|
د ننني پښتو شعري بهير
خوږ ژبی شاعرعبدالغفور
ليوال
د
ښاغلي عبدالغفور لېوال يو ښکلی
نظم د ده په خپل غږ کې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
يا
هو
بیګاه دلته راغلــــــــې وه ډیوې
ســــــــره نجلــــــــۍ
آســــــــــــــمان نه پریوتلې وه ډیـوې سره
نجلــــــــــۍ
د سپین کمیس ګـلان یې د مظلومو وینو څاڅکي
مــــــــــــلنګه وه، سپیڅلې
وه ډیوې سره نجلـــــــۍ
په کلــــــــي کې نن
باد د اســــرافیل شپیلۍ وهله
بیګــــــــاه کوم چا ویشتلې
وه ډیوې سره نجلــــــۍ
یو روڼ ستوری را پریوت، خلـکو
ولیده له ورایه
هــــــــــــــــمدغلته
لویدلې وه ډیوې ســـره نجلــــۍ
د کلـــــــــــي
ملایانو تر ســـــــــــــبا هو، الاهو کــــــړ
د قــــــــــــــــدر شپه
بللې وه ډیوې ســـــــره نجلــــــۍ
یــــــــــوڅولیوني ولاړو چې
د زړونو نذر ورکـــــړو
ارمان چــــــــــې نوره تللې وه ډیوې سره
نجلــــــــۍ
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
پر
فلسطين
يوه بله ژړا
های !د داود او سیلمان
هیواده!
خاوره دې وینو سره ګډه خټه
او هر دیوال دې د انسان له سویو چیغو نه رنګ
موږ ستا تصویر کې ډېر څه نوي وینو:
یو ماشوم څنګه په ګولۍ سوری کیږي
او یو ځوان څنګه ځنکدن کوي
پر ځمکه باندې
خوله لګوي
یوه مور څنګه د اسمان لوري ته مخ اړوي، چیغې وهي
او د څلورو میاشتو ښکلی هلک
لکه ویده چې وي په خپلو راوتلیو کولمو لوبې کوي
موږ د اقصی له دیوالونو سره جنګ د چیغو هم ولیده
او د زلمیو د سلګیو انګازې چې د شرقي دیوال
تر
خښتو رسي!
هیڅ پیغمبر د دومره وینو خوب لیدلی نه و،
موسی!
عیسی!
آخر زمانه نبی!
ګورﺉ ! انسان
لکه یو وږی لیوه
د بل انسان پر غوښو غاښ تیروي
هغه انسان چې تاسو!
ددغې ځمکې پر سر
د مخلوقاتو خلیفه وټاکه
هغه انسان اوس د ماشوم پر وینو
د خپل مذهب دعا په فخر لیکي
هغه انسان د خدای رضا
د بورو ورارو په غوغا کې ګوري
هیڅ پیغمبر په خپل هیواد کې د سیاست په نامه
د فاجعې حکومت نه وغوښتی
های! د داود او سیلمان هیواده!
یوځل زخمي لاسونه وخوځوه
پاس د آسمان خواته یې لپه یوسه
د ټولو سترو ارواګانو لمن وننګوه!
یوځل پوښتنه وکړه
چې داسې ولې کیږي
ولې د هیچا په سینه کې زړه د غوښې نشته
ولې سندره د لیوه د غاښو
او د تنکي ماشوم د غوښو لاهم
د مدني انسان په غوږ ښه لګي؟
۲مارچ۲۰۰۸
کابل
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
وير ځپليو کندهاريانو ته!
له دې برزخه
کندارۍ
ملالې دا به مو قسمت وي
په اوږو چې جنازې وړو ډولۍ نشته
سر په غلا ګرځوو خدای نه امان
غواړو
په هيندارو پټه شوې خولۍ نشته
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې تا چې خامک کړی
هغه شين څادر په کټ د شهيد خور دی
د لالا غاړه دې مه ګنډه په سنډو
د هغه ځلمي بدن په لوګي تور دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې! ګل معلم شهيد شو
د مکتب په کتابونو لمبې تاو شوې
سيپارې د ماشومانو په لاسو کې
په دې پاڼو د ګلونو لمبې تاو شوې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې داسې ورځې راغلې
چې انسان له بل انسان څخه ډاريږي
د کاوبای او د شيخانو ليونتوب کې
يو
افغان له بل افغان څخه ډاريږي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې شين ارغند وچ شوی
د بابا صاحب ميلې وحشت خوړلي
د خرقې په دروازه کې خلک سوځي
د انارو سرې غونچې
وحشت خوړلي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې هله چې بيا ګړز شو
بيا به چيرې ماشومان په وینو سره
وي
بيا به کونډه اجاڼۍ چيرته چغيږي
بيا به کوم ځای کې زخمي زلمي پراته
وي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې تور پړونی واخله
زموږ خويندې سيه پوشې دي له غمه
بس همدا به مو شاميت وي له ازله
چې مو وچې نه شوې سترګې هيڅ له نمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې ته خبره نه یې
چې موږ ژوند ته له اوله پيدا نه وو
موږ د مرګ لپاره خدای يو پيدا کړي
لا خبر په راتلو نه يو چې په تله
يو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې دا خبر ريښتيا ده
چې په خپله مو مرګ کور ته راوستلی
موږ ته اور په خپلو خسو دی بل شوی
موږ په خپله خوله دی خپل بدن خوړلی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې ټول تاريخ دروغ دی
دې وطن کې نه وياړونه نه اتل شته
دلته ټول تاريخ په سرو وينو ککړ دی
دلته جنګ شته دلته مرګ دلته اجل
شته
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې خدای ته پلو يوسه
چې يې ولې موږ پر دې ځمکه پيدا کړو
دا وطن خو بس په وينو کې ټاپو ده
ځان په مرګ مګر له دې ځايه پناه
کړو
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې چا ته ګيله وکړو
عقيدې ټول ملتونه جنتي کړل
بس يو موږ يې د دوزخ د تلو لايق
کړو
زموږ ليوانو تې کفار د رمې سپي کړل
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې دا د خدای رضاء ده
چې کفار مو خپل کاله ته رابللي
موږ له خپلو مسلمانو څخه ساتي
د دنيا ليوني دلته دي ښاغلي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې اوښکې دې ارزانه
ستا د اوښکو زما د وینو قدر نشته
کندهار چې لکه زړه د پښتنو و
په دې ښار کې اوس د ژوند څه اثر
نشته
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې خدای باندې دې سپارم
زه اوس دومره بيچاره يم لکه مړی
اوس مې مينه د ګلونو په هار نه ده
اوس مې غاړه کې دی پروت د وهم پړی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کندارۍ ملالې ځه الله دې مل شه
خدای دې ساته له بمونو له غمونو
هغه وخت به بيا د مينې ديدن وکړو
ارغنداو چې شي بيا سور په انارونو
د
۱۳۸۵
ل ل کال د تلې پينځمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
|