ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 


عبدالهادي حيران
    

غزل

راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې
عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې
 

اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږه
ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې

ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي
باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې

بيا دې ملا جانه دا د حورو قيصه وکړله
بيا دې د لالچ او شهوتونو سترګې تورې کړې
 

دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟
غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې
 

د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى
ګوره چې د حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې

مونږ به اوس حېرانه د رڼا په لاره تګ کوو
غږ د سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې
 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غــــــــــــــــــزل

دا چې زړونو کې تورتم دی

دا د ټولو نه لوی غم دی

که جذبه د لېونتوب وي

نو منزل ته يو قدم دی

حال د ژوند بس دومره ډېر دی

چې حالاتو سره سم دی

 علامت د بربادۍ دی

مونږ تراشلی چې صنم دی

 يؤ سړی چې هيڅ يې نه زده

استاد هم دی، لارښود هم دی

دا لا کوم وحشت راخور دی

د هر چا سترګو کې نم دی؟

د ښار ډېرې دروازې دي

او په هره يوه کې غم دی

دا تاريخ ورانول ګران دي

دا په زړونو کې رقم دی

 د ژوند ډېرې تقاضې دي

د انسان عمر ډېر کم دی

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

غـــــــــــــــــــــــــــــزل

 ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دى
زما
څه ښکلى اغاز د ژوندانه دى
ستا نظر که چا له هيڅ ندى نو
نه دى
ولې ما له خو اعزاز د ژوندانه دى
بندګي د خپل جانان د وجود کړمه
دا مې ژوند دى، دا مې راز د ژوندانه دى
د انسان غمونه هر ځاى چې دي خوري مې
زما دغه سوز و ساز د ژوندانه دى
ستا "کتاب" کې چې د مينې ټکى ن
ه شته
ملا تا له
څه جواز د ژوندانه دى؟؟؟
چا ويل
څه ته شاعري کوې حېرانه!
ما ويل دا هم
يو اواز د ژوندانه دى

٢٠٠٣ مېلادي کال
کراچۍ

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.