ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

  لايــــــــــــــــــق زاده لايـــــــــــــــــــق     

 

چــپـه خــولــــه

 

بې لـه ما مــرې بــې لـتا مــرم

په رښتيا مـرې په رښتيا مرم

 

ســره پـــوهـــه يو زړګيه

په خــندا مـرې پـه خـنـدا مـرم

 

بـــیــمـاري مـــو عــجـیـبـه ده

پــه دوا مـــرې پــه دوا مـــرم

 

غـمـازان چـې جــرګـه کـېـږي

خا مـخـا مـري خـامــخـا مــرم

 

د حـــالاتــو پــه لــمــبـو کـــې

تـه اشــنا مــرې زه اشـنا مـرم

 

لا ژوندي نه یـو چې مـړه شـو

ځکه بيا مـرې ځکـه بيا مـرم

 

تـــل پـــه چــپـه خـولـه لايقه

هــر سـبـا مــرې هـر سبا مرم

 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

زړګــــی

 

چـــې زړګــــی مــــې پـــــرې ودان دی

« يو ســړی » دی پــه مــا ګـــران دی

ځـکـه کـــوږ لـــه خيالـــه ګــــرځـــې

د ښـــــايست د کــلــــــي خـــــان دی

مــــــړې ســــــم ســـــم راتــــه ګـــــوره

ســــتـا پـــه دې کـــې څـــه تـــــاوان دی

حـــــسـن څـــــه دی مينه څـــه ده

يـــــو فـــریــــب دی بــــل ګــــمــان دی

د زړګــــي لــــه کــــــوره نـــــــه ځـــي

يو ضــــدي غـــونــــدې ارمـــان دی

پـــــيـدا کـــــــړی دی پــــــښـــتـون يم

ربــــــه دا دې لـــــوئـــــی احـــسـان دی

يو زمــــــا پـــــوښـــتـنـه نـــــکــــړي

نـــور پـــه هـــــر چــــا مــــهـربــان دی

بــیـا مـــې ګــــڅـــه ســــتـرګـــه رپــــي

راتـــــــه ښــــــــــکـــاري  را روان دی

هــــــر یــــــو شـــــــعـــر مـــې لايقه

د غــــټ ســــتـرګـــي نـه قــــربـــان دی

 

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

خــوره د شــــته

 

نــه پـــوهـېـږمـه څــه چـل دی

چې مې اور پــه زړګی بل دی

 

مـــا لــه ډېره مينه راکــه

لانيمګړی مې غــــزل دی

 

« شيخ فـريده » غـلی ښـه يې

دلـته هــر يو سـړی غــل دی

 

ګــــړنـــدي شـــئ رهــبـرانــو

لا خو ډېر لرې « منزل » دی

 

پــښـتـانـه پـــکــې دل کــېـږي

کـه مــزار دی کــه کابـــل دی

 

د زړګــي پـــه خــوره دشــــته

هــر ارمــان وهــلـی جــل دی

 

چــې رښتيا وايم لايقه

هــر ســـړی وايي پــاګل دی


٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.