|

ښاغلی
اکاډميسن سليمان لايق
د سليمان لايق شعرونه
د ښاغلي سليمان لايـــــــــق شعرونه چې په
انځورونو باندې
ډيزاين شوي دي د دې کرښې په کلېک سره لوستلای شئ !
چونغر ته
ای دکرارو چوپو شپو چونغره!
ستا ددرانده سکوت بلا واخلم؟
ستا دچوپتیا تر سلو ژبو جارشم
ستا دعظمت تپوس له چا واخلم؟
***
ته چې پیړۍ،پیړۍ ولاړیې دلته
ډیرې قیصې او خاطرې به لرې
دشپې له ستورو پېرونوسره
رازاونیازاوزمزمې به لرې
***
زه ستا دتوروتپوشپوپه زړه کې
دناپیدا دردو سپړل غواړم
دیوه ځوان شپونکي له دروي څخه
دسویوهیلواوریدل غواړم
***
کله چې ستړی شم، دښارله چیغو
دسحرستوري ته پیغام لېږم
دده په سپینواوزري څڼوکې
ستا لوړوڅوکو ته سلام لېږم
***
دستا په لوړو،لوړوڅوکوکې زه
دعشق اومینې ورک جهان لټوم
ستا په ورېځو او په تالنده کې
دابدي ښایست نشان لټوم
***
کله چې زما دژوندډېوه ټپه شي
زماشعرونه به لا تا ستایي
پیړۍ،پیړۍ به زما په مرګ وي تېرې
لازما خاوره به چونغره وایي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
چونغر ته دوهمه تراڼه
زما دنیکونو اوپلرونو کوره!
ای درنګینوخاطروچونغره!
ستا هره تړه دتاریخ پاڼه ده
ای دلرغونوعظمتوچونغره!
***
په دغه شااو خوا دروکې وایه
ستا شازلمیان اوسربازان څه شول؟
دهغومړولمبوایرې کومې دي
دهمغه اور سمندران څه شول؟
***
هغه بېباکه عاشقان چېرې دي
هغه دژوند ښکلي لیلا څه شوه؟
دستا دخاورې په قدم قدم کې
دعشق او مینې تمنا څه شوه
***
ستا په دارو کې چې شاهان خوځیدل
اوس هلته هېره او مرګوخوره ده
ستا په ښارونو او ماڼیو باندې
شګه او خاوره دقرنو خوره ده
***
هلته چې پېغلې به سوما څکله
اوس یا ګیدړې یا لېوان ګرځي
دسرخ کوتل دویرانو دپاسه
اوس یا غوایي اویا اوښان ګرځي
***
کلونه زغلي، زمانه تښتي
اوزه ستا څوکو ته حیران ګورم
دپسرلي په انتظار شومه زوړ
لاستا په پرښوکې خزان ګورم
***
ستا په کراره او ساړه فضاکې
چونغره زړه مې څو نارې غواړي
دژمي شپه کې چې سپوږمۍ خواره وي
څو دردونکې نندارې غواړي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خلکو ته
را تېريږي د زندان له ديوالونو
د زمان د قافلې نوی جرس
هر آواز د آزادۍ چې رارسيږي
زما په ستونې کې قوي شي يو په لس
***
دون همت په يوه ګوله باندې تسليم شي
مرد به نشي په ګولۍ له ځايه پس
***
بې له تېغه بله لار ورسره نشي
چې نه کور درته پريږدي او نه جوس
ګوره ګوره چې ګرېوان يې خوشي نکړې
څو دې مټې، څو دې لاسوي ،ځودې وس
***
ددې تور زندان قلفونه ريز مرېز کړه
نامردي ده قبلول ددې قفس
***
په مردي او آزادي باندې يې تېر کړه
څه که ژوند دې يوه سېبه وي يا نفس
***
سره يو شئ درواري شم خورو خلکو
د سيلاب مخې ته نه درېږي خس
***
په وطن چې خپل وطن به خلاصومه
خلکو نه لرم په زړه کې بل هوس
***
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
په باميان کې د بودا برخليک
ملا ته آسمان ښکاري، د جمات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د نوبت د کُرتو جام
اسلام د تورو کرکو او وژلو یو مرام
قران یو ه چاړه، د بی بنیاده انتقام
الله د ږیرورو قاتلانو یو امام
ملا ته آسمان ښکاري د جمات د خونې بام
*****
ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
تاریخ ببره ږیره د عرب د سر رتاړه
ولس یوه رمه، او امارت د مستو ګاړه
د تورې لمن نیسه خلاسوه ورڅخه غاړه
دوه غبرګ تیغونه واخله، چلوه ورباندې دواړه
ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
*****
کابل چړي خانه سوه د عربو د ناتار
وطن یو منډحي سو د پردیو د بازار
لرغونې بامیان وران سو د پنجاب په افتخار
معصوم بودا شهید سو په چاړه د استکبار
فیصل زموږ امام سو، اسامه زموږه پلار
کابل چړي خانه سوه د عربو د ناتار
*****
طالب په آی. اس. آی. باندې ټیکه سو د وجدان
په تور پنجاب یې خرڅ کړ، غیرتي افغانستان
کلداره د دین برخه سوه، ډالر سوچه ایمان
خلیج د خدای جنّت سو، او شیخان پیغمبران
کابل اسلام آباد سو، افغان خاوره پاکستان
طالب په آی. اس. آی. باندې ټیکه سو د وجدان
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زموږ
ملا
یی
نه
منی
وی بــه مــلا
جــان چــی زه
ورځـمـه کـا بـل
جان ګټم
زه خـپـل
جــومـاتـونه،
زیارتونــه،
امـــا مــان
ګــټم
زه پـــه ســه
دکـــان کــی
عــا شـقـان او
عـارفان ګټم
زه لـــه
مــدرســو نه
خــواره شــوی
طــالــبــان
ګـټم
زه لــــه «مــلــحدانو»
شریعــت ګــټم ،
قــرآن ګـټـم
زما باور به نه
راته
وی بـــه مـــلا
جــان دغـه دنیـا
خـو
تــیریــدونـکی
ده
ټوله «ما فیها»
په دی فانی کی
ختمیـدونـــکی ده
دادقـــدرتـــونـــو
ډنـــډوره
تـــمـــا
مـــیـــدونــکــی
ده
ورځ
دعــــرصـــات او
دمـــحشـــر
رارســـیـدونکی
ده
زه پــه خــپــل
جهاد کی تشــه
خوښه دسبحـان
ګټــم
زما باور به نه
راته
وی به مـــلا
جــان زه
دلالـــونـــو
تـــمـــه دار
نـــه یـــم
زه یو «مجـاهد«
یـم ، زه
شـــوقــی
داقــتدارنــه
یـم
زه مــامــور
دشــرعـی یم ،
دهیچا صوبه دار
نه یم
زه
دپــرنــګــیـــانـــو
دپــلانــونو
ټــیــکـــه دار
نــه یم
زه دروس لـــه
پــــوځه
پــاکــه خــاوره
دافغان ګټم
زما باور به نه
راته
وی بـــه مـــلا
جـــان زه چــــی
دادومــــره
آذانـونه کم
چـــرګ د
ډیـــران نه
یـــم ، زه
مـخـلوق ته
آوازونه کم
زه لـــه روح
الله سره په
عــرش کـــی
پـــروازونه کـم
زه لــه چــا
څــه نـه غواړم
په خدای باندی
نازونه کم
زه لـــه کــــا
فـــرانــــو
آزادی
دمـــســـلـــمـــان
ګــټــم
زما باور به نه
راته
راشـــه اوس یی
ګوره ملا جان چه
څه نــخری کوی
خلــک ســره
وژنــی دی پــی
خاندی مسخری کوی
تښـــتی لــه
جـــومـــاتـــه
مــقـــتدیانو ته
پلمی کوی
ټـول هیـواد یـی
چور کړ او لا
ناست دی مسآ لی
کوی
هــــره
نــــاروا ،
رواکــــوی
خپـــلــــی
چړچــــی کـــوی
راشه ملا وګوره
اوس مـــلا
حـــاکــــم
شــــو ســر
غـــنـه
دجــلادانو شو
دوســـت
دکـــافرانو
شـــو، دښــمــن
دمومــنــــانوشو
