ليكنـــــــــــــــــــې

 

           
محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
 

د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی لنډه پيژندنه

   نوموړی د۱۳۳۴ لېږد لمريز کال دمرغومي په ۱۱ (۱۹۵۵ م کال دجنوري په لومړۍ» نيټه دکونړونو  ولايت   دنرنګ دولسوالۍ دلمټک په کلي کې  زېږيدلی دپلار نوم يی محمد سيفورو. دپلار له اړخه دمزدور خان او دمور له اړخه دکيجانخان چې دواړه ورونه او د محمدافضل  خان زامن او دمحمد اکرم خا ن دزوي محمد عمر خان لمسي وو  لمسی دی  .

وروسته له دې چې دنرنګ دلېسې ددولسم ټولګي څخه په بري ووت دپوليسو اکاډمۍ ، او دسياسي او ټولنيزو علوموپه انستيتيوت کې يي لوړې او مسلکي زده کړې وکړي  درسمی دندو په اوږدو کې يي دملګرو ملتونو دسازمان دUNDCP دڅانګې په بيلو بيلو کورسونو ،نړيوالوسيمنارونو او ورکشاپونو کې  ګډون کړی دی. اودهلمند ولايت دامنيه قومندانۍ دمخدره توکودمخنيوي دمديريت دغړي دهمدغه مديريت دمرستيال اومدير  دنيمروز ولايت دڅارندوې قوماندان دننګرهار ولايت دڅارندوې دسياسی آمر دکورنيو چارو وزارت دجنايی جرمونودکشف رئيس او دکورنيو چارووزارت دمخدره توکو او قاچاقي مالونو دکشف کنترول اومخنیوي درئیس په توګه يي بیلې بیلې ټولنیزي دندې پر مخ بیولي  دي اوس اوس چې په ناروې کې سياسي کډوال دئ.هم دهیواد اوهیوادوالو دپاره شعر وايي شعر لیکي او یواځې دوطن په نوم دهیلو  آرمانونو ډک ژوندتیروي  .  نوموړئ له وړوکوالي څخه شعر وایی ! چاپي اثار یی عبار ت دي له

۱  هیلي هاندونه او آرمانونه

۲  هیلي آرمانونه  اومنزلونه

۳  پرهرونه تصویرونه     

۴  دزمانې غږ دخلکو غږ      

او همداډول ځانګړي شعرونه مسلکي او ټولنیزي مقالې یی دهیواد په بیلو بیلو رسنیو او انټرنیټ په مټ چاپ او خپاره شوي او پنځه شعري ټولګې  يي د

  ۱   مساپرې هیلي

  ۲   د پڼو چغار

  ۳   خواږه ترخه

  ۴   زبیرګئ

   ۵   سره کوڅه

همدارنګه دلنډوکیسو یوه ټولګه يي د(زما کیسئ ) ترسرلیک لاندې چې ټول دنوموړي دژوند یادونه ،کورنۍ ټولینیزي اوسیاسي ناخوالې اونیمګړتیاوې، دګران هیواد دوروسته پاتیوالي سببونه د تپل شوو جګړو داوږدې غمیزي انځورونه تاریخي ویاړنې په راتلونکي دنوموړي دټینګ باور اودهیواداوهیوادوالوسره ژوره مینه دملي یووالي اوسیاسي بیدارۍ په هنداره کې ویني او په همدغه باور دبشپړې خپلواکۍ اوسوکالۍ په لورهڅوونکي هیلي انځوروي له جیلم نه ترآمو اوله بولان او تاترې نه تر پامیر او واخانه پورې دګران هیواد داسقلال په بشپړ تیا کې دروانو منطقوی جګړو چې دنړیوال شیطاني جال یوه کړۍ اوټوله نړۍ يي نا آرامه کړې دحل لاره ویني او بیانوي يي .   

غزل

دا څومره بې خبره دي چې ما منع کوي
 له ګل نه په اغزیو څوک بورا منع کوي
 دا څوک دي چې اوبه په ډانګ وهي اوبیلوي يي
 څپې د سمندر تش په ګیا منع کوي
 ما ستا لورئ نیولئ دئ په بل لور تللای نه شم
حیران یم چې دوی ولې ما له تا منع کوي
 دژوند مانا مې وموندله ستا دکوڅې وره کې
 مانا نه مې جانانه بې ما نا منع کوي
 شمشاد دې راټيټ مه شه چې پټۍ په خیبر کیدي
 تور لاس دغلیم لنډ شه وصا ل ستا منع کوي
 اغیاربدلیږي رنګ په رنګ اوزه یوپښتون رنګ لرم
 جادو منتر يې کړئ سپین سبا منع کوي
 ورپاڅه خدمتګاره نوردې لاس یوکړه جانان سره
یووالې هسې زور دئ زور جفا منع کوي

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
غزل

کله تور او کله سره کاڼي رااوري
تل په مونږ باندی ړانده کاڼي رااوري
رڼا مړه کړي درڼا په نامه راشي
دژوندون په نامه مړه کاڼي رااوري
په دې کلي کی یو څوک زمونږه رازوړي
چی ر سا زمونږ په زړه کاڼي رااوري
ګل غوټۍ لا مسکۍ نه وي پسرلي ته
 په سروشونډو یی درانه کاڼي رااوري
په دی سیمه غرګي جنګ دسود اوزیان دئ
بس په کور دپښتانه کاڼي رااوري
دشملو دهسک ټیټوالې يي مطلب دئ
چی په سترګو په لیمه کاڼي رااوري
خدمتګاره دبی ننګو په جګړه کې
دجانان په لوپټه کاڼي رااوري
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

ټينګ باور

د  مینيګل نه  پاڼې تللي  اوس ډنډر  پاتې دئ

کلئ مو وران شو کلیوالو بس  کنډر  پاتې  دئ

خوا درقیب  لا سړه  نه ده او  اوس هم  تاویږي

ځکه  دکور خاوند  حیران  او قلندر  پاتې  دئ

د چنا ر و نو  سر ه  و سو لو  ما لي  ا و  ما لیا ر

اوبه  د ژوند چا  بندې کړي  وچ  ګودر  پاتې دئ

دکلي  خلک برمته  دي  دژوندون  په تور  کې

څو  چې نفاق پردئ  ټوپک او  زور اور پاتې دئ

دلته  یوه   توره  بلا  توره  شپه  کې  ګرځي  پټه

نومونه   ږد ي  د  بیلتانه  څو  مو  ټبر  پا تې  دئ

افغان  ولس  يي  دئ  ویشلئ  په خپل  کورکاله کې

بس  خالي  نوم اوس  د کابل  او  پیښور   پاتې دئ

څو  د  ا مو او  ا با سین   تر  منځ  یو نه  شي  ولس

د غه  بلا به  مونږه  خو ر ي دغه خطر  پا تې  د ئ

که غواړۍ  و اوسۍ  سرلوړي  په  خپل  کور او کلي

خپلو  کې   یو شۍ   دا  د  لوي  غفار  نظر   پاتې دئ

یوځل که لوي افغان جرګه شي خدمتګاره پوه شه

دا لوي وطن به بیا جوړیږي  ټینګ  باور  پاتې دئ

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غزل

سا نیولئ دی راغلئ یم لیدو ته
بس ولاړ یمه دپورې ورتمبو ته
ستا لمنه می نیولې ده په هیله
ما له ځانه سره بوځه پسرلو ته
په بیلتون کی دی ژیړیږم لکه پاڼه
ګله پاڼه دې پری نږدې رژیدوته
له اغزیو دې ګیله او مانه  نه کړم
خو اغیار می دئ ولاړ سرغوڅیدوته
کشمالئ یم بوی مې خوږګُناه می داده
لکه ژبه چی ګُناه ده پښتنو ته
دمالي او مالیار پام يي په بل لور کړو
چاچی اوردئ پورې کړئ دې بڼو ته
 
له امو نه تر اټکه پوری وسوم
خدمتګاره څوک می نه ګوري لمبو ته

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غزل

زما دمیني په ثبوت کی نوم بدنام پاتی شو
چی سور ګلاب رانه ستا کور کی ستا په نام پاتی شو
ما يي لا څکه کړې نه وه خُم يي واړولو
زما مغزو کی ترنګ دهغه ښکلي جام پاتی شو
کاروان دمشکو لارختا کړه په ګړنګ وخاته
واړه منزل په لوری لاړل زما قام پاتی شو
خیر که صورت می لکه شمع توی شو دی چمن کی
دزړګي ژباړه می غزل ورته الهام پاتی شو
چغی می ډیری ورته وکړی چی راپاڅي جانان
په بخت ویده را ویښول هسی کلام پاتی شو
اوس یرغلګر دوخت راتاو دي زما وران کلي نه
اشنا باور په ما ونه کړو چی غلام پاتی شو
بی غوره نه شې خدمتګاره دارمان تر منزل
اوس آزادي ستا دولس ملي مرام پاتی شو

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غزل

ځواني می تیره شوه آرمان می په زړه زنګ پاتې شو

دتنکۍ میني ښکلول په ما قلنګ پاتې شو

رقیب په خوله له ما چالاک دئ یار يي تیرایستلو

زه اوجانان يي په جګړه کړو دې تر څنګ پاتې شي

بڼ او بڼوال يي دواړه ووهل زما په تور کی

ځکه دګل په مخ زما دوینو رنګ پاتې شو

ټول دوښمنان دمیني خاندي راته شنه پراته دي

زه يي ورمخکی کړم اغیار می روغ له جنګ پاتی شو

دکلي لر بر يي زمونږ په خپلو ورونو وران کړو

نه دندانسی شته نه نکریزي نه لونګ پاتې شو

دوخت ګلاب يي تومتي کړو چی اغزي يي ډیر دي

ځکه شیخانو ته بس یو بوټئ دبنګ پاتی شو

دزړه هنداره يي راماته کړه مونږ پوه نه شولو

دخدمتګار تر غوږه بس دهغی ترنګ پاتې شو

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غزل

سپوږمۍ دی پټه کړه له مونږه توره شپه دی راوړه
شپی نه دی هم آرام اخیستئ دئ خپه دی راوړه
دکلي خلک درته ولې بیړاګان ښکاري ټول
 
خومان دی مات کړل خو دزهرو پیمانه دی راوړه
 
تا خو جومات کی عبادت کولو نه يي خبر
دڅنګ چاړه دی سپینه وړې وه خوسره دی راوړه
یو ځل خو وګوره عمل خپل دوجدان ګریوان کی
دورور په وینو دی خال ایښئ  آینه دی راوړه
که داویده ښاماران ویښ شولو ضرور به دی خوري
جواب به ورکړی چی له کومه خزانه دی راوړه
څو به دی توره غدۍ ساتي په تورتم کوڅو کی
تر څو به ویاړې چی دکام مرګيدانه دی راوړه
دخدمتګار په محبت به څو تورونه تپې
څو به په دروغو یار ته وئ چی نښانه دی راوړه

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غزل
لکه للمي ګل چی سهر کی په شبنم تازه شي
هسی می زړه ستا په وعده باندی صنم تازه شي
ددرد کیسو دپښتانه چاپیریال ریبلئ یمه
دفکر ټپ می په هر لوري هر قدم تازه شي
وریځې راپورته شي مونږوایوچی باران به وشي
کاڼي راووریږي بیا زمونږه غم تازه شي
تا پسې وژاړم که ستاڅیري ګریوان راټول کړم
   هره شیبه جوړه ژړا ده په یو بم تازه شي
لکه په پوخ فصل ږلۍ دکال خواري تباه کړي
 ستا په کوڅه کی ځان وژنې دم په دم تازه شي
 داچی دژوند لیارې تورتم ښکاري په دی وجه دي
 مونږبی خبره یودسترګو نورمو کم تازه شي
ته خدمتګاره  لکه پرخه زما دخیال په چمن
زمونږ راتلونکئ به یووخت ستا په قلم تازه شي

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غزل

هره پاڼه ښکلوومه په هر ګل کی ستا تصویر دئ
هره کرښه چی لیکمه هر غزل کی ستا تصویر دئ
هره هسکه کی تا وینم ستوري واړه ستا کیسې کړي
هر مجلس ته چی ورځمه هر محل کی ستا تصویر دئ
د ښکلاو د ښا رونو د زرینو شپو په منځ کی
په هر رنګ احساسوومه پل په پل کی ستا تصویر دئ
ستا دوستان می پیدا نه کړل دوښمنان دی دمخ ډیر دي
تور زلفان دی ټولوومه په هر ول کی ستا تصویر دئ
ستا دسترګو بلا واخلم لړمان پری کاږه ناست دي
ګرد دمنډ رانجه کوومه هرکجل کی ستا تصویردئ
په مونږ څه کانې راوشوی چی ټول غواړي مونږجلا کړي
اوښکی ویني تویومه هر منزل کی ستا تصویردئ
پاڅه ویښ شه ای جانانه بیا دی کور اوکلې ویشي
داغیارعمل دچل دئ په هر چل کی ستا تصویردئ
ته اِحساس زما دزړه يي ته ژوندون د خدمتګا ر يي
ستایووالئ به ساتمه دزړه تل کی ستا تصویر دئ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

زور

دا نن چی څوک را غلي دي په کوردپښتانه
دوې ډیر سرونه وړي دي په زور د پښتانه
پښتون يي دپښتو په نوم دبل پښتون دوښمن کړو
خپل ورونه يي وژلي دي په ورور د پښتانه
چا دین په ځان پرده کړو چا مذهب اجاره کړئ
جوماتونه يي وران کړي دي په شور دپښتانه
کابل او پیښورکی دپښتون ګوزران ته ګوره
پښتو ،نه منکر شوي دي په تور دپښتانه
پښتون هسی مخلوق دئ چی شي مات مني يي نه
هم مات او هم بر شوي دي په زور دپښتانه
چی کله سره یو ،ؤو منطقه کی ددوی واک ؤ
بیلتون سره خوار شوي دي خور ورور دپښتانه
پښتو اوس هسی نوم دئ خدمتګارکوي افسوس
پښتانه
واړه خرڅ شوي دي په کور دپښتانه
 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

امتحان

یو ځل بیا د افغانانو امتحان دی

غیرتونه مالومیږي د ځوانانو

د ټوپک دوران تیر شوی بل زمان دی

قلمونه دي جنګیږي د پوهانو

 

هغه قام چې کوم په علم منور وي

هلته ځای د فقر جنګ او خپګان نشته

لوی واړه يې وي خوشحاله بختوروی

د پردو د لاسوهنو امکان نشته

چې قلم يې پورته کړئ زړوروی

د وسلې وژلو نوم او نښان نشته

 

رسیدلي پخپل علم تر آسمان دی

آسمانونه ورټیټیږي ماهرانو

 

خو کوم قام چې بې خبره بې هنر وي

ټول ژوندون یې په کړاو سره تیریږي

هر میدان کې اړ محتاج د نور بشر وي

حپلواکي ملي یووالی یې ګواښیږي

 

د بهر نه ورته جوړ د جنګ خطر وي

پخپل کور کې د بل حکم پې چلیږي

 

هسې قام نفاق مات کړی ژوند يې ګران دی

ټول رازونه رسواکیږي د خوارانو

 

اوس نو ته لویه افغانه جهان ګوره

د پلرو د ویاړ تاريخ او ژوند په یاد کړه

امریکا تر اروپا او جاپان ګوره

حقیقت د ژوندون تریخ په پند په یاد کړه

سترګې خلاصې کړه نور ګوره او ځان کوره

علت څه دی د دې بیخ په خوند په ياد ګړه

 

دا پیغام د نوي وخت نوي زمان دی

منزلونه مو لنډیږي هوښیارانو

 

که یو ځل ملي یووالی زمونږ راشي

د وطن پیغلې ځوانان مو تعلیم وکړی

مونږ نه تللې افغانوالې زمونږ راشي

زیارايستونکی بزګران مو تعلیم وکړي

ملي عزم رښينوالې زمونږ راشي

کارګران او مزدوران موتعلیم وکړي

 

لیاقت زمونږ ښکاره په ګرد جهان دی

ارمامونه مو ګل کیږي افغانانو

 

ټوپک کته کړه اوږو نه قلم واخله

په علمیت سره ځان سیال کړه د سیالانو

ځان راباسه انديښنو نه قدم واخله

په همت کاروان سمبال کړه د سیالانو

کلک قدم له تورو شپو نه سم راواخله

پت عزت باندې دې خیال کړه د سیالانو

 

په متین عزم یې وړی هر میدان دی

غیرتونه مالومیږي د ځوانانو

 

نور ژوندون په ناپوهۍ سره ذلت دی

که غیرت لرې تحصیل وکړه هوښیاره

له نړۍ نه بې خبري زمونږ غفلت دی

دې خبره کې تعجیل وکړه هوښیاره

نور نفاق او ځانځاني لوی خجالت دی

د سواد زده کړې تحصیل وکړه هوښیاره

 

په سیالۍ ورته ولاړ ځکه هر ځوان دی

خدمتګار ورته خوښیږي عزیزانو

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هلمنده

آی هلمنده  مست  هلمنده           پر تا  ویاړمه   تر  ژونده

ته  مو نښه د ژوندون  يي           له   آونۍ  تر  کمال  بنده

ته دبست کلا واکمن  یي           منډیګک سستان تر زنده

ته لوي باب دسترتاریخ یی       ته  خبر د  ژوند له خونده

ته زمونږ دننګ شمله يي        آي زمونږ په درد دردمنده

خو هلمنده مست هلمنده

نن  پارچاو ده زمونږ ژرنده

ستا څلور لوروته اور دئ           ژوند وتلئ دئ له خونده

سره اوتور،زورازمائیل کړي         لار ه هر لوري ته بنده

څوک چې تا څوځل مات کړي           بیا راغلي دي بې خونده

ستا  بچي سره  یو نه  دي                  دنفاق ده جوړه کنده

نوهلمنده  مست  هلمنده

مونږه یو کړه عزتمنده

په څپو شه په غوزنګ شه            له کونړه تر غوربنده

په امو اباسین  غږ  کړه              چې دوښمن کړي کلا بنده

پښتون پا څوه چې ویښ شي              چغه وکړه  ترمیونده

د ا پیغام د  خدمتګار د ئ              هلمند وا لو ته له پنده

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

اختر

پروا یی نه لرم برات وي که اختر تیریږي

زما ژوندوندون لکه دژمي ماذیګر تیریږي

پرون ناور له پیغلوډک ؤ کوچیان ټول دلته وو

نن یی کیږدۍ په اوښو باردي مساپر تیریږ ي

خالي یادو ته یی خوشاله یم چی مل مې وي تل

که نه جانان له ما نه پټ په بر ګودر تیریږي

ډ یرې روژ ې او اخترونه دلته ځي او را ځي

په خوار یتیم یی هر راتګ لکه محشر تیریږي

کډوال خو هسې ورځئ شماري په نامه یی ویاړي

دلته په فون مبارکۍ وي بی  خبر تیر یږي

مو نږ ته دجنګ دمخنیوي چل راښووائ نه شي

داور لمبئ زمونږ دکور کلي په سر تیریږي

زمونږ په کلي کئ غربیان اووهابیان جنګیږ ي

ټول دشخصي ګټو په لټه په هنر تیریږي

زما کابل په وینو سوردئ کاڼي بوټي ژاړي

خود په ژړا دخدمتګارغریب اختر تیریږي

 

