|
پوهنمل حاجی محمد نوزادی پرمختللې اروپا ، نوې تکنالوژي اوانسان خوړل
دوړوکتوب
نه می ارويدلې وه چی فلانی طائفه خلګ قبرستان او اديره
نلری . ددی خبری نه مانا دا وه چی دوی خپل مړه خپلوان نه
ښخوی او خوری ئی . ولی هيڅکله هم هيچا دانه وه ليدلې چی
دوی دی دغه کارترسره کړی وی .
د٢٠٠١ کال دمارچ مياشت وه چی دپسرلې
ژوند زيږونکو وږمو په هر څه کښی نوي ساه پوکول ، واښه
خوړونکو ژوو ته ځمکی رزق زيږاوه اوغوښه خوړونکی ژوې دښکار
په هيله دژمی له درانده خوبه راپاڅيدل ، خو دپرمختللې
اروپا په زړه دجرمنې په هيواد کښی ديوه کا
نيبا
ليست دکلونو کلونو ارزو هم
ترسره او دلوړی تکنالوژې په مرسته ئی رزق کورته راغی ، په
خپلو لاسونو ئی دروزه ور وټکول . سر چی دشا
ل لايق وی ، له کشميره ورته
راځی . کانيباليزم د Caraib قوم دنامه څخه چی په هسپانيوي ژبی کی ئی د Cannibal پشکل تغير موندلې دی ، ريښی اخلی او ديوه انسان لخوا دبل انسان دخوړلو په مانا کارول کيږی . لدی نه پرته دهغو نادرو حيواناتو په هکله هم ددغی اصطلاح څخه کاراخلی ، کوم چی دخپل نوع دخوړلوسره عادت لری . دنوموړې اصطلاح مترادف يونانی کلمه انتروپوجی Antropogy ده .
پدی
توګه نو کانيباليست ( ادمخور ) هغه چاته ويل کيږی چی
دانسان غوښی خوری . حتی ډيرغوښی
خوړونکی ځناوران شته چی ترڅو دلوږی نه دمرګ پولې ته نژدی
نشی پر انسانانو باندی حمله نه کوی او ددوی غوښی خوړلو ته
زړه نه ښه کوی .
کړه . لمړۍ ئی زخمی شوی ځای په ډيره
مهربانی سره اپانسمان کړ، بيا ئی نوموړې غوښه په کړايي
کی کباب ، دواړو
يعني کوربه او ميلمه په کډه
وخوړ او مزه ئی خورا خوښه شوه .
دادی اجل نيولې
ميلمه ئی حلال ، غوښی ئی ټوټه
ټوټه اوپه يخچال کښی ځای پرځای کړی ترڅودضرورت پروخت
ځناوره اشتها پری ماته کړی . د داوطلب دراتلو څخه نيولې
بيا دکار ترپايه پوری ئی ټول جريان په ويدويی کامره کښی
ثبت کړ .
پدی توګه
Brandes
لادرکه ، خپلوانو ئی پوليسوته خبر وکړ او هغوی ئی په لټولو
ونه توانيدل .
ايا انسان
او خوګ يوله بله سره
ورته والۍ
لری ؟
دناطق
حيوان سره ددغه کرغيړن ژوی يوبل ورته والۍ څو ورځی وړاندی
دجرمنې سړی خوړونکی کانيباليست په ګوته کړ ، کوم چی اوس
د(١٥ کالو ) په بند محکوم دی . هغه پخپلی لومړنۍ تلويزيونی
مرکی کښی وويل چی دانسان دغوښو خوند کټ مټ دخوګ دغوښو خوند
ته ورته دی . دی چی ځان يو بيخی نورما ل سړی بولی ، وايی
چی ما د Brandes
غوښي په مالګی کی اخته کولی او دمرچو، هوږی ، نورو مصالح
جاتو ، پټاټو يا ګلفی سره يوځای دشنو مرچو په لهاب کي
پخولې اوپه ډيره مزه می خوړلې . دده په نظر داغوښی يو څه
سختوالۍ لری . دی څرګندوی چی ټول عمر ديوه کشر ورور د
درلودلو هيله من وو او د
Brandes
په خوړلو سره ئی دهغه په کله ورورګلوی ته ورته يوډول اړيکی
ورسره حسولې .نوموړۍ داخبره غلطه بولې چی ګويا دانسان
دغوښو خوند دچرګ دغوښو پشان دی او زياتوی چی دا غوښه دلږ
غوندی تندوالې سره سره بالکل د خوګ دغوښو خوند لری اوخورا
خوندوره غوښه ئی ده
. دانسان غوښی خوړل په زرګونوکاله د ميلاد نه وړاندی دانسانی ټولنی په ډيرو ابتدايی وختونو کی يعنی هغه وخت چی لا انسانان تازه دکرهڼی سره بلد شوی وه ، ليد ل شويدی . داپديده په مختلفو شکلونو دټولنيزی ودی په راز راز دورو او په ټوله نړۍ کښی ثبت شويده . ددغي کړنې بنسټيز لاملونه تغذيوی مجبورتياوی ، دخلګو ځينی دوديز سنتونه ، روحی ناروغتياوی او داسی نور ښودل شويدی . دتيری پيړۍ په شلمو کلوو کښی هم دوه تنه جرمنيان ونيول شول چی دوی هريوه په ځانګړی توګه دکلونو په موده انسانان وژل او غوښی ئی د ساسيج ، کوفتی اوپه نورو ډولونو چی دخلګو شکونه را ونه پاروی ، خرڅولې .دټولنې په تاريخ کښی ځينی اضطراری حالاتو اوځانګړو اړتياوو هم دکانيباليزم په پديده کښی رول لوبولې دی . دبيلګی په توګه ددوهمی نړيوالی جګړی پروخت دجرمنی فا شييزم لخوا داشغال شوی لينينګراد دجنګی اسيرانو په ډله ايزو لاګيرونو کښی چی بنديان له لوږی نه ترمرګه رسيدلې وه ، دمړو دخوړلو پيښی وليدلي شوی . په سوماټرا کښی داسی پيښی هم ثبتی شويدی چی مجرماني ګناهکاری ښځی به ئی پداسی يوه جزا محکومولې چی بايد وخوړلې شی . په ځينو توکمونو کښی داسی دودونه هم تيرشوی چی له مخی به ئی دهغو کسانو مړې خوړل ، کوموته چی ئی ډير درناوی کاوه او دائی د هغوی دښخولو ډير دروند ډول ګاڼه . داخلګ دهندوانو ځينی قومونه وه چی لومړۍ به دهغه محترم شخص مړۍ په اورکی سوځاوه او وروسته به ئی دهغه پاتي شوی ايری دنوموړی کورنې په خوړو کښی ګډولی او خوړلې به ئی . دوی عقيده درلوده چی پدی توګه کولاي شی دهغه مړه شوی نفر روحی قوت او ښيګڼی په ځانوکی وساتی . ځينوخلګو بيا داسی هم کړی چی دخپل ډير سخت دښمن غوښی ئی پدی خاطر خوړلي دی چی دانتقام تنده پری ماته اوزړه په سوړ کړی .
د کانيباليزم نښی نښاني ديوه عادت په
توګه اوس يوازی دنړی په هغو سيمو کی ترسترګو کيدلای شی چی
صعب العبور او رسيدل ورته ډيرګران کار دی ، دبيلګی په توګه
د Guinea
New
ځينی
ليری پراته ګوټونه . هلته دنوموړوسيمو اوسيدونکی داچی د
انسانو دغوښی خوړلو سره عادت لری د
Kuru
پنامه يوی ناروغی باندی اخته کيږی .
د دی ناروغې نښانی دبدن دغړو ريږديدل دی او ټاکل شويده چي
داناروغی دمړو انسانانو دمغزونو دخوړلو له کبله منځته راځی
. په سياست کی داډول اصطلاح ګانی دپوهيدلو وړدی لکه ( وينه زبيښونکې استثمار) يا ( نړيخور استعمار ) او داسی نورو څخه مراد څرګند دی چی پدی کی دعمل مستقيم فزيکی اړخ دبحث وړ خبره نده . مګر دپرمختللې اروپا يی ټولنې دلوړو زده کړو لرونکې Armin Meiwes خو وايی چی دی يو بيخی نورمال سړۍ دی . که چيری داخبره سمه وی نودلته چی نه لوږه شته ، نه دوديز سنتی خيالونه نوبيا څله انسانان يو بل په فزيکی ډول خوری ؟ ولی دا لوړه تکنالوژې دومره ناتوانه ده چی ديجيتال سيسټم ئی لاهم په خپله محافظوی غيږه کی د جنايتونو دمخنيوی اوخبر ورکولو وس نلری ؟ پای |