ليكنـــــــــــــــــــې

 

ميوند اشنا

نړۍ او موږ

ښاغلو او اغلو نورو ته به څه ووایو چې موږ خپله هم  ټول عمر شاعري کړې  ده ! او  د نیم نه زیات عمر  مو  د نورو په شاعرۍ کې تش په واه واه تېر کړی دی  او تېرېدلو به  ولې نه چې زموږ تعلیم  او سواد د شاعر د کلام نه پېل شوی دی  خو یو څو ښونکو سره دې الله تعالی ښه وکړي چې یو څه سائنس  یې هم راته  لوستلو چې اوس موپدې  یو څه سر خلاصېږي چې فارن هائېټ څه شی دی .

 په ښونځي کې  په تاوېدو راتاوېدو سبق لوستل . ماښام کورته راتلل ، په وړو  وړو مسلو باندې جنګ جدل ، او یا لکه د سپو خړاوه کول ،  او د دې خبرې نه غافله چې دنیا څو بغرۍ ده او  د کوم ځای نه تر کوم ځای ته ورسېده  ، فضاء کې څه روان دي ، په خلاء کې څه کېږي ،  علم الکلام  خو استا‌ذ راته ښودلی دی خو د جابر بن حیان نوم یې راته ندی ښودلی .

 کپلر ،  او کلیلو،  په آسمان کې  وداني  کوله او موږ په ځمکه  شاعري ،  کله چې واټ او اسټېفن   بهاپ ، نه غلام جوړولو نو موږ پدې اخته وو چې کومه قافیه بې له بنده  رانه پاتې نشي ، ایډسن  ،او مارکوني  ، چې کله د برېښنا او غږ  ملکې اسیرانې کړې نو موږ شعري مجموعې  جوړې کړې او د فتنې عطر مو ترې ویستل .

  یو څو ښاغلي چې نومونه یې رانه هیر دي   او په لومړي ځل  په هوا کې والوتل نو بیا هم زموږ په هېواد کې  ځینې  ښاغلو   لفظي توتیان او ښاروګانې جوړولې ، امریکا او روس  د آسمان لپاره نوې سپوږمۍ او ستوري جوړ کړل  خو موږ لرغون خوښي  نن  هم په جنتریو او فالنامو باندې د خپل قسمت  حال ګورو  .

موږ نه خپلې ټولنې ته څه کړي  دي  او نه مو پکې کوم  اصلاحات راوستي  دي  خو  چې څوک څنګه لوی شوی دی همغه شان یې نور روزلي دي  نن هم زموږ هوټلې او بالاخانې  په معالجونو او مساژونو  ښاېسته او رنګینې دي   خو د عباسیو  پېر څومره وخت وشو چې تېر شوی دی  ؟ وګورئ په ګوادر کې نن  د چا سلطنت دی  د افغانستان واک او زیرمې د چا په واک کې دي ؟  او د قسمت او د نصیب فېصلې مو په واشینګټن او جنېوا کې کېږي  او موږ لا  په ځان او ولس ملنډه ( د آزادۍ جشن ) لمانځو  د آزادۍ جشن هغه ولس لمانځي چې غلامي یې کړي وي  خو زموږ د غلامۍ  ‌ذکر نه د مسلمانانو په تاریخ کې شته او نه هم د کفري نړۍ په تاریخ کې خو د دې سره بیا هم موږ د آزادۍ جشن لمانځو  او نړۍ ته دا باور ورکوو چې موږ د انګرېز  غلامان وو او  اوس آزاد شوي یُو.

د دې هر څه سره سره  به په ټولنه کې   قصیده  ویونکی ، کرکتونکی ، قافیه پوهه  ،وزن پوهه   به  پېدا کړئ خو  په  موږ افغانانو کې به  کپلر  ، واټ ، ایډسن  ،او مارکوني ، پېدا نکړئ  بس چا چې هم څه کړي  دي شاعري یې کړې ده  مشاعره یې کړې ده  شعري مجموعې یې جوړې کړې دي   په هېواد کې دننه  په چا ته څه ووایو چې د هېواده بهر  کوم ښاغلي او اغلي دي  او هېواد ته کله بېرته  راستنېږي نو  په لاسونو کې  ورسره  شعري مجموعې وي   . پدې اند چې  میوندۍ ملالې  په یوه ټپه  د میوند جنګ ګټلې وو خو د برتاینه پخواني لومړي وزیر  ونسټن چرچل  د ملاکنډ او د سوات د ملالو د مړانې ذکر په خپله یوه کتابچه ګوټې «  دی سـټوري  آف  دی ملاکنډ فیلډ فورس  »  کې کوي  او  نن همدغه د چرچل فورس  لومړی په میوند کې د ملالې  پړونی څیرې کړ او اوس  د سوات او ملاکنډ  په ملالو پسې وراوړي او موږ لګیا یو  ورته مشاعرې کوو  .

پینځه نۍ د ١٣٨٦ لمريز کال د مرغومې ۶   --  ۲۷ دسمبر ۲۰۰۷

 

 په کال ۱۸۹۷ کې   د سوات او د چکدرې  په غرونو کې  جنګ   کې چرچل   ونډه اخستې وه  چې پکې په درځنو درځنو انګرېزان    وژل شوي وو او د ګوتو په شمار انګرېزان په تېښته  له  ملاکنډه  ووتل چې دا بیا ونسټن چرچل په کال ۱۸۹۸ کې  « دی سـټوري آف دی ملاکنډ فیلډفورس » کې و لیکل .

) پدې لیکنه کې ځینې خبرې  د ابن انشاء له کتاب   اواره ګردۍ نه  هم راخستل شوي دي (

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.