عبدالجبار كاكړ
پښتو سرلګه روانه ده؟
(دوهمه برخه)
تيره اونۍ خبره ودي ځائى ته رسيدلي وه چي څنګه په پوهي او ناپوهي موږ وخپلى ګرانى پښتوته زيان رسوو چي ځيني يې په كسته هم كوي او يوه وړوكي جمله ستاسولوستونكو ته موږ وراندي كړي وه چي هغه په دي ډول و.
يو ليكنه درليګم په دي باور چه په خپله ادبى پانړه كښې به ورسره خپله مينه ملګري كړي په دي اونۍ كښې به په دي اړه خبري كوو كښې داهم ويل شوي وو چي ليكونكي دپښتو ليكوال هم دي خو دي ښاغلى په كوم نيت داهر څه ليكلى دي موږ څه نه شو باندي ويلى خو دومره ضرور وايو چي هر څوك دا جمله ولولي نوبه هغه داهڅه كوي چي د ږ په ځائى باندي ګ ګار كړي شك نشته چي په لر اوبر افغان پښتون خاوره كښې په زياتره سيمو كښې ږ په ګاف(ګ) دويلو په وخت ګاروي او دا بهير دپيړيو پيړپو څخه را روان دي خو دپښتو په يوه پخوانى كتاب كښې ږ په ګ نه دليكل شوي نو بياڅنګه څوك كولي شې چي دپښتو سره داسي لوبى وكړي نه په پخوانيو كتابو كـښې موږ داليدلي دي چي ښ په خ ليكل شوي وي دافغانستان په زياتره سيمو كښې ږ په ګ ويل كيږي لكه په شمالى پښتو نخوا كښې چي را روانه او مروجه ده خو موږ دافغانانو په ليك دور كښې ږ په ګ اوښ په خ ليدلي نه دي نو بياهغه كومه اړتياده چي دهغه كار دي څوك وكړي او هغه هم په شمير ديو څو لسيځو څخه ږ په ګ ليكل اوښ په خ بد لول دامانا لري چي پښتو دي خپل دهغه ځانګړي توري دلاسه وركړي چي هم دهغه څوټكي دي پښتو دنوروژبو څخه ځانګړي كوي په سندهي ژبه كښې هم ځينى داسي ځانګړي ټكي شته خو دوي كله هم داهڅه نه دكړي چي خپل رښتنى او پخوانى ټكى دمنځ څخه يوشې نو وداپښتنوته څه ورپيښه ده چي دوي داضد دپښتو كار كوي.
د ږ سره يوه بله لوبه روانه ده زه زياتره ورځپاڼي په سويلي پښتونخوا كښې وينم چي دوي ، ږ ،په ، ژ ، باندي ليكي كه څه هم د داداد واړو په ږغ كښې ډير توپيردي خو ياران دا كار كوي خو د دوي مخ نوي به اوس اوس كول په كار وي كه و دهغه ناورړه كارته وخت وركول شې نو څرګنده خبره ده چي دابه يو دودګرځي او بيا به مخ نوي ډير ګران وي او هغه څوك چي غواړي چي ږ، ښ ،څ ،ځ ،ڼ تورو يې سرداسي په وروګرځوه (CONFUSE) كړه چي رښتنى ټكى ځيني ګډوډ شې خوبايد ګربه كشتن روزاول وارو ورسره وشې خو دابه څوك كوي؟ كابل چي داوخت دپښتو مركز ورته ويل كيږي ولى چي يو دوي ډير ادبى او فرهنګى غونډي كوي بل دا ويل كيږي چي الته دپښتنو په حكومت كښې لويه برخه ډيره ده ولي چي لږ و ډير دوي دوې برخى جوړه وي دوي په وارو وارو ادبى غونډي كړي دي خو ودي ټكوته كله هم پاملرنه نه دشوي ددي كار مخ نوي چي څوك كولي شې هغه زموږ ليكوالان دي خو دوي هم ودي خواته پاملرنه نه دكړي داځكه چي زموږ زياتره ليكوالان او شاعره دليكني په نرګسيت كښې راګير شوي دي بيله ددي چي خپله ليكوالان يا شاعران تر پښو سره راكش كړي بل څه نه پكښې ليدل كيږي دا خبره زه دسويلى پښـتونخوا پوري كوم دنورو سيمو څه حال دي په دي اړه څه نه شم ويلى خودبده مرغه زموږ ليكوال كه هغه هر ځائى وي كله هم دليك دلاري يا دانټرنيټ دلاري هغه پيښىنه دي په ګوته كړي دكومو سره چي ټول پښتون افغان ورسره مخامخ دي داسي ښكاره كيږي چي دنوروسوراګرو په ګډون دوي هم خپله پاملرنه هم و دهغه ناورغي ته واړوړلي چي هم دهغه ناورغى ټوله داسي راګير كړي چي په دي هم نه دي خبر چي ددي ولس او خاوري سره څه روان دي او څوك چي داسي خبره كوي وائي چي دي دا ليونى دي كلداري هر څه دي؟
په پښتو كښې چي دنورو ژبو توري په كومه لويه كچه ګارول كيږي كه ودي ته هم پام لرنه ونه شوه نوبه داسي وخت راځى چي يو دوه توري به دپښتو وي نور ټوله توري به د نورو ژبو وي او داناروغي په افغانستان كښې هم ليدل كيږي خو دبده مرغه په شمالى پښتو نخوا كښې دا ناروغي زياته لګيدلي ده كله چي دپښتو شمير نى په بشپړه دمنځ څخه واستل شوي نو داوخت به هم راشي چي ټوله توري به دنورو ژبو وي نو دازيري به هم واوري؟
يوه بله ناخواله چي په پښتوكښې ليدل كيږي او دازياتره دپښتو ليكوالان ګاروي لكه نلري.نشته .نده، نلرو. نشي. ونكړي. ورنكړو.
موږ ټول په دي خبريو چي پښتو دنورو پرمخ تللو ژبو وارو ځان ته دګرائمر ځانګړي دود لري دا ژپه موږ نه دنيكونو په زيار موږ پوري رارسول شوي ده نو زموږ دا ډنډه جوړ يږي چي ونوي كهول ته دهغه امانت روغ او سالم وروسوو په زياته بيادنن ورځي په دي پرمخ تللي نړۍ كښې او موږ هر وخت ژوندي او رڼى سترګي ورته پاته شو كنې په ناخبري كښې به دپښتو سره هغه څه كړي وي چي بيابه سمول ګران وي كه څه هم چي په دا دووليكونه كښې كومو خبرو ته اشاره شوي ده چاته به محمولي ښكاره كيږي خو ماته داهر څه څرګنددي ولي چي زه ورسره مخامخ شوي يم او ما چي كومه ډنډه په غاړه اخستي ده تر پايه به په دي ولاړ يم هم دهغه دشاعر خبره ده چي (څوك يې او ري اوكه نه) تركومه چي دنلري نسي او دي ته ورته ليكنه په دپښتو كښې پيل شوي ده داهم دوياړوړ كارنه دي ولي چي موږ ټول په دي خبر يو چي نلري توري په پښتو كښې نه راځى بلكى دا دوه بيل بيل توري دي نه بيل دي او لري بيل دي كه دجمله څخه نلري يواځىشې نو دا څه مانا نه وركوي بلكي دهغه نلري سم هم نه لوستل كيږي او ماناهم نه وركوي خوچي كله داتوري دخپل اصل وارو وليكل شي كه يواځى پاته وي هم مانا وركوي لكه نه لري نه شته، نه ده. نه لرو. نه شې او ډير داسي نور
په كاردي چي زموږ رښتني ليكوالان په دي اړه يو بحث وچيړي كه دماڅخه تيروتنه شوي وي يا زما خبره سيمه نه وي نو دوي دي داناخوالى په ګوته كړي چي نور پښتانه افغان په پوه شي.