دستر نوميالي ، وياړلي، فرهنگي، ادبي، سياسي او
 مبارز شخصيت خوشحال خان بابا په هکله يو څو خبرې

دستر خوشال خان خټک له كليــــــــــاتو څخـــــــــه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

زه  چې خپل قدم دعشق په خوني  راه ږدم

هر زمان  له  تنه  سر  لكه  گيـــــــــــــاه   ږدم


د جمــــــــــال خوبي  دې زياته  تر افتاب ده

د نظر د پاره  نوم  درباندې مــــــــــــــاه  ږدم


درسته  شپه چې ستا له غمه سره  تاو شم

هر سحر  په  افلاكـــــــــــونو  باندې آه  ږدم


كه  ته  تېـــــــــــغ  د جفا  وكاږې  ومـــــــــاتـه

ستا و تېغ  و ته  به  سر  لكه  گيـــــــاه  ږدم


كه  مې  چېـــرې  لاس  د  واك  درورسيږي

په سپين مخ به دې دغاښ نښې سياه ږدم


بېچاره خوشحــال چې ستا دور گداى شو

ځكه  زه  ورباندې  نوم  د پادشـــــــــاه  ږدم

 

 

 

هغه  دم  چې  د ساقي  پيــــــــــــــــــــــــــاله  نوش  كړم

په   مستۍ   يــــــــې  دواړه   كونه   فرامــــوش  كړم

 په  معنــــى  كې  هم  شــــــــراب  يم ، هم  ساقــي  يم
طالبـــــــان  د ميو  شتــــه ؟ چې  يې  مدهــوش  كړم

 ناصحــــــــــــان  راته  د عقــــــــــــــل  دفتر  لولـــــــــــي
خــــداى  به  نه  كا چې  يې  زه  په  ويل  گوش  كړم

 د  زاهــــــــد  په  صومعــه  كې  مې  زړه  تنــگ  شو
له   دې   پسه   به   خـدمت  د  مى فــــــــــروش  كړم

 زه  بلبلـــــــــــــــــــــــه  خوش نوا د دې چمـــــــــــــن  يم
په  موسم  د گلــــو  څه  رنگــه  خامـــــــــــــوش  كړم

چې  په  زړه  يې  اثــــــر  نه  كيږي  خوشحـــــــــــــاله
څه  فايده  كه  تل   په   ورو ،  ورته  خــروش  كړم

په سرو شونډو دې بازارد شكر مات كړ
تورو  زلفو  دې  ناموس  د عنبر مات كړ
 

چې  د صبـــــــر  په  اهـــــن  مې  و  تړلــــى
تا د زلفــو  په  حلقـــه  هغه  ور  مات  كړ
 

چې يې ستـــا د خط وقد ننـــــداره  وكړه
صورتگرو مې پركارو  مسطــر  مات كړ
 

سحرگــــرو اوس  د سحر دكان  ونغښـت
دواړو  سترگو دې د سحر  هنـــر  مات كړ
 

په دا دوه سواره د مخ،يانې ستا سترگې
تا مې درست د پارساييه  لښكر مات كړ
 

په  هوس  هوس راځې شملې پرې ا يښې
گوره ! بيا دې د چا نوى سنگــــر مات  كړ
 

چې ارزو لرم په زړه كې ستا د  وروځــــــــو
دې ارزو مې په  ځيگر كې خنجر مات كړ
 

تا وې نور به قول مات نه كړم سوگند دى
په سوگند سوگند دې لا څه بهتر مات كړ
 

په بارخو دې مار حلقه شو كه صهبا  مې
ستا د  تورو  زلفو خولې وته  سر مات كړ
 

ماتوه  د خوشحــــــــال  زړه  بيا به   ووايې
چې  مې  څه لره  دا هســـې گوهر مات كړ
 

څو په  باغ  كې  لا يو گل د نو بهـــــــــــار  شته
د  بلبلو  ، د  توتيانو  پرې  چغـــــــــــــــــار شته
 

نن  دې  غم  له  مانه  ځان  ســــاتي  كه  ښه  كا
چې  په  سيل  د بهار  راسره  يـــــــــــــــــار  شته
 

چې له  يــــــاره  سره  مست ، د گلو گشت كړم
محتـــــــــــــــــــسب كه رانـــږدې شي پيزار شته
 

شېخ  ملا  دې  زما  غم  په  بهــــــار  نه  خوري
چې  رباب او سرندې غوندې غمــــخوار شته
 

نه  به  زه  د ميو  جام كښېـــــــــــــــږدم  له  لاسه
نه  زما  له  پارسايي  سره  څه  كـــــــــــــار  شته
 

ما  وخپلې  پارسايـــــــــــۍ  ته  رخصت  وركړ
په  دا نورو  پارسايـــانو  مې  اوس  ډار  شته
 

ساقي ! بيـــــــا  زما  د ښهــــــــــــر  خبر  واخله !
لا يو څو په كوڅو پاتې  پرهېزگــــــــــــار  شته
 

گل ومل ، سازوسرود ، ساقي سرې شونډې
لا به  ډېـــــــــر عالم  رسوا كا  چې  دا چار شته
 

چې  په  هره  پياله  عقل  له  ما زدويــــــــــــــــي
د ساقي  منت  راباندې  په  بار  بـــــــــــار  شته
 

د گلونو  په  مـــــــــــــوسم  كې  خوار  هغه  دى
چې  يې  نه  پياله  په  لاس  نه  يې  نگـار شته
 

نن  هغه  شاه جـــــــــــــهان  د زمـــــــــــــــانې  دى
چې  دستــــــــه  يــې  د گلونو  په  دستار  شته
 

چې  نااهل  په  غفلت  وربـــــــــــــاندې  نه  ځي
ځكه وصل د هرگل په څنـــــــگ كې خار شته

 

نن  خوشـــــــحاله ! د زړه  داد د عشرت وركړه
دا څو ورځې  غنيمت  دي ، څو گلــــــزار شته
 

كــــــــــــه زه نه واى تا به ځـــــــــــــــان لره بلل څوك
 په پالنـــــــــــــگ به دې داهسې درختـــــــــل څوك
واړه  عشق  دى  چې  يې  سر  راته  گيـــــــــــاه  كړ
گڼه ! زه  په  ځان  مين  د سر  ښنـــــــــــــــــدل  څوك
چې  پتنگ  ته  روښنـــــــايي  دڅراغ  ښكاره  شي
نو  له څراغــــه  نه  يې  غواړي  جاروتــــــل  څوك
بدرگــــه  كه  محبـــــــت  راســـــــــــــــــــــره   نه  واى
يك  تنها  به  په  خونخوارو  لارو  تلـــــــــل  څوك
د دې  ميـــو  پيالـــــــــــې  ډېرو   دي  اخيـــــــستې
ولې ما غوندي  به  نه  وي لايعقـــــــــــــــــــل څوك
د زنخ  په  چـــــــــــاه دې بند د شونډو مســت  وي
روغ  هوښيار  به  په  كوهي كې پرېوتــــل  څوك
ته  په  خپله  راته  ووايــــــــــــــــــي چـــې وايــــــه !
گڼـــــــــــه ! زه  د مينــــې  راز  ښكاره  ويـل  څوك
ته  مې  وژنـــــــه   د قصاص  اندېښنــه  مه  كړه !
د خپل  خون  په  تور  به  ونيسم  يو  بــــل  څوك
ښه  خو  دا  چې  د چا  نوم  په  كې  ياديـــــــــږي
په  فاني  دنيــــا  به  نه  وي  ژوندي  تــــل  څوك
تا  پخپله  سپينه  خوله  خوشحــــــال  ته  وركړه

گڼـــــــه دى، دا هسې  شونډې ښكلــــــول  څوك

 

ما  د ښكلــيــــــــو ننــــــداره كړه ، زاهــــد  ننگ  كړ
ښه خو دا چې  خداى دى  هم   زمــــــــا په  رنـگ كړ
هغه  وخت  چې  را په  ياد شي  ډېر  خوشحـــال شم
چې  به  ما  درته  دعـــــــــــا  كړه ، تا به  جنــــــگ كړ
زمــا  زړه  يې  په  قــــــــلاب  د  زلفـــــــــــــــــــو   يووړ
ورســــــــــــره  يې  اوده  كړى  په  پالنــــــــــــــــــگ  كړ
كه   ژوندى  نه  شي  له مرگــــه ، عمر يې  شوم  دى
چــــې په خــــــاك يـــــې د  پايلو  باندې  شرنـــگ  كړ
كښـــــــــلى مـــخ  يــــې لكـــــــــه څراغ هسې بليــــږي
خوار  عاشق  يې   په  دا څراغ  باندې  پتنــــگ  كړ
ملنگــــــــــــان  يـــې  د  دربار  درويــــــزه  مومـــــــــــي
ما  هم  ځكه  ځان  د يار  د  ور  ملنـــــــــــــــــــــگ  كړ
ته  له  ځايــــــــــه  هسې  نه  وې  دا څه  حــــــال  دى؟

چـــې   په  ما  باندې  دې  زړه  دا هسـې  سنگ  كړ

 

زه  چې  تل  هومره  ناسازې  د عالم  وړم
د خپل  يار دپاره  دا جوروستـــــــــم  وړم
 

د لاله  غوندې  داغدار  په  جهان  راغلم
هم  دا داغ  به  له  جهانه  د صنـــــم  وړم
 

په  وصال  يې  د جهان  خو ښيه  راغلې
چې له كښليو جدا كېږم ځينې غـــم وړم
 

په عالم د مجنون غږ دى ، مرد مې بوله
په محشر كه ځنې وړاندې خپل علم وړم

هر قدم په ځيگرخون ږدم ، تويې  مه شه
د شرابو  پيالې  ډكې  په  تورتــــم  وړم
 

چې نرگس ته  نظر  نه  كاندي  له  كبره
و هغو  ته  څه  گلونه  د شړشـــــــم  وړم
 

كاركنان  د كار فرماى  په  حكم  كار  كا
زړه چې حكم فرمايي هورې قلـــــــــــم وړم
 

هومره  ډېرې خرخشې، فتنې ، جنگــونه
بيا به  وايې چي زه ستا  غنجونه  كم وړم
 

په  هر دم  د هغه  يار  منت  رابانــــــــــدې
چې يې هسې  ډېر خيالونه  په  هردم  وړم
 

مخ  به  چيرې راته سم كړي په يارۍ كې
كه  دا خوى  به  هميشه  له  عمره سم  وړم
 

چې په كوى كې دې مقيم شم دروغژن يم
كه  به  نوم  په  ژبه چېــــــــــــرې د ارم  وړم
 

راته  وايې  نن  زړه څرنگ وړې له مانه ؟
كه دې خوړين كړ هم يې خوښ خوشحـال خرم وړم

 

راشــــــــه وگوره نن دا طــــــــــــــــــــــــراز زما
حقيقــت سره قريــــن مجــــــــــــــــــــــــــاز زما
 

درست عالـــــم يـې په بازار په كوڅه وايي
لاوچـــاتــه ښكـــــــــــــــــــــاره نه دى راز  زما
 

د نيازمنوعمـــر غواړم ، په داڅــــــه شـــــي
كه بې نيـــــاز وگړي نه وړي نيــــــــــــاز زما
 

دغمـــــزې په تيغ مې وژنه ، صرفـه مه كړه
څوك  به  نه  غواړي  له تانه ســــــــــــاز زما
 

د مسجد محراب  د چــا دى  د عابــــد دى
په  محــــراب يـې دابــرو نمــــــــــــــــــاز  زما
 

ښايستـــــــه  د بـڼ  طـــــــــاوس  ورلره  بويه
دا واړه  ښكـــــــــــارونه ، نه  كا  بـــــاز  زما
 

چې  په  خوږو  زړونو بلوســـي سزا مومي
ښه  چي  خوار  شو  په  دنيا  غمـــــــاز  زما
 

د مراد  بـــــــــــــاده  راولوزه  كريــــــاب  دى
چــې  روان  شي  خاطـر  خـواه  جهـــاز  زما

كه  يې تل  لكه شكر خورم  كم  به  نه  شي
ستـــــــا  د دواړو  خــــوږو  شونډو  آز  زما
 

ته  په  ما  باندې  تل  ناز كړه معشوقه يې
زه  خوشحال  خټك  عاشق  يم  نيــــاز  زما

 

زه چې هسې  په  تعجيــــل او په  شتــــاب  ځم
خرابات   لره   په   هيلــــــــه  د شـــــــــــــراب  ځم
 

د ساقي  د  لاسه   مــــــــى  چې  تتــــــــاول  كړم
بيا په  بيارته  به  بېخوده   مست  خـــراب  ځم
 

د ساقـــي د مــخ  جذبــــــــه  مې  مــخ  ته  بـولي
چې  دا هسې  ميكــــــــدې  ته  په  ترتــاب  ځم
 

درد د درد   مـې   يـــې  له  خمـه  دى  نوشــــلى
 اوس  په  هيـله  په  اميـــــــــد  د مى  نــاب  ځم
 

چې مې  نه  شي بله  يو سر بل سر ستــــــــرگې
له  جهــــــــــانه   مخ   پوښــــلى  په  نقــــاب  ځم
 

له  دوو سترگو مې روان د اوښكو سيند شو
د  دې  سيند  دپاسه  زه  لكه  حبـــــــــــاب  ځم
 

خوب  وخور مې  له خاطره  فرامــــــــوش  دى
دجمال په خيال يي درسته شپه په خواب ځم
 

د محبــــــوبې د جمــــال  شغلـــې اتـــــش  دي
زه خوشحــال يې  له  ليدلو  زړه كباب ځــــــم

 

ما شراب  خوړلـــــي  نه  ، په  حـــد  واهــــــــــه  شـــــــم
كــــــه  يـې  وخــورم ، خبـــر نه يم  چــې  به  څه  شـــــــم
 

په  هر لـــــــوري  چـې  نظر  كوم  اغيـــــــــــــــــــــــار دى
د  زړه  حــــــــــــــــال  وچـــــــــــاته  وويلـــــى  نه  شـــــــم
 

زمانـــــــې   راباندې   وكــــــــړې  هسې   چـــــــــــــارې
لكـــــــــــــــــــــه  در د خرمهــــــــرو ســــره  پييه  شـــــــم
 

د اورنگ  پادشـــــــــــاه  په  دور  عدل  نشتــــــــــــــــهتر  طنـــــــــــــــاب  لاندې  په  شهـر  كې  لوټه  شـــــــم
 

كه  د رنـــــــــځ  دارو مې  كړې طبيبــــــــه ! وخت دى
هاله  ستـــــــــــا  دارو  ومه  شه  چې  په  تله  شـــــــم
 

خپل  خوني  وچـــــــــــــــــــــــــــاته  څه  ښايم  په  گوته
چې  د چا  د لاسه  مرمــــــــــــــــه ، خود ليده  شـــــــم
 

درسته   شپه  لكه  اغزي  په  زړه  څرخيــــــــــــــــږي
د فـــــــــــــــــــــــــــــــراق  غمونه ، څرنگه  اوده شـــــــم
 

هېڅ  په  سترگو ليده  نشي ،  يو  قصـــــــــاب  دى
نه  يې  لاس  نه  يې  چـــاړه ، په  زړه  ورژه  شـــــــم
 

لكه  و په  هغه  شـــــــــــان  په  وفا  ټينـــــــــگ  دى
چې  تر  يار يې  خجل  نه  كړم  ځار  تر  زړه شـــــــم
 

په  دا لــــــــــوڅو پـــــــــوڅو  نه  رسم  تر  ســــــــرايه
د سيميـــــــــا  علم  مې  نشته  ، چې مرغه  شـــــــم
 

خلق  تشې  تسلــــــــــــې  كـــــــــــــــــــا،   زه  له  ځلې
د هلك  غوندې  د هر  ســـــــــړي  په  خوله  شــــــــم
 

الهـــــــــداد  چې  بند  په  بند  گوتې  په  تار  ږدي
د خوږ  زړه  دمه  مې  شــي ، څه  خو تابه  شـــــــم
 

نه  شېخـــان ، نه  طبيبـــــــان ، نه  ساحـــران  شته
چې  له  دې  رنځه  د چـــــــا  په  سبب  ښه  شـــــــم
 

زه  خوشحــــــــــال  له  نورو  څه  لره  فريــــاد  كړم
په  زړه  زړه  واړه  په  خپل  غشې  ويشته  شـــــم
 

 

په خونـي هاتــــــــــــــي سوره شوه مى پرستــــــه
زه هم مست ، هاتي هم مست دى ، داهم مسته

خـداى د درې واړو مستانو سره سر كــــــــــــــــړ
بله نشتـه ، يا به نيست شي ، يا به هستـــــــــــه

نندارو  لره  يې   راشئ  نندارچيـــــــــــــــــــــــــــو
يوه  لـــــــــــــــــــــــــويه  هنگامه  شوله  پيوسته

چې  يې  ستا  زلفينــې  كيوتې  په  لاس  كــــې
لاس يې  پرېوزه،كه يې دى پرېږدي له دستــــه

يار  د ما  څخه  په  كـــــــــــور  دننه  ناســــت  و
زه  بي  روحــه  گرځېــــــــــدم  د ده  په  مرستـــه

نه  ياري ، نه  اشنايـــــــــي ، واړه  لبــــاس  دى
چې  خبر شوم  د وگړي  له  بربســــــــــــــــــــــته

ما  په  وږيو  سترگو  ډېــــــــر  ياران  خوړلـــي
په ځيــرځيـر دې مخ تـــــــــــه نه گورم له كستــه

چې  د سلــــو كـــــــــــــــالو زهد سود د ثـواب و
مغبچه  مې  په  زمــــــــــــــــان  يووړ  له  دسته

د خوشحال  په  ځان  د ډېرو  غشي  لـــك  دي
خو  هم  ده  زده  چې  دى  مري د چا له  دسته
 

 

زه هم چېـــــــــــــــــــــــــرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېـــخوده دېـــوانه وم ، دېــــــــــــــــــوانه يم لا تر اوسـه

جدايي
 نشته  وصــال  دى ، ځنې  بعد هم  خيــــــــــال  دى
له
 هغه  چې  همخانه  وم ، همخــــــــــــــــانه يم لا  تر  اوسه
 

چې  راغلى  په  جهان  يم ، خبر  شوى  په  خپل  ځـــان  يم
د
 رازونو  خزانه  وم ، خزانـــــــــــــــــــــــــــــه  يم  لا  تر  اوسه
 

په  عالــــــــــــــم  زما  خبرې ، خلك  كـــــــــا  په  نيږدې  لرې
په
 وگړي  افســــــانه  وم ، افســـــــــــــــــانه  يم  لا  تر  اوسه
 

چې  د مخ  پلو  يـې  وا   شو ، يو  مشـــال  و چې  نما  شو
هغه
 دم  پرې  پروانـــــه وم ،  پروانــــــــــــه  يم  لا  تر  اوسه
 

ناوكي  يې  د مژگـــــان  دي ، چې  بلا زما د ځــــــــــان  دي
ورته
 عمر نښـــــانه  وم ، نښــــــــــــــــــــــانه  يم  لا  تر  اوسه
 

چې  يې ځان سره  اشنا كړم ، له  هر چا يې  شا په شا كړم
له
 عالمه  بېگـــــانه  وم ، بېگــــــــــــــــــــــانه يم لا  تر  اوسه
 

هغه  بحر  چې  محيط  دى ، په  افراط  او  په تفريط دى
د ،
    غه  بحر دردانــــــه  وم ، در دانـــــــه  يم  لا  تر  اوسه

هغه شان له خپله يــاره ، بې وكيــــــــــــــله بې ريبـــــــــاره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

 

دهرچا قدروقيمت په خپل هنـــــــــــروي
دگني قدرڅرگنـــــــــددگني خونـــــــــــد كا

 

دچا زړه لكه كـــــــابل دچا بگـــــــرام دى
د يوه نصيب ســــــــــــــــــاړه ، دبل گرمـــا
 

عقل سل د مصلحت بندونه جـــــــــــــــــــوړ كا
چې دعشق سېلاب پرې راشي واړه نوړ كا

ماته مه وايه عاقلـــــــــه چې عشــــــق څه دى
كه مين شې تا به هم له عقله مـــــــــــــــــــوړ كا

 

 

که مسجد گورې که دير
واړه ديو دی نه شته غير
يو می بيا موندپه هر څه کې
چې می وکړه د زړه سير
هغه ځای په سير گرزم
چې ترې نه رسيږی طير
خوشحال يو وينې خوشحال دی
ورنه ورک دی غير و زير

 

 

لاله  در  موسم  بهار  بود
عيش با روی  گلعزار بود
با  رخ و زلف او سرو کارم
در شب و روز روزگار بود
آهوی چشم  تو چه  آهويست
که  در آن شير نر شکار  بود
رخ  تو همچو نو شگفته  گليست
عندليبان  او  هزار  بود
قد  تو در ميان  ديده  ما
همچنان  سرو  جويبار بود
وقت  آن  خوش که بعد  هجرانت
يا ر همچون  تو در کنار  بود
قصه  درد  ما  چه  ميپرسی
حالم  از چهره  آشکار بود
همچو خوشحال  عاشق رخ تو
نيست ممکن  که  در ديار بود

 

 

نو بهار و می معشوقه و جام است اينجا
زهد و پرهيز و درع را چه مقام است اينجا
قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی
غير می هر چه بودجمله حرام است اينجا
يارب آن مغبچه را هيچ گزندی مرسان
که برويش نگران خاص و عام است اينجا
پيشم از مشک ختا دم مزن ای مشک فروش
که پر از نگهت آن زلف مشام است اينجا
شاه من تند مران رخش که بس مردم شهر
بهر نظاره تو بر درو بام است اينجا
می نوازد می خوش لحن به جادوی نفس
آهوی کوه و بيابان همه آرام است اينجا
 

 

لبت از آب حيوان آب برده
رخت نور از رخ مهتاب برده
ندانم در دوچشم او چه جادوست
که از چشمان عاشق خواب برده
به تاب زلف و پيچ جعد مشکين
صبوری از دل بيتاب برده
گر آن بت را چو محراب است ابرو
منم چون سجده در محراب برده
بعارض دل به چشمان دين بلب روح
سلامت را همه اسباب برده
نه تنها دل ز خوشحال خټک برد
که زهد از دست شيخ و شاب برده
 

چې مې وليدې دا تورې سترگې ستا
زه به نه کړم هېرې نورې سترگې ستا
يا د باز يا د طاوس يا د شاهين دي
يا د تور هوسي که گورې سترگې ستا
لکه وژغوري کبلی په سنبل زار کې
د خواره اوربل تر سيوري سترگې ستا
لکه پټ سواره د جنگ نېزې په غاړه
دا اوږده باڼه پرې پورې سترگې ستا
چې دې هسې و هر در و ته ولاړ کړ
د عاش دی اور په کورې سترگې ستا
لکه څوک په ميو مست شي هسې مست شي
زه چې ووينم ميخورې سترگې ستا
چې دې غوښت هغه ديدن دی ورته گوره
که خوشحال نه دي کورې سترگې ستا
 

عجايب سينگار يې وکړ بيا بلا کا
د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ
دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا
په هر ځای چې څو محبوبې سره کېني
هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا
دوه مين که سره هر څو، مرور وي
خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا
تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخيږي
که راپورته محبوبا سترگې شهلا کا
څو د شاه په، ښکلي مخ باندې خالونه
ما به هم په هومره داغه مبتلا کا
همگي يې ستا له مخه گفتگوی شي
چې دردمند وبله ټول شي مشغولا کا
په ځير ځير يې مخ ته مه گوره خوشاله!
په خاطر به دې د اور لمبې والا کا
 

 

 که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک
په پالنگ به دې دا هسې درختل څوک
واړه عشق دی چې يې سر راته گياه کړ
گڼه! زه په ځان مين، د سر ښندل څوک
چې پتنگ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي
نور له څراغه نه يې غواړي جار وتل څوک
بدرگه که محبت راسره نه وای
يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
ددې ميو پيالې ډېرو دي اخيستې
ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک
د زنخ په چاه دې بند د شونډو مست وي
روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک
ته پخپله راته ووايې چې وايه!
گڼه! زه، د مينې راز ښکاره ويل څوک
ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه!
د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک
ښه خو دا چې د چا نوم په کې ياديږي
په فاني دونيا به نه وي ژوندی تل څوک
تا پخپله سپينگ خوله خوشال ته ورکړه
گڼه دی، دا هسې شونډې ښکلول څوک
 

مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک
له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک
مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد
نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک
لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې
د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک
چې خبره د پستۍ، د بلندۍ شي
په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک
په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې
په هر لور څانگې ږنگورې لکه تاک
لکه گل شگفته روی تازه په باغ کې
همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک
چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم
چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک
 

زه چې هسې  په  تعجيل او په  شتـاب  ځم
خرابات   لره   په   هيلـــه  د شــراب  ځم
 د ساقي  د  لاسه   مـى  چې  تتـاول  كړم
بيا په  بيارته  به  بېخوده   مست  خـــراب  ځم
 د ساقـــي د مــخ  جذبــــه  مې  مــخ  ته  بـولي
چې  دا هسې  ميكــدې  ته  په  ترتــاب  ځم
 درد د درد   مـې   يـــې  له  خمـه  دى  نوشــــلى
 اوس  په  هيـله  په  اميــد  د مى  نــاب  ځم
چې مې  نه  شي بله  يو سر بل سر ستـــرگې
له  جهـــانه   مخ   پوښــــلى  په  نقــــاب  ځم
له  دوو سترگو مې روان د اوښكو سيند شو
د  دې  سيند  دپاسه  زه  لكه  حبـــاب  ځم
خوب  وخور مې  له خاطره  فرامــوش  دى
دجمال په خيال يي درسته شپه په خواب ځم
 د محبـوبې د جمــــال  شغلـــې اتــش  دي
زه خوشحــال يې  له  ليدلو  زړه كباب ځـم
 

بيا رباب د مغني ښه سرايت کا
په نغمه کې نوی نوی حکايت کا
شېخ دې کونج د صومعې زه به گلگشت کړم
د بهار گلونه ماته هدايت کا
گدايانو لره غم د گېډې ډېر دی
بادشاهان دې غم د ملک او ولايت کا
د وفا مهر، کرم به يې لا څه وي؟
په جفا کې چې دا هومره عنايت کا
په ماڼې يې هم خوشحال شم هم دلگير شم
لکه څوک چې له شکر و شکايت کا
دا زما د بخت اثر نه دی نو څه دی
له رقيبه چې شکوه په دا غايت کا
په دا شهر کې څرگند شراب خرڅيږي
محتسب د باده نوشو رعايت کا
که د ښکليو د ديدن مينه گناه ده
سکه خوشال خټک درست عمر جنايت کا
 

زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه
جدايي نشته وصال دی، ځنې بعد هم خيال دی
له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه
چې راغلی په جهان يم، خبر شوی پخپل ځان يم
د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه
په عالم زما خبرې ، خلک کا په نژدې لرې
په وگړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه
چې د مخ پلو يې وا شو، يو مشال و چې نوا شو
هغه دم پرې پورانه وم، پروانه يم لا تر اوسه
ناوکي يې د مژگان دي، چې بلا زما د ځان دي
ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه
چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شاپه شا کړم
له عالمه بېگانه وم، بېگانه يم لا تر اوسه
هغه بحر چې محيط دی، په افراط او په تفريط کې
د، غه بهر دُر دانه وم ، دُر دانه يم لا تر اوسه
هغه شان له خپله ياره، بې وکيله بې ريباره
زه خوشال چې يگانه وم، يگانه يم لا تر اوسه
 

 څو په باغ کې لا يو گل د نوبهار شته
د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته
نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه کا
چې په سيل د بهار راسره يار شته
چې له ياره سره مست، د گلو گشت کړم
محتسب که رانژدې شي پيزار شته
شيخ ملا دې زما غم په بهار نه خوري
چې رباب او سريندې غوندې غمخوار شته
نه به زه د ميو جام کېږدم له لاسه
نه زما له پارساييې سره کار شته
ما و خپلې پارسايۍ ته رخصت ورکړ
په دا نورو پارسايانو مې اوس ډار شته
ساقي! بيا زما د ښهر خبر واخله!
لا يو څو په کوڅو پاتې پرهېز گار شته
گل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترگې
لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چار شته
چې په هر پياله عقل له ما زدويي
د ساقي منت راباندې په بار بار شته
د گلونو په موسم کې خوار هغه دی
چې يې نه پياله په لاس نه يې نگار شته
نن هغه شاه جهان د زمانې دی
چې دسته يې د گلونو په دستار شته
چې نا اهل په غفلت ورباندې نه ځي
ځکه وصل د هر گل په څنگ کې خار شته
د بهار زېبا گلونه سوداگر دي
لخلخه به ځنې پيري چې خريدار شته
نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکړه
دا څو ورځې غنيمت دی څو گلزار شته
 

ما  د ښكلــيو ننداره كړه ، زاهــــد  ننگ  كړ
ښه خو دا چې  خداى دى  هم   زمــا په  رنـگ كړ
  هغه  وخت  چې  را په  ياد شي  ډېر  خوشحـــال شم
چې  به  ما  درته  دعـــا  كړه ، تا به  جنــگ كړ
زمــا  زړه  يې  په  قـلاب  د  زلفــو   يووړ
 ورســره  يې  اوده  كړى  په  پالنـگ  كړ
كه   ژوندى  نه  شي  له مرگــــه ، عمر يې  شوم  دى
چـــې په خـاك يـــې د  پايلو  باندې  شرنـــگ  كړ
 كښــلى مـــخ  يــــې لكـه څراغ هسې بليــــږي
خوار  عاشق  يې   په  دا څراغ  باندې  پتنــگ  كړ
ملنگان  يـــې  د  دربار  درويـزه  مومـي
ما  هم  ځكه  ځان  د يار  د  ور  ملنـگ  كړ
 ته  له  ځايه  هسې  نه  وې  دا څه  حـال  دى؟
چـــې   په  ما  باندې  دې  زړه  دا هسـې  سنگ  كړ
 

 

ليكنـــــــــــــــــــې

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com