ناروې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

نيمګړی څلی

 پښتون  زلمی  افغان  یمه  خپل  حق  مې  پیژندلی

په  ټينګ  عزم  اپمان

وطن  ځنې  قربان  يمه  ما  سر  په  لاس   نيولی

نن  بيا   دی   امتحان

وطنه  ستا  لپاره  زه  يم  تير  له  مال  او  سره

دا  لاره  د  پښتون  ده

که  سل  ځله  مړ  کيږم  غلامۍ  نه  ده  بهتره

دا غوره له ژوندون ده

يووالي  اتفاق  نه   بله   لاره   نشته  غوره

ليلا  د  خپل  مجنون ده

وطن زمونږ ناموس دی په ناموس مې مرګ منلی

همدا زما اعلان

اتل  که  د   جګړې  ومه   پرونه   نن   د  قلم  يم

دا نښه د غیرت ده

به  لاس  مې  کتابونه  پوهنځي  په  لاره  سم يم

ښه زده کړه مې همت ده

غليم  مې  پيژندلی  دی  په  عزم   مصمم   يم

دا لارزمونږ د پت ده

      زما د ننګ تاريخ دی ټول جهان ژور لوستلی

مالوم يم په جهان

زه  لويه  آريانا  وم  خراسان  شومه  افغان  يم

د لمر غوندې ځليږم

صفت  مې خپلواکي ده دې صفت سره عيان يم

په دې پيژندل کيږم

جګړې  ته  که  اړ  نه شمه د سولې نګهبان يم

زه تل په دې نازيږم

که چا جګړې ته اړ کړمه بیا نه يم شاته  تللی

ګټلی مې ميدان

دښمن دې په دې پوه شي خپل غوږونه دي کړي خلاص

که نن وي يا سبا وي

د   لوی    احمد   وطن   به   جوړومه     په   اخلاص

خبره دې دنیا وي

پښتون  به  بيا  جرګه  شي   د  يووالي   په  وسواس

بچی که د بابا وي

اخر  به   خدمتګار   کړی  مکمل  نیمګړی  څلی

په ننګ د لوی افغان

نمیګړی څلی = نيمګړې آزادي

    ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

زه د ورکيدو نه يم

 خير  دی  که  ايرو  غوندې  ارزان  يمه

باد مې وړي  په  هر  لوري  روان  يمه

زه  يې   د   جانان   له   پښو   راوړلم

ځکه  دورې   دورې   سرګردان  يمه

ماته   دې   زاهد   نصيحت  نه  کوي

زه   غرنی    ګل   د   بدخشان   يمه

زه  له   لوی    حريمه   راوتلی   يم

خير که  دلته  هر  چاته  حيران  يمه

باد ه ما  په   ټيټو   ځمکو   مه  وروړه

زه  د  لوړو  غرو  ياقوت  مرجان يمه

ما  د کهکشان  پر   لاره   تلل   غوښتل

دوړه  يمه  ګرد  د  ستر   کاروان   يمه

زه   د    ابدالي    د   پټکي    ول    يمه

زه د نازو زوی يم  ميرويس   خان  يمه

زه   خوشال     خټک  د   ا کوړي   يمه

تور     هيم   قلم   يم       پهلوان     يمه

زه   د  لوی    افغان   ولس   غيرت  يمه

مرګ   د  مکناټن   يم   اکبر   خان   يمه

زه  د  ستر  سوري   شير شا لمسی   يمه

زه د ستر ميوند    لوی   ايوب    خان   يمه

 زه   د     افغا    ني سعيد      دعا    پوهه

نښه  د   نهصت    د  پير    روښان   يمه

زه  مې  د   محمود   طرزي   تدبير  علم

زه   د   استقلال      غازي     امان   يمه

زه   د    پيښور    د    ميروننګ   غيرت

زه  مې   د  کابل   د  تخت  مرجان  يمه

زه   د   ملالۍ   د   سر     پړونی  ورور

زه  مې  د   ناهيدې   خور    ارمان  يمه

زه   حمزه    بابا    يم  د     پښتو    غزل

زه    عطاء  الله  يم   صمد      خان   يمه

زه  د   ماشو   خيل  حميد نازکه   خيال

زه    حمد  و  ثنا د  ستر   رحمان    يمه

زه   مې    مناجات    يمه    د   بيټ  نيکه

زه  مشک   عالم   يم    ايمل    خان   يمه

زه   د   لر        وبرو        پښتنو      بچی

چغه      د     بابا    فخر     افغان      يمه

زه    يم       فلسفه       د   ليوني     غني

زه    د   قلندر    مومند     ارمان      يمه

زه د  غيرت    چغه     د     اجمل    خټک

زه   يو   روڼ   سياست  د  ولي  خان  يمه

زه  د  تره کي        د    قبر     نښه      يم

نه    چې     بې   له  نومه    اونښان   يمه

زه  د  شهيدانو     زلمو    روح     وجود

اوس  هم  د  منزل  په   لور   روان   يمه

 زه  تاجک ،  اوزبک  يمه  پښتون  بلوڅ

شاړې   چلسې    او       نورستان    يمه

 ګوجر   يم    مشواڼی     يمه   ايماق يمه

پامير  يمه    سواتی   يمه  شغنان  يمه

ما کې  هم  عرب سکهان هندوان شته دی

کورد   يمه   هزاره   يم  پاړسيوان   يمه

زه له  پښتونخوا  نه  تر  بادغيس  غورات

پښتون  يم  له  مردانه  تر جوزجان يمه

زه   ګندهارا،    پکتيا    ننګرهار   يمه

زه   ميري     ډيرۍ    وزيرستان  يمه

زه  له  باجوړ   بونير   چمن     پورې

بلخ  يمه  بُخدي  يمه       باميان    يمه

زه   تخت    روستم     يمه    هډه   کونړ

درس  د ګوډ  تيمور يم چنګيز  خان  يمه

ګرځم    خپل   ولس    له   اتفاق   ګورم

ځکه   په   نړۍ   کې   سرګردان   يمه

زه   د    جهالت       فقر   دښمن  يمه

ليکاڼی  ا و  کاغذ  د دې   ميدان  يمه

 هم هغه مزدور زوی يم خدمتګار يمه

سالار  د ارنوۍ مير زمان  خان  يمه

زه      د   ورکيدو  نه يم

زه      د   ورکيدو  نه يم 

    ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د وطن بچيانو ته

کوومه يو بيان غوږ ونيسۍ ځوانانو

زده کړه تعليم وکړۍ نور بې زده کړې ژوندون سخت دی

ناپوه سړی بدبخت دی

ليدلی مې يو ځوان ؤ         ******       صورت کې پالوان  ؤ

نازولی زوی د خان و

په عقل ډير نادان و، ؤ مغرور د پلار دنيا ته

 ښه غوږ ونيسه ماته

بې ځايه ګرځيدلو       ******            په نورو خند يدلو

په کار به شرميدلو

