|
نجيب الله زاخېلوال داسامه فلم او کامبخش د اسلام دسپکاوي په تور دبلخ ولايت يو ليکوال ته په٢٢/٠١/٢٠٠٨ دمرګ په سزا محکوم شو٠ چې د محکمې دملاتړ په خاطر دافغانستان په زیاترو ولايتونو لاریونونه تر سره شول٠ دا چې هر څه وي زه د کامبخش ننګه او ملاتړ نه کوم، خو خدای شته له هماغې ورځې مې د اسامه فلم تر سترګو، سترګو کېده، هغه داسې: دطالبانو د سقوط روروسته اوسنۍ جپهۀ نجات او پخوانۍ درباني او مسعود جنګي ډله کابل دامريکا دچورلکو دسيوري لاندې په امریکايي ټانګونو سپاره راننوتل، او دپښتنو پر ضد يې د هر راز بربریت نه دريغ ونه کړ، دا په خاطر چې ګواکې امریکا ته وښايې چې پښتانه تروریستان دي، له دې جنګې ډلو سربېره ستميانو، مائوستانو،فاشستانو او ایران پلوه کرغېړنو لېکوالانو هم ځان د چا نه کم نه ګاڼه، او پدې ډګر کې يې په پښتنو زړه سپک کړ، چې ښه بېلګې يې په بېلابېلو سايټونو او اخبارونو کې موندل کیږي، خبره د اخبار له بریده واوښته او دسينما تر پردې وغزیده چې اسامه فلم يې ښه بېلګه ده٠ دغه فلم د سيامک ايراني فلم کمپنۍ له خوا سريال شوې، چې د فلم لیکوونکی د صدیق برمک په نامه يو ايران پلوه تالي څټې او مزدور دې، زه نه غواړم چې دفلم په ټولو خواو رڼا واچوم، خو دلته زما موخه یوازې دفلم دوه برخې دي ،لومړی دفلم ژبه او دویم دیني اړخ٠ دغه فلم په پښتو او پارسي ژبه سريال شوې دی، يانې په هغه ځایونو کې چې د پښتو ژبې او يا د پښتنو سپکاوی کيږي، هغه ټولې خبرې په پښتو دي، چې داددې ښکاروندوۍ ده چې دا فلم په دې موخه جوړ شوي چې نړېوالو ته وښايي چي پښتانه جاهل او ظالمان دي وړې انجونې په زور نکاح کوي، او په افغانستان کې دتروریزم مورینځه پښتانه دي، مګر دغه بې چاره پدې نه دی پوه چې ا صلي تروريستان څوک دي، او تروریزم څه مانا? او بل داچې دا پدې هم ندې پوه چې په ټولو قومونو کې عيسويان ،يهودان، اود نورو مذاهبو پېروان شته، مګر یوازې پښتون ټبر کې نشته او نه څوک دا کار کوي، ځکه دا په پښتنو کې يو لوی شرم دی، که څوک دا کار وکړي نو هغه له کلي، کور او مړي، ژوندي نه ويستل کيږي٠ نو دا ددې مانا نشوه چې پښتانه تروریستان دي، که د تاريخ پاڼې واړول شې پښتانه پکې لکه د لمر روڼ تاريخ لري٠ ددې فلم دویمه برخه دیني ده، پدې فلم کې په ښکاره ډول د اسلام په داسې الفاظوسپکاوی شوی دی، چې د کامبخش الفاظ ورته شرف لري٠ د بېلګې به ډول د فلم په یوه صحنه د فلم اصلي لوبغاړې صغيره انجلۍ دمدرسې ملا په زور ځان ته په نکاح کوي، چې له نکاح وروسته د ملا صیب په کور کې درې مېرمنې نورې هم راښکاره شې، چې ملا صیب هغه هم په زور په نکاح کړي دي، دلته د فلم ليکوونکي موخه ده چې وښايي چې علما پردۍ ښځې او صغيرې انجونې په زور په نکاح اخلي، او هم خلکو ته ښايي چې دا کار په پښتنو کې دې، او د پښتنو رواج دی٠ مګر داسې نه ده داد پښتنو رواج نه بلکې داسلام حکم دی، او د صغيرې جلۍ او یا په زور د نکاح په نوم، چې په کې هېڅ دود نه دې او يا په فردي عمل د پښتنو بدنامول زه دېته کوم قضاوت او عقل ووایم? ځکه په هر قوم او ټبر کې ښه او بد وي،که موږ قزلباشانو ته وګورو پدوۍ کې فهیم، مسعود، احمد ضیا، مالک، يونس قانوني، رباني، عبدالله٠٠٠ اعمال او جنايتونه راوسپړل شي نو د انسانيت له نومه به کرکه راشي٠ او يا هم که د الکساندر ماریوف کتاب چې ډاکټر جنبش ژباړلی(په افغانستان کې ريښتيا څه تېرېدل) رواخيستل شي، په يو ځای کې يې د رباني پسې کښلې چې نوموړې د هلکوالي په دوره کې یو قندهاري ساتلی وو٠ نو اوس به موږ ټولو تاجکو يا قزلباشو ته کونیان ووایو، نه داسې نه ده، چې د یو انسان ناوړه عمل د هغه دقوم يا ټپر پورې وتړل شي، داد انسانيت او دیني او نړیوال قاوانينو هم لېري ده٠ نو که دبلخ محکمه د کامبخش لپاره د مرګ سزا وړ بولي، نو بايد صدیق برمک ته هم د مرګ سزا ورکړي، کنه صدیق برمک پدې سپين باز دی چې د اسلام د سپکاوي سره يې دپښتنو سپکاوی هم کړې دې، يانې ګناه او ثواب برابر دي، زه هیله لرم چې که لوی جنايتکاران نشې محکمه کېدای نو واړه بايد محکمه شي، او ورته د مرګ سزا ورکړل شي، |