ليكنـــــــــــــــــــې

 

ښکلا مایار

shkala.mayar@gmail.com

 

په کابل کې د آريانا تلويزيون خپله څېره بربنډه کړه

 

که د آریانا تلویزیون د ۱۳۸۶ د سنبلې د میاشتې هغو پروګرامونو او مرکو ته نظر واچوو چې دافغانستان د ملي خاین او د نظار د شوری د وژل شوي مشر احمد شاه مسعود د هلاکت شپږمې کالیزې ته یې وقف کړې وو نو له ورایه ښکاري چې په کابل کې د آریانا تلویزیون مشرتابه پلاوی څوک دي او د کومې موخې لپاره په هیواد یې دومره ډنډورو ته ځان وقف کړی وو؟

د آریانا د تلویزیون د خپرونو په هکله په لومړي سر کې داسې فکر کیده چې دوی د هیواد هغه طبقه خلک دي چې له ناروا تعصب او نژاد پالنې څخه کرکه لري او د حقیقي افغانانو په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. خو د وخت په تیریدو سره ورو ورو څرګنده شوه چې خبره داسې نه ده بلکي دوی هم د طلوع په څیر د پردیو د کلتور پالونکي او یوازې د دري ژبې د ویونکو او بیا په ځانګړې توګه د شمالي لنډغرو خاطر ساتلو ته ملا تړلې او د دې لپاره یې په لومړي سر کې ځینې نمایشي کارونه کول چې په ټولنه کې خپل اعتبار پوخ کړي.

که په کابل کې آریانا تلویزیون په خپلو خپرونو کې د افغانستان د ملي ژبو انډول په پام کې و نه نیسي او د شمالي ټلوالې، جنګ سالارانو او د هیواد له ورانوونکو  له ناروا طلسم څخه ځان آزاد نه کړي نو ډیر ژر به هغه اعتبار له لاسه ورکړي چې د خپلو ځینو ګټورو پروګرامونو د خپراوي په وسیله یې تر لاسه کړی وو.

و ما علینا الی البلاغ

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.