ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

  

    سيد رحمن وګړپال حبيب په كال ۱۳۳۹لېږديز لمريز په كابل ولايت كې زېږېدلى دى.
     وروسته له دې چې د حبيبې لېسې څخه فارغ شو د روښان د ښوونكو روزنې په عالي مؤسسې كې شامل شو،  ورسته له فراغت څخه  د رحمن مېنې په ښونځي كې د ښوونكي په توگه وګمارل شو. كله چې په هېواد كې وضعه د امن له پولې څخه اوړي دى هم رسمي دنده پرېږدي او خپلې پلرنۍ دندې ته چې سوداګري ده مخ اړوي چې له هماغه وخته تر دې دمه په همدې دنده بوخت دى  او اوس په مسكو كې د نورو مهاجرو افغانانو په څېر د هجرت ګډې وډې شپې سبا كوي.

 
   

 

نعتيـــــه كـــــــــــلام

زه بنده يم د اللـــــــــــــــــــه رســــــــــول اللـــه
رب مين كړمه په تـــــــــــا رســــــــــول اللـــه

د څلوېښت كالـــــــــو په عمر پېغمبر شوې
ته په غار كې د حــــــــــرا رســــــــــول اللـــه

د اســــــــــــــــــــــــــلام د ابدي بريـــــــا د پاره
لاس كــــړه پورته په دعا رســــــــــول اللـــه

شرمنده چې درنه نه شــــم په محشــــر كې
شفاعت وكړه زمـــــــــــــــارســــــــــول اللـــه

په ملا كړوپ ځكه ولاړ يم په عالـــــــم كې
پېټى دروند دى د ګنـــاه رســــــــــول اللـــه

نعمتــــــــــونه د جنت چې راپه زړه شـــــــي
زړه مې تور شي له دنيـــا رســــــــــول اللـــه

( حبيــــــب ) هسې زړه تړلى په دنيــــــادى
دنيا نه لري وفــــــــــــــــــارســــــــــــول اللـــه

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د نر ګسو کلی

 خپل افغانستان مو څومره ښكلى دى

ماته ننګرهار په كې ښاغلى دى

مانه به د تا په خپله ډېر خوښ شي

هلته د نرګسو په كې كلى دى

رازمې د همراز پشانې وساته

دې كلي كې زړه چا رانه وړى دى

پام كوه دې بر كلي ته ور نه شې

موږ خو په كې هسې زړه بايللی دى

هسې خو مې ټول خلك بې زړه بولي

چا مې په منګلو زړه ويستلى دى

پام كوه لوګريه  ويې نه رېبې

هسې يې رنګ زېړ دى جل وهلى دى

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

غـــــــــــــــــزل

دا به سجده نه بولو ګناه لري

سر مې ورته پښو كې لګولى دى

په غم باندې اخته شوم چې كتاب مې

كله د لېلا مجنون لوستلى دى

خونه د مجنون ربه ميراته كړې

 ده د مئينتوب تخم كرلى دى

بيا كچكول په غاړه وګړپال غريب

خير پسې يار كلي ته تللى دى

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

غــــــــــــــــــــــــــــــزل

روان يم له مسكوه خاطرې راسره وړم

د شپې له محلونو نه كيسي راسره وړم

شړۍ مې غړولې ټولومه پكې پيغلې

دا ښكلې په كې ټولې له روسيې راسره وړم

چې كله مې نظر شي د مسكو په پاتې پېغلو

په سترګو كې مې اوښكې فوارې راسره وړم

كه شرم وى كه  ننګ وى د تندي د پاس يې ږدم

يوه پېغله خو د يوژنې له كوڅې راسره وړم

آ  خپلې رانه لاړلې په مينه او خمار كې

ما ويل چې له مسكوه به پيسې راسره وړم

مسكو ته بيا به راشم خداى خبر دى او كه نه

دا روغ رمټ زړګى ټوټې ټوټې راسره وړم

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

څلـــــــــــــــــوريزه

څنګ ته دې ناسته شيخه ځوانه پېغله

ماته همدا وايي چې توبې اوباسه

خو كه مې لږ سترګې پناه شوې درنه

دې ته به وايي چې جامې وباسه

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

غــــــــــــــــــــــــــــــزل

څه وكړم اشنا درته كتى نه شم

زړه دى له ديدن نه صبروى نه شم

ما د يار كوڅې ته ګوره پرې نه ږدې

دا ځلې كه لاړم بيا راتلى نه شم

زه هم ځانته مينه كې زړور وايم

يار د خلكو مخ كې ښكلوى نه شم

بس دى نور سكوت د حيا مات كړه ته

زړه ته مې تسل نور وركوى نه شم

زه وګړپال ډېر له ونې ټيټ يمه

څڼو كې دې ځكه ګل ټومبى نه شم

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

غــــــــــــــــــــــــــــــزل

د كفر غلبه چې مې توبو ته نه پرېږدي

زاهده تلوسه مې ميكدو ته نه پرېږدي

د حق په مړو اوړي تورې خاورې په نا حقه

منصوره عقيده مې دار ختو ته نه پرېږدي

په حال مې غواړم توى كړم لپې لپې اوښكې زه

پښتون احساس مې اوښكې توئيدو ته نه پرېږدي

نه دي د زغملو د رقيب دغه نادودې

په خپل كور كې مو خپل منځ كې پښتو ته نه پرېږدي

روژه يم خو د ښكلو په ازان يې ماتوم

بې علمه محتسب مې ماتېدو ته نه پرېږدي

ښكلې مې خوښېږي خو ايمان باندې ډارېږم

ستونه جل وهلي مې توبو ته نه پرېږي

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

 ساقــــــــــــــــي

جګى  ساقي  كه جام په پور رانه كړې

سلام سلام دى كه لږ  نور رانه كړې

ستا ميكدې ته نن بې پانګې راغلم

ګوره ساقي چېرې  پيغور رانه كړې

ساقي ستا در كې درويزي نه شم كړاى

كه د خم خوا كې ما له كور را نه كړې

وخت د نشه كې چې نصيحت شروع كړي

مادرته ويل خدايه چې  ورور رانه كړې

زه وګړپال درنه دا هيله كوم

جام مې كړو پورته ګوره شور رانه كړې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

خيــــــــــــــــــال

ما چې په ځان واخيست تهمتونه ستا

څه كه راكوي څوك پېغورونه ستا

څنګه دې پېغور په ځان وانخلمه

شونډې دې غوټۍ سترګې جامونه ستا

مه ږده په زړګي مې د ملهم  پټۍ

پرېږده چې په كې وي پرهرونه ستا

دومره خيال يې ساته ما خو دركړلو

ډېر په كې پراته دي ارمانونه ستا

شك راته پېدا شي يارانه كې دې

كله چې راياد كړمه لوظونه ستا

دې دنيا كې دغه را په برخه شو

خيال كې جوړومه تصويرونه ستا

  ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

څلـــــــــــــــــوريزه

ورته ګوره مړاوو سترګو دې كار كړې

دا چې مړ يمه خو زړه دې رانه وړى

اوس مې څله لمبوې په خپلو اوښكو

خلك كله لمبوي د شهيد مړى

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

بيت

چې ښكلا ته دې د لمر وړانګې دي تتې

مور دې څله په تا نوم د سپوږمۍ ايښى

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 
بيت

تا په سين كې پښې له نازه غځولي

كاشكې زه د سين څپه واى چې مې پښې ستا ښكولى

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

كمكى خيبر

 اشــــنا د تا غمونه  ټول  په  سر راسره  وړم
  بېلګه به خپل ټوټې ټوټې ځيګر راسره وړم

په كلي د ماښـــــــــــام كې  وركه  مينه  لټوم
دا ســــتا د مخ ډيوه به لكه لمر راسره وړم

تر څــو چــې خــپله وركه مېـــنه نكړمه پيدا
كچكول د بهانې به در په در راســره وړم

په ما د بدو ستــــــــرګو نــظر كله كړي اثــــر
زه هغه ســـــــپېلنى يم چې نظر راسـره وړم

په غېږ كې د اغـــيارچې پاڼې پاڼې شولې ته
پرېشانه خاطرې دې له محضر راسره وړم

له زلفو نه دې يو ويښته زما په واك كې را
په لوڅه ډډه ســـتا د حســن غر راسره وړم

محشـــــــــر كې به په دغه نښه وپېژنې مــــــا
په لاس كې به نيولى زړه پرهر راســره وړم

جنت له به درځمه خو په يو شـرط باندې زه
هوائې له خپل خړ كمكي خيبر راسره وړم

  ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 

سفر
د سفر شپې مې په تنها تېروم
په ياد دې ويښې تر سبا تېروم

دا خو ما نه غوښتل چې تلم په سفر
چې دې زه كال لكه پخوا تېروم

دا ځل مې كلك وتړه پرېمې نه ږدې
مسافر ژوند رسوا رسوا تېروم

مينه كې دغه فرق لرمه چې ته
 شپه په خندا زه په ژړا تېروم

اودس مې وكړ د شرابو په ډنډ
لمونځ به دې مخ كې اوس ملا تېروم

ګوندې شمال يې بوى د زلفو راوړي
كاروان كوڅه كې د اشنا تېروم

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

اباسينه

د وطن د غرونو اوښـــكې  چېرې وړې د كابل سيـنه

په لېـــــمو يې بدرګه كـــړه دې كې ځــي د وطن ميــنه

موږ ته هېڅ نه دي راپاتې وطن وران خو دومره وكړه

امانتـــــي زړه كې ســــاته   زموږ اوښــــكې اباسيـــــنه

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.