ليكنـــــــــــــــــــې

 

د  دروېش  دراني شعرونه

غزل

يارځکه دشونډودشکروماته ســــــــــــــــــــــــــــت کوي
مال چي ورکوې دخداي په لارکي برکـــــــــــــــت کوي

کاڼي ته چي لاس کړم نودپاسه دا اوازراســــــــــــــــــي

څله ئې دخداي له ذکره باسې عبادت کـــــــــــــــــــــــوي

زړه که ورسپارې نوبېرته روغ په ګوتونه درځـــــــــــي

ښکلي همېشه په امانت کي خيانت کـــــــــــــــــــــــــوي

چاتوره اخيستې ده په دې دنياخپل حق غـــــــــــواړي

څوک ودې ته ناسته دي چي حساب په قيامـت کوي

زه دشک په سترګه دلستوڼي مارته وګــــــــــــــــــــورم

دوي وائي دروېش خوله دوستانوهم نفـــــــــرت کوي

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

غزل

دښمن په زوره ننووت په کـــــــــــــــــوردپښتانۀ

خودغه کارئې هم وکړپه زوردپښـــــــــــــــــــتانۀ

څالاکه دښمنان چي ئې سروړي، هـــــــغه مهال

مشغول لکه ماشوم کړي په څه وروردپښتـانۀ

دستي دپښتانۀ په وجودولګـــــــــــــوي غــــاښ

چي هريخزڼئ مارتودسي په اوردپښـــــــــــتانۀ

وړيابه ئې هم درکړي که ئې زړه وي ستـاپه کار

خوسرپه هرحالت کي دئ په پوردپښــــــــــــتانۀ

دروېش ورپسي ټول عمراخيســــــتئ ووڅراغ

خوچرته ئې هم ونۀ ليدغمخور دپښــــــــــــــتانۀ

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ 

غزل

جنګ ترمينځ زمااورقيب دسپينـــــــــــــــــــوسرونه دی

ديددياردمخ موپريوبل باندي پېـــــــــــــــــــــــرزونه دی

 زړه مي له مودوراسي دښکلوپه قبضــــــــــــــــه کي دی

څوک اوس دامني چي دازمادی دهغـــــــــــــــــــــونه دی

 ماویيل چي زړه مي سي په جوړ داسي څــــــــــــه اووايه

تاویيل چي دغه مات کورګی دجوړېدونـــــــــــــــــــه دی

 څوک وایي ستاورک زړګی ستاخپلواوښکووړی دی

څوک وایي چي داکاردی دښکلوداوبونـــــــــــــــــــه دی

 ليک ديارراغلی دی دروېش ته دی یې نـــــــــــــــه لولي

وجه یې داښیي چي ليکلی په پښـــــــــــــــــــــــــــتونه دی

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com