ليكنـــــــــــــــــــې

 

    
پوهنیاربشیرمومن     
اپلدورن- 01-05-2008 

ای مورې

بیا راته وگوره

کتل په پراختیا دابحارو

د باران په سپیڅلتوب

دلمر په انصاف

اودسیند په سخاوت

په ځیر ځیر کتوکی ئی مسکا ځلیده

دیوی هیلۍ په طمع

یوه هیله ...

چی زه وژاړم اوهغه اوښکې می

په خپل کمیس پاکی کړې

ماته غږ وکړه اې مورې

چی ستا سحرجن غږ

ما  د وهم خیال دنیاته راکاږی

بیا راته ؤ وایه

«للو للو لکه باز دسر دارو»

هغه ټوله مینه اومحبت

او هغه دژوند ترانۍ

هغه تودی مورنۍ کؤګۍ د

ماته سوغات کړه

ای مورې ، ای  روح و تنې

صبا می ستا په دعاگانو کی پرته ده

زه ستا منت گذار یم

چی ماته د «افراسیاب »ا وایمل خان

قصې دی کولې

دعا دی کوله

اوزه دی په غیږکی نیولم

 دا ټول به څنگه زه ادا کړم؟

که څوګ  له ما ستا پته ؤپوښتی

  زه می زړه  ورته را با سم

اوغیر له دی بل څه نلرم  

ای له هر څه  نه لوړې

 ای مقدسی موجودی

 ای سپین سری موری

 ته زه ما قبله اوته زما کعبه ئی

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.