نـــیم
دیـــهــــودیانوشو
، نیـــم نور
دسعودیــانو شو
زیـــا ت
دپاکســــتان شو،
یو څه کم
دایرانیانو شو
اوس دا خیـــرات
خـــور، دډالرونو
تـــفـــالـی کوی
راشه ملا وګوره
اوس واعـــظ
دشـــهر پیـــش
امام
دشــیطانــانودی
خـــنډ
دصـادقــانـــو ،
مـــلا تـــړ
دخـــایـــنـــانــو
دی
قـــتل دحســــین
ته ، تیـــغ بر
دار
دیزیـــدانـــو
دی
دوســت دهــر
دښمـــن دی او
دښمن دافعانانو
دی
ناســـت دی
دوطـــن دخــر
څـــولوقــبـــالـــی
کـوی
راشه ملا وګوره
وایــــی مـــلا
جـــان چـــی زه
غــازی یمه تورزن
یمه
زه واکـــدار
دژونـــد او
قـــتـــلـــولــو
دهـــر تـــن
یــمه
تــخـت او تاج می
خپل دی ، زه مالک
ددی وطن یمه
کــــــوز به
تــری نه نشـــم
په چوکـــی باندی
میـــن یمه
اوس پـــه
خـــیټه مـــوړ
شـــو، نوی نوی
تــوطئ کوی
راشه ملا وګوره
خلـــک ورتـــه
وایی ملا
ورشــــه
جومـــاتونو ته
وتـــــــړه ،
وروتـــــړه
ټـــوپـــکوته ،
بـــمـــونـــو
تـــه
ټـــینــګ شه
عبادت ته ،
ریاضـــت
تـــه،آذانـــونوته
دا دنـــیا
فـــانی ده،
ځـــان تیـــار
کـــړه ،
جــنتــونوته
ځان رسوه حوروته
،
غلــمــانــوتـــه
،
جـــامــونـــوتــه
زموږ ملا یی نه
منی
خلـــک ورتــه
وایی، چی وروری
ښه ده، امان ښه
دی
ناســـته
دمؤمـــن ښه ده،
مـــلاتړ
دمــــسلمـــان
ښه دی
بــــیا تر
هــــر پردی نه،
دخـــپــل کور
کلی افغان ښه ده
دی ګـــردی
دنــیا نـــه
یــو بڅـــری
دایـــــمـــان
ښــــه ده
مــــه خــــلا
صـــــوه لاره
تـــبـــا هی
دولـــسونــــوتــــه
زموږ ملا یی نه
منی
خلـــک ورته وایی
افـــغانـــان
پـــه پردو مـــه
وژنــه!
دغـــه خـــــوار
وګــــړی
دایـــران پـــه
پیــسو مـه وژنه!
دا خـــواره واره
دپاکــــستان په
بــــمــو مـــه
وژنـــــه!
دغـــه
دینـــــداران
دبــــی دینـــی
په پلــــمـــو
مه وژنه!
وګـــوره قـــرآن
ته،
پـــاکــــالله
ته،
کـــتـــــابــــونوتــه!
زموږ ملایی نه
منی
زه خپله قاضی یم،
هم قانون یم، هم
سرکــــار یمه
زه
درســــولانــو
دمــــــیرا ث
سلـــسله
داریــــمـــــه
زه
دجـــنـتـــــونــو
دویشــــــلو
ټـــــیکه
داریـــــمــــه
ولــــــس
وایـــــی لږ پام
کوه زموږ ماتو
سرونو ته
زموږ ملا یی نه
منی
زموږ مـــــلا
اوس مخــــامخ
ددین سو داګری
کوی
تللی پــــیښور
ته زموږ دخاوری
بیــــپاری
کــــوی
نــــــوی وابی
شـــــــوی
دســیاف سره یاری
کوی
ووته
مـــــیــــدان
ته دډالرو
جـــــــواری
کـــــوی
اوس قــــومندان
شوی، بله ورځ به
خرکاری کوی
چوپ شه چاته مه
وایه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د
۱۹۹۲م
کال
دمی
دمیاشتی
په
نیمایی
کی
له
اور
اخیستی
افغانستان
څخه
دکوزی
پښتون
خوا
دخیبر
سیمی
ته
ووتم.
ور
پسی
دعبدالولی
خان
په
میړانه
دبا
چا
خان
داشنغر
په «ولی
باغ«
کی
له
ده
سره
دیره
شوم
.دماتی
او
بدمرغیو
په
توره
تاریکه
او
دسیاست
ډډه
لری
کی
می
دزړه
دتودولو
لپاره
دشعر
نغری
تود
کړ.
ترهر
څه
دمخه
می
دلومړی
ځل
لپاره
دخان
عبدالغنی
خان
په
ادرس
چی
هغه
وخت
داوږدی
ناروغۍ
په
وج
دمړینی
دانتظار
پر
بستر
پروت
ؤ
دغه
قصیده
ولیکله
او
میاشت
وروسته
می
هغه
ته
په
هما
غه
بستر
کی
دده
په
غوښتنه
ولوستله.غنی
خپل
نږور«نرګس
» ته
وویل،چی
قصیده
زما
په
غږ
کی
ثبت
کړی.
کله
چی
زه
دقصیدی
دلوستلو
پای
ته
ورسیدم،کتل
می
چی
دخان
په
مخ
داوښکو
سیلاب
راروان
دی.هغه
وویل...افسوس
دی
ناوخته
سره
یو
ځای
شو
اوزه
ستا
دقصیدی
دلاجوابۍ
په
وجه
دافغانانو
پوروړی
پاتی
شوم.
سليمان
لا يق
دوينو واټ
د ا
زموږ
د
ستر
ګو
وړاندې
، «غنی
»ګوره
څه
تیر
یزي
یــو با تور ملت غر
قیږي، یو مظبو ط وطن نړيږي
یوه دنیا
د برم و بذل، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لورې د رومي ،د
تاریخ له پاڼو لويږي
پاس د ستورو
راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکې اوښکې
د آسمان په شنو غومبرو، لارې
لارې رابهیږي
سرچې ږدمه په
سر ویږدي، هیبتنا ک غږونه اورم
ته واځمکه په منځ دوه شوه،
افغاني وطن ډوبیږي
یا آسمان زموږ
په ویر کې ، ښکته پر یوته په ځمکه
یا قیامت په ځمکه جوړ شو،
ولاړ غرونه هواریږي
ایمل" ریږ دي
په لحد کې ،له غصې د زړه په تبه"
چی مغل په خیبر و خوت ،
افریدي لا نه پوهیږي
د شنلی بر ځای
له دښتو، تیرې تورې زرغونیږي
د اوبو پر ځای له غرونو،نګه
وينې رابهیږي
د باران پر ځای
له وریځو ،تندرونه راکوزیږي
د رحمت پر ځای له هسکه،
غضبونه نازلیږي
ثمر "ښکته
پورته دانګي، سترګې رډې توره کښلې "
نه یې سترګې له چا سوځي،
نه یې شرم له چا کیږې
زینب " چیغی
کړې چې ربه، ته لا څه ته ورته ګورې"
دحسین" په زخمي زړه کې،دیزید
خنجر ځلیږي"
څه بې پته شو
جنګونه ، څه بې هوډه شو ننګونه
تو لعنت په دې شملو شه، لا دې
جګې نه شرميږي
دا د چر ګ لکۍ
ته ورته شملې واچوي په ځمکه
دا د شرم و ماتې نښې ، پښتنو
ته نه ښا ييږي
شمله هغلته
شمله وي، چې په نر باندې وي لکه
اوس په هر کدو جګيږي ، اوس په
هر" اجړا" خوريږي
خدايه دا دی څه
راوکړه ;چې يو نر دې راپرې نه ښود
هر کمر ته چې تکيه شو، لکه
شګه را شړيږي
يو" ميرويس "
په موږکې نشته ،چې ګر ګين لارې ته سم کړي
يو" شير شاه "راپورته نه شو،
چې " مغل" ته ودريږي
* *
*
پرو ني ملا ته
ګوره ، چی ټو ک خور و سقا ط خورو
اوس چی خصم د افغان شو، په
سرو زرو کی ډوبيږی
لويه خيټه غټه
کونه ،نرۍ پښی ببره ږيره
ويته خوله بی شرمه شرګی ، لکه
مچ هر څه کی لويږی
مټکور ماغره
دتيږی ، بی فر هنګه بی ادبه
چی تبليغ کوی نڅيږی ، چی قران
لولی ششنيږی
په اسلام کی
لاری باسی ، زموږ د خاوری بربادی ته
دين اخوان ته يو دکان دی ، چی
هر څه په کی خر څيږی
دا دی څه بلا
اخته کړه ،زموږ په دی بد مرغو خلکو
نه له تا څخه ډاريږی ،نه له
دوی څخه شرميږی
اوس چی حکم د
ملا شو، د کابل په با چايې کی
هر ساعت په چاور دانګی ، هزه
ورځ په چا ور لويږی
د افغان په
قتل اخلی ، سره پو نډونه شنی ډالری
پښتو پریرده چی تری تللی؛ له
ایما ن سره خرڅیږی
باندی سپین په
منځ کی تور دی،نګه اوردی؛ نګه اوردی
په هر تار کی یې د ږیری؛
شیطان سپور دی او زنګیږی
هر چړی په
چړچوبۍ کی، باچایې خوبونه وینې
انګر یزی لنچر په غاړه؛ په
لار ځی ته وا نڅیږی
چی پرون یې
دمولی،رڼی خاوری خوسکوته
اوس په بره پښتونخواکی؛په
انسان باندی سپر یږی
زما زړه پولۍ
پولۍدی؛رما سا لمبه لمبه ده
چی دا توره خپکی به؛له موږ
کله پورته کیږی
جهاد لوښی د
فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو
دین دولت دواړه بر باد شو، د
ده زړه لا نه سړیږی
زموږ کور د
شرارت شو، افغانی وطن غارت شو
دا زموږ د سترګو وړاندی
،(غنی )ګوره، څه یتریږی
موږ زغمل چی
رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه
توری خاوری مو په خوله شه،
اوس هغه رانه لوټیږی
دیوی میاشتی
تانده ناوی، د شهید په قبر ژاړی
وایې کوم جهادته مړ شوی، ځواب
وایه چی ځندیږی
تا چی سر په
چادو کړی، هغه غواړی چی ما لوټ کړی
ماور بولی هغه ځای ته، چی
شیطان ځنی شرمیږی
زه چی ستا له
غمه زاړم، هغه څاری زما سترګې
سر راپورته کړه شهیده،
ارمانونه دي رژیږی
افغانی درنی بی
بیاني ، چی په پت عزت خوندی وی
دجها د تر بیرغ لاندی، بر
بنډیږی لیلا میږی
هر عرب خریدار
شوی،زموږد خوندو او خور لڼو
مولانا صاحب یې پلوری، نه
شرمیږی ،نه ځوریږی
تر څارویو
وړیاشوی، پیښتنه په منډوی کی
د څارویو هم څه دود وی، چی په
چا باندي خر څیږی
* *
*
ربه دا لا څه
تالان دی،چی به خپل وطن یې وینم
چی خپل سپی په پردی
ننګه،افغانانو ته غپیږی
چی له زړه
د"کنشکا"نه،شنی لو خړی ځی آسمان ته
چی جمرود د سرو په بلخ
کی،د"یما"له سره لویږی
"ګرګین"ویوست
تیغ دسټی،دافغان ننګی کهول ته
د"میرویس"لیڅه بیواکه،تیری
توری ته غځیږی
په لاس نه ورځی
بی خاورو، نه یې تیغ نه یی لښکر شته
هم لښکر هم یی تیغونه، دوطن
پر ضد جنګیږی
خدایه څرنګه
بدل شوو،د افغان درانه خوبونه
په هر چا چی موږ تکیه شو،په
پردیو پلورل کیږی
د وطن په حق کی
نه کا،تش دخیر یوه خبره
خو د خپل مطلب لپاره،د هر سپی
پښو ته لویږی
په هر ځای چی
باران راشی،زموږ خره يوسی له مخی
په هر خوړ چی سيلاب وزی
،زموږ وره ته راسميږی
په هر سيمه چی
بريښنا شی ، تندر پر يوزی زموږ په کلی
په هر رود چی توفان راشی
،زموږ کور ته راسيخيږی
په دالرو باړه
شوی ، که غلجی که درانی دی
پښتانه او پښتو دواړه ، هسی
ښکاری چی ختميږی
د احمد په ګور
يې تو کړی ، توری ناړی د يڼکيو
دا چی پلار له ګروی نيسی ،دا
چی وروڼو ته ګواښيږی
موږ ته ټول
جهان دوزخ دی ،چی وطن مو په کی نه وی
موږ ته هر وطن سقر دی ،چی
افغان په کی ځوريږی
موږ ته هر" شا
به" پيغور دی ، چی دښمن يې را ته وايې
موږ ته هر سلام لعنت دی ، چی
په سپکه په موږ لويږی
موږ ته هره
ګوله مرګ دی،چی دبل په ست یی ژوویو
موږ ته هر ګوټ هلایل دی،چی د
بل جام نه ګوټیږی
موږ ته هر مشر
دشمن دی،چی په موږ یې رحم نه شی
موږ ته هر افغان پردی،چی پردی
سره یو کیږی
موږ ته هر ملک
تلک دی،چی زموږ په سر روپۍ خوری
موږ ته هر ملا بلا دی،چی په
خلکو نه رحمیږی
* *
*
جګی جګی ساقی
راشه،پس له عمره راپخلا شه
په چوپیا کی کی مو غو غا
شه،چی مجلس رانه سړیږی
د ځو انۍ نوبت
می تیر شو،کوم چی تیر شو هغه هیر شو
اوس راونیسه داپاتی،چی قطار
رانه تير یږی
که مطرب او
رباب نه وی ،که مستی او شباب نه وی
که دمينی عذاب نه وی، عمر بد
کړی چی اوږديږی
هوښياری يوه
تنهايی ده ، تنهايی يوه تباهی ده
په ترخو اوبو می ډوب کړه، ګنی
زما جاله ډوبيږی
په مستۍ کی را
چارپير کړه ،يوه کيږدۍ خورو څڼو
چی شپی ورځی رانه تښتی ،چی
کاروان رانه بيليږی
دپسرلی په ښکلو
يادو،جام ته تويې کړه سکروټی
چی ګلونه ړاته ژاړی ، چی خزان
راته ګواښيږی
دځوانۍپه باغ
می راغله،دزړښــــــــت دماښـــــام لـــــــــړه
پيالی ډکې کړه له مخی ،عمر
تښتی نه ودريږی
ساقۍ ستړی يم
له ژونده، ليږ می خلاص کړه له دی بنده
ګنی وژنی می دا تنده ،چی ګړۍ
ګړۍ زياتيږی
هو مره را کړه
چی پی ورک کړم ،سرله پښو،پښی له سره
چی غنی(۱) را څخه
تښتی،بينوا(۲)رانه پټيږی
چی خوری صحرا
ته ووځم،ليونی دليو نيو
چی مستی را کی نڅيږی، چی جنون
را ته خنديږی
چی مر غان د
خړو دښتو،راته ووهی وزری
چی زرکان راته غږيږی،چی هوسۍ
راته پنډيږی
* *
*
نه ،نه خو شی
ټو که نه ده ،غنی ليږ ور ته دمه (۳)شه
دا خوب وړی راويښږی، دا
پريوتی را پا څيږی
ګومان مه کړه
چی خالی شوه ،ساقی مينا له ميو
لا د تاک په تا خانو کی ،
دانګور ښيښی ډکيږی
لا رباب سور
شوی نه دی ، لا تش دوه دوره او ښتی
لاسا قی نوی راغلی، لا رندان
نوی ګرمیږی
لا دځمکی تل کی
ایشی، تللی وینی دځلمیانو
لاددی دتودوخاورو، سره ګلونه
راغوړیږی
لازموږ په
ارادوکی، عشق دمنډوغلی نه دی
شپه که هرڅه توفانیده،څراغونه
لابلیږی
لاوطن خلک
رابولی، دمیړانومعرکوته
لاهغه ژڼی ژوندی دی، چی
ترهوډه قربانیږی
لاخوریږی نیمو
شپو کی،دتوفان غاوری چیغی
لادغروله جمدرونو،سیلاوونه
راکوزیږی
لادوینو واټ
پرانستی،لیونتوب دی لیونو ته
لاپه پښو کی دمستانو،
ځنځیرونه سره شلیږی
لا دځمکی
تناوونه،لاره باسی زلزلوته
لا په باداو
بریښناکی،ګردشونه رارسیږی
لادرزم ګرمی
شته دی،زموږ په مټوکی دننه
لاز موږ په پښتون زړه
کی،"دایمل" وینه چلیږی
لاپه جنګ دتخت
اوبخت کی، زموږ لوبه ختمه نه ده
لاهمت دشیرشاهی ته،همایون له
آسه لویږی
لادلوړو وریځو
شاته،عقابان وهی وزری
لاپه هسکوسردروکی،افغانی زمری
غوریږی
لادخپلی خاوری
مینه،موږ ته وایی چه راپاڅئ
لاخوب وړی دپیړیو،له خوبونو
راویښیږی
لازموږ په
