|

پيـر محمد
كاروان
|
دا شعر كاروان صاحب د لېمې مجلې لپاره
چې له سره خپرولو هيله يې وه
راكړى ؤ، او ما هم مسكو ته رارسېدو سره سم د لېمې مجلې مسؤل
مدير
ښاغلي عارف خزان صاحب ته وسپاره، او دا دى د ډېره ځنډه روسته
چې
هيله په ناهيلۍ واوښته او لېمه ژوندۍ نه شوه نو اغلو او ښاغلو
لوستونكو ته يې د تل افغان له لارې وړاندې كوم.
په درنښــــت
افسر سمون |
مساپـــر او غيبــي غـــــــــــږ
غېبي غږ:
اې دا څوك يې تاته وايم
نه څپلۍ لرې په پښو كې
نه ډيوه لرې په لاس كې
نه هم سپور يې په بگۍ كې
نه دې لاس رسي په آس كې
مساپره نيمه شپه ده
سپوږمۍ تاوه ده په وريځ كې
او دستورو سترگې پټې
وو بايده چې ستا په پښو واى
ښې د اوسپنې چوټې
چې سپرغۍ دې بادولاى
دپړاو
له هرې ګټې
نامعلومې خواته درومې
وايه كومې خواته درومې؟
مساپر:
آخ ظالمه دا ته څوك يې؟
دكوم دين دكوم سلوك يې؟
داسې درد يې ته به وايې
چې له ورۍ ختلى نوك يې
څه د خيال د مرغلرو
ښكلىهار دې را خراب كړ
ستا آواز په كې سل غوټې
زرين تار دې را خراب كړ
په يو ه غږ دې را ړنګ كړ
ودان ښار دې را خراب كړ
كار دې جوړ شه دا ته څه كړې
زما كار دې را خراب كړ
غېبي غږ:
لېونيه زه پوهېږم
تښتېدلاى له زندان يې
زنځيرونه دې په پښو كې
ببر سر څيري گرېوان يې
ايله دومره راته وايه
چې مئين په كوم ارمان يې
په دې تكه توره شپه كې
وايه كومه خوا روان يې؟
مساپر:
څه دې كار څه دې غرض دى
چې له ما كوې پوښتنې
كه په لاره كې وي تيږي
كه په لاره كې وي غنې
زما پښې باندې خوږيږي
ستا په پښو كې نه ځي ستنې
دارمان خبرې پرېږده
ارمانونه مې مارغان وو
په گلونو كې به ناست وو
په آسمان كې به روان وو
له مښوكو يې د ستورو
جرسونه آوېزان وو
په شرنگايې پاڅولي
خوبولي د كاروان وو
بس دى بس دى نور مې پرېږده
چې ژړامې زړه ته راغله
اوس به سوې چيغې وكړم
خوبولي به را ويښ كړم
پرهر ژلي به راويښ كړم
غېبي غږ :
عجيبه يې مساپره
عجيبه كوې خبرې
نه دې غشى په كمان كې
نه دې وينم په تن زغرې
دا په كوم قوت روان يې
چې وهې لوړې ژورې
له خبرې دې قربان شه
د بلبلو سل سندرې
ښاى تابه وي خوړلي
په تول عمر شات شكرې
زه يوه پوښتنه كړمه
له ځواب يې مه ځه لرې
د ارمان مارغان دې څه شول
اوس وهي چيرته وزرې
مساپر :
د وړوې چاڼ شوې مالگه
دا زما پر زړگي ولې
پريږده لاره لنډومه
راته پاتې دي مزلې
د ارمان مارغان مې ډير وو
څه طوطيان وو څه بلبلې
څه به ناست ووپه گلاب كې
څه پرڅانگو د سنځلې
په فضاكې به وږمې وې
چې وزرې بى وهلې
وې شېبې پېغلو كې نجونې
په كټ كټ به خنديدلې
كړې نانځكې به يې ناوې
بياماته ودولې
د دوى منځ كې به زه ناست وم
دوى چمبې راته وهلې
څه په خرپ وې څه په ترپ وې
څه په شرنگ به گډېدلې
زه دخوب كشتۍ كې ناست وم
او څپې مې غوڅولې
يو ناڅاپه چاراويښ كړم
ما هم سترگې وموښلې
د ارمان مارغان مې ورك وو
نا يې خيل و نه يې ډلې
غېبي غږ :
لږ په سمه لاره راشه
بيا پر غره باندې روان شوې
د مطب پرباغ دې غواړم
ته پر شنو پرښو باران شوې
دا دې څومره ډېرې زده دې
خبر لوڅ يې پښېمان شوې
په يوه منډه تېر ترقافه
له مارغانو دارمان شوې
مساپر :
اف سور اور يې سوځوې مې
په بلا دې گرفتار كړم
چې دا سر درته سرتور كړم ؟
كه گريوان درته تار تار كړم ؟
راته څك غوږونه نيسه
په مطلب د غشي وار كړم
د ارمان مارغان به واړه
يو په يو درته په شمار كړم
غېبي غږ :
ما غوږونه در ته ايښي
ښه ده گرانه راته وايه
تلوسه مې تنده تنده
له بارانه راته وايه
د مطلب مارغان را نيسه
له ارمانه راته وايه
مساپر :
دا زمونږ له كلي ها خوا
د قبلې پلو خو وينې ؟ !
چې سپوږمۍ پرې را ښكاره شوه
هاغه پاس كنډو خو وينې ؟ !
غېبي غږ :
مساپره ښه يې وينم
د سپوږمۍ سپينه هنداره
دې كنډو كې ښه بلديم
ډير يم تللى پر دې لاره
دا ټول كلى را معلوم دى
پېژنمه باره باره
مساپر :
بس د دې كنډو په سر كې
سل مارغان د ارمانونو
دسپوږمۍ تر سيوري لاندې
يو جهان د ارمانونو
اوس ورځم چې زه را ويښ كړم
خپل كاروان د ارمانونو
غېبي غږ :
دا خو باره ده را تاو ده
له دې قبرنه د كاڼو
د سپوږ مۍ په شپه كې ښكاري
ته وا سېل راغى دزاڼو
ته وا ډك يې كټوري دي
له شبنمو له گلپاڼو
مساپر :
دغه باره چې ترې تاو ده
په دې قبر كې مې مور ده
دغه هره يوه تيږه
ته وا زما د سترگو تور ده
غېبي غږ :
بختور يې ستاپه زړه كې
تر آبده مور ژوندۍ ده
ستا دمور دعا وتاته
مر غلره ده سيپۍ ده
ستا زړگى د مينې زړى
د هما مارغه هگۍ ده
دا سيمرغ به له دې بارې
پاس و هسك ته پرواز وكړي
په وزر كې به دې يوسي
مخ روڼى به د راز وكړي
ستا وغږ ته به په مينه
زړه را ښكونكى آواز وكړي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
|