

بلبل        دی      ګونګه     شوی          په  ګلزار  ، دپسرلي

               نه       پیغلې      له    منګو    سره   ،    ګودر ته دي روانې  

نه    زاڼو    دی     جوړ   کړی   ،    جګ   قطار،  د  پسرلي

خالي    دي    وستلونه   ،    د ځلمو    له     ګړ     او   شوره

تالا    والا       ښکاریږی   ،   نن    بازار  ،         د  پسر  لی

ګلبوټي  پخواني  دي  خو  لودن     ور باندی  ورک د ئ

ا غزي      سپړي      یوازی      ،   نن     مالیار    د  پسر لی

بورا    او    بلبل     ځکه      د    ماتم      جامې       اغوستي

کارغه     ګڼي   خاونده !    ځان     واکدار         د پسرلي

 ګلا ن      د  غوړیدو    له  شوقه  واړه  لاس  په  سر  شول

چې    ځوړن  د  ئې    ولید  سر   ،    کله  په دار د پسرلي

 طوطي  ته    د  قفس    پر  ځای ، ډولۍ ده  جوړه  شوی

بدل    ښکاری     نن   ،   ډول         او    سینګار  د پسرلي

اشنا        وږمه         د ګلو   ، له      دامان   نه       نه لګیږي

نن      وینی      او     باروت      لوڼی  ،   عطار    د  پسرلي

«آزاد لاله »    بندي     دی      نن    د    باغ  په  دیوالو کې

په  زړه      ئې     داغ    دی     ایښی    دې کردار   د پسرلي

د شنو     درو    هوسۍ     نن     د   سارا  اغزو    کې څري

زمرو    نه     هم     ورک     شوی    دی   ،  نیزار د  پسرلي

د  «  ستورو  او د  شپی  څادر »  زمونږ  په  مېنه    خپور   دی

څرک    نه  ښکاری      په  سترګو  ،  د  سهار  د  پسر لي

خوږې  ، وږمې   ، لو خړې   شوې  ؛ او تندر  شوې چاودنې

بدل    ښکاري     وطن    کې      هر  یو  چار       د   پسرلي

کلونه    شول    چې  پاڼې  د  شنه  صبر ،  تکې سرې دي

په   وینو      اوبه     شوی      دی    ،    بهار     د     پسر لي

څپې د خو  شحالیو  ، د  ښکلا  په  سیند   کې  نه شته

ماتم     ښیندي     هر     خواته   ، کردګار    ،   د   پسرلي

یما    د   سوما   جام  د اهریمن    خولې      ته         نیولی

بخدي    نه دی     جوړ     شوی     نن  ،   مزار  د    پسر لي

توغونه  خو  زښت  ډیر دي  خو اشنا   پکې یو  نه شته

کاوه     نه دی     ورک      شوی        نن ،   اسرار  د  پسرلي

را ځئ چې  ژبه  پریک  او لا س ئې مات کړو  ورته  غبرګ  نن

د  چا          په  خوله      جاري  چې      شو    سنګسار  ،  د پسرلي

۲۰۰۴.۳.۷

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 

دفبروري د ۲۱د مورنۍ ژبو د ورځې په مناسبت

 

دا څوک ده؟

چې   خپل کور  ،کې نا منلې    ، مېلمنه  ده

چې  اولاد    ته   خپل  ، هم ،  ډیره  بیګانه  ده

چې     بي بي ده ، خو  ئې وېنځه    ، ده ګڼلې

چې    پرته    ورته پښو   کې زولانه    ده

چې     په  تله   د   وړندو او    جاهلانو

تل   ده  سپکه   تلل شوی،   خو  درنه ده

ده    بډایه  ، خو له    خپله   خواره     بخته

لوټه  شوی ،    هېره  شوې  ،    خزانه ده

چې هم  پت ده ، هم  عزت ده ، هم  غرور ده

چې   ده   ډکه    له     شرفه    ،  پښتنه       ده

سندریزه    ،   له سرود     او سرور     ډکه

چې   ئې    غلې     په  مرۍ    کې      ترانه ده

د افغان د ننګ  ، ناموس جګه  شمله ده

پښتو ژبه ده چې هر څه  نه خوږه ده

 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د
 «ساقي ټوله میکده دې ترېنه ځار شه
 پښتنه چې جام راډک کړي له منګي نه »
  په اقتفا

 

 

خواری

 

د      افغان   دا   خوار   حالت    ته    چې     نظر   کړم

وينې     څاڅي    راته     خپل    زخمي     زړګي      نه

چې    د ژوند    له     انګازو    ئې   تو فان    جوړ وو

نن   آزار     دي    بې وسۍ    کې     له    مرګي       نه

چې       غړمبا ئې  د  زمر و   زړه     وو      چوولی

د    چنګښو     شو  خوراک له    بې     ننګي    نه

د    افغان ستره  ټبره     څه هیر جن   ئې

د   پلرو    توره    دې    هېره   کړه     خواري         نه

خدایه    څومره به افت را   اوروی پرې

یا ئې   لوړ   کړه    بیرته   ،  یا ورک له  هستي نه

 

۲۰۰۲.۱۲.۱۲

 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

چېرته ځي؟

 

وګوره   ساقي  چې   رندان   چېرته   ځي ؟

ډک   د میو جام  دی    مستان چیرته ځي؟

خیږي زولنو نه شرنګاشرنګ  څه مست

بیا   د   لیونیو   کاروان    چیرته ځي؟

غږ   د  تسبو   ورک  دی   په    جامونو کې

پوه شوم چې په شپو شپو شیخان چیرته ځي

بیا   دیار   کوڅه   کې    دي   قطار    زړونه

دا د   سر   سکروټو   توفان   چیرته    ځي؟

لاره   ئې   کږه   زمونږ        له   مېنې      کړه

بیا    دا    مرور    بهاران     چیرته         ځي؟

لاس    اوګریوان   وینمه   تل شپه او ورځ

دا سره د  ښمن   دوه   یاران   چیرته    ځي؟

کور   د زړه   مې   جوړ     کړ په    نامه ورته

وئې   پوښتۍ   یارانو   جانان چیرته ځي؟

ګرد   ئې   د   سفر   چې   کله    پاک    نه  شو

دغه    ستړی    سوی   ارمان    چیرته   ځي؟

جګه    چې   غوغا   ئې   وه     په    هر   لوري

اوس د وران وطن شنه زمریان چیرته ځي؟

 

زړه    مې   چا په خوا    پورې ونه   نیوه

وڅاري چې   اوس دا افغان چیرته ځي؟

۲۰۰۲.۷.۲۱

  ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

سترګې

 

غواړې چې انګورو نه شراب جوړ کړې ؟

څنګه دې  ترخې  کړلې   خوږې سترګې

هر  نظر  ئې   ژوند   بخښي    بسملو  ته

دم   د مسیحا    لري   ستا مړې  سترګې

تورې که دې وروځي دې ، باڼه    غشي

زړه مې مدام غواړي دا فتنې   سترګې

لنډ ئې له حسرته  شي   ژوندون    د ګل

پټې ترې ساته خپلې غونچې سترګې

سل   ژبې   پیدا   کړي راز      د مېنې ته

ووائې هر څه    دا    پټې خولې سترګې

تل چې زنګوي   زمری    د خیال په ټال

تل دې وې روښانه ستا لمبې سترګې

 

۲۰۰۲.۶.۲

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د سترګو   کمال

د مینې    معرکه    کې    شه   غلام    د   تورو   سترګو

چې    سل   کاره   کوي   هلته   کلام    د      سترګو

هر   څو  که    فا صلې   وی  لیري  لارې  ورکې ،ورکې

را لنډی  تر   قدم   شی  په  یوه  ګام  د تورو   سترګو

له  غیر اوله  غمازه  که  ئې    پټه   ساتل         غواړی

ریبار  او  قا صد  هیر کړه  شه  غلام   د تورو   سترګو

د  ننګ  او د نا موس  قصې ، د پوهې ، عقل  څریکې

شي  هیري  په  یو دم کې،  په  سلام  د تورو  سترګو

جوړه دنیاوی   پریږده  که   د ګټی   په    تلاش  ئې

د  ژوند   په  بیعه   وپیله    بادام     دتورو  ستر ګو

د  تورو   او  توپکو  زخم    روغ به په دارو  شی

تازه   په  زړه   پر هر وی تل  مدام   د تورو  سترګو

دنیا ئې  په  یوه  ایماء   چپه   شی  او  راسته  شی

د  هغو  چې  په لاس  کې  دې  زمام  د تورو  سترګو

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 ګنج

 مينه       ګل  ده    په    ګلزار د سړ   یتوب
 مینه    لمر     ده  په   سهار   د  سړیتوب

مینه    ګنج  ده  چې  بها ئې  مونده  نشی
نه     خر   څیږی     په  بازار    د   سړیتوب

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

لار ورکی

 سترګې مې   نه وی  خلا صې کړي   چې د مور  په نس کې ،

زما غوږونه   د چاودنو    کڼونکو   غږو    وچوول ؛

او ما تر   خپلې ژړا    وړاندې:

                   یوه    سوزناکه   کریکه،

                         چې مې   د مور   په   بدن

                                   د توغندي    له   ټوټې

                                         د  ټپ  له   سوزه   جګه  شوې  وه

                                                        هم    واوریدله؛

او د   شیدو   له خوند   نه   وړاندی

ما  د  دردونو او   د وینو   مزه   وڅکله،

مور  مې ټپې  شوه    او زه   وزیږیدم.

ټول    چا پير یا ل     زما   لمبه لمبه    وو ؛

           ماته   د  ګلو   د غنچو   پر ځای    لمبې   ډالۍ شوی

او د  باروتو........

د  لوګيو.......

د   انسان   د کباب شويو   غوښو   تند   بويونه .

زما   خوښۍ  کې   چا   توپک   ونه ويشت ،

خو   د راکټو   او بمونو.....

د    دهشکو او  هوانونو....

د   ماشېندارو   او   ماینونو،

                 وحشي   او   جګ غږونه ؛

                له   هرې خوا    نه     راتلل؛

زما   خوښۍ   کې   چا   خندا   و نه کړه،

             د کریکو...

            چیغو ...

           ساندو.....

           او له سوزه   ډک    ډک   د ژړا غږونه ،

                         له   هرې   خوا    نه راتلل؛

د   ټپي   مور   له سینې،

ما له شیدو   سره   د وینو   ډک غړپونه   کول.

د   ټپي  مور له   غېږې،

ما   د   دردونو، عذابونو احساس کوه.

د   ټپي  مور   له شونډو؛

ما   د   خنداو   په ځای،

                     او  خپل   ماشوم   ته    د یوې مور د موسکاوو په ځای؛

د غاښ چیچی ،

او نا لښتو  ترخه   سیلونه  کول.

                          ××××××

اوله ورځ   د   ژوندون ،

                     دغسې پیل   کړله ما.

سبا    ته    پوه   شومه چې :

          پلار مې د   جنګ    توری بلا خوړلی

           او د   خپل ورور   په لا سو،

           د بل    د  تور تو پک   د  خولې   نښه شو؛

تره مې    هم   ګوډ وه   او    پښه یې    نه وه؛

ماما مې     تل بهر     وو،

د کور   په  ځای یې   همیشه   په غرو   کې    ژوند تیراوه؛

د نیکه   سترګه   مې    وړنده   په ګولۍ؛

نېا  مې   له   ډیره   غمه ،

        ډیره ذهیره او   زړه ښکاریده.

او د وحشت    سپیره   ګردونه    مدام،

زما   د ورور  او   خور   پر   مخ پراته وو.

د ترور ، توړۍ نومونه ،

ماته    تر اوسه    پورې،

لا کوم   مفهوم نه لری؛

ما دوي   هیڅ   ونه   لیدل   اونه هم   نور   کوم خپلوان.

                                 ×××××

چې د   خاپوړو  شومه

او   لږ د لوبو   شومه

نومې مرمۍ،خول، نارنجک او یا توپک لیدلی،

یا مې تور ټانک، راکټ او یا خالی پوچک لیدلی ،

             په مدرسه کې یې ماته

              لوست  د وژلو   راکړ   ،

شمیرمې بیا  هم له توپکونو ، راکټونو او بموسره وو

یاله تپیانو ،شهیدانو ، مردار شویو او له مړو سره وو .

ماته یې   دا وښودل:

که دوه   کافره  مړه کړو

      نوبه   له   لسو ځنې ،

      اته ګولۍ  ځانته خوندی ولرو.

مکتب  ته   تللی نه یم،

پوهې بللی نه یم،

هیڅ چا ګڼلی نه یم؛

پرته له خوارې مورکۍ

چې غیږ کې یې ونیولم

اود خپل   ستړی ژوندون،

او خپل  د سوی   ژوندون،

دتالا شوی او لوټ شوی ژوندون

       د ستومانۍ   د    ورکېدو   په هیله

       د یو   سکوت  او سوکالۍ

     اود یو  ژوند

              د انسان ژوند ته

                         درسیدو په هیله؛

له ملکه وویستلم

        ××××××

سترګې مې خلا صی شوی د غرب دنیا ته

                    دغه زرین مرغه ته ؛

                           او په پردې فرهنګ وروا ښتمه ؛

زما په سترګو کی لا ،

     دا توان نه وو چې زه ،

      هر څه روښانه، هر څه ښه ووینم ؛

             زما د ذهن په خالې کوڅو کې ،

              د غرب د شور اود غوغا غږونه ،

             د بې پایانه ښادۍ ،

             د بې پردې او بې وسواسه بد مستۍ شورونه ؛

هره خوا وغځیدل .

              او زه لار ورکی شومه

              اوس سرګردانه ګرځم ،

              نه مې وطن چیرته پیدا کړ نه مې مینه ورته ،

            نه مې د پلار سیوری ته کښیناستم په مینه چیرته ،

            نه مې د ورور  او خور په مړینه شوم غمګینه چیرته .

             نه مې څوک خپل ګڼی اوس

            نه مې د بل ګڼی اوس ،

          خو زه د سوی ، تالا شوی هیواد ،

         د ځپل شوی هیواد ،

        د یو ه هیر شوی او له نړۍ نه نفرین شوی هیواد....

           افغانستان اولاد یم

          سوځمه ، ژاړمه تل

         نو ځکه تل نا ښاد یم 

 ۱۵.۶.۲۰۰۱
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

څړيکې

 هجر  مې   نېولی    دا  درد من     زړه   د  لمبو  په     سر
  ټو ل  عمر  مې  تېر کړ ،ستا  په  مینه  د اغزو   په  سر
زه      لکه     مجنون   دې  د  سارا    او  بیابان    کړمه
وکاږه       لږ    لاس    کله     د  خپلو     لیونو     په   سر 
وخاته   د صبر  او  د  زغم   درمند   ته    اور   د  زړه
ښکاری   ئې      لوخړی      د  اسرو   او امیدو   په  سر
حال  او  د  احوال   پوښتنه   څله  څوک   له   ما  کوی
 تیت  چې مې هډونه   دې  د هر  ښار  د کوڅو   په  سر
ولی   میمونه     او    رابعه     د    داستانو     شوله ؟
څه   نه دي   ګاللي   خوار  عاشق   دمعشوقو    په سر ؟
دا  د رسوائۍ   ډنډوره      لا پسې     توده    شوله
سر مې  دې  له  شرمه   پروت   مدام    د  زنګنو   به  سر
نشی   دلا سا     هغه  چې   څړیکې   ئې  وهی  زخم 
کیږده   راته   سل    زخمونه     نور    هم   د  زخمو  په   سر

   ۱/۸/۲۰۰۰

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

زه خپل زړه غواړم

زه  ددنیا  خلکو  نه  ها  خپل   نتلی   زړه   غواړم
   یا  چې  ورته  وَرته   وي  هغه   ښاغلی   زړه  غواړم
نه  پوهیږم   چیرته  د چا  حسن  ته  بیخوده    شو
  تله  کې  د ې  مینې   چې  دې  سپک   ختلی  زړه  غواړم
ویلې  شو  د  چا په  بد  حالۍ  کې  د احساس  په تاو
سوز  د انسانیت  باندې   مدام   داغلی  زړه    غواړم
لوی   وو  ، د غمونو    او    زغمونو   خزانې    پکې
هغه   د  جفا  په  داړه   چور ،    سیځلی      زړه  غواړم
چا  کړ   تر  پښو  لاندی   که  لاړه   عرش  ته  وخاته؟
 دا  د   تواضع     او    د   غرور  منلی     زړه      غواړم
هغه   چې   زِمه   ئې  وه   ا خیستی   د   دنیا  د     غم
  هر   چا   چې   په   باندی  دي       خپل  ،  ځپلی  زړه غواړم

۲۳/۷/ ۲۰۰۰
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

چاودلی زهره


خپل   په   لاس مې  کړي دي   په  ځان   باندی 
څه     به    د   روز  ګار    له   لاسه    سر    وهم ؟
نن        چې   د      همزولو   د   ملنډو     یم 
څه    به   د  پرون    په     زور   ټټر     وهم
لیکه    د   تقدیر    مې    اړول   غواړم
ځکه    مې تندی   په    هر   یوه   در   وهم
بند   که    د    پولادو   په   قفس  کې  شم 
تل     د  الوتو    په     خیال     وزر     وهم
وچاوده      زَهره   د   حوصلي      نوره

څومره     به     داغونه    په   ځیګر  وهم
پام  چی  په  ماتم مې سترګې  سرې  نه  کړئ 
ګور   کې   به   لیمو     باندی     نشتر      وهم

۲۳/۷/۹۹

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com