|
دفــــــــــاروق فـــــــــــــردا شعـــــــــــــــرونه داوربل ګل ته دوږمو غیږو ته ولوېدلې هغوې هم تاوه کړې را تاوه کړلې او زما پرېشانه حال په شان زلفې دې جړې پړې پرمخ او ولو دې راماتې شولې خو هغه ګل چې زما له لاسه ستااوربل باندې وږمو ایښی دي پر اننګو دې د خپل سیوري نندارې ته لا تر اوسه ناست دی. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ دزړه بڼ زه مې د زړه په بڼ کې وګرزېدم نظر مې ته یې د وږمو سیوري کې ګېره کړلې - ومې لیدل- چې ګلان ستا له مخ نه رنګ اخیستل غوټیو هم ستا دښکلا سین کې مخونه وللو. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ ته یوازې ته یې او رڼا ده ستا چې، ماته مې ځان را ښکاري او رڼوي مې ستا دوړانګو په څېر زه مې د ځان د رڼا...، سیوري کې تاته ګورم یوازې ته یې هلته. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ لـَوګر د انتظار پر شېبو راځه د پاې دټکي ګل وکرو چې هر سهار دغنم لو د شپو لنډیو سره راويښوم به دې دناز له خوبه تر کروندو دخپلې غېږې پر منګولو یاره وړمه به دې زه دغنمو د ډنډرو پر مخ دلور مچکو ته سندرې وایم ته په پستو لاسونو ماپسې لمنه کې دې، راټولوې به وږي. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ دمستقبل ناوي کالبد مو دماضي،نویو شېبو په سترګکونو وړي پر ولو د بڼو راوړي به داتڼ مستو څپو سره جوړه له هغې لورې ډولۍ د مستقبل د ښکلېو ناوو چې له ژنو وې خپه. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ درڼا غونچې ګیډۍ په لاس،امېل په غاړه کې یې راځي، شکرۍ یې دګلونو پر سر له ستورو ډکه یې لمنه، وېشي دتیارو زړونو په کوڅو د رڼاګانو غونچې. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ دوینو رنګ لکه د ژرندې تیګي ، هره ورځ ګرزي پر سرونو زموږ کیسې د اور او هم کیسې د وینو څومره دي ډ ېري تويي شوي ویني. هریوه دلته وینه وینه وايي خو هيچا ونه ویل: دچا دي توري؟ د چا سپيني ویني؟. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ وینه زموږ په وینو کې خدای څه ګډ کړي؟ خدای پوهېږي چې ورته تږي د دنیا خلک دي څومره چې څښي، هغومره نور هم غواړي. هغوی مړېږي نه او چينه ددوی د وینو نه وچېږي. په فلسفې ددې پوه نه شومه چې: دا څه بلا ؟ ها څه بلا خلک دي؟ ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ دوینو تږي دا څه خلک دي؟ چې وینو ته دي تږي خپلي ویني څښي، یا ستا، یا که زما دي دسرو وینو دجامونو تږي وايي: د انګورو ویني نه دي چې یې څښل په چا حراموي دا دنورو مفتي ویني دي روا دي. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ سورتاریخ دوخت له مخ وسترګو اوري دباران غوندې چې، څوک وایي بل څه دي دا ویني ندي خو دتاریخ دکاغذ پاڼه زموږ ان له اوله سره ده ځکه نن هم مو دلمرونو وړانګې سپیني ندي. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ زېری د وږمو دزلفو عطرو زېری راوړ پسرلي را روان کړی خپل کاروان دی زموږ دهیلو شاړ فصلونه به بیا شنه شي دوخت پېغلو به دشنو سندرو ډنګ ته آچوي به اتڼونه او ګډېږي ژمي هم ګډه تړلې او روان دی. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ زه او ته ما وې چې ستا سترګې به شم، ځو چې مې ځان وګورم څومره چې نږدې شوم درته هومره ځان شو ورک را نه «زه»چې تر څو «ته » نشم او «ته»په ما کې «زه» نشې زه به خپل ځان نه ګورم،زه به جهان نه ګورم. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ خوب دژمي خوب یې پوره کېږې نه چې هر څه وکړم زما په سترګو زما په زړه ورېږې باڼه مې ستا درڼا څاڅکي ټولوي لپو کې ته پرې شېبې شېبې ورېږې څومره ښه ورېږې ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ ستړی ووایه بڼو ته دې چې سترګې رانه واړوي پېرې دې راته نه کوي خوب یم ستا په سترګو غواړم پرېوزم وامې خله دمه مې شه او خپل مې کړه پخپل ځان کې څو چې ستا د مينې د ستړیا له غره راکېوزم. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ دمچکو ستوري
که دې سترګې پټي هم وي نو باڼه خو دې ما څاري ما وې ږدم په رڼا ورڅ به ستا پر مخ د مچو ستوري خو د حسن تر اسمانه دې لا اوس هم لړې لړې تورې تورې ورېځي ښکاري. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ کيسې ستا د خندا لمنه تاوه شوه را تاوه شوله ما پکې ولوستلې زما وستا د بېګاني او هغو نوروګناهو د ثوابونو کيسې دیوه شنه پسرلي زېری پکې هم ښکارېده اوزما وستا د شوګيرو د مزلونو منزلونو کیسې. تله - مسکو2010 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ ګودر په کاڼو وویشتل شول دپسرلي په شنه لمنه کې سره سپین ګلونه دکلي پېغلو دانګړ د ګړونجیو پر منګي نورنظر نه ماتوي د ګودر لارې ورکې شوي او هېر کړې یې دي دخپلو ژڼو پر څنګلو غرمني خوبونه. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ رڼا رڼا له لریو نه سترګکې وهي دتیارې زړه دی را لوېدلی پښه یې نه ټینګېږي دغره له سره کوم چا د ورېځو تورې پاغوندې یې که په کاڼو باندې وویشتلو وړانګې دلمر به مو تر زړونوهم را ورسېږي. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ یوازې ته ښکلې یې ولې آشنا پربلئ نه راخېژې؟ ستا په لیدو زما دزړه د بڼ ګلان غوړېږي ته وایې ښکلي کمې ندي په مالت کې زموږ رښتیا د ښکلو کمی نه وینم خو، ښکلې دي ډېرې، تاته نه رسېږي.
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ خیال زما د خیال پر وزر ناسته، خدایزده دغه څه بلا ده لیوني مې شي خیالونه چې یوه شېبه هم نه وي، بلا نده، خدای دې نه کړي،ستا ښکلا ده ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ توتکئ توتکئ ګرزي کور په کور کلي په کلي ګرزوي د پسرلي زېری يې خو دلته اوس هم لا په درز د ژمني دیو پادشاهي چلېږي خلک اوس هم د کنګلونو په هیندارو کې مخونه ګوري او دلمرونو د سترګکو د حجاب له پاره زموږ پر فصلونو باندې هره شپه شاړه ورېږي. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ چڼچڼه څانګه بربنډه شوله او تکې شنې پاڼې یې ورژېدې لا د چڼچڼو بچي، د آلوتلو ندي خو دخزان سیلئ را ورسېدې. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ صیاد شامتورې په حساب حساب یې وخوره دا راوړي چېرې ندي دلته باد زه هم دام ګورم هم لومه او خطر دې دپرواز په زړه را ګرزي، دا داني، دلته شيندلي دي صیاد. ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ عسکر په هديره کې د عسکر پر قبر ودرېدمه له اوښکو ډکې سترګې مور یې ورته هم ولاړه دهغه پر شناختې لیکل شوي دي چې: زه دوطن په ننګ شهید یم مورې خوشې مړ نه یم راته وخانده اومه مې ژاړه ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ رهبر دیوه رهبر دفتر ته ننوتم ده،کوم کاغذ ته چې د مېز پر سر یې پروت وو کتل ورته دتېرې شپې د سختو جګړو دشهيدانو یې نوم لړ چا لوسته رهبر د هر یوه د نوم په آورېدلو سره کټ کټ خندل مسکو د ۱۳۸۹ کال سنبله او میزان ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ ما وې چې ته به راځې
ماوې
چې ته به راځې
د
اخترونو،دڅلورو،دکلیزو او سپرلو دسوغاتونو دسمالونه یې
لیږلي
ندي
ددې اوږدو
شپو
لارويو ته به ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ مينه ولې خپه يې مینې؟ تا خو به وې که چېرې تورې ورېځې ويلې شولې او د آسمان په شنه لمنه کې مې چېرې دستوریو غونچې وشمېرلې ، بیا به سپرلو کې د شنو وږو نندارې ته مې پر ځان باندې منلي ټول نذرونه ورکړم، د سمنکو دبنډار په شپه به ستا د سر دعا کومه او ټوله شپه به تر سهار پورې تا وې د زلفو د هيندارې له شا ماته ګورې او دا دې هم ووې چې: ته به د حسن ننداره کې زما دنارينه مينې شعرونه وایې. تا به ویلې چې د لمر را برېدلو سره دلمر په غېږه کې به ځان اچوم غواړم چې لمر د خپلو وړانګو څاڅکو څاڅکو سره زما ويده ویده تیونه په للو للورا ونازوي او بیا زما پر ټټر ستا دمچکو سره داغونو ته د وړانګو قالبونه کېدي. تا به ويلې زه رابولمه لمر: چې زما دزلفو درمندونو باندې و کاږي د وړانګو ږمنځ څو ستا له غاړې نه آشنا د تاوېدلو وخت کې جړې نشي تا به دا نه ویله؟ ولې خپه یې مینې؟ اسمان ته وګوره چې څرنګه پرما و پر تا راغورځوي لاجوردي سېوری له لریو واټنونو څخه چې یې تر لاندې زه او ته د خپلې مینې افسانو ته د رښتیاوو سبقونه ورکړو. ولې خپه یې مینې؟ د لمر دوړانګو سین ته ګورې چې بهېږي د اسمان له چينې؟ مخې ته ونيسه د لمر هينداره وګوره چې: زه مخامخ در ته ولاړ، له سپينو ستورونه په لاس کې مې ګېډۍ د وږو زما پر سر دشنه اسمان د خنداګانودکړساوو د شېبو یو سبد کله چې ته پرما دلمرپه سین کې دپرېمینځلي زلفو څنډ خوروې زه به هم ستا د تن هینداره کې د« زه» او « ته» هستي وګورم ته به دا وګورې چې زه د اسمان د خنداګانو د کړسونو له دانو سره امېل دستا دغاړې ګرزم ولې خپه یې مينې؟ زه درته مخامخ ولاړیم ته لا هم سترګې په لاره ښکارې ،نه مې وینې؟ دلمر دوړانګو سین هم تاته انتظار باسي غواړي چې ستا د تن له عطرو څخه د خپلو څاڅکو په ريښو کې د ښکلاوو وږمې وغزوي. او ستا د زلفو د عطرونو شمال خپلو څپو ته داسمان د شنې لمنې د شنېلیو نه شین رنګ واخلي دلمر دوړانګو سین زما غېږه ده درته دلمر په ژبه درته دستورودځلاوو په سترګکو سره درته دشنه اسمان د شنو خنداوو څاڅکو سره دهرکلیو ترانې غږوي. ولې خپه یې مینې؟ سر دې زما پر ټټر ولګوه او په درزا کې زما دزړه دخپلې مينې ترانو ته غوږ شه چې دخپګان د تورو څڼو شېبې
د خوشالیو دشنه
څاڅکو پر اوږو ګرځوي ما به ویلو چې نانزکه مې یې تا به ویله چې یم. ښایې زه تاته دماشوم په شان چې وروي خپلې پر نانزکې د خپل خوب د څاڅکو څاڅکو شېبې للو للو ووایم؟. او ولې ونه وایم؟ ولې خپه یې مینې؟ ته مې هينداره نه یې؟ زه مې خپل ځان په تاکې نه وینمه؟ زه هر سهار د دروازې نه له وتلو مخکې تاته ګورم ستا په موسکا کې د خوشاله ورځ انځور وینمه ستا د مچکو له پړقاوونه سندرې اورم ستا د کتلو د شېبو شېیو سکوت پر پاڼې لولمه چې: درسره مينه لرم. بېګایې هم په دروازه کې ستا سلام، ستا دموسکا پر اوږو راشي زما پر شونډو دخندا پرښتې و تخنوي زه ستا دمخ په ننداره ننداره دورځې ټوله ستړیا شاته پرېږدم خو کله کله چې پر شونډو زما ته دتقصير او دکمښت پتري له ورایه وینې دخپلو شونډو په خولو خولو یې اوبه اوبه کړه ورنه لرې مه شه او دهغو پر ځای د خپلې مینې دګل پايښت ته دکتلو او مچکو سر چينې خوشې کړه مه خپه کېږه ګلې ګورم چې اوري له بڼو دې د ستړیا رودونه ته په للو للو خوبونه غواړې خو زه شاعر یم دللو للو پرځای درته د ځمکې او اسمان د ښکلیو تورو سوغاتونه راوړم ته دې ځان روږدې کړه د دې توریو له ژبې سره؟ ته ځان په دې تورویو کې ولټوه او دومره ولټوه څو درته ځان ښکاره شي ته د دې تورویو په ګلبڼ کې دومره پټه یې چې حتی خپل ځان په سرسري کتلو نشې ليدای یوازې« زه» تا په ګلپاڼو کې ليدلای شمه یوازې « زه» یمه چې نورو ګلونو نه توپير دې کوم او له هغو دې بېلولای شمه اوس په دې وپوهېدې؟ او زما د « زه»په مانا ورسېدې هغه لمر « زه» یم، هغه وړانګې او سین چې غواړې ته ورته خپل ځان وسپارې چې تاکړي پاڼه پاڼه خپلو څپو سره دې ویسي له خپل ځانه بې خبر د لېونتوب او دمستۍ کلي ته او هغه « زه» بیا« ته» یې. ته هغه «ته» یې چې زما « زه» جوړوي ته هغه « ته» یې چې زه تاته دخپل« زه» ټوله هستي تر قدمونو ځارولی شمه. راځه چې لمر شاهد کړو راځه اسمان ته یو ځل بیا لمنه و غوړوو راځه ستا غاړه کې دستورو دامېل دانو ته بیا وګورو ته د خپګان تورې شېبې دشنه خندا په کړس کړه ویلې ویلې او بیا دا ومنه چې: زما د« مينې » او د « شعر» د ګلپاڼو د ویېو قاموس « ته» جوړوې او زه دستادهستۍ او ستا دژوند د ښکلا ګانو انځورونه کاږم. زه هره ورځ په نوي رنګ او نوي خوند انځورومه ستا « ته» دخپلې« زه» دشتون پایښت لوحه کې او ستا د هرې تابلو پای کې بس همدا لیکم چې : -درسره مینه لرم او ستا د سترګو د پیالو نه پرما چې ما پخپلو لاسو کښلي د خپل زړه د سپين کاغد پرمخ را اوری دهمدې ښکلیو ښکلیو تورو دباران د مرغلرو دانې چې لوستل کېږي ترې همهغه کرښه: -درسره مینه لرم. راځه د مينې ګل دژوند دپسرلو پر څانګو ونازوو او د خپګان دشېبو زلفې د خوښیو خم کې پرې مینځو دخوشالیو کوټني جوړې کړو د« زه»او « ته» دمینې دپايښتونو پرښتو ته پکې ځاله ورکړو.
فاروق فردا |
