ليكنـــــــــــــــــــې

 

د ښاغلي محمد صديق كاوون توپاني څو شعرونه

د ښاغلي محمد صديق كاوون توپاني څو شعرو نه چې  ښاغلي انجنير سيد عبدالقادر مسعود ډيزاين کړي دي ، په پي ډي اف  فايل کې کتلای شئ !

راشه پسرليه

راشه پسرليه ، دغوټيو له باران سره

سېل  د رنګ او بوى سره دمشكو له كاروان سره

راشه دغوټۍ له سترګو پريمينځه رانجه دخوب

راشه د زخمي زخمي غاټولو له درمان سره

راشه چې جړاو شي په غميو، نښتېځلى، باغ

راشه پسرليه، دګلونو له توفان سره

راشه چې دونو په ښاخونو پاڼې وناڅي

باد ترانې ووايې، دغرو مماڼې وناڅي.

*****

ژمى دى خفه نه شې دګلودغونچو په ځاى

مونږ درته په لاره زخمي زړونه غوړولي دي

خير كه وچكالي ده نه شبنم شته نه باران اوري

ستا دراتلو لارې مو په اوښكو ، پريمينځلي دي

اور مو په سر وړى، خو ډيوې مو لګولي دي

زړه د تروږميو كې مو ستوري ځلولي دي

زموږ كلي ته لمر راوله! راشه پسرليه

بيرته يې پخلا كه، د عمرو مرور راوله.

****

راشه چې باغونه مو ساړه ژمي وهلي دي

راشه چې ګلونه دخزان سيلۍ زپلي دي

راشه چې دبوټو په رګونو كې سا وچه ده

راشه چې غوټيو په سرووينو كې لمبلي دي

دښتې سوزيدلي، چمنونه رژيدلي دي

كرښې دقسمت يې په لمبو راته ليكلي دي

بس دى د اورونو ، دسوځونو كتاب واړوه

بس دى پسرليه، دغمونو كتاب واړوه.

****

څه دى بهار څه دى، چې رڼا دمستۍ نه لري

سا دمستۍ نه لري ، صهبا دمستۍ نه لري

شور دمينې نه لري، سور اور دمينې نه لري

څا څكو دشبنمو كې ځلا دمستۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې  موسكا دغوټۍ ورېبي

څه دى بهار څه دى چې خندا دمسنۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې ويدې نغمې نه پاڅوي

تاندې غوټۍ ويښې نه كړي، شنې وږمې نه پاڅوي.

****

راشه پسرليه، چې دلمر ګلونه وخاندي

توره شپه سبا شي، دسحر ګلونه وخاندي

باغ په خندا سر شي، لر او بر ګلونه وخاندي

راغ غونچې ،غونچې شي پيغامبر ګلونه وخاندي

بيا دپيغلو نجونو په ټټر ګلونه وخاندي

غر په ګلو پټ شي په كمر ګلونه وخاندي

بل شي په سپېرو دښتو، دګلو څراغونه بيا

پورته شي ،رپانده دغاټولو بېرغونه بيا.

****

راشه په سپېرو دښتو كې سا د ژوندون وكره

راشه په سړو زړونو كې اور د جنون وكره

راشه بيا روښانه كه دمينې دمزلونو لار

راشه د ليلي زړه كې وفا دمجنون وكره

راشه تږې تالې دوږمې په ميو مستې كه

راشه د ماښام په دښته، سپين سباوون وكره

راشه پسرليه، باغ ته ناوې دګل راوله

ساندې ترانې كه ، وزرماتى بلبل راوله.

****

تركې دبګرام درنه جامونه دسوما غواړي

غواړي ،نڅا شورغواړي،شررغواړي، نغمې غواړي

پيغلې دبخدي درنه دردونوته دوا غواړي

بيا په نو بهار كې دبهار مسته خندا غواړي

پريږده له قفسه، ښايسته بلبلې والوزي

دا زخمي غوټۍ له تا نه شونډې دموسكا غواړي

زيب يې د پيكيو شه، ګلاب دګريوانه يې شه

سوز يې د سندرو شه، رباب د زنګانه يې شه.

****

بيا به دا خزان، خزان وختونه بهارونه شي

بيا به دا شډل ، شډل ډاګونه چمنونه شي

بيا به دا اغزي، اغزي باغونه سره ګلونه شي

بيا به په رنګينو ګلو، ښكلي وربلونه شي

بيا به غم وهلي ماښامونه، سهارونه شي

بيا به دسپين غره غاړې ته ستوري امېلونه شي

بيا به دكابل لمنه ډكه په ګلونه شي

بيا به د (بابا) پګړۍ جړاوه په لعلونو شي.

****

تا كه پسرليه ، دګلونو ګيډۍ راوړلې

تا كه د وږمې په وزر تاندې غوټۍ راوړلې

تا كه درڼا ناوې له تورو شپو راوايسته

تا كه دباران د رڼو څاڅكو ډولۍ راوړلې

تا كه په خاموشو ماښامونو كې شور وكره

تا كه زخمي زړونو ته د مينې پټۍ راوړلې

ته به ابدي شې ، ته به پاتې شې په زړونو كې

ته به د ژوند سا شې ، په ډاګونو ، په باغونو كې.

١٩٩٩/٢/  ٢٠  

آلمان

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

هېر

کلونه وشول چې دې نه وینمه

غزل د سترګو دې لوستلای نه شم

نور مې دا ستړی سرګردانه نظر

- دا داغزنو اوږدو لارود سفرلاروی -

ستا د خوږو سترګو چینو کې لمبولای نه شم .

*****

نور مې دسترګو د ګودر په غاړه

ستا د پښو پلونه هم نه ښکاري

نور مې دشونډو د بیدیا په څنډو

- په دې شګلنو بې بهاره تالو-

ستا د بوسې ګلونه هم نه ښکاري

*****

نور دې د خیال په اسمان نه ځلېږم

نور مې د خوب کلي ته هم نه راځې

داسې ښکاریږي چې هېر کړې دې یم

دګلورینو خاطرو له باغه ،

د وچ لرګي په شانې لیرې غورزولای دې یم .

*****

زما او ستا هغه اورینه مینه

چې ځلېدله، بلېدله مدام

هغه د تورو ماښامونوډیوه

لکه د شپو په زړه کې بله شمه

چې سوزیدله، خندیدله مدام

اوس په کې اور نه شته، سپرغۍ نه لري

اوس له رڼا ډکه ځولۍ نه لري .

*****

خو لا تر اوسه مې د زړه په قاب کې

یوازې ستا د مخ تصویر پاتې دی

یوازې ته مې یې د ذهن په ډولۍ کې ناسته .

یوازې ته مې لکه وینه په رګو کې جاري .

المان
 (نومبر- ۲۰۰۰)

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

دمینې تړون

بیا مې جانانه، د زخمي زړګي په سوې للمه

ستا د خوږو، خوږو یادونو باران ووریده

بیا مې د مړاوو خاطرو په رژیدلي چمن

د پسرلي د سرو ګلونو باران ووریده .

*****

کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی یمه

کلونه وشول چې په تا مې سترګې نه خوږېږي

کلونه وشول چې دنیا لکه زندان ده راته

کلونه وشول چې د سا وزر مې نه غوږېږي .

*****

اوس مې یادېږي هغه تللې تېرې شېبې

هغه د ګلو غوندې ښکلي او رنګین وختونه

هغه دمینې د رڼا په میوو مستې ورځې

هغه ساده، هغه سپېڅلي نازنین وختونه .

*****

چې مې له تا سره تړون پکې د مینې وکه

چې ستا په غېږه کې مې ځان او جهان وپېژانده

ته مې کعبه شوې درته زه په لمانځه ودریدم

ستا په لمنه کې مې هوډ او ایمان وپېژانده .

 *****

ما ویل زه به دې جانانه جنتي ښایست ته

د سرو غوټیوغوندې ښکلی سور غزل ولیکم

ما ویل زه به دې د تورټیکري په تورو څنډو

د لمر په اوښکو حماسه د سره تکل ولیکم .

*****

ما ویل زه به ستا د زلفو په حسینو شپو کې

د ابدي مینې ځلانده ستوري وځلوم

ماویل زه به ستا دمخ هغه سپېڅلی سهار

د پسرلي د شنې وږمې په عطرو ولمبوم .

*****

مویل زه به د تیارو اوږده، اوږده لاسونه

ستا په زرینو، پرتمینو زلفو وتړمه

ما ویل زه به د بدرنګې شپې ناولی کجیر

د سپینې ورځې د رڼا په غشو وولمه .

*****

خو د تیارو د خدای، بدرنګه اراده بله وه

ستا برخه لیک یې د بادونوپه وزر وتاړه

ستا په تندي یې آیتونه د لمبو و لیکل

ستا په ټیکري یې د سرو وینو سمندر وتاړه .

*****

ما مرغلرې ستا له سترګو نه راټولې نه کړې

ما دې په زلفو د آرمان ګلونه، و نه ټومبل

د ماتمونو تورو شپو ته دې څراغ نه شومه

د زړه داغلي پرهارونه مې دې ونه ګنډل .

*****

چې ستا د زړه په ښار لښکرې دماتم وختې

ما یې یوازې په سرو سترګو تماشا کوله

ستا په دردونو او په خپلې بې وسۍ مې ژړل

ته سوزیدې ما درته هیله د بقا کوله .

*****

خدایزده چې په زوریدلي زړه به څه تېرېږي

ښایي چې تاته به بې هوډه، بې وفا ښکارمه

ته به مې وړ دخپلې مینې د پرتم نه ګڼې

تاته به مات ښکارمه تاته به رسوا ښکارمه .

*****

مات خو به یمه، خو جانانه بې وفا نه یمه

د تومتونو زنځیرونه په پښو ګرځوم

له تا نه لیرې، په پردیو نا آشنا کوڅو کې

د مجبورۍ د ژوندون پېټی په اوږو ګرځوم .

*****

خوستا د سترګو په زیارت باندې قسم کومه

یوه شېبه دې هم له یاده جلا شوی نه یم

د شنه باور په کرونده مې لا هوډونه شنه دي

د سرو غاټولوپه تړون باندې ختلی نه یم .

*****

دیاد په دښته کې مې څري ستا د مینې هوسۍ

د خوب باغچه مې ستا دحسن په ګلونو پټه

د ذهن دړه مې یوازې ستا نامه پوښلې

د زړه ماڼۍ مې ستا په ښکلو تصویرونوپټه .

*****

آلمان
 (جنوري - ۲۰۰۱)

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

شاړې کوڅې

وران دي مالتونه، کوڅې شاړې دي

لور په لور غمونه، کوڅې شاړې دي

سوزي مې د کلي شنې باغچې په کې

بل دي سره اورونه، کوڅې شاړې دي

لاس کې مې دمینې ګلان مړاوي شول

جړ دي وربلونه، کوڅې شاړې دي

نه دپیغلو جوش نه د زلمو خروش

شړ دي ګودرونه، کوڅې شاړې دي

وخت د بې ننګۍ دی دنیا بله ده

مړه دي غیرتونه، کوڅې شاړې دي

نه دسهار ستوري نه د لمر څړیکه

بر دي تورتمونه، کوڅې شاړې دي

تشې میکدې، خمونه تش دي

تش پکې جامونه، کوڅې شاړې دي

زانګي مې قسمت د شپې په زلفو کې

شپې دي او خیالونه، کوڅې شاړې دي

تللې ده خندا نوره له کلي نه

ووري ماتمونه، کوڅې شاړې دي

ټیټې چې شملې شولې جنډې جګې شوې

سره شول مزارونه، کوڅې شاړې دي

توره تروږمۍ ده لارې ورکې دي

مړه دي مشالونه، کوڅې شاړې دي

آلمان

اپریل (۱۹۹۶)

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

خوب

ویده وم خوب مې لیده،

چې د شپې درونداو پړسېدلی بدن،

زموږ د کلي د غونډۍ له پاسه

دسپین سهار،

په دار،

ختلی،

ځړیدلی، ښکاري .

ویده وم، خوب مې لیده

چې د لمر پېغلې او زرینې، نازنینې لوڼې،

زموږ دکلي دګلبوټو په قالینو باندې،

خاندي،

مستي کوي،

نڅاکوي .

او په خمارو، شپو وهلوڅانګو ویشي د رڼاجامونه .

ویده وم، خوب مې لیده .

***

ویده وم، خوب مې لیده،

چې یو بېساري، ګلالي پسرلي،

زموږ دکلي، باغ، په سر اخیستی،

او د غوټیو بهیر،

زرغونو لښتو کې څپې، څپې رنګونه کري .

ویده وم خوب مې لیده،

چې ډلې، ډلې کلیوالې مسافرې مرغۍ،

بېرته ستنېږي له پردیو نا آشنا باغونو،

او بیا له ډېرو کلو وروسته،

د خپل کلي،

دچنار،

په څانګو،

د ناز خوبونه کوي .

ویده وم،

خوب مې لیده .

خو چې راپاڅېدمه،

سترګې مې پرانیستلې،

ومې لیدل :

د شپې بویناک او پړسېدلی بدن،

لکه ورسته او کرغېړنه وږمه،

زموږ دکلي په کوڅو کې لا تر اوسه جاري،

او دلمر، پېغلې،

نازنینې،

او حسینې لوڼې،

زموږ د کلي د دیوال تر شا هماغسې په خوب ویدې وې .

او باغ،

تر اوسه،

رژیدلی،

نښتېځلی،

پروت دی .

نه د غوټیو بهیر،

نه د ګلونو کاروان،

د رنګونو څپې،

نه د مرغیو د وزرونو، آواز،

او نه د لښتو تنفس،

چمن،

خالي،

له ټولو .

یوازې شپه،

یوازې دود،

یوازې خړه وسپنیزه هوا،

زموږ دکلي په کوڅو کې، جاري .

 

آلمان

(۱۹۹۵)

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

دمينې په نامه

دزړه په شاړه كرونده كې مې دهيلو سپرغۍ وكرلې ،

دښاپيرۍ په څڼو وځنګيدم .   اودآرمان

مې دتيږو په ساړه ذهن كې،  بيا

مينې په نوم،  دتودې

په وينو ډيوې بلې كړلې . دزړه

په دښته كې مې،  دشپې

سپيروشګو، دګلونو دپښوخاپونه ولټول . په

اودبادونو په شګلن بهيركې ،

دسرو غوټيو دمزار څلي ته ودريدم

اودخداى ټول كلى مې ،

چې شپه او ورځ پكې داوښكو بارانونه كيدل

په يوې اوښكې ،

په يوې وروستنۍ اوشكې ،

پسې ولټاوه .

چې دغمونو دڅپركي وروستۍ پاڼې ته وروستى ټكى شي

خوته به وايې چې وروستۍ اوښكه ،

شوه ،  مرغۍ

هوا ته،  او

لاړه .

* * *

، تبر شين شو دنارنجو په خاى كله چې باغ كې ،

دشنو ونو دمړينې افسانه ياده شوه،  ماته

او زړه مې، وټوكيده ،

لوى شو ،

   بيرته ورژيده .  

، شو ټوټې ،ټوټې

پاڼې پاڼې شو ،

دباغ په ونو وغوړيده .

خبرومې په غوږ كې انګازې كولې : « چا »  دكوم بې نومه، نا څرګنده

، شمال لګيږي كله چې ونې مري ،

، نرى نرى باران وريږي كله چې ونې مري ،

چيغو ژاړى، كله چې ونې مري، آسمان په چيغو

سيندونه ساه وركوى،

او چپه كېږي غرونه،

او بيا له كومه نا څرګنده ځايه،

يو لاس راوزي، چي رڼا خپروي،

يو لاس راوزي، چى بادونه تړي،

" يو لاس راوزي، چي له ډاره يې، د تبر خوله كي ژبه سوزي

خو ما كتل چې ونې مړې شوې،

ګلان ورژېدل

په شنو باغونو كې د تبر ترانه جاري شوه،

په وچوڅانګو د مرغيو ځالې ونړيدې،

اوخونړۍ سيلۍ په ټول كلى كې وچلېده

شمال ونه لګېده،

نرى نرى باران ونه وريده

غرونه ونه نړېدل،

سيندونو ساه ورنه كړه،

او د اسمان له تكو شنو سترګو نه، يو څاڅكى ونه څڅېده .

له ناڅرګنده ځايه،

د باغ په لوري لاس ونه غزيده،

د خداى په ټول كلي كې،

چا د زخمي نښترو سوې ساندې وانه وريدې،

چا د سېليو وزر ونه تاړه،

چا د تبر ژبه غوڅه نه كړه .

په ذهن كې دي . خبرې مې تر اوسه لا  " چا" خو د بې نومه ناڅرګنده

* * *

اوس لكه سټړي سرګردانه مرغه،

د باد په ورانو كنډوالو الوزم،

د باد په ورانو كنډوالو كې، مې د هيلو،

سره ګلان،

لټوم .

آلمان اپریل (۲۰۰۰)

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

دمینې شرط

ماته يادشي چې ته پيغله، زه زلمى وم

په رګوكې مو سكروټې ګرځيدلې

ټول وجود مو اور دمينې و،نيولى

له ليمو نه مو سپرغۍ پورته كيدلې

پسرلى و،

ټوله ښايسته وه،  دنيا

دوږمې كاروان ،

شيندلي وو،

. عطرونه

دځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه

له غمونو موخالي وو، زلمي زړونه .

زه په مينه درنژدې شوم چې دې ښكل كړم،

دهوس په دنيا سم كړم قيامتونه

تا مې لاس په شونډو كيښود ،

 بيادې وويل :

اول مې تور پيكي ته ،  چې

سورګل ،

راوړه،

كړه دسوركو شونډو سرونه .  بيامې ښكل

اوسورګل،

زموږ دځوانې مينې، شرط شو.

زه له هغې ورځې وروسته بيا تر اوسه ،

. سرګردانه په سروګلو پسې ګرځم

سمې لټومه،  كله

كله،

غرونه،

كله دښتې اوميرې،

كله،

باغونه .

له هر چانه دسروګلوپته غواړم ،

په سروګلوپسې لويې لارې نغاړم .

نه مې ستا دپيكي ګل ،

چيرې،

پيداكه،

نه پوره مو دنيمګړې مينې ،

شرط،

شو

نه مې ښكل كړل ،

دسرو شونډو،  ستا

سرونه

، سمسور شول  نه

نښتيځلي،

ارمانونه .

 (۱۳- ۸- ۱۹۹۵) آلمان

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

لولۍ دنیا

بیا یې خواږه خواږه یادونه په ما لوبې کوي

بیا یې خندا ده چې زما په ژړا لوبې کوي

بیا مې ریښې ریښې لمنه له اغزو ډکه ده

بیا د خزان سیلۍ د ګل په خندا لوبې کوي

بیا مې ځلېږي د بڼو په سر لړزانده ستوري

بیا مې د تورې شپې قسمت، په رڼا لوبې کوي

مغل کاته یې هیروي رانه انګریز وختونه

خوشحال غیرت مې د شملې په رپا لوبې کوي

خمونه تش، ساقي خمار، زه دعمرونو تږی

بدل محال دی صراحي په صهبا لوبې کوي

کله دما،  کله دتا، کله د بل غیږه کې

لولۍ دنیا ده، هم په ما هم په تا لوبې کوي

د زړه ټوټې ټوټې ښیښه مې د آشنا په لاس کې

لکه ماشوم یې د شغلو په ځلا لوبې کوي

هغه چې وژني مې په مړي مې هم هغه ژاړي

شهیده ساه مې د قاتل په ژړا لوبې کوي

ګلبویه زلفې یې خورې ورې د باد په اوږو

لکه قصې د مینتوب چې په چا لوبې کوي

نه مې ماضي په شغلو پټ نه مستقبل په ستورو

پرون ایرې، نن مې لوګی په صبا لوبې کوي

آلمان ۶ مارچ ۱۹۹۴

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

پردی

دلته پردی یم څوک مې نه پیژني

څوک مې سلام ته هم سلام نه وایي

څوک مې له ځانه سره ځان نه ګڼي

څوک راته سیال د ننګ او نام نه وایي

***********

نه مې له چا سره خندا ویشلې

نه مې له چا سره ژړا شریکه

نه مې له نورو سره مینه یو شان

نه مې له نورو سره سا شریکه

**********

لکه له ونې جلا شوې پاڼه

دزمانې سیلۍ په سر اخیستی

لکه د شپې توفان وهلی مرغه

سړو بادونو مې وزر اخیستی

**********

لکه له یاده تښتېدلې قصه

نور د چا ذهن تخنولی نه شم

لکه د وخت په شپو کې ورکه هیله

نور د چا زړونه تودولی نه شم

**********

لکه په سوبه کې مات شوی سرباز

له ځانه ستړی، له جهانه ستړی

لکه په مینه کې ناکامه مین

له هوډه ستړی، له پیمانه ستړی

**********

هلته مې سر وو تر آسمانه اوچت

دلته پردی یم، خیراتخور مې ګڼي

هلته اتل ومه په خپله خاوره

دلته بې ویاړه یمه، تور مې ګڼي

**********

د سرو سکروټو له بارانه راغلم

د تومتونو د ږلیو ښار ته

له تورو وریځو نه راوتښتېدم

راغلم د باد او د سېلیو ښار ته

**********

زما شرقي وینه د مینې تږې

خو دلته کرکه ده په هر قدم کې

زه د یوې پستې خبرې لیوال

خو دلته تیږې دي زما په چم کې

**********

راته سړو سړو کتو کې وایي :

ته بیګانه یې ته وطن نه لرې

ته د سپیرو دښتو سپیره اغزی یې

ته لیاقت د دې چمن نه لرې

**********

ته دوزخي یې ستا یې څه په جنت،

ته صحرایي، یې ته چمن څه کوې .

ته وچ لرګی د سوزیدلو وړ یې

ستا یې په باغ څه، په ګلشن څه کوې؟

**********

که لیرې پاتې شم وحشي مې بولي

که ورنژدې شم رانه ځان ټولوي

که مینه وغواړمه کرکه کوي

که کرکه وکوم، دنیا نړوي.

**********

د بوټو څانګې یې اغزي دي راته

د ګل خندا یې له پیغوره ډکه

له وړو ونو نه یې زهر څاڅي

ځوانه اروا یې له سره اوره ډکه.

**********

زه د وطن د جګو غرو بوټی یم

دلته پردي چمن کې نه شین کیږم

په لمر خاته کې مې ریښه ښخه ده

دلته غربي ګلشن کې نه شین کیږم.

**********

دلته پردی یم، څوک مې نه پیژني

زما عزت او زما پت هلته دی

دلته پردي جنت کې نه ځایېږم،

زما دوزخ، زما جنت هلته دی.

آلمان – اکتوبر، ۱۹۹۴

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

دافغاني پیغلې (ناهید)په یاد، چې د تور استبدادله لاسه یې ځان د کابل د مکروریون دیوې ودانۍ له څلورم پوړ څخه لاندې وغورځاوه او د ژوند په بیه یې خپله سپيڅلتیا وژغورله

 نا هيد

توره شپه كې بله كړه د سرو وينو ډيو ه ناهيد

چيغه د پاڅون شوه دننګونو حماسه ناهيد

اور يې د ابليس د هوسو نو په كور پورې كه

ووته له ځانه، شوه د ټول ولس شمله ناهيد

پاڼې، پاڼې پرېوته د سرو ګلو غونچه ناهيد

وځلېده، وخندېده، سرو وينو كې سره ناهيد

هغه د ملالې د يادونو سره جنډه ناهيد

هغه د افغان د غيرتونو ترانه ناهيد

ګډه يې غوغا كړه په خاموشو ماښامونو كې

بله يې ړڼا كړه ، تروږميو د وختونو كې .

٭٭٭

ګل د بېغلتوب ، يې د قاتل د غاړى هار نه كه

ښاد يې په خپل حسن د وحشي هوس ښامار نه كه

يې د قدرت د لېونو پر تندي وليكل" نه "

لړ د تورو زلفو يې بې سرو ته دستار نه كه

لنډ يې كه له ځانه د ياغي ستم ناولى لاس

تور دښمن د خلكو يې له ځانه سره يار نه كه

جګ غيرتې سر يې ټيټ په مخ كې د اغيار نه كه

ځان يې قرباني كه، خپل غرور يې ترېنه ځار نه كه

ستورى شوه ، سپوږمۍ شوه، د ننګونو بام ته وخته

  كړيكه دغيرت شوه، د يادونو بام ته وخته

٭٭٭

ووايه اسمانه ! تا د وينو ځلا وليده

تا د شهادت د ناوې، مسته خندا وليده

تا په خپل هيواد باندې مينه ليلا وليده

تا يې په تندې باندې ليكلې وفا وليده

تا يې په خوږو سترګو كې راز د مينې ولوسته

تا يې اننګيو كې سپېڅلې حيا وليده

تا هغه سپرغۍ، هغه د تورو برېښنا وليده

تايې په لمنه كې د ستورو نڅا وليده

ورته اسمانه ! موږ سرونه ټيټوو وګوره

خاورې د پښو يې په سرو سترګو ښكلوو ورته .

٭٭٭

ووايه اسمانه تا د شپې قا صدان وليدل

تا د پرښتو جامه كې تور شيطانان وليدل

تا د افغانانو د عزت تاجران وليدل

تا د وينو تږي، خونړي قصابان وليدل

تا په كتا بونو بار بې علمه شيخان وليدل

تا دكنډوالو په تخت سپاره اميران وليدل

تا دننګ په خاوره كې زنګي غلامان وليدل

تا د چلتارو نو دهيواد ملنګان وليدل ؟

څنګه ښكاريدل دتروږميو دښامار بچي

دا په غيرتي كابل ، پريوتي دتاتار بچي

٭٭٭

دا زخمي كابل ، دغه په سرو وينو لړلى ښار

داد اهريمن،  تورو منګلو ته لويدلى ښار

دادتالانګرو له ستمه سوزيدلى ښار

داپه پټه خوله په سلو ژبوغږيدلى ښار

دا هره شيبه په ماتمونو ژړيدلى ښار

دادګلو ښار،  زموږ د پيغلو نازولى ښار

داپه جګه غاړه هردښمن ته دريدلى ښار

داديرغلګرو دسپرو دسترګو خلى ښار

بيا دخپلو لوڼو او زامنو په وير، وژړيد

بيا دځوانو زړونو په زلميو وينو ولمبيد.

٭٭٭

يه اسمانه ، دلته خومرګونه ستړي شوي دي

چيغې ستړي شوي ، فريادونه ستړي شوي دي

لارې ستړې شوې دي، ګامونه ستړي شوي دي

اوښكې ستړې شوي ، ګريوانونه ستړي شوي دي

هيلې ستړې شوي، ارمانونه ستړي شوي دي

زړونه ستړي شوي دي ، غمونه ستړي شوي دي

دلته په جنت كې دوزخونه ستړي شوي دي

دلته په ګلونونو كې اورونه ستړي شوي دي

دلته په دې خاوره، دستم غدۍ پريوتې ده

دلته په دې خلكو، دماتم غدۍ پريوتې ده.

٭٭٭

وګوره اسمانه ، اراده دپيكار وګوره

لاره دغيرت كې ، هنګامه دايثار وګوره

ژمي دتاريخ كې سره غاټول دبهار وګوره

سره غيرتي وينه د ناهيد په رخسار وګوره

دلته ويره نشته له سرونو سره لوبې دي

دې لمرينه خاوره كې، دستورو مزار وګوره

پاكې پلوشې به يې دشپې ګريوان ور څيرې كړي

پيغلو دكابل سره ، تړون دسهار وګوره

داياغي ككرې اهريمن ته دسجدو نه دي

دلته دستم تورې جنډې درپيدو نه دي

آلمان  (۱۹۹۴)مارچ

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

كابل ته

درنه لوګى شم ، ګرانه كابله

زموږ د نجونو ، د پېكي ګله

وجود مې سوزي، زړه مې رپېږي

چې درته سركړم د غم بدله

٭٭٭

ماتم څڅېږي، ستا له څيرې نه

خندا دې څه شوه، سرور دې څه شو

مستي دې څه شوه، هستي دې څه شوه

غېرت دې چېرته، غرور دې چیرته

ماښام ماښام يې، سهار دې نه شته

په ژمي پروت يې، بهار دې نه شته

لمر دپرېوتى، سپوږمۍ دې تللې

د رڼو ستورو، سينګار دې نه شته

٭٭٭

د ګلو ښاره، د ښكلو ښاره

ښكلي دې لاړل، ګلان دې وسول

فضا دې ډكه له شنو دودونو

ونې دې وسوې، مرغان دې وسول

٭٭٭

په سپينه ږيره دې اوښكې څاڅي

له زخمي زړه دې وينې بهېږي

په شنه لمن دې غاټول د وينو

رازرغونېږي او راغوړېږي

٭٭٭

په سر دروې، سكروټې ووري

په لاله زار دې، خزان پرېوتى

ونې لغړې، ګلونه مړاوي

په شنو باغو دې توفان پرېوتلى

٭٭٭

د لمر په بام دې، اخېړ د ورېځو

شينكی اسمان دې پټ په دودونو

غېږه دې ډكه له شهيدانو

خلك دې ستړي له ماتمونو

٭٭٭

خندا دې چور كړه، وحشي بادونه

غرور دې مات كه، بې غيرتا نو

هستي دې يوړه داړه مارانو

غوټۍ دې لوټ كړې تورو كارغانو

٭٭٭

زه درنه لرې ،  پردي وطن كې

په ياد دې سوزم ، په ياد دې ژاړم

هر شيبه دې ، له  غمه مرمه

په عشق دې پايم ،په  نوم دې وياړم

٭٭٭

د ګلو ښاره، د ښكلو ښاره

زخمي كابله، ورانه كابله

سوى كابله، ويجاړ كابله

ښكلى كابله، ګرانه كابله

المان

١٩٩٣ / ۵ / ٢٠

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

دوينو جام

يه آسمانه، بيا دې څه لوبه آغاز كړه ؟

بيا دې كومه غمپروره نغمه سازكړه

ټول وطن مې دعمرونو غمكده شو

زړه دې يخ كه ، ورته خانده ، ورته نازكړه.

٭٭٭

دآسمان په لاس كې بيا دوينو جام دى

بيا يې كړى قربانۍ ته ،زما لام دى

ټول وطن راته دسرو وينو درياب شو

ورځ مې شپه ده، هر سهار راته ماښام دى.

٭٭٭

دوحشت په اور كې سوزي ، ايرې كيږي

دوطن هستي مې ټوله نابوديږي

دښمنانو هسې اور راته كرلى

چې يو ريبم سل يې نور رازرغونيږي.

٭٭٭

دوحشي ستم دوران دى په وطن كې

هر قاتل اوس قهرمان دى په وطن كې

دوطن لمنه سره ده په سرو وينو

جوړ دسرو وينو باران دى په وطن كې.

٭٭٭

سرې لمبې دي، دبابا وطن مې سوزي

زړه مې سوزي، ځان مې سوزي تن مې سوزي

په ګلونو مې سكروټې راوريږي

باغ مې سوزي، ښايسته چمن مې سوزي.

٭٭٭

ته مې چې لاس وركه دښمن شو « دوست » هر يو

اهورا مې چې باله ، اوس اهريمن شو

هر يو راغی، زه يې چور كړم، زه يې بور كړم

شو.  قرباني، زما وطن هريو لاړه

٭٭٭

وطن وران شو، ملت چور شو، ولس خوار شو

څوك په يوه او څوك په بل نامه ازار شو

شوه  ډوډۍ   نه  شول، " كالي"، نه شو " كور"  نه مو

څه چې پاتې له نيكو وو، تارو مار شو.

٭٭٭

سهار وينې رابهيږي ، ما ښام وينې

صراحي نه وينې څاڅي له جام وينې

څه دوينو زمانه شوه لويه خدايه

اغاز وينې راته ښكاري، انجام وينې.

٭٭٭

تا په كومه ګناه وژني، وطنداره ؟

قرباني يې بيا دكوم غاصب لپاره ؟

ستا له ورانو كنډوالو نه نور څه غواړي ؟

لاس نه اخلي دښمن دې له ازاره. چې

٭٭٭

دوطن سپين سرې مور شوله سرتوره

داسمان دناكردو بهير ته ګوره

اوس د وينو په درياب كې ده ولاړه

چې پرون وه په سرو ګلو كې ولاړه

٭٭٭

چې دګلو دانې وكرم ، اغزي شي

هر ګلرخ ته چې زړه وركړم بازاري شي

 پسى چې زه اقتدا وكړم " امام " هر

دمسجد له كونجه پورته شي، عاصي شي

٭٭٭

چاپه يوه او چا په بل نامه خراب كړې

چا ايرې كړې، چا په سرو لمبو كباب كړې

! نه پوهيږم څه ګناه لرې وطنه

يې دسرو وينو درياب كړې. چې داهسې

٭٭٭

دملت په اوږو سپور شي محترم شي

هم كعبه شي، هم ساقي شي، هم صنم شي

هم يې وژني هم په قبر ورته ژاړي

هم قاتل شي، هم قاضي يې دستم شي.

٭٭٭

لويه خدايه ته دا توره شپه رڼا كړې

ټول افغان بيرته په خپل وطن بسيا كړې

شيطاني تروږمۍ وولۍ په ستورو

ورنه خلاصه دافغان دزړه دنيا كړې.

آلمان

جون ١٩٩۴

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

د دوزخ  په  څنډو

راشه تر څنګه مې حسينه ساقي

دزړګي سره نازنينه ساقي

راكه درياب، درياب جامونه راكه

دعمر تږې يم، خمونه راكه

ساقي سكروټې راكه ، اور راكه

درد راكه، چيغې راكه، شور راكه

دخم تر څنګه مې بسيا كه ساقي

داګونګه ژبه مې ګويا كه ساقي

دشپې په دښته كې مې شپه ده ساقي

شپه مې دزړه په كور خپره ده، ساقي

راكه دميوو سباوون راكه

درڼا جام راكه ژوندون راكه

راكه دلمر غوندې روښانه شراب

راكه بې پيله بې پايانه شراب

هغه شراب چې پكې ځان ووينم

ځلا دحسن دجانان ووينم

چې پكې هير كړم دابې خونده ژوندون

دابې ثمره، بې ګرځنده ژوندون

چې پكې ډوب شمه ، چې ورك شم پكې

چې له درندو غمونو سپك شم پكې

* * *

ساقي بيا راغی دغمونو ماښام

تياره ماښام دماښامونو ما ښام

ساقي راځه چې زمانه بله شوه

شوه بله اودانه بله لومه شوه

بيا زوړ زاهد په توبو بار راغلى

بيا د دروغجنې تقوا وار راغلى

بيا محتسب دى بيا تكفير دمينې

بيا دتسبو لړ شو زنځير دمينې

******** * *

ساقي بيا راغلل دخزان بادونه

اورين بادونه دتوفان بادونه

بيا دوږمې سينه كې سا وچه ده

بيا دغوټۍ خوله كې خندا وچه ده

بيا د غونچې ګريوان له غمه څيرې

بيا دبلبل زړه له ماتمه څيرې

ساقي راځه چې ميكدې بلې كړو

تياره رابره شوه ډيوې بلې كړو

راځه چې واړوو خمونه په سر

ترخو اوبو كې سره اورونه په سر

راغلې غم دتيريدلو نه دى

دا وږى ديو دمړيدلو نه دى

دفلك سترګې ريا كارې سترګې

دروغجنې سترګې ګناهكارې سترګې

بيا خونړۍ ښكاري بيا سرې ښكاري

بيا داورونو سلسلې ښكاري

******** * *

ساقي راځه چې بيا پيالې جګې كړو

پټو مستيو نه پردې جګې كړو

راځه ويدې نشې راويښې كړو بيا

بلې لمبې نشې راويښې كړو بيا

بيا درندانو هنګامه جوړه كړو

بيا د مستانو غلبله جوړه كړو

بيا د غوټۍ سترګو كې ناز وګورو

بيا په دانه كې دژوند راز وګورو

واورو د ګل د غوړېدو سندره

دشنه غزل دټوكيدو سندره

دمينې لوبه په فكرونو نه شي

په خامو خامو تدبيرونو نه شي

مينه د زړونو بليدنه غواړي

مينه له سره تيرېدنه غواړي

مينه په اوښكو كې خندا لټوي

مينه سكروټو كې بقا لټوي

راكه د مينې په نوم اور راكه

راكه د تاك د سترګو تور راكه

ساقي له ځانه وركيدل غواړمه

د ميوو جام كې ډوبېدل غواړمه

خندا مې هيره له ژړا نه پردى

له ځانه تللى له دنيا نه پردى

ساقي د لويې ګناه تور ماتوم

دا دوزخي تنده په اور ماتوم

چا میکده، چا کړه کعبه بدله

چا ځان بدل كړ، چا كوڅه بدله

څوك د رنګونو په خم ولمبېدل

څوك د وختونو په باد ورپېدل

څوك مقتدي او څوك امام پسې لاړ

څوك په انګور او څوك په جام پسې لاړ

څوك يې كعبه څوك بتخانه كې غواړي

څوك يې د سهوې په سجده كې غواړي

: خو

زه له سجدوو زه له بتانو ستړى

زه له دروغجنو امامانو ستړى

زه نا آشنا په نا آشنا كلي كې

سترګې نمجنې د خندا كلي كې

زه ګناهګار زه بې ګناه ګناهګار

زه د سپيڅلې اقتدا ، ګناهګار

ساقي په ميوو كې لمبل غواړمه

د ګناه پيټي سپكول غواړمه

له ځانه تښتم د جانان په هيله

له كوره وځم د بيابان په هيله

زه د دوزخ په څنډو ولوبېدم

زه د جنت ګلو كې وسوزېدم

زه د كوثرو په خيال وزنګېدم

زه د وختونو په ټال وزنګېدم

ما خپله وركه پيدا نه كړه چېرته

ما هغه تللې زما نه كړه چېرته

د نور په هيله په تيارو واوښتم

د ګل په لټه په اغزو واوښتم

په سپينو سپينو كې مې تور وليدل

غوښتل مې نور څه، خو ما نور وليدل

راكه ساقي راكه سپېڅلې اوبه

د تاك له سترګو څڅېدلې اوبه

راكه چې ويې څښم لمبه ، لمبه شم

اور شم، سكروټه شمه ، سره لمبه شم

ساقي! راغلى يمه وار ما توم

ساقي ! د ټول عمر خمار ما توم

آلمان / اپريل / ١٩٩٣

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com