ليكنـــــــــــــــــــې

 

د ښاغلي پوهنمل حاجي محمد نوزادي شعرونه

کوترې

پرون می ولید د کوترو یو سیل

ټولی یو صف کی ،

منظم الوتی .

هره شیبه پورته کیدی ، جګیدی .

لکه چی دی کی وو پټ شوی یو راز

تا به وی کاندی کهکشان ته پرواز

چی تری نه راوړی یو د مینی پیغام ،

شی چی موسکا ته الهام .

خو ، ناببره

دخاورو دوړو توپان

فضاکړه خړه پړ

لاندی پر ځمکه ورته پام دښکاری .

ده یو په بلی پسی . . . .

ګوته کړه کش پر ماشه .

چی څه کارتوس ورسره ،

ټوله یی فیر کړل

د کوترو په لور .

کوتری ټولی یی خوری وری کړی .

ځینی یی باد او دوړو یوړی چیرته

پرنامعلومو خواوو .

څوک وزر ماتی پورته کښته کیدی ،

څینی پرزمکه باندی مړی پریوتی .

ښکاری را ټولی کړلی ،

په شا یی واړولی .

 لار کښی پری پیښ شو لیوه ،

له لوږی ډیر تپیده .

ټوپک خالی اوږه کی ،

پښیمانی څه فایده کړی .

دا پسله څو ګړیه

شوه نتیجه زړګیه :

ښډل ښکاری

سپینو کوترو څنګ ته ،

د لیوه ګیډه کی لاسونه مښوول .

مسکو ـ ډیسمبر ۱۹۹۸

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

نمک حرام دوران

کوم رویبار به بیا دیار د کوڅی راشی

چی پیغام یی وچو شوندو ته موسکا شی

کوم میرویس به بیا ګورګین په وینوسور کړی

کومه مور به یوار بیا نازو انا شی

څوک په بیا د پانی پت ناره تازه کړی

څوک به بیا پر پله روان د احمد شاه شی

د اکبر خنجر به کله بیا سور کیږی

بیا به کله د لیوب توره تر ملا شی

د غازی آدی ټکرۍ به څوک پر سرکړی

ملالۍ چیغه خوره به کله بیا شی

د پښتون شمله به جګه ګوره څوک کړی

میراث خور به خدایه څوک نن د شیرشاه شی

که خبر ورته د وران کلیو یوسم

هره تیږه د خیبر په ژړا شی

سره لښکر ته په څوک سره سترګه ښکاره کړی

چی تور خرس غوندی یی ځای سائیبریا شی

کله اوښکی په شی وچی د بیبیانو

کله ټول به دا ټغر د کربلا شی

څه دوران نمک حرام مو شو په برخه

چی بچۍ د مور پوړنی ته بلا شی

نوزادی ! که ورور تر وروره ورسیږی

معاملی پټی به واړی برملا شی

ډنمارک
۲۰۰۷ کال

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

د وطنوال په وير کې

خړ توپان دی د لوخړو

تر هر وره رسیدلی

یو یو کاڼی له اسمانه

پر هر کور دی رالویدلی

هر افغان دی ددی خاوری

نن په اوښکو لمبیدلی

پر اوار ټغر د غم یی

خوښ پنجاب دی نڅیدلی

که افغان په خوب ویده وی

او ګرګین را پاڅیدلی

هم به لر وی ، هم به بر وی

پدی غم کی زنګیدلی

ګوره تور دیب سری منګولی

فرشتو ته خښمیدلی

هره ورځ یو « وطنوال » خوری

چی په خیټه پړسیدلی

هم په بم هم په راکټ مری

هر ددی هیواد وګړي

پاڅولای پښتون نه شم

خدایه څنګه خوب وهلی

« پښتنو ! کښتۍ ډوبیږی »(۱)

« جهانی » مو ارویدلی ؟

که یو نشی نو ورکیږی

ځان ته مه وایه ښاغلی

نوزادی په لوړ اواز دی

دا پیغام در رسولی

ډنمارک -  ۱۹ / ۷ /۲۰۱۱

(۱)- دا د وتلی شاعر عبدالباری جهانی دیوه شعر مطلع ده چی پښتانه یی مخاطب کړیدی .

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

د  ځوانۍ یاد

په ژړا می خپلولی ، په خندا را څخه ولاړی
زما دتیری ځوانۍ یاده بی پروا را څخه ولاړی

دتیارو پر اوږو راغلی او په سترګو لیده نشوی
لکه پرخه پرګلپاڼی ، په رڼا راڅخه ولاړی

ها ګلبوټی لاندی شپه مو څومره لنډه شوله تیره
زما کیسه لا ختمه نه وه ، شوی بریښنا راڅخه ولاړی

یو څپه غوندی ښکاره شوی ، ما کړه غیږه درته خلاصه
څو می سترګی رغړولی ، ته په غلا راڅخه ولاړی

ماوی بیا به خواته راشی ، بیابه لاس ترغاړی ګرځو
زه مجنون غوندی کړیږم ، ته لیلا راڅخه ولاړی

رایادیږی چی ځلمۍ وم ، مچولی می دی شونډی
ته به سره لکه سکروټه په ځلا را څخه ولاړی

اوس هم هغه نوزادی یم خو دزړه دردونو زوړ کړم
ته هم هغه ښکلی مینه ، پرامسا راڅخه ولاړی

ډنمارک ـ ۱/۳/ ۲۰۱۱
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com