چرس به يې لوګی کړل  وبه  سرې سترګې روان

کومه يو بيان

زلمی و ډير مغرور     ******            بې عقله بې شعور

تنبل و مشهور

د پلار نصيحت  يې نه نانه مدام به پټيدلو

سبق يې نه ويلو

فيشن به يې کولو د کور واک يې غوښتلو

خو پلار يې نه منلو 

بد نيته بد عمله بد ګومان و په خپلوانو

غوږ ونيسۍ ځوانانو

پلار د ده  لوی خان و ډير سخت د ده ګرران و

دبل زوی په ارما و

ظالم و بد نصيبه ډير  به ده کول ظلمونه

خپه وو ځنې ورونه

چا وويشت په ټوپک             ******          ټپي شولو ډير کلک

 زوی يې ويل چې ژر شي ورک

پيښور ته يې روان کړو چې د پلار ټپ مې ډير سخت دی

ناپوه سړی بدبخت دی

ډکه کې په دوی شپه شوه         ******            تروږمۍ پرې راخوره شوه

د پلار ته تبه توده شوه

زوی يې لاړ دوکتور پسې چې ژر يې راولمه

د پلار علاج کوومه

دی بيرته راغی ښار ته  ******              مرکز د ننګرهار ته 

اوس ګوره د ده کار ته

دوکتور ورځنې هير شو ډير يې واخيسته سامان

کوومه يو بيان

لونګۍ ډيرې جامې            ******        د خانۍ ښې علامې

نوکر و له کامې

 نوکر يې پر ې ښه بار کړو دا لا نه و بيرته راغلی

دادا له نړۍ تللی

 دا پريږدۍ په بازار کې    ******              په شوق د خپل سينګا رکې

پلار پروت په نتظار کې

خان صاحب چې مړ شو نو وراره يې کړلو بار

نور نه شو انتظار

په دريمه يې زوی راغی پرې خندل ټولو خانانو

غوږ ونيسۍ يارانو

چې واک اختيار يې خپل شو            ******            خوشحاله يو په سل شو

د ژوند رونق يې بل شو

د ځمکو په خر څون يې شروع وکړله بې باکه

کيسه شوه شرمناکه

 راټول به وو چرسيان            ******         بنګيان نور نيشه يان

سازونه او سازيان

لنګر به يې چالان و ما ليدلی په خپل وخت دی

ناپوه سړی بدبخت دی

ده درې کړل و دونه             ******         پرې مات يې کړل دودونه

غږيدل به سرودونه

څو ورځې به چالانه ښه پلو چلو چرګان وو

چرسيان به را روان وو

ډير ژر يې ملک تمام شو      ******          رسوا په خاص او عام شو

رڼا ورځ يې ماښام شو

څه کسب يې زده نه ؤ غټ کمال يې مهرابي وه

هغه هم قلابي وه

تړۍ به يې تړلې     ******            کنځلې به يې کولې

تڼۍ به يې وې شليدلې

هر چا به پرې خندلې په ويالو به و روان

کوومه يو بيان

ولسونه ترې خپه وو        ******       خويونه يې ښه نه وو

دوستان خپلوان يې نه وو

مهرابي هم ځنې لاړه خپل يوه باغ ته کيناستلو

ارمان به يې کولو

لري ښکلي زامن  ******              هوښيار او قدرمن

په دې حالت غمجن

ښايسته ښکلي زامن يې اوس احتياج د بزګرانو

غوږ ونيسۍ ځوانانو

اوس پروت په سترګو ړوند دی            ******      ناروغه ځيګر خون دی

مرض يې د لړمون دی

چې خپله مور يې مړه شوه هسې وه لکه ملنګه

دا تللې وه له جنګه

راغلی دی اوس بيرته    ******             وتلی نه شي چيرته

دی ناست د ګوتو شمير ته

اوس تاسو فکر وکړۍ چې حالت يې څومره سخت دی

ناپوه سړی بدبخت دی

څو ورځې به چالانه ښه پلو چلو چرګان وو

چرسيان به را روان وو

ډير ژر يې ملک تمام شو           ******     رسوا په خاص او عام شو

رڼا ورځ يې ماښام شو

څه کسب يې زده نه وغټ کمال يې بهرابي وه

هغه هم قلابي وه

تړۍ به يې تړلې کنځلې به يې کولې

تڼۍ به يې وې شليدلې

هر چا به پرې خندلې په ويالو به و روان

کوومه يو بيان

ولسونه ترې خپه وو خويونه يې ښه نه وو

دوستان خپلوان يې نه وو

مهرابي هم ځنې لاړه خپل يوه باغ ته کيناستلو

ارمان به يې کولو

لري ښکلي زامن هوښيار او قدرمن

په دې حالت غمجن

ښايسته ښکلي زامن يې اوس احتياج د بزګوانو

غوږ ونيسۍ ځوانانو

اوس پروت په سترګو ړوند دی ناروغه ځيګر خون دی

مرض يې د لړمون دی

چې خپله مور يې مړه شوه هسې وه لکه ملنګه

دا تللې وه له جنګه

راغلی دی اوس بيرته وتلی نه شي چيرته

دا تللې وه له جنګه

راغلی دی اوس بيرته وتلی نه شي چيرته

دی ناست د ګوتو شمير ته

اوس تاسو فکر وکړۍ چې حالت يې څومره سخت دی

ناپوه سړی بدبخت دی

 ما وکړو دا بيان         ******             چې پوه کړمه ځوانان

مثال مې کړو عيان

وروستۍ پښيمانۍ نه لومړي ژوند ته فکر وکړۍ

مضمون ته نظر وکړۍ

چې څو در پکې توان دی        ******          او يا څومره چې امکان دی

دا خواست د دې زمان دی

ټول زور موپکار واچوۍ تر څو چې شۍ سيالان

کوومه يو بيان

سبق کې کوشش وکړۍ           ******          خدمت کې مو هوش وکړۍ

خبرې د جوش مه کړۍ

سړی هغه سړی دی چې د کا رکسب څښتن وي

هر چاته قدرمن وي

بې کسبه بې کمال            ******              ژوندون وي له جنجاله

خبر شوۍ خان له حاله

پټه خوله ده غوره له پوچ ويلو هوښيارانو

غوږ ونيسۍ ځوانانو

تيار کړۍ  خپل ځانونه        ******            دي ډير ستاسې کارونه

وطن کړي انتظارونه

که نن څوک زحمت وکاږي سبا ته اراميږي

هوښياران په دې پوهيږي

نور ورک کړۍ ټوپکونه         ******        را واخلي قملمونه

ټينګ کيلۍ قدمونه

چې خان صيب خپه نه شي خدمتګاره خواره يې بخت دی

ناپوه سړی بدبخت دی

کوومه يو بيان غوږ ونيسۍ ځوانانو 

زده کړه تعليم وکړۍ نور بې علمهه ژوندون سخت دی

ناپوه سړه بدبخت 

    ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د يووالي غږ

د ملنګۍ کچکول په غاړه ګرځم

زه افغانانو ته وحدت لټووم

په ابادۍ سمه او شاړه ګرځم

ويدو زمريانو ته نصرت لټووم

کچکول په غاړه دريدلی نه شم

خپلو ځوانانو ته عذرونه کوم

د بابا قبر خر څولی نه شم

زه د نقاق  په اورلتاړه ګرځم

ملي مشرانو ته سيرت لټووم

مشر پښتون نه مشرتوب غواړمه

تاجک ازبک او هزاره ورونه دي

بلوڅ  ترکمن نه دا سترتوب  غواړمه

ايماق پارسيان  زمونږ سکه ورونه دي

د قزلباش عرب خپلتوب غواړمه

نورستانيان زمونږ درانه ورونه دي

شاړو ګوجرو ته له وياړه ګوځم

ټولو قومونو ته شوکت لټووم

دلته دا ټول د يو افغا ن بچي دي

له بدخشان بلوچستانه پورې

دوی دخوشال او احمد خان بچي دي

له اکوړي نه زوړ سستانه پورې

دوی د ايمل، خان غفار خان بچي دي

چمن مردان نه تر جوزجانه پورې

زه د اميد پړی په غاړه ګرځم

دې اتلانو ته همت لټوم

دوی ته ميرويس  دوی ته اکبر يادووم

دوی ته ملاله ايوب خان ښايم

دوی ته ميوند دوی ته خيبر يادووم

دوی ته شهيد خان صمد خان ښايم

دوی ته کابل او پيښور يادووم

دوی ته روښان او دريا خان ښايم

زه په ژړا خو هسکه غاړه ګرځم

د لوی افغان بيرغ اوچت لټووم

که څوک دعوه د افغانيت کوي نن

ملي يووالي ته دې کار وکړي

که څوک دعوه د خپل عزت کوي نن

ملي شته والي ته دې کار وکړي

که څوک رښتيا د ملک خدمت کوي نن

خپل افغانوالي ته دې کار وکړي

زه خدمتګار منمه دواړه ګرځم

ولس وطن ته لوړ عزت لټووم

   ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د وخت اواز

  په کوڅه يې نسيم کړی دی ګوزار بيا

چې د مشکو بوی ترې خيژي عنبر بيا

 د ښکلا د پسرلو د ګلو بوی دی

که يوسف د زليخا اخلي خبر بيا

د ننګرهار د نارنجانو ګل يې راووړ

کاڼي بوټي شول په عطرو معطر بيا

د زګو خاورو لا دوړې پکې شته دي

دخمار مستي مې راغلله په سر بيا

دا کيسه د پسرلي وه نسيم وکړه

ما وې حال د افغان راکړه لر او بر بيا

نيسم ويلې لوی افغان به بيا افغان شي

ننګ غيرت سره که جمع کړي هنر بيا

پښتانه که د يووالي جرګې وکړي

له امو تر اباسينه شي لښکر بيا

پتيمان کونډی کډوال سره راټول کړي

د ورورۍ لاسونه ورکړي برابر بيا

 لوی وطن د ابدالي به يې بيا جوړ شي

خدمتګاره! که راويښ شي لر او بر بيا

   ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

ارمان

چې  نظر  وکړم  تاريخ  او  تير  زمان    ته
سترګې
  نه   شم    غړولی    ملامت    شم
چې
 د  زړه  په  سترګو  وګورم   جهان  ته
سيالي
   نه    شمه    کولی     خجالت    شم

نور
  مې  صئبر  حوصله  ده  ختمه   شوې
ځکه  
 خيژي  مې  له   خولې   نه  فريادونه
پښتنو
     کې      پښتونواله      کمه    شوې
هديري
    يې    خرڅوي     خپل   او لادونه
د
  بابا    د   ننګ    شمله    ده    ټيټه   شوې
ځکه
    نور   په    پښتنو      کوي    امرونه
پښتو
  نوم   دی   پښتنو    ته   هم   افغان  ته
ملامته
     مې     پښتو    ته   په   غفلت  شم

که  
  په   خپل و   ګويوانو   کې    فکر    وکړه
يو
   ځل  وګورو   خپل   حال   او   بيا   نړۍ  ته
د
    ژوندون    په   لارو    چارو    نظر    وکړو
نظر
    واچوو    د   خپل      بابا      پګړۍ   ته
مقايسه  
  د    خپلې     پوهې       هنر     وکړو
چې  
 مونږ   ولې  يو  حيران   يوې   مړۍ  ته
څوک
   به  ورکاندي   جواب   پښتون   ايمان  ته
جار  
 قربان   له   پښتونوالې   او    غيرت    شم

زه   به   ټولو نه    لومړی    بيلګه    کړم   ځان
شرمنده
  يمه   خپل   حال   او   خپل  ژوندون ته
تجربه
     د      ژوندانه      به     کړم    عيان
که
  عبرت  شي   غيرتي   ولس   پښتون ته
عفوه
   وکړۍ    که   شوخي   کړم   په بيان
هيله
  من  يم غوږ  مې  ونيسۍ   مضمون ته
يو
   رښتينی    جواب   راکړۍ   دې   بيان  ته
چې
   په   لور   د   ملي   هيلو   منزلت  شم

ډير
   مې    وليدل    ملکونه   وطنونه
د
 افغان ننګ او غيرت مې پيدا نه کړو
پرمختللي
         ولسونه       دولتونه
اوسنی پښتون غفلت مې پيدا نه کړو
لر او بر زده کړه علمونه هنرونه


ځان
  وژنه  جهالت  مې  پيدا  نه  کړه
اوس نو ووايي چې څه ووايم
  ځان  ته
په څه سترګو د چا مخ کې را واچت شم

پښتانه
   لر  له    جيلمه   تر   مزاره
يو د بل وينو ته ناست بې اتفاق دي
له
  کونړه  تر  چمن   بادغيس  تخاره
يو په بل نومونه ږدي سر په نفاق دي
بلوڅان
    او    هزاره   په    بله   لاره
تاجکان
  او  ازبکان  په  بل   ميثاق  دي
زه نو څنګه سترګې پورته کړم جهان ته
دعوه ګیر څنګه د پلار د ننګ او پت شم

پلار
 خو  ماته   و   راکړی   لوی   وطن
له
   پاميره   تر   عمانه   کور    زما   ؤ
ازادي
   ساتل    زما     روح     او   بدن
له
   ډيلي   تر   ترکستانه   کور   زما ؤ
ابادي
   وه   زما   دنده   په    خپل   تن
له
   بولانه   ترسستانه   کور     زما   ؤ
اوس چې وګورم خپل لوی افغانستان ته
د
  شهيد   بابا   مزار   ته  خجالت  شم

ډک
   سيندونه   د   اوبو     راته   بهيږي
زمونږ
 ځمکې  وچې   دشتې  او  ډاګونه
اولادونه
    مو    بې    علمه     رالوييږي
مونږ
   هير   کړي   د   پلرونو    وصيتو نه
د
   خيرات  غوښتلو  لاس  مو نه  ټوليږي
د سبا
  ورځې  مو   مړه   دي    څراغونه
حيران
 شوی  يم دې عقل دې وجدان ته
خوشې
 لافو ته  چې  زه ور ملتفت شم

څلور
 خوا ته  دښمنان  په مونږ بلوسيږي
مونږ
  نه ځان  او  جهان هير دي خدمتګاره
ځانځاني
   ملي   نفاق   زمونږ  خوشيږي
چا
     زمونږ   د    ور  کيدو     نيولې   لاره
هوښياران
   خلک   ژور   په  دې    پوهيږي
پښتون
 ژوند  نه  شي  منلی  ډک  له عاره
ځکه
 ټول  پښتون  يو  کيږي  لوی ارمان ته
صدقه
    له    پښتني    عزم   همت  شم

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

موقع

چې ستره لار د پر مختګ د کاروانو نه ويني

لوی جنبشونه شور او زوږ د زمانو نه  ويني

 هغه قومونه دي ړانده يا په غلطه روان

چې ګرد او دوړې څوک د مخکې قافلو نه ويني

 د بل د لاس په اشارو چې قوم پرې پرې شي

له لوګو پرته به  بل څه په اسمانو  نه ويني

 قوم دې د خپلې ناروغۍ علاج  پخپله وکړي

پخپل کاله کې دې نوکر ځان د پردو  نه ويني

 څوک چې طلب د ځلاند لمر کړي لار دې يوه کړي خپله

نو به ګلونه د سپرلو په ژړيدو  نه ويني

 د چا چي خوښي وي د سرو شونډو پيالې د ميو

بې ميخانې نه رندان لار بله د تلو  نه ويني

 د لوی افغان قسمته پاڅه وخت د خوب پوره دی

دښمن دې خوب د يو کيدو بې ورک کيدو  نه ويني

 ته د ختيځ لويديځ بلا لر نه تر بر وخوړې

ته بې خبر څه طريقه د پاڅيدو  نه ويني

 که درنه دا موقع خطا شوه وار دې ونه کړلو

نو خدمتګاره! پښتو لاړه بيا پښتو  نه ويني

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 دهلمند په لرغوني ولایت کې ځوان
او وتلي ژورنالیست شهید عبدالصمد روحاني ته

 

دصمد روحاني روح ته

 دلته  ساندې  او  ویرونه

دلته وران ویجاړ کورونه

دا  ببرې  زږئ    ږیري

دا   اوږده   ببر  سرونه

دا  خوله  وچي  ماشومان

د اپه  وینو  سره  قبرونه

د ادچا  کمبختو  کور دئ

چې راکته پرې سور اوردئ

دلته   ولې   ځوانان   ژاړي

دلته څوک دومره کمزوردئ

زه  چې  وینم دا خوبست دئ

چې تاریخ ور باندې مست دئ

چاانجیر   دئ    لشکرګاه  ده

 د  ظالم   په   سر   بلا  ده

نو دانور شین سترګي څوک دي

دوې راغلي له کوم  توک   دي

هغه  نور  چې   دشپې   ګرځي

په   کورونو   باندې   غورځي

دغه  دواړه   دي    وژونکي

دغه    دواړه    غولوونکي

یو  دشپې   او  بل   دورځې

یوموسروړي   اوبل   پزې

دا  ړانده  چې  دلته ناست دي

دا ولاړدي او که ملاست دي

له دوې ټولونه ځان هیر دئ

چې دوښمن ترې را چا پیر دئ

دوې دې غږکړي ایوب خان ته

دوې دې غږ کړي اکبرخان ته

دوې دې ستر احمد له ورشي

دوې دې غږ کړي میرویس خان ته

یا دې یو جوړ میر ویسخان کړي

دتدبیر په لار روان کړي

چې رابیل کړي دوست دوښمن

دیووالي راکړي فن

په بمونو نه جوړیږي

په جنګونو نه جوړیږي

څو پښتون کې سر پیداشي

څویو مشر نر پیداشي

پردي ولیږي خپل کور ته

لاره وښايی خپل ورور ته

نوبه سوله په دې کور شي

زړه به جمع لږ دمور شي

بیا به هیڅوک هم نه ژاړي

په صمد باندې به ویاړي

خدمتګار وايي سلام

مبارک شه لوړمقام

۲۰۰۸جون ۸ 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دویني کتنځئ

تانده پیغله وه تازه نولس کلنه

دزنګون دپاسه سره ګرده لمنه

هسکه غاړه لوړه ونه تورې سترګې

له خندا نه ډکه خوله پسته اوبلنه

ټولو دې ته ورلیدل دا په خپل کار وه

په ښکلا خپله پخپله وه شکمنه

خواله راغله دې وې وینه درله ګورم

دغه ستنه چوخووم نه ده دردمنه

ماوې دومره حساس نه یم چې پرې پوه شم

ځان مالوم کړه استعماله دې کړه ستنه

زما زړه په بم الوتئ پرې پوه نه یم

نه خبر یم له پرون اونه له ننه

زه که دومره وئ حساس نوجګ به جوړ وم

دروند به خپل کلي کئ پروت ومه پتمنه

خدمتګاره هغه پیغلئ راته ووئ

قوم دې پوه کړه په خپل کور یوشۍ دننه 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

کډوال

کور او کلئ په ما تنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه

خپل پردي رانه په څنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه

څوک  به  د خاپوړو  کوڅې  هیرې  کړي  په  خوښه

لوټه لوټه يي ګړنګ  شو چې مې کډ ه ځیني  وکړه

لنګۍ داحمد خان او میرویس خا ن  را نه چا یوړې

ورورمې ورورسره په جنګ شوچې مې کډه ځیني وکړه

د  افغان  سعید  د پوهې  ډیوئ  مړې  کړلې  رقیب

لوي افغان لکه  ملنګ شو چې مې کډه ځینی وکړه

د محمود  طرزي کرلي ګلان  وچ  شول  په  ساحل

بلبل  پوخ  لکه  پتنګ  شو چې  مې کډه  ځیني  وکړه

د  امان   د آزادۍ  بیرغ   يي  وویشتو  په  ځمکه

غل سقاو بیا په  غورزنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه

بیرته  د  دوستۍ  په  نامه   زوړ  استعمار  راغئ

مشر  کشر مې  بدرنګ  شو چې  مې کډ ه ځیني وکړه

بیا  بالا  حصار  ته   انګریزان  شولو  ور  پورته

د  اکبر  قبر مې  ړنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه

ا و ر  د  نا  پو هۍ  نه  شو  حا کم  ملي   نفا ق

ورک دننګ دتوري شرنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه

خدمتګارغریب مجبور شو چې کډوال را شي  ناروې ته

بل  بدنام ملي غورزنګ شو چې مې کډ ه ځیني وکړه

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پښتون ته

 له  خپل  حق  نه  تیر ید ل مه  بوله صبر

حر ا م  مه  خو ره  په  غریب  مه کوه کبر

د  کورواکې دې په خپله لاس کې واخله

د غلا م  سړ ي  به  څه  و ي  خوند  د قبر

چې  بیا ن  د او ر ید و  لیدو  يي بند وي

ګیدړ  جوړ شي که  وي  هم له  اصله ببر

ا صلیت  له  خپلې   ژ بې  ما لو میږ ي

هغه  و ر ک شي  چې د  ژ بې مني  جبر

چې لیکل ،لوستل په خپله  ژبه نه کړي

لیو ني د ي  خپل تندئ  و هي په  تبر

داکمال دئ چې څوک ډیرې ژبې زده کړي

خپله  ژ به  هیر و ل  کا ر  د ئ  د ګبر

پښتا نه  که  د پښتو تپو س  و نه کړ ي

په ژوندیني  به يي ورک شي ځای د قبر

چې په سوچ  دپښتو نه وي پښتون نه دئ

خد متګا ر ه  هیڅ  سرکو ز ې  نه د ئ  ببر

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پړه

 افسوس افسوس ستا په ژوندون پښتونه

تا نه د پلار نيکه تايخ هير دی

اور مې بليږي په لړمون پښتونه

خپل حقيقت درځنې تريخ هير دی

افسوس افسوس د غم نارې وهمه

په هديرو باندې مې لوبې وشوې

چې پښتون پاڅيږي سورې وهمه

دود او جرکو باندې مې لوبې وشوې

ژوند مې توپان شولو څپې وهمه

ديرو حجرو باندې مې لوبې وشوې

 په اور دې وسومه بيلتون پښتونه

د پښتونوالې درنه بيخ هير دی

  پښتونه پاڅيږه دنيا وګوره

د اسمان ستورو کې ژوندون لټوي

سر کړه راپورته شاوخوا وګوره

هر څوک د خپل منزل مضمون لټوي

خپل وړاندې وروسته په رښتيا وګوره

د ژوند غوښتنې دې بدلون لټوي

په ټينګ ايمان وکړه پاڅون پښتونه

رسم رواج درنه خپل سيخ هير دی

 حال ته دې ګوره لر او بر پښتونه

څو به د پلار نيکه په نوم وياړې

شه د سيالانو برابر پښتونه

که اوچت ژوند او اوچت نوم غواړئ

د وياړ په خوا کې کړه ځان نر پښتونه

که ننګ عزت او د پت نوم غواړئ

يو کړه پخپلو کې پښتون پښتونه

تانه دښمن خپل مخامخ هير دی

ستا غيرتي ولس احتياج د نورو

ته ورور وژلو ته پښتو وايې

ستا خزانې باج او خراج د نورو

ته خوشو لاپو ته پښتو وايې

ته استعمال شوې په مزاج د نورو

دښمن به ورونو ته تر څو وايې

بندې کړه لارې د بيلتون پښتونه

تا نه د پلار ژوندون راسخ هير دی

ستا سرحدونه له امو او جيحون

تا د عمان خليج کې امن راووست

ستا رواجونه د جوګو د قانون

په هندوستان کې به دې امن راووست

اوس ولې ته شوې ډلې ډلې زبون

تا به د جنګ ميدان کې امن راووست

 وکړه يووالی پيوستون پښتونه

تا نه تګلوری مخامخ هير دی

 تا دې بچي ټول نوکران تربيه کړل

د پرمنتګ کاروان نه پاتې شولې

تا دې نالوستي خپل ځوانان تربيه کړل

د وړاندې تګ کاروان نه پاتې شولې

تا په جنت کې شيطانان تريبه کړل

د مدنيت کاروان نه پاتې شولې

 

وکړه د نوي ژوند تړون پښتونه

ستا خدمتګار نه ستا پاسخ هير دی

 

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی

د زمانې غږ د خلکو غږ

٤

له ټولګې څخه

د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د پښتون وطن

لر او بر سوځيږي د پښتون وطن
 وران شولو ورانيږي  د پښتون وطن
پاتې بې هنره د پښتون بچی
ژوند نه بې خبره د پښتون بچی
خرڅ شولو خرڅيري د پښتون وطن
 وران شولو ورانيږي  د پښتون وطن
ډوب شولو ايرو کې لال مرجان زمونږ
خاورې د بل کار کې شول ځوانان زمونږ
وسولو سوځيږي د پښتون وطن
  وران شولو ورانيږي  د پښتون وطن
ای زلميه! پاڅه په ايمان سره
ځان خپل برابر کړه د جهان سره
شرم دی شرميږي د پښتون وطن
  وران شولو ورانيږي  د پښتون وطن
واک اختيار دې نشته دی غلام يې ته
پلار نيکه دښمن ته په سلام يې ته
برخې برخې کيږي د پښتون وطن
  وران شولو ورانيږي  د پښتون وطن
دلته لوی دښمن جهل نفاق دی تل
ځکه لوی افغان بې اتفاق دی تل
دا چې نه جوړيږي د پښتون وطن
  وران شولو ورانيږي  د پښتون وطن
ګورئ چې ورانيږي ښوونځي زمونږ
سره اور کې سوځيږي پوهنځي زمونږ
د بل ژبه چليږي په پښتون وطن
  وران شولو ورانيږي  د پښتون وطن
سر په سترګو ژاړي خدمتګار غريب
تل آزادي غواړي خدمتګار غريب
اوښکې نه وچيږي  د پښتون وطن
 وران شولو ورانيږي  د پښتون وطن

 

د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

د اتلنتيک د توپاني څپو په منځ د بندو افغانانو اواز

هغه مظلومې ښځې

هغه تنکي ماشومان

دا وښکو ډکې سترګې

په نا معلومه روان

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

چا پرې وه نه پوښتلي

چا پرې وه نه ژوړلي

ځينو پې وخندلی

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

د چا له زوره ځينې

له خپله کوره ځينې

له پلار او وروره ځينې

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

د دوی ګناه څه وه

سهوه خطا څه وه

ظلم تا دا څه وه

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

د دوی مشران څه شول

لمسي پچيان څه شول

ښکلي ځوانان څه شول

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

په توپاني بيړۍ کې

افسانوي نړۍ کې

په اخري ګړۍ کې

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

دغه د چا بچي دی

د پت حيا بچي دي

افغانه ستا بچي دي

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

څوک يې اوازنه اوري

فرياد او ساز نه اوري

سوز او ګوداز نه اوري

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

اخر غيرت څه دی

پت شجاعت څه دی

ستا شهامت څه دی

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

د مزدور زوی واوره

د ورور او زوی واوره

د ترور، تروزۍ واوره

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

 

د خدمتګار ارمانه

اې لوړ وقار افغانه

لږ شه خبر له ځانه

په منډو منډو ځغاسته

له کلی وتښتيدل

١٣٨٠

د ګران هيوات افغانستان د سولې ملي يووالي او خپلوکی د ټينګښت او د دموکراسۍ د راګرزيدلو لپاره د وطن پالو د موکراتيکوقوتونو په خاطر٠

١٣٨٠ ل ه مرغومی٠

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.