|
د
ارواښاد
محمد اسحاق
ننګيال
يو شعر
دا شعر څوارلس کاله
پخوا له سوره رحمان نه په الهام لیکل شوی دی
رحمان
وچې خاورې نه بهر شو
هومره لوی شو لکه غر
هغه ړوند سترکې پیدا
کړې
هغه ګونګ شو ژبور
په بې پوندو
پښوګرځی
دا سپوږمۍ دا که دا
لمر
لویه ځمکه یې پیدا
کړه
هسک په تله برابر
دا شنې ونې دي که
څانکې
ورته ټولو ايښی سر
هرڅه پړ مخې پرته دي
یادوي نوم د رحمان
تاته چا وې چې درواغ
دي نعمتونه د سبحان
څوک یې جوړ کړ له
کودړي
څوک یې پاڅوه له
اوره
څه خوږې ترخې اوبه
دي
ځي بهیږي لور تر
لوره
تکه شنه هره دانه ده
هره ونه یې سمسوره
لکه غرونه بېړۍ ګانۍ
په دا شنه دریاب کې
ګوره
څوک پیدا کړي څوک
فنا کړي
څوک تر کوره څوک
ترګوره
یا خو وباسي له سنده
مرغلرې او مرجان
تاته چا وې چې درواغ
دي نعمتونه د سبحان
٭٭٭٭
وخت د تلې رانږدې دی
نه بقاشته نه مهلت
شته
که پیری دی که انسان
دی
نه یې زور نه یې همت
شته
بې لوګیو سرې لمبې
دي
نه ارام شته نه راحت
شته
دا اسمان به چوي له
وېرې
داسې غم داسې هیبت
شته
له اسمان اوځمکې
ووځه
که دې توان که دې
طاقت شته
چې کرل دې اوس یې
رېبه داده ورځ د امتحان
تاته چا وې چې درواغ
دي نعمتونه د سبحان
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ |