ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

د ښاغلي محمد ابراهيم سپېڅلي
دوه غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزلې


غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل

زړه مې له بدو څخه بد وړي لدې  ښـــــــــــــاره وزم
ليونى كيږمه ملګــــــــــــــــــــــــــــــروله اختياره وزم
نجلۍ دخـــــــــداى لپاره مه ږده په اوربــــــل ګلونه
داتوراوربــــــل به دې مامړكړي له روزګــــــاره وزم
چې د كلـــــو د انتظــــار روژه  مې مـــاتـه  كړلــــــه
اوس يم خوشحـــــــاله چې دغم له انتظـــــــــاره وزم
كه  ته  چاپېر كړې د سكروټو  ديوالونه  پر مــــا
زه هم پښتـــــــــــــــــون يمه اخربه له
انګــــــــاره وزم
تاسومې څله دخپل كوره څه په زوره شــــــــــــــــړئ
زه خوبېوسه يم پخپله په كـــــــــــــــــــــــــــــــراره وزم
تل كـړه سپېڅلى محبت له ما(( سپېڅلي )) سره !
كنـــــې زه مرمــــــــــــه د
ژونديـــــــــــــوله كتاره وزم

 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل

ستا په سترگوكې مې كــــــــورواى لكه اوښكه
پربارخو دې  رانسكــــــــــــــــورواى لكه اوښكه
په غــمونـــــواوخوښـــــــــــــــۍ كې درسره واى
!
كه هرڅوپرماپيغــــــــــــــــورواى لكه اوښـــــــكه
ستاكلــــــــك زړه مې نرم كړى لكه مــــــوم واى !
راسره چې دومــــــــــره زورواى لكه اوښـــــــــكه
كه هرڅومې عمــــــــــرلنډواى ستالېموكــــــــــې
خوچې ستاد زړه  ټكـــــــورواى لكه اوښـــــــكه
اوس به ولــــې زاره چاودى واى))سپېڅلـــى((
كه يې ته
داسې غمخـــــــورواى لكه اوښــــــكه

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.