|
میرویس
نوى ۱۳۸۶
ښوونیز کال
د رسنیویو له
لارې مو خبر ترلاسه کړ چې په ګران هیواد کې
نوۍ ښوونیز کال
۱۳۸۶
پیل
شوې دی څرنګه چې
د اساسی قانون د
۴۳
مادې له مخې په مورنې ژبه ښوونه او روزنه په
بشپړه توګه د
هرماشوم حقه حق دی.د ښوونې وزارت د یو نوښت په
ترڅ کې غواړي چې د هغه
ښوونځیو چې
پښتانه زده کوونکي په کې اکثریت وي یو څو
ټولګي په پښتو کړي ترڅو د
اساسي قانون
۱۶
او
۴۳
ماده په یوه ډیره نسبی ډول پلی شي او د چا
خبره ځان د دې لوی
مسوؤلیت څخه په
دې لږ څه خلاص کړي(یعنی ځان ته د وړو پوزه
کیږدي،ځکه د څو کالو
راهیسې ژمنې یی
کړی او پوره کړی نه دي)،خو بیا یی هم کور ودان
چې په دې اړوند یی څه
مثبتو ګاموته
غاړه کیښوده.زمونږ روڼ آندو ورونو،تکړه
استادانو اواحساسلرونکو ورونو
په دې اړه هڅې
او زیارونه ایستلي دې خو سره د دومره هڅو او
کوښښونو او کړاونو چې مو
وګالل کومه
دومره لویه لاسته راوړنه نده ،سره د دې چې
پښتو د۱۶
مادې له مخې رسمي
ژبه ده او ملی
په دې خاطر چې د اکثریت ژبه ده خو بیا هم د
افغانانو هیلې او
ارمانونه پوره
نشول، په يو ښوونځی کې يو څو صنفونه په پښتو
( د بیلګې په توګه
۶
څلورم ټولګیو کې
یو ټولګې پښتو او پنځه یی په پارسي) او باقي
ټول په پاړسو دا څه
مفهوم لري،آیا
په دې کارباندې د پښتو ټولګیو استادان او زده
کوونکې په ذهني او
رواني توګه د
ښوونځی د پارسو ژبو د دیکتاتورۍ د اغیز لاندې
نه راځي؟ د پارسیوانانو
سپکې سپورې،تنګ
نظري،تعصب او د دوښمنۍ فضا او د موقع په لاس
راوړلو سره د سر زیان
په نظر کې نیولو
سره به پښتانه استادان او زده کوونکي تل په
ویره او د ضیعف مورال
لرونکي نه وي؟
او له امله یی همدا راز نورې ستونزې چې ښوونکو
اوزده کوونکو باندې
ناوړه روحي او
رواني منفی اغیزی پریږدي.آیا ښاغلی حنیف اتمر
صیب دې ټکو ته پام کوي
که نه؟ دا په دې
معنا ده چې حکومت په لوی لاس خلکو ته ستونزې
جوړوي څنګه به ښه وای
چې حکومت د کابل
یو شمیر ښوونځي په بشپړه توګه په پښتو اړولي
وای. همدارنګه حکومت
کولای شول په
کابل کې د یو منصفانه احصایی له مخې د پښتنو
دنفوس په انډول د پښتو
ښوونځیو شمیره
مالومه کړی وای، او بیا یې په عملي ډګر کې دا
نیک پلان پلی کړی وای
ځکه دا اوس مهال
ښکاره او نه پټیدونکې حقیقت دی چې پښتانه
ماشالله د کابل نفوس د
نیمایی څخه
زیاته برخه جوړه وي،نو زه په دې عقیده یم چې د
ښوونې او روزنې وزارت دې
د يو جامع پلان
له مخې دپښتنو د نفوسوپه تناسب د کابل ښار د
نيمایی څخه زیات
شمیرښوونځي په
بشپړه توګه پښتو ته بیل او ځانګړي کړي نو هله
به د اساسي قانون مادې
په بشپړه او
منصفانه توګه پلی شوی وي .
هسې دې بوسو کې
اوبه نه بیایی!
په درنښت |