د ښاغلي ډاكترمنقادالرحمان رودوال  څو شعرونه

غـــــــــــــــــــــــــــــــزل

نن عجیبه اوحیرانه غوندې شپه ده
راته ښکاري سرګردانه غوندې شپه ده
هره خوا راته جانان جانان جانان شي
با جانانه بې جانانه غوندې شپه ده
څه له وهم څه له ویرې څه له درده
ډکه ډکه بې ایمانه غوندې شپه ده
اوښکې اوښکې چغې چغې کړیکې کړیکې
بس له سترګو تر ګریوانه غوندې شپه ده
ستا دیاد وریځې پریمانه راوریږي
نن بې ستورو بې اسمانه غوندې شپه ده
ستا نه لیرې ستا دمینې بند کې اوسم
بې زندانه بندیوانه غوندې شپه ده
هسې لوټ یې کړمه خوري مې خوري مې خوري مې
څه بې رحمه بې ایمانه غوندې شپه ده
 

جنوري -     ۲۰۰۸
کابل ، سید نورمحمد شاه مینه

 

ليكنـــــــــــــــــــې

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com