|

فلسفي شاعرخان عبدالغنــي خان
عشــــــــــــــــــق
سوز نه دى عشق ساز نه دى عشق، اه او ګريان نه دى
عشق
مسته رنګيني دا نه ده، غم د جانان نه دى
عشــــــــــــــــــــــــق
خوب د ځوانۍ نه دى، د خوبونو ارمان نه دى
عشـــــــــــــــق
مينه د مليار د سترګو، وخت د خزان نه دى عشــــــــــــــــــق
تور تش د تيارې ډك، د تيارو بيابان نه دى
عشــــــــــــــــــــق
مست د اوميدونو، يو درياب روان نه دى عشـــــــــــــــــــــق
سترګو كې كه راشي د شفق سره د
خمـــــــــــــــــــــــــــــــــــار
عقل له كه راشي د سپوږمۍ د رڼا
تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــار
دې مستانه زړه له يوه حوره د
تاتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــار
دا د مستۍ حد دى او د حد بنديوان نه دى
عشـــــــــــــــــق
مسته رنګيني دا نه ده، غم د جانان نه دى عشـــــــــــــــــــق
عشق يو وجد د رب دى په وجدونو د انسان
كـــــــــــــــــې
يو دمينې ساز د زړه په سوي قبرستان
كـــــــــــــــــــــــــــــې
روح د ړوكي ګل د سپرلي سترګو د خزان كــــــــــــــــــــــې
مرګ عشق ته حيران دى خو مرګي ته حيران نه دى عشـق
خوب د ځوانۍ نه دى د خوبونو ارمان نه دى عشــــــــــــق
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ما ليدلي د فرنګ ښكلي جيــــــــــــــــــــــــــــــــــزونه
چې د لاندې ترې غورځنګ وهي سيــــــــــــــندونه
ما ليدلي محلونه د
لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــندن دي
جينكۍ مستې ازادې ګلـــــــــــــــــــــــــــــــــــبدن دي
ما ليدلي د اټلي ښايسته ښــــــــــــــــــــــــــــــــــارونه
سره يې انګور، سره يې شراب او ســـــــــره ګلونه
ما ليدلي د پيرس ښاپيرۍ ښـــــــــــــــــــــــــــــــكلي
په كردار ګفتار خوږې لكه بلـــــــــــــــــــــــــــــــــبلې
ما ليدلي امريكا كې دي ښــــــــــــــــــــــــــــــــــارونه
چې وريځو ته يې رسي مكـــــــــــــــــــــــــــــــــــانونه
ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګــــــــــــــــــــــــــــــــــلو
د ډهلي ښكلي ښارونه د مغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلو
خو چې ووينم زه خپل د خټــــــــــــــــــــــــــــــــــوكور
رانه هېر شي محلونه ښايستـــــــــــــــــــــــــــــــه نور
دا نرۍ تنګې كوڅې زما د كــــــــــــــــــــــــــــــــــــلي
ورته څه دي د دنيا ښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــارونه
نور
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ |