|
عزت الله شمسزي
غــــــــــــــــــــــزل
پر کلي کله کله باد او باران يو ځای راشي
لکه مين ته چې غماز او جانان يو ځای راشي
څه ښه تصوير جوړ کړي چې لاس کله در وغځوم
ستا ښکلو سترګو ته موسکا او خپګان يو ځای راشي
د انتظار تنده مې هېڅ مازيګر ماته نه کړه
په ما دغره په څېر سپرلى
او خزان يو ځای راشي
ښکاري لا هم پر موږ د تورو تيارو زړه يخ نه دی
چې مو جونګړې ته برېښنا او توپان يو ځای راشي
خدای خبر ستا به وي رښتيا او که ددروغو غوسه
خو د شمسزي زړه ته يقين او ګومان يو ځای راشي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
غـــــــــــــــــــــــــزل
د لوړو غرو د غېږې لمره را ترغاړې
وځه
د رڼا تږی يم سحره را تر غاړې وځه
زما د مينې په ښار هم د اور سيلۍ
خوره ده
ته هم ډوبېږې مازديګره را ترغاړې
وځه
بېګاه مې درسته شپه په خوب کې ژېړې
پاڼې لېدې
په ژوند باور نه شته دلبره را
ترغاړې وځه
په پخوانو پلونو د مينې ښاپېرۍ پسې
ځم
مسته ملنګه زوروره را تر غاړې وځه
د بېلتانه عمر ته ګوره دومره مينه راکړه
شمسزيه
ياره د زړه سره را تر غاړې وځه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
|