|

ګل اغا احمدي وردك
دښاغلي
شاعر
ګل آغا احمدي
وردك لنډه پيژندنه
(
د ده په خپل قلم
)
نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په
۱۳۴۵
هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ
د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په
كلي كې زيږيدلى يم چې د
۱۹۶۶
ميلادي كال سره سمون خوري.
لومړنۍ او ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او
په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور
بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په
۱۳۵۱
هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ
ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې زده كړې په
نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي خو د
۱۳۵۸
هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې زه په آتم
ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د
افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره
جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده
كوونكيو پر مخ و تړل شوه.
د
۱۳۶۲
هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر
او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په
ليسه كې تر سره كړې په
۱۳۶۷
هجري لمريز كال په پيښور كې د ښوونكيو د عالي
دارالمعلمين څخه مې فراغت حاصل او د وو كلونو
لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې
په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او
پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا
رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په دې لړكې
په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره
او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو
بريالي شوو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ
چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام
ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه
يادولى شو.
په
۱۳۷۰
هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د
اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په
۱۳۷۳
كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د
ليسانس په اخيستلو بريالى شوم.
په همدې توګه په
۱۳۸۲
كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې
ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو
بريالى شوم.
په
۱۳۶۷
هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت
وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او
ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب،
د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې
سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د
ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لرم.
په همدې توګه مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي
او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې
منظم ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي
انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه
يادولى شو.
د ليكنې ډګرته مې د لومړي ځل لپاره په
۱۳۷۱
هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ چې د
افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم
نسكور كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه
ټولګې برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په
نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا
زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل
شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره
۱۵
ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او
ټولنيز موضوعات پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار
باسي.
د
شعر نمونې:
ساقي
ستا د مينې په زانګو كې زه ماشوم
واى زنګيدلاى
تا للو للو كولاى زه مسكى مسكى
كيدلاى
چې د خيال وړې منګولې مې واى ډكې
ستا له زلفو
ستا د سرو شونډو انوارو زما شونډې
ښكلولاى
يو رنګين تصوير پوښلى د ټالونو هر
بهير واى
تا زما سترګې كتلاى ما د تا سترګې
كتلاى
په بنډار د محبت مو د خوښۍ خيمه
واى پلنه
ما وړې غاړې كولاى تا جار جار راته
ويلاى
د ډيوو كالي پوښلي ترنم واى ستا
سپيڅلي
ما پخپله وړه ژبه هم د خداى صفت
كولاى
په هر ګوټ د ښكلولو كې دې داسې
ساقي ناست واى
ته بيداره راته ناسته زه د خوب نړۍ
ته تللاى
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د ګوربت افق
د ګربت په سپين افق كې راته ښكاري
رڼاګانې
بيا د هيلو په منګولو كې د مينې
ورشوګانې
د سهار په روڼ محل كې نندارې ته
راوتلې
سپين پړوني يې په سر دي په سرو
شونډو اداګانې
په لاسو كې ريمالونه كله يوه خوا
كله بله
رپوي يې په چمونو كړي اميد ته
نڅاګانې
د سبا رباب ته مستې اړوي د زلفو
ولونه
په ليمو باندې يې ښكاري لپې لپې
خنداګانې
يوه سندره يې په خوله ده داسې وايې
ښايستوكې
تل به نه وي تورتمونه تل به نه وي
ژړاګانې
رښتيا زيرى مو درباندې د تورتم
منتر چپه شو
احمدي بيا به دې ښكل كړي د يووالي
ځلاګانې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
يوه شيبه
ځنې تاو كاندي لاسونه ځنې واخلي څو
مچكې
فلك ګرد ورته تاويږي ورته و كاندي
چكچكې
د ښكلا درياب ته ټوپ كړي او په
خوند وهي لاسونه
وايي راشه زما خوا ته اى د مينې ګل
غنچكې
د ژوندون د بدن غړي او حواس يې شي
په دې خوا
په تورسترګې پسې ګرزي طى كوي غرونه
او ځمكې
د زيارت لمنه نيسي دلاسا منجوران
كړي
مچوي د پير لاسونه دعا غواړي له
ادكې
چې كه يوار په لاس ورشي لاس يې و
نيسي په لاس كې
خوږ شربت له شونډو واخلي د نشې په
يوه څمڅه كې
ځان به داسې ښايسته كړي چې يوازې
دا ده ښكلې
وايي راشه ځوانيمرګې د خوږو هيلو
وياله كې
په همداسې تنكۍ مينه بيا سيلۍ د
خزان راشي
رژوي د ژوندون پاڼې رحم نه كړي په
حمله كې
د بيلتون په لاره درومي لاس را تاو
له بل جانان كړي
احمدي داسې دنيا ده ما ليدلې يوه
شيبه كې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
افغان زلمى
كه مې د زاڼو ټولګى را نه ووست
بهار به نه يم
كه مې رڼا ته غيږه ورنكړه سهار به
نه يم
كه مې د ګلو په ډولۍ باندې لاس وا
نه ړول
كه مې ګيډۍ ګيډۍ غنچې نه كړه ګلزار
به نه يم
كه مې د بڼ په سر هوار نه كړل
زرغون پړوني
كه لوړ له ټولو ښكلو نه شومه چنار
به نه يم
كه د نڅا په پلوشوكې مې ګلشن نه شو
پټ
كه مې سندرې پرې خورې نه كړې سيتار
به نه يم
كه مې د سولې اشرفۍ ورته ډالۍ نه
كړله
كه يې له غاړې نه راتاو نه شومه
هار به نه يم
كه د تورتم تخمونه ورك ما له دې
خاورې نه كړه
افغان زلمى احمدي زه د دې ديار به
نه يم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سباوون
لمر چې غيږ كې نړۍ ونيسي سهار شي
طلايي فرش پرې د وړانګو راهوار شي
نوى يون شي د ګلزار په پګړۍ پورې
د بلبلو د سندرو شرنګهار شي
ښكلې وړانګې ځي د پرخې تر څنګ
كښيني
په عطري جامه كې غيږ په غيږ دلدار
شي
يو بدن او يوه نغمه شي دواړه درومي
ګل يې لاس تر لاس نيولى د بڼ هار
شي
نوې هيلې د مستۍ جامونه نوش كړي
ور روانې د ښكلا په لاله زار شي
نوې ورځ، نوې دنيا، نوى موسم شي
نوې سيمه، نوې ځمكه، نوى ښار شي
د تورتم په سينه سپنې وړانګې پورته
احمدي سباوون ستا د مينې يار شي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
كامياب
خدايه ستا د رحمتونو له ساقي نه
شراب غواړو
يو آرامه ژوند د سولې د قانون په
كتاب غواړو
د خلاصون ساحل ته لاره را په ګوته
كړې خاونده
موږ پناه د بيلتانه له سوزيدونكي
سراب غواړو
چې نه مرګ، نه ځوريدنه، نه لمبې وي
د كارتوسو
ددې لوى تورتم په پاى كې ځليدونكى
آفتاب غواړو
د خزان توره كمپله مو له بڼ څخه وي
ټوله
نور د هيلو په ګلزار كې پاچاهي د
ګلاب غواړو
وركه شوې آبادي راته مينده پخپل
ديار شي
يو سپيڅلى هاند ددې لارې سرلوړى
كامياب غواړو
د ظلمت بتان چپه وي د عبرت په پښو
كې رغړي
د كږو لارو وحشت ته ستا له لوري
عذاب غواړو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مرور
لدې كلې مرور يم له جونګړو مرور يم
د بيلتون د كږو لارو له وګړو
مروريم
د وياړونو په ښكلا باندې يې توره
بلا ګډه
تش په نوم باندې ژوندي له داسې مړو
مروريم
مظلومان دي ترهولي بدماشۍ د
ښامارانو
له زهري زهري مارانو او سخت زړو
مرور يم
د تالان په مردكو يې آبادي راته
ويشتلې
زه د چور له صاحبانو او له پړو
مرور يم
له تورتمه پناه غواړم د رڼا د څرك
په لوري
له درواغو، چل او فريب او له ناوړو
مرور يم
دا سپيره ګلزار به بيا رنګين
خالونه پر مخ كښيږدي
احمدي نور له غميزو، له خپړو مررو
يم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د آرمان غونډۍ
ځوښ د مينې مې د زړه د هر يوه رګ
په جريان راغى
په ټټر چې شرنګيدونكى د پاوليو
كاروان راغى
سرخي كښيناسته د هيلو د غوټيو په
سرونو
چې يې خوا ته بيا د وصل له آسمانه
باران راغى
غيږ په غيږ شول اميدونه له ډيوو
سره خوښۍ كې
په خندا خندا د سپين سهار سپيڅلى
جانان راغى
له بدن يې كړې را تاو نرمې منګولې
د رڼاوو
د بيلتون تورو بلاوو ته خطر د
فقدان راغى
سره ګلان د پيوستون يې په وربل خښ
وو بې شميره
د موسكا راز يې رخسار ته په هر ټال
كې مهمان راغى
احمدي يې تر لاس و نيو د ښكلاوو
يوه بهير ته
چې د لمر څرك يې راخور بيا په
غونډۍ د آرمان راغى
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زخمي كابل
كه هرڅو ټپي ټپي يې ته زما د باغچې
ګل يې
ته زما د هيلو ناوې ته مې فخر د
وربل يې
ستا له لوړې پګړۍ جار شم ته مې
وياړ يې د خيالونو
ته مې هار د هسكې غاړې ته مې ټيك،
ته مې چارګل يې
زه به بيا ښكلا راوړمه ستا سپيره
مخ به پرې وينځم
زما مينه ده لا ځوانه ته پرې ګران
له هر يوه بل يې
د ځيګر په هره پاڼه مې ستا نوم بيل
بيل ليكلى
چې ستا مينه پرې هواره ته د هغه
زړګي مل يې
ليمو ځان ته رابللى محبت ستا په
رښتيا دى
ته زما د ښايستونو په نړۍ كې ستر
امل يې
چې زما د ځير كوچۍ يې په ليدلو پسې
ستړې
ته د مستو، مستو وړانګو د لومړۍ
كرښې اتل يې
ګلابي رخسار دې ښكل كړ احمدي په
مينه مينه
ته مې حسن د ژوندون يې ته زما زخمي
كابل يې
شنبه: 9/6/1381
ه ل 31/8/2002 م
نوى ښار_كابل
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مازديګر
طلايي فرش يې خور كړى غوړيدلى
لروبر دى
له چنار څخه را تاو دى ناست په
څنډو د ګودر دى
د پامير په غيږ كې ښوري د سپين غر
ټټر پرې ښكلى
د ګوربت په اوږو ناڅي غرق د مينې
په غومبر دى
په بلبل يې جادوكړى مست رباب ته
دى د څانګو
له سندرو يې خور شوى يو څپانده خوږ
شرر دى
خړه زركه بدل بولي د سندرو په محل
كې
مچوي د نسيم كرښې غوړولى يي وزر
دى
برګ دسمال يې دى په غاړه كړي چكچكې
په سرو شونډو
سره لالونه په ګډا دي د ملي اتڼ
لمبر دى
د شمال څپه پرې راشي بار د عطرو
ځنې واخلي
د فضا مخ يې وينځلى شين آسمان پرې
بختور دى
دا كمال د لمر د وړانګو بيا راوړى
پسرلي دى
احمدي ګوره په بڼ كې د ښكلاوو
مازديګر دى
يكشنبه: 10/6/
1381 ه ل 1/9//2002 م
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
|