|
عبدالبــــــــــاري
جهـــــاني
د خلکو خولې نه تړلې کيږي
يــــو ســــړی وو خــــــپله ښځه ورسره وه
دی
پــــياده ښځه پر خره باندې سپره وه
د
مــــېړه او دمـــــېرمـــــنې مــــرکــــــه وه
څـــــه
غيبت وو څه صفت کيسه توده وه
څـــــــه
له يوڼو څه له خواښې په ګيله وه
څه
يې نورې
کيسې کړې لاره اوږده وه
پــــر
سړي بـــاندې مېرمن وه ډېره ګرانه
يـــــوه
ورځ يــــــې ستړى نه سو له بيانه
چېرتــــــه
نــــاسته وه ټولۍ د بېکارانو
مسافر
تـــــــه يــــې سو پــــام د ظالمانو
ويـــــل ګــــــورئ دا بې شرمه بې غيرته
دی
پيـــاده ځي پر خره ناسته ده عورته
دا
وطــن بـــــه لــــــــه بې ننګو خرابيږي
نــــه
لــــه خلکو نه له قوم څخه شرميږي
نـــــــه معلوم دى ورتــــــه قدر د مېړونو
نــــــه
بــــــېريـــــــږي د عالم د پېغورونو
د مېـــــړه مقام کتــــــاب دى ذکــــر کړى
خدای
پـــــخپله پــــــه قران کي پېژندلى
کــموي
دمـــــــړو قـــــدر بـــې ننګان دي
دا
بې قومـــــــه دا بې پلاره ناکسان دي
سړي
واورېـــدې د ډلې سپکې سپورې
لا
تـــر غوږ يې سوې يو څو خبرې نورې
ويــــل ښځې تــــه پــــياده سه زه سپرېږم
ددې
خلــــکو لـــــه پــــېغور څخه بېرېږم
چې
لــــه کلي څخه ووتـــو دبـــــانـــــدې
زه
پيـــــاده ځم ته سپره له ما د وړانـدې
چې
پــــياده ښځه روانه سړی سپور سو
پــــــه
يوه ګړۍ کې جوړ ورته پېغور سو
ويل
وګورئ ظالم چې پر خره سپور دى
په
مزلو يې ښځه مړه کړه مخ يې تور دى
جګه
ونـــــــه سور يې مخ دى اوږې پلنې
پـــــه
مړانـــــه کـې کمزورى تــــر مېرمنې
مور
او پـــلار دا خـــېټور دى نـــــازولـى
پـــه
خوارۍ يـــې د لمر مخ نه دى ليدلـى
دا
لـــه خدايــــــه نه شرميږي ظـالمان دي
په
بيابان کې ګيدړان د کور زمريان دي
چي
پـــه کور کې وي لوی سـوى نازولى
دوۍ
سپـــاره ښځې پياده ور سـره ځغلي
هـــمېشه د بل پــــه لاس پـه نس ماړه دي
نــه
دجنګ دي نه د ننګ تـيار خواره دي
چـــي
ســـــړي خبرې واورېدې حيران سو
سمــدستي
له خره را کښته سو روان سو
خـــــر د مــــــــخه دوۍ تر شا وهل مزلونه
ويــــل
ګوندې اوس به کم سي پېغورونه
لا
يــــــې شـــــــل قدمــــــه نه وه اخيستلي
لا
دکــــــلي مــنځ تــــه نـــه وو رسېــــــدلي
چــــې تـــر غوږ يې سول د خلکو اوازونه
د
هلــــکانـــــو د لـــــويـــــانو ريشخندونه
دا
ســــړی او ښــــځه دواړه لېــــونيان دي
خــــر
دمــــــخه دوۍ پياده پسې روان دي
کـــــه پـــه پښو يې دى دا اوږد مزل وهلى
نــــــو
يـــــــې خـــــر د څــــه دپاره رانيولى
پــــه
خنـــــــدا يــــــــوه را ږغ کړله ځوانانو
لــــــــــــه
عـــــــالمـــــــه بـــــــې خبره هلکانو
دغـــــه خر يــــې هم ملـــــګرى هم رهبر دى
پــــه
دښتــو کې لار ښودونکى د سفر دى
دوۍ
لـــه خـــره ســــره روان ورسره مله دي
کـــه
دا خــــر ور سره نه وي دوۍ ړانده دي
هم
مـــــــېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول
لــــــــه
ناکام څخه سپاره د خره پر شا سول
بـــيا لـــه سره يې شروع خپلې کيسې کړې
ور
پــــه زړه يــــې تــېرې تېرې خاطرې کړې
ورپه ياد يـــــې کـــــړل د خلکو ريشخندونه
پــــــــر
هر موړ باندې ښکنځل او پېغورونه
چې
نــــــاڅاپـــــــه يــــوې ډلــــــې د ځـوانانو
لـــــــه
عــــــــالمــــــــه بـــــــېخبره بـــــېکارانو
ويــل
وګــــــورئ دا څــــونــــــــه ظـالمان دي
پـــر
يــــوه خــــره سـپاره دوه تــــنه لويان دي
نــــه زړه ســــوی لـــــري دا خلـک نه زوريږي
نــــه
لـــــه خدای نـــــه له عـذاب څخه بېريږي
نـــــــه
يې شـــــرم لــــــه مخلوقــــه د دنيا سته
نـــــه
پـــــه زړه کې يـــــې څه وېره د عقبا سته
کــــه هر څو يې ځان لــــه موږ څخه پردی دى
کـــــه
حيوان دى ژبـــــه نــــــــه لري ګنګی دى
خــــو د خـــــدای لــــــه قهره هم بېره په کار ده
يــــــوه
ورځ د ټــــولــــو خلکو ګـــور ته لار ده
پــر حيــــــوان باندې چا ايښى دومره بار دى
خدای
تــــه وګورئ يو څه انصاف په کار دى
پــــه
قيـــامت بـــــه راژوندی دغه حيوان سي
سمدستي
بـــــــه د خاونــــد پر لور روان سي
دی
به ځغلي خر به جګ ور باندې سپور وي
پــــه
اوږو بــــه ســـــا شړي مخ به يې تور وي
لــــه
مېـــــړه لـــــه ښځې ورکــــه سولــــــه لاره
هم
لـــــه خره هم لـــــــه سفره ســـــــوو بـــــېزاره
مېــــړه بـــــيا پــــه پښو روان ښځه سپره سوه
بـــــيا
لـــــه ســـــره هغه نــــــوې نـــــنداره سوه
دروازې د ښــــار بــــنديــــــږي پـــــــــه قلفونو
څوک
تــــــړلای نـــــــه سي خولـــې د عالمونو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
راځه چې سره ځو
د شــــمعې په څـــــېر سوځو له
خپل ځانه سره ځو
که وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه
ســــره ځو
د تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميو
منزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــــمانه سره
ځو
تش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينو
په څاڅــــــــکو په ګامونو له
تـــــــــــــوپانه سره ځو
سېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونو
له چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه
ارمـــــــانه سره ځو
شبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې
د اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره
ځو
د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې
په نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه
سره ځو
توښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستې
احــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه
ســـــره ځو
زاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه
اورم
کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره
ځــــــــو
قــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د
رقيبانو
مونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره
ځو
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی
هــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه
ســــــــــره ځو
د ژوند په راز پوه نه شو ( جهاني ) سبا به نه يو
يو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دغه
زما غيور ولس دی
دغه توري سپيني ږيري
داببر ببر لاسونه
دا
سري سري دا غټي سترګي
له
هيبته ډک مخونه
داله زوره ډکي موټي
دپولادو
مړوندونه
غيرتي ډبرين زړونه
دا
زيږې زيږې خبري
دزمريو آوازونه
په
سرونو کي يې شوردی
په
سينو کې توپانونه
دا
کږې وږي بګړۍ به
يوه ورځ سره
غونډيږي
تر
يو څو جرګو را وروسته
دتوپان په دود خروښيږي
دکلو تږي درې
به
بيا په وينو اوبه کيږي
د
غليم په بنګلو کي
هلته بل ميوند جوړيږي
جلا لا به را ژوندۍ کي
د
اکبر په ميخانوکي
درز به واچوي سينو کي
ډار به واچوي په زړوکي
د
خنجر عکس به يوسي
جهانګير ته په جاموکي
د
اورنګ شراب په ورکي
دسرونو په کاسوکي
دا
تر پښو لاندي قبرونه
دا
هېرسوي
لحدونه
هر
لحد يې افتخاردی
پکي پټ دي داستانونه
دا
تاريخ دمېړنيو
دنيکونو يادګارونه
هره پاڼه يې غيرت دی
په
هرباب کي توپانونه
دا
په
وينو روزل سوي
دا
لاله دا سره ګلونه
دا
دغورنو لوړي څوکي
په
لمنو کي
لالونه
يو
دبل په غېږا غوستي
لاړ پر لاړ پېيلي غرونه
دا
وطن دعقابانو
دا
ځالۍ ده دبازانو
دا
خيبر دي دا شمشاد دی
قتلګاه دپرنګيانو
دا
سرکښه دا مغروره
غزرائيل د دښمنانو
هر
سيلاب يې بتشکن دی
هره دښته يې
ميوند دی
د
توپانه ډکي وريځي
هريو څاڅکی يې هلمند دی
هر
وړوکي يې
دريادی
افريدی دی که مومند دی
پکي غورځي د پلار وينه
د
ميرويس نيکه
پيوند دی
دا
ميوند ميوند دښتونه
دا
هلمند هلمند رودونه
له
غيرته ډکه
مېنه
دا
اټک اټک سيندونه
په
څپوکي يې رزمونه
په
هر موج کې سيلابونه
دا
وطن دی زمريو
دا
هيواد به آزاديږي
دا
دمست پښتون ولس دی
دا
په
وينو کي غوريږي
په
دې جنګ يې پلار مړ دی
چي
ميدان ويني مستيږي
هيبت
پروت دی دې لاسوکي
زولنې ځني بيريږي
دا
يې زېری دطغيان دی
لا
سبا
توپاني کيږي
بيا به ګرم کي بزمونه
بيا به خپل کي دا دښتونه
بيا به سور
دسمال تر ملا کي
بيا به تاوکي چنګ برېتونه
له
آمو تر اباسينه
سره يو به
کي موجونه
کي
به ناڅي ښکلي پېغلي
سپيني لېچي سره لاسونه
کي
به ځي
کاروان د اوښو
ور
آزاد به وي مزلونه
کوچۍ ښکلې به ور اخلي
تر
سالو
لاندي ګامونه
يوه ورځ پر دغه ځمکه
په
همدې تنګ دروکي
د
آمو مستو څپوکي
د
اټک دسند موجوکي
تر
همدغه آسمان لاندي
ه
همدې خاوري دښتوکي
د
بازانو له ځاليه
د
عقاب په آشيانوکي
د
پړانګانو په کوروکي
د
زمريو په
زانګوکي
د
همدې غرونو لمن کي
دغو ورانو خرابو کي
د
سکندر لېچي وې ماتي
د
چنګېز پر کور ناورين ؤ
د
اورنګ خنجر يې پڅ کی
د
پرنګ توپ يې خاموش کی
دبابا زړه يې لا شين ؤ
هره تيږه يې پاميرؤ
هر
لښتی يې اباسين ؤ
دغه
شني آسمان شاهد دی
دغه ستورو هم ليدلو
دغه لمر، دغه سپوږمۍ وه
دغه
ورېځو هم کتلو
دسبا د جنګ په طمع
موږ دا نن لا خروښېدلو
دسرونو بازار
تودؤ
مستانه باندي ورتللو
بيا به ګورئ بيا به وينئ
پردې ځمکه قيامونه
زندانونه به ماتيږي
ترې راوځي به مړونه
شخي- شخي به شملې وي
تور
ببر- ببر برېتونه
د
ملالي دننګ چيغي
پر
دښمن باندي تاختونه
بريالي به
را
روان وي
د
نېزو په سر،سرونه
بيا اختر به وي دفتحې
په
سرو وينو سره
لاسونه
نړوي به سوځوي به
د
زاړه دښمن قصرونه
هيبتي ناري به واورئ
لړزوي به آسمانونه
بيا به دا آسمان شاهدوي
زموږ دفتحي د جشنونو
خُم
به
سر پر سر تشيږي
دمستانو په جامونو
غليمان به فراريږي
د
ايمل بابا
دغرونو
څوچي غرونه وي پرځمکه
څو
سيندونه لا بهيږي
څو
مجمر د آسمان تود
وي
دجهان پر مخ ځليږي
څو
چي ورېځ پر آسمان ګرځي
څوچي څاڅکي ترې توئيږي
څو
په نوم انسانيت وي
د
بشر په نوم ياديږي
دپښتون قام به ژوندی وي
او
همدلته به اوسږي
دغه زما غيور ولس دی
دغه زما توپاني قام دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
|