کلاګانو،پښتنی حیا خو ره ده
لازموږ په دروازوکی،غیرتونه
پالل کیږی
دا به بیا یوه
غوغا شی، لکه څاڅکی په څپو کی
یو سرکښه یاغی سین شی،سمندر
ته به رسیږی
دا به بیا
سپیدی خوری کړی، داطلسو پالنګونو
دبلورو په بیدیا به، رود
دوینو راخوټیږی
دابه بیا په
لمر لویدوکی،دمرغانو سیل له ورایه"
لکه سور بیرغ دفتحی،په سرو
وړانګو کی رپیږی"۴
دا به بیا زمزم
ته رسی،دبیدیاوو جل وهلی
دابه بیا په جل وهلو،درحمت
باران وریږی
دا به بیا په
مخه دانګی،دازموږ جنګی آسونه
دابه الوزی له کندو ،دابه
لوړو ته رسیږی
دا به اچوی له
سویو،سری سکروټی په تکل کی
دا به رسی تر هدفه،دا به
خامخا بریږی
دا به بیا
اباسین ایشی،ډوبوی به توری کونی
تور پنجاب به وهل کیږی،له
بنسټه به نړیږی
دا به بیا
زموږه ژڼی،لاره باسی آزادی ته
چا چی زموږه سر غوڅ کړی،د هغه
سر به غو څیږی
دا به بیا لنډی
مسیږی،تن به باسی بستره
پښتانه به راپاڅیږی،پښتونخوا
به آزادیږی
دا به بیا
د"احمد"چیغی،ریږدوی د لاهور مراندی
دا به بیا په کړاکږ
کی،د"بیربل "ژامی ماتیږی
دابه بیا "سیدال"
راباسی، دمرګ توره په غجرو
اخوندان به ترینه تښتی،امامان
به تری پټیږی
دادقم چړیان به
پوه شی،چی افغان دننګ په کارکی
خپل پور نه پریږدی پردی،
داتقدیر دی نه بیلیږی
۱ .عــــــــبدالغنـــــــی
خان دلری پښـــتونخوا لوی شاعر
۲.عبـــدالرؤف بینوا
دبری پښتونخوا ستر ادیب اوشاعر
۳ . دمه "په
وزن د " رمه" دمه کیدل
۴.دقصیدی دغه بیت
دامریکایی تور پوستی شاعر ، لانګ فیلو دتخیل پښتو
ژباړه ده لانګ فیلو دغه خیالی
تصویر په خپل شعر کی
چی " دغلام خوب ". نومیږی ، کرولی ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دا څنګه منور دى
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له
كركې
دا څنګه منور دى
چيچلى دى په زړه د جهالت تورې لټكې
دا څنګه منور دى
ويشي زموږ خلك د دښمن په اكو بكو
د ذهن په تياره كې په پښتون او په
تاجكو
د غرونو هزاره او پشيان شماري په
وركو
د دښتو بلوڅان او تركمنان په
لادركو
ازبك او نورستان ته يې دم يښى دى
دوركې
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له
كركې
دا څنګه منور دى
په سيمو، مذهبونو،ژبنيو توپيرونو
راكاږي توره كرښه په وحدت كې د
قومونو
تبعيص رواجوي په يوه سرود كې د
سازونو
په باغ كې نفاق اچوي په منځ كې د
ګلونو
وهي په دېوالو د لمر په خونه كې
ګاپكې
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له
كركې
دا څنګه منور دى
وطن ته جوړوي لكه شيطان لاره د
وركې
په وينه يې ماړه كړل قاتلان دولې
مځكې
چيچلى دى په زړه د انتقام تورې
لټكې
په ژبه كې يې نشته يوه خبره بې له
سپكې
پېيي د الماسونو په غوړوندې كونجكې
په تشه ككرۍ يې څه نشته بې له كركې
دا څنګه منور دى
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
|