|
ډاكتركبيرستورى
بــــــــدی
داخــپل چـې څوک خـپل نکـړی پردی کله خـپـلـوی شی
انسان چې شی بد بخـته خـپل کلــتور( ۱ )
ځـنـی پـردی شی
بس خــپل پـیــژنـد ئـي ( ۲ ) ورک شی
د بــل نـشی اخستی
پــه داســی رنـځ اخـته شـی چې نه مری نه رغـېدی
شی
د قــام نـه پــکارېــږی چـې پــه خـپـله ژبـه
ګـونـګ وی
کـه زر ژبـې ئـی زده وی پــه زر ژبــو ګــړيدی
شــی
په داسې ليكوالانـــو او پـــوهـــانــو
ســــتـوری څــه
خــد مـت چې د پــردۍ ژبـی کـړی خــپـلـی ته بدې
شی
۱ ) کلچر، رواج
۲ ) تشخص
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
پـــښــتـــنه
مينــــــــــــــــــه
زړه مــــی د مينـــــــــــــــې دود پـــالــل
غـــــــواړي
پــــــه وطــــــن ســــــر خـــــپـل زارول
غـــــواړي
شــیــــخ خــــو د
مينـــــــــــــــې
عـــبـادت
جــــوړ کـــړ
حــــورې عــــقـبـا کــــــې ښــــکلــــول
غــــــواړي
پـــښـــتـانـــه
مينـــــــــــــــه
بــــې پـــــښـــتـو
نـــه کـــــوي
مينـــــــــــــــه
د نـــــــنــــګ ســـــره تــــړل
غـــــواړي
ســـتــوری د عــــقـل نــــه پــــــوښـــتـــنه
وکـــــړه
پـــښــتـــنه
مينـــــــــــــــه
پـــــــښـــتـو تـــل
غـــــــواړي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
د غــــزلــو اخـــتـر
تـا چـې د مـیـنـې د وطـن نـه غـزلــونـه جــوړ
کـړل
د
فن شاهــکارو تــرې د غـاړې اميلونه نـه جـوړکړل
رنګ رنګ غــزلې ئـې د زلــفـو تــار کـې وپېيلې
د
ساز نغمو کې له غزلو داســتانــونــه جــوړ کــړل
د
ربــاعــي، غـــزل، داســتان حــدبـنـدي مـاته
کړله
د
هــنر غــېـږ کې نـوي نـوي خـوزښتونه جوړ کړل
چې د داسـتـان جامې د سـتوري غـزل واغـوسـتـلـې
د
ژونـد چـمـن کـې د غـزلـو اخـــتـرونـه جــوړکړل